• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران د پولیسو قوماندان: تېر کال مو یو مېلیون او ۲۰۰ زرو غیر قانوني کډوال اېستلي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د تهران د پولیسو قوماندان وایي، چې په تېر یوه کال کې له دغه هېواد څخه څه باندې یو مېلیون او ۲۰۰ زره غیر قانوني کډوال اېستل شوي دي. ایراني رسنیو د تهران د پولیسو د قوماندان له قوله راپور ورکړی، چې یوازې له تهران څخه ۲۷۰ زره کسان اېستل شوي دي.

که څه هم ایراني رسنیو په مشخص ډول نه دي ویلي چې په یاد شمېر کډوالو کې د کومو هېوادونو وګړي شامل دي، خو یو لړ نور راپورونه ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه شاوخوا یو مېلیون افغانان راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وایي، چې یوازې په تېرو ورځو کې ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ چې ۳۶۷۸ کسان پکې شامل دي، له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
افغانستان چې د اسیا تر ټولو لوی داخلي بېځایه کېدو ناورین لري، اوس د کډوالو له پراخ ناورین سره مخ دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

بېلاروس د 'ناقانونه' افغان کډوالو یوه ډله نیولې او له دغه هېواده یې شړلې ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د بېلاروس پولیس وایي، چې د افغان او پاکستاني «ناقانونه کډوالو» یوه ۱۹ کسیزه ډله یې د دغه هېواد په پلازمېنه مېنسک ښار کې نیولې ده.

د اېکزاتبر خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ د مېنسک اجرایوي کمیټې ویلي، د افغانستان او پاکستان څخه دغه ۱۹ کډوال په ناقانونه توګه له روسیې ور اوښتي وو او پلان یې لاره چې لېتوانیا، لاتویا او یا هم پولنډ ته ولاړ شي.

د بېلاروس پولیسو ویلي، چې دوی اوس‌مهال د دغه کسانو د ناقانونه لېږد د تنظیموونکو په لټه کې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې ټول نیول شوي کډوال د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې ادارې ته تر لېږدولو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغه کډوالو موخه په ناقانونه توګه لوېدیځو هېوادونو ته ننوتل وو.

بېلاروس چې د پولنډ ګاونډی دی، اروپا ته د کډوالو د تګ لپاره یو له اصلي لارو بلل کېږي.

ګڼ کډوال پر دغې لار د سفر پرمهال مړه شوي او یا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ډېری ځوانان لا هم پر دغې ګواښونکې لار د یو ښه ژوند جوړولو په هيله سفر ته زړه ښه کوي.

ایران او پاکستان ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ په جبر اېستلي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون وایي، په تېرو ورځو کې ۸۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ چې ۳۶۷۸ کسان پکې شامل دي، له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د تورخم، بولدک، اسلام قلعه، ورېښم، انګور اډه او بهرامچې له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

کمېسیون زیاتوي، چې د راستنېدو پر مهال سیمه‌ییزو کمېټو دغه کډوالو ته لومړني خدمات برابر کړي دي. د ثبت او بایومټریک تایید وروسته، هغوی ته سیمکارتونه او مالي مرستې ورکړل شوې دي.

د راپور له مخې، دا مهال هڅې روانې دي چې دغه کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته انتقال شي او د دوی د بېرته ادغام بهیر په منظم ډول پر مخ لاړ شي.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

د پاکستان حکومت ۲۸۷ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي یو میلیون کډوال له اقتصادي ناورین سره مخ دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۱

په اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره او د دوی همکار غړي په مرسته کوونکو هیوادونو غږ کوي، چې که له پاکستان څخه په جبري ډول د ستنو شویو یو میلیون افغان کډوالو لاسنیوی ونه شي، نو دغه ستانه شوي کډوال به له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي.

د ریلف ویبپاڼې د راپور له مخې، له هغه وخته چې پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې، نږدې یو میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې دوی د اقتصادي ناورین، پراخې بې وزلۍ او خوندیتوب ننګونو لا له پخوا ځپلي وو.

په راپور کې ټینګار شوی، چې مرسته کوونکي هیوادونه باید د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي، ځکه افغانستان لا له وړاندې وچکالۍ ځپلی او اقتصادي حالت یې کمزوری دی.

راپور زیاتوي، چې ستانه شوي کډوال د بې وزلۍ تر څنګ له سختې بې روزګارۍ سره مخ او دوی ته باید کاري فرصتونه برابر شي.

اسیا کې د کډوالو لپاره د ستونزو د حل اداره او غړي یې په بسپنه ورکوونکو هیوادونو، ملي چارواکو او پراختیایي شریکانو هم غږ کوي، چې دا بیرته راستنیدنه د لنډمهاله بحران په توګه نه، بلکې د بیرته راستنیدو په پالیسیو کې د جوړښتي بدلون په توګه وګڼي.

یاده اداره وايي، د میلیونونو افغانانو راستنیدل یوازې د بیړني ظرفیت ازموینه نه ده، بلکې دا د دوامداره پایلو د ترلاسه کولو، د انساني وقار د ساتنې او د افغانانو په راتلونکي کې د پانګونې لپاره د سیاسي هوډ ازموینه ده.

این ار سي: افغانستان د کډوالو په برخه کې له بحران سره مخ دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱

کډوالو لپاره د ناروې نړۍوالې کمیټې خبر ورکړی چې له سپټمبر ۲۰۲۳ راهیسې له یو میلیون څخه زیات افغانان له پاکستانه بیرته افغانستان ته لېږل شوي، چې ډېری یې په زور اړ کړل شوي دي. دا بېرته ستنېدل په داسې هېواد کې دي چې له اقتصادي بحران، پراخې بې وزلۍ او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کې به نور ۶۰۰ زره افغانان هم بیرته افغانستان ته ستانه شي. همدا راز، په ۲۰۲۴ کې له ایران څخه هم شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شوي دي.

افغانستان چې د اسیا تر ټولو لوی داخلي بېځایه کېدو بحران لري، اوس د کډوالو له بحران سره مخ دی. د کار د فرصتونو کمښت، په ځانګړې توګه ښځینه کورنیو لپاره، د راستنېدونکو د بیا مدغم کېدو لوی خنډ دی.

ډیری راستنېدونکي بې ځایه شوي، هېڅ ځمکه یا سرپناه نه لري او له خپلو ټولنو جلا شوي دي.

بشري ټولنې د سرحدونو په کچه مرستې پیل کړي، خو د ځمکې، کار، زده کړې او قانوني اسنادو د نشتوالي له امله، د راستنېدونکو د اوږدمهاله بیا ځای پر ځای کېدو خطر شته.

منظر، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شوی، وايي: «هیله لرم چې دلته خپل کاروبار بیا پیل کړم او خپلو ماشومانو ته ښه زده کړه ورکړم.» خو د نجونو زده کړې تر شپږم ټولګي وروسته محدودې دي.

د افغانستان د بشري مرستو همغږۍ پلیټ فارم (ADSP) ټولو اړخونو ته په دې اړه خبرداری ورکړی چې دا مسئله باید د لنډ مهاله بحران په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د دوامداره حل لپاره باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري وشي.