د طالبانو دفاع وزارت: ۲۴ نظامیانو ته مو د «رهبري شوي توغندي» د توغولو روزنه ورکړه

د طالبانو د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې خپلو ۲۴ کسانو ته یې د میلان کنکورس په نوم د رهبري شوي توغندي د توغیدو اړوند یو میاشتنۍ روزنه ورکړې ده. د دغې ډلې د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق له دغو کسانو غوښتي، چې خپلې دندې په سم ډول ترسره کړي.