• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان سبا ۱۲ نیول شوي افغانان د تورخم له لارې جبري لېږي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي، چې د اټک په سیمه کې نیول شوي ۱۲ ناقانونه افغانان د یکشنبې په ورځ بېرته افغانستان ته لېږي.

په پلازمېنه اسلام اباد او پنجاب صوبه کې لا هم د افغانانو د نیولو او زور بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ دوام لري او نږدې هره ورځ لسګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنول کیږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د عاصم منیر د «مارشالۍ» رتبې په مراسمو کې د ګنډاپور نه ګډون جنجالونه راپارولي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د «مارشالۍ» رتبې ورکړې په مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د نه ګډون له امله په دغه هېواد کې د سیاستوالو ترمنځ پوښتنې راولاړې شوې. ده نیوز ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې د نورو ایالتونو سر وزیرانو ګډون کړی و، خو ګنډاپور نه و ورغلی.

ورځپاڼې زیاته کړې، په یادو مراسمو کې د علي امین ګنډاپور نه ګډون په پراخه توګه د ژبو په سر شوې او د بېلابېلو کړیو ترمنځ یې دا پوښتنه راولاړه کړې چې «هغه ولې ګډون» ونه کړ.

په ورته وخت کې د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل وايي: «علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د ګوند مهمې غونډې ته تللی و او له همدې امله یې د عاصم منیر د مارشالۍ مراسمو کې ګډون ونه کړ.»

په یادو مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر نه ګډون د پاکستان له پوځ او اوسني حکومت سره د شته پراخو اختلافاتو له امله هم ګڼل کېږي، چې عمران خان نه غواړي د ګوند غړي یې له یادو لوریو سره راشه درشه ولري.

ملا برادر: افغانستان ته له نورو هېوادونو وارداتي برېښنا په لوړه بیه تمامیږي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې افغانستان ته له نورو هېوادونو واردیدونکې برېښنا په ډېره لوړه بیه تمامېږي او د ملي بودجې ډېره برخه پرې لګول کېږي.

هغه د (غبرګولي لومړۍ) نېټه دغه څرګندونې په لغمان کې د «۱۰میګاواټه لمریزې» برېښنا پروژې د پرانېستلو پر مهال کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې واردونکې برېښنا د افغانستان لپاره ډاډمنه سرچینه نه شي ګڼلی.

ملا برادر ویلي، چې اوس مهال ټوله تکیه یوازې پر واردونکې برېښنا ده، چې باید دا کچه راکمه شي.

په غزه کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ تنه د لوږې له امله مړه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.

تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.

په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.

ایران وايي که امریکا د یورانیمو غني کول ودروي نو هیڅ اټومي تړون ممکن نه دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کول ختم کړي، نو هیڅ اټومي تړون به شتون ونلري. دا خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د پنځم پړاو خبرو اترو په جریان کې وشوه.

د یورانیمو غني کول د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یو مهم جنجالي ټکی پاتې شوی دی.

واشنګټن داسې یوه هوکړه غواړي چې له مخې یې تهران د تل لپاره د یورانیمو غني کول پای ته ورسوي؛ خو ایران ټینګار کوي، چې د دې پروسې د دوام حق لري.

مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو «له ایران سره د یوې احتمالي معاملې په اړه بحث کړی، چې ولسمشر باور لري په سم لوري روان دی.»

د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ، وویل، چې ټرمپ باور لري دا هوکړه دوه پایلې لرلی شي: «یا به په یوه مثبت دیپلوماتیک حل پای ته ورسېږي او یا به د ایران لپاره په یوه ډېره منفي پایله تمامه شي.»

امریکا په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو لپاره د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

د سي‌اېن‌اېن خبري ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، هارورډ پوهنتون نور نه‌شي کولای نوي بهرني محصلان ومني او اوسني بهرني محصلان هم باید نورو علمي ادارو ته ولېږدول شي. که داسې و نه‌شي، نو په متحده ایالاتونو کې به د هغوی د استوګنې قانوني حق له‌منځه لاړ شي.

همداراز، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټې نویم دغه پوهنتون تورن کړی چې په درسي چاپېریال کې یې ناامنه او د یهودیانو ضد فضا رامنځته کړې او داسې پالیسۍ عملي کوي چې د هغې په وینا، «تبعیضي» بڼه لري.

ورته‌مهال، سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو محصلانو منل «یو امتیاز دی، نه حق» او هغه پوهنتونونه چې د دولت له نظره د دغه هېواد د ملي ګټو پر خلاف چلند کوي، باید د دې چلند پایلې ومني.

اوس مهال، د هارورډ پوهنتون نږدې ۲۷ سلنه محصلان بهرنیان دي. د دغه پوهنتون کڼ شمېر استادان اندیښمن دي چې دا پرېکړه به په امریکا کې د پوهنتون او لوړو زده‌کړو پر اکاډمیک کیفیت ډېرې منفي اغېزه وکړي.