• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: طالبانو په یوې میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر وايي، چې افغانستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېرو میاشتو پرتله زیاتوالی ښیي. دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو یوازې په یوه میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۱۶ یې نارینه او ۱۳ ښځينه کارکوونکې دي.

په راپور کې راغلي، چې په دغه موده کې ټولټال اووه پېښې راپور شوې دي.

اوچا زیاتوي، سربېره پر دې د طالبانو له لوري د ګواښونو او لفظي ځورونې دوه نورې پېښې هم راپور شوې چې دغه ډول پېښې د بشري کارکوونکو د وړتیا د خوندي او ګټور فعالیت پر وړاندې خورا زیان رسوونکې دي. 

راپور کاږي، چې د ادارو، کارکوونکو یا توکو او وسایلو پر وړاندې هم د محدودیتونو څلور پېښې راپور شوي، چې ډېری یې د طالبانو د تالاشې په ځایونو کې پېښې شوې دي. په دغو محدودیتونو کې تر ډېری د بشري مرستو په کارونو کې د ښځو د ګډون محدودیتونه شامل وو.

د اوچا په وینا؛ د اپرېل په میاشت کې د ټولو راپور شویو پېښو ۱۸سلنه جنسیت پورې اړوند وې چې تر ډېره پکې ښځینه کارکوونکې په نښه شوې چې دا د تېرې میاشتې پرتله ۳۸سلنه زیاتوالی ښیي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، چې د اپرېل په میاشت کې په بشري عملیاتو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله ۳۵بشري فعالیتونه هم د لنډمهال لپاره ځنډول شوي دي.

دغه سازمان یادونه کړې، چې د بشري عملیاتو په برخه کې د طالبانو محدودیتونه د روان کال په اپرېل میاشت کې د تېرو میاشتو پرتله ۱۱سلنه زیات شوي چې په افغانستان کې یې عملیاتي چاپېریال لا ګډوډ کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې دغه محدودیتونه د بشري مرستو اغېزمنتیا او پر وخت د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کوي.

په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه، د کاري چاپېریال اړوند ننګونې، د بشري کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه، بشري شتمنیو او تاسیساتو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي، چې «اوچا» په اپرېل میاشت کې د بشري مرستو عملیاتي چارو پر وړاندې د خنډونو په توګه راپور کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډبلیو اېچ او: د روانې میاشتې په دویمه اونۍ کې د شري ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د روانې مئ میاشتې په دویمه اونۍ کې لږ تر لږه د شري ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال له پيل راهيسې د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو تر ټولو لوړه کچه د اپرېل میاشتې په څلورمه اونۍ کې ثبت شوې، چې ټولټال ۴۱۷۲ پېښې وې.

په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۵کال پرتله دغه کچه د تېرو درېیو کلونو (۲۰۲۲-۲۰۲۳-۲۰۲۴) د منځنۍ کچې څخه پورته ده.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د ۲۰۲۵کال د مئ میاشتې په دویمه اونۍ کې لږ تر لږه ۴۰۴۳ مشکوکې او ۲۱ د مړينې پېښې ثبت شوې دي چې د ټولو پېښو څخه ۲۰۲۷ پېښې چې ۵۰.۱ سلنه یې ښځې وې او ۲۹۵۱ پېښې چې ۷۳ سلنه یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.

د ۲۱نويو مړينو څخه، ۱۹تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او پاتې نور یې ښځينه وې.

دغه پېښې له ۹ولايتونو راپور او ثبت شوې دي، چې له دې ډلې شپږ یې په هلمند، ۵ په کابل، ۴ په هرات، یوه، یوه په بدخشان ، بادغیس، بغلان، بامیان، جوزجان او سمنگان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵۵۶۷۸ د شري مشکوکې او ۳۵۷ پورته د اړونده ناروغۍ له امله د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په هلمند، نورستان، بدخشان، جوزجان او روزګان ولایتونو کې په ترتیب سره له نورو ولایتونو څخه د شري ناروغۍ ډېرې پېښې راپور شوې دي.

بېلاروس د 'ناقانونه' افغان کډوالو یوه ډله نیولې او له دغه هېواده یې شړلې ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د بېلاروس پولیس وایي، چې د افغان او پاکستاني «ناقانونه کډوالو» یوه ۱۹ کسیزه ډله یې د دغه هېواد په پلازمېنه مېنسک ښار کې نیولې ده.

د اېکزاتبر خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ د مېنسک اجرایوي کمیټې ویلي، د افغانستان او پاکستان څخه دغه ۱۹ کډوال په ناقانونه توګه له روسیې ور اوښتي وو او پلان یې لاره چې لېتوانیا، لاتویا او یا هم پولنډ ته ولاړ شي.

د بېلاروس پولیسو ویلي، چې دوی اوس‌مهال د دغه کسانو د ناقانونه لېږد د تنظیموونکو په لټه کې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې ټول نیول شوي کډوال د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې ادارې ته تر لېږدولو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغه کډوالو موخه په ناقانونه توګه لوېدیځو هېوادونو ته ننوتل وو.

بېلاروس چې د پولنډ ګاونډی دی، اروپا ته د کډوالو د تګ لپاره یو له اصلي لارو بلل کېږي.

ګڼ کډوال پر دغې لار د سفر پرمهال مړه شوي او یا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ډېری ځوانان لا هم پر دغې ګواښونکې لار د یو ښه ژوند جوړولو په هيله سفر ته زړه ښه کوي.

برتانوۍ ورځپاڼه: د برېتانیا له‌خوا د پخوانیو افغان ځواکونو د پناه غوښتنې ردېدل «خیانت» دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د احتمالي «جنګي جنایتونو» د موضوع تر راپورته کېدو وروسته؛ د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې رد شوې دي.

برتانوۍ رسنۍ ابزرور په راپور کې راغلي، چې کېدای شي ځیني دغه سرتېري د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وي.

دغې ورځپاڼې د برېتانیا له‌خوا د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې ردېدل خیانت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي «جنګي جنایتونو» په اړه پلټنې روانې دي.

شواهد ښيي، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانیا ځانګړو ځواکونو له لوري بې وسلې افغان نارینه او هلکان لومړی نیول شوي او بیا وژل شوي دي.

په ګڼو راپورونو کې ویل شوي، چې ځیني دغه کسان ان د خپل په خوب‌ځایونو کې په ډزو وژل شوي دي.

ابزرور لیکلي، کله چې د برېتانیا لوړپوړو پوځي افسرانو ته د دغو وژنو په اړه وضاحت ورکړل شو؛ هغوی دغه لاملونه «نا منل شوي او د خندا وړ» وبلل.

له هغه وروسته چې د ناټو ټلوالې ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو غړو تمه لرله، چې هغه افغان ځانګړي ځواکونه چې له دوی سره اوږه په اوږه جنګېدلي، باید اجازه ترلاسه کړي چې په برېتانیا کې نوی ژوند پیل کړي.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په برېتانیا کې د بیا مېشتېدنې پروګرام په لومړیو کې له ۲۰۰۰ څخه زیات غوښتنلیکونه رد شوي دي.

ویل کېږي، چې له دغو رد شویو غوښتنلیکونو څخه یوازې ۱۵۸۵ یې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر له‌خوا رد شوي دي.

په امریکا کې یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د فاکس نیوز له‌خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا د ویرجنیا ایالت په فرفکس ښار کې د جمال ولي په نوم یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

فاکس نیوز د فرفکس ښار د پولیسو په حوالې راپور ورکړی، چې دغه ۳۶ کلن افغان پر پولیسو د ډزو له امله وژل شوی دی.

نوموړی واده شوی و او څلور ماشومان یې هم لرل. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې پولیسو نوموړی د لوړ سرعت له امله درولی و؛ خو جمال ولي پولیسو ته ویلي، چې هغه وسله لري او ولې یې درولی دی؟

راپور زیاته کړې، چې جمال ولي د هغه سره په امریکا له ناوړه چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې غوره وه، چې «د امریکا پرځای یې د طالبانو لپاره کار کړی و.»

فاکس نیوز لیکلي، د همدغې لفظي شخړې پرمهال نوموړي خپله وسله کاږلې او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې نوموړی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.

یوې افغان زده‌کړیالې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړی مقام وګاټه

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د «نجونو لپاره ډالۍ» په نوم د یوې افغانې زده‌کړیالې ناجیه جلال چمتو کړې پروژې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړۍ جایزه ګټلې ده.

ناجیه جلال چې د جرمني د فولډا پوهنتون د بشري حقونو، سیاست او قانون په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړیاله او د «نجونو لپاره ډالۍ» سازمان بنسټ اېښودونکې ده، وتوانېده چې د خپلې چمتو کړې پروژې سره د یاد فیسټیوال د قاضیانو او لیدونکو پام ځان ته راواړوي او د E³UDRES² 2025 نړۍوال علمي فیسټیوال کې لومړی مقام خپل کړي.

د E³UDRES² 2025 فیسټیوال د اترېش سېنټ پولټن پوهنتون په کوربه‌توب او د اروپا د نورو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو سره په ګډې همکارۍ ترسره شو.

د دغه فیسټیوال موخه دا وه، چې وپلټل شي څنګه ساینس او ​​نوښت کولای شي نړۍوال بدلونونه رامنځته کړي.

د ناجیه جلال له‌خوا د چمتو شوې پروژې «نجونو لپاره ډالۍ» کې د افغان نجونو لپاره د ځمکې لاندې پټ ښوونځي جوړول او ملاتړ، همدا راز په بحراني حالاتو کې ښځو او نجونو ته د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه تر نورو پروژو خورا مهم وګڼل شول.

د افغان زده‌کړیالې ناجیه جلال پروژه «نجونو ته ډالۍ» د اروپایي ټولنې د ګڼو هېوادونو د زده‌کړیالانو د ۱۸ نورو پروژو سره سیالي وکړه او د انلاین او شخصي رای ورکولو په دوو پړاوونو کې ګټونکې اعلان شوه.

د E³UDRES² ټولنه په اروپا کې د نهو لوړو زده‌کړو موسسو او لسګونو علمي او څېړنیزو موسسو څخه جوړه شوې، چې موخه یې د ساینس او ​​نړۍوالې همکارۍ له لارې ټولنیز نوښت، پایښت او بشري پرمختګ ته وده ورکول دي.