• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په پنجشېر کې نوي پوځي تاسیسات او جوماتونه جوړوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې دغه ډله پلان لري پنجشېر کې نوي پوځي او امنیتي تاسیسات او همداراز جوماتونه جوړ کړي. د عبدالمتین قانع په وینا، د پنجشیر د پولیسو قوماندانۍ، د ابشار ولسوالۍ د پولیسو قوماندانۍ، او پنځو امنیتي پوستو په کډون به نهه نوې ودانۍ جوړې شي.

همداراز طالبانو پلان لري، چې د حصه اول، رخه او دره ولسوالیو کې نوي جوماتونه جوړ کړي.
د پنجشیر ولایت مرکز په بازارک کې یوه پنځه پوړیزه نوې ودانۍ د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ لپاره جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبان غواړي چې د دې ولایت د مستوفیت ودانۍ ترڅنګ د پنجشېر د لوړو زده‌کړو په موسسه کې د یو جومات او یو لیلیې ودانۍ جوړه کړي.
پنجشیر هغه وروستی ولایت و، چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې، د سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.
طالبان له تلې ۱۴۰۰ کال راهیسې په پنجشېر کې خپل پراخ پوځي حضور ساتلی دی.

د طالبانو کنټرول په پنجشېر کې د پراخو بشري حقونو د نقض، بې‌محاکمې وژنو او د ملکي خلکو پراخو نیونو سره مل و.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران او پاکستان ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ په جبر اېستلي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وایي، په تېرو ورځو کې ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ چې ۳۶۷۸ کسان پکې شامل دي، له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د تورخم، بولدک، اسلام قلعه، ورېښم، انګور اډه او بهرامچې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

کمېسیون زیاتوي، چې د راستنېدو پر مهال سیمه‌ییزو کمېټو دغه کډوالو ته لومړني خدمات برابر کړي دي. د ثبت او بایومټریک تایید وروسته، هغوی ته سیمکارتونه او مالي مرستې ورکړل شوې دي.

د راپور له مخې، دا مهال هڅې روانې دي چې دغه کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شي او د دوی د بېرته ادغام بهیر په منظم ډول پر مخ لاړ شي.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

د طالبانو هېواد ورځپاڼې مسوول د پاکستان پوځ ته په اشاره:‏ نوم به مو د نړۍ له نقشې ورک کړو

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د "هېواد" ورځپاڼې مسوول شبیر احمد عثماني د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "که اصلاح نه شول، شریعت په تاک کې ورته ږدو. د هند سره د فولادو د غر په څېر دریږو، نوم یې د نړۍ په نقشه کې ورکوو."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري ویلي، تر زرو افغانانو د یو پاکستاني وینه ارزښت لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د دولتي ورځپاڼې «هېواد» مسوول شبیر احمد عثماني پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې ‏پاکستاني پوځيان دې له خپلو خولو سره فکر وکړي د افغانستان او افغانانو په اړه دې له بې ځایه خبرو تېر شي.

عثماني خبردارۍ ورکړی: « ‏د یوه مسلمان ګاونډي مسلم حقوق دې وپیژني د دوی پوځي ویاند چې کومې احمقانه خبرې کړې زر دې بښنه وغواړي کنه وروسته به یې سوال او زارۍ قبولې نه شي.»

هغه زیاتوي:«‏د دوی په شان د ډېرو کاغذي مارشالانو نه مو د تیښتې لارې ورکې کړې دي.»
دغه طالب مسوول چې د حقاني شبکې غړی دی او سراج الدین حقاني له نژدې کسانو شمېرل کېږي د پاکستان د پوځ په اړه لیکلي: «‏د دوی رقم بې حیا او بېغیرته پوځ په ټوله نړۍ کې نه شته.»

نوموړي د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پر اېکس پاڼې د یوه انځو په خپرولو زیاتو ي: « دا د بې غیرتوب اخري حد دی چې هېواد او سیاست دې یې خپل وي او معاملې دې روس او امریکا درباندې وکړي.»

دا لومړی طالب چارواکی دی، چې د پاکستان د پوځ ویاند خبرو ته یې پله خپلې شخصي ټولنیزې شبکې غبرګون ښودلی دی خو تروسه طالبانو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده. د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړي.

لوګر کې په څلورو جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د سالنګ لارې رغول؛ طالبانو بیا دغه لاره د لویو مساپر وړونکو موټرو پر مخ وتړله

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د پاتې برخې د رغېدو په موخه یې د دې لارې اصلي مسیر د لویو مساپر وړونکو موټرو پرمخ بیا وتاړه. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، په دغو مساپر وړونکو موټرو کې «۳۰۳،۴۰۴ او ۵۸۰» ډوله بسونه شامل دي.

نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د کاري پلان تر بشپړیدو پورې دې حوصله وکړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه همدا راز زیاته کړې، چې بار وړونکو موټرو ته د سالنګ پر اصلي مسیر په نوبتي توګه هره یو شپه وروسته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

د طالبانو د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دغې لویې لارې ځینې برخه په اساسي توګه تېر کال کانکرېټ شوې دي.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګونو تونل مخې ته یوې غونډې ته ویلي وو، چې د سړک او تونل د اساسي رغیدو چارې یې بشپړې کړې دي، خو دغه ژمنې اوس دروغجنې ثابتې شوې.

هغه مهال هم نیوکې وشوې، چې یوازې د سالنګ تونل رنګ شوی، سړک یې بې کېفیته قیر شوی و، چې بېرته د واورو پر مهال له منځه ولاړ او لا هم چلوونکي پر دغه لاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

په تېرو کلونو کې هم د یاد سړک د اساسي جوړیدو له امله پر دغه لاره تګ راتګ کوونکي مساپر او لویې بار وړونکې موټرې له جدي ستونزو سره مخ وې.

نیوکې کېږي، چې طالبان یوازې په تبلیغاتي توګه د سالنګونو او نورو ورته پروژو د بشپړیدو خبرونه ورکړي، خو په بسنټیزه توګه یې د رغولو په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

د نصر الله محمدي په نوم د خواله رسنیو یوه کاروونکي د طالبانو ټولګټو وزارت ته لیکلي: «تبلیغات مو زیات دي، خو کارونه مو بې کېفیته او ځنډولي دي.»

د صادق جان په نوم یو بل تن بیا لیکلي: «تېره کال مو هم لاره بنده کړې وه، خو هېڅ مو ونه کړل.»

خلکو نیوکې کړي، چې په سالنګونو کې د سړک رغیدو لپاره په کافي توګه کاریګر موجود نه وي او په خورا کم رنګه ډول د رغیدو چارې ترسره کېږي.

د پاکستان حکومت ۲۸۷ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.