• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ندا محمد ندیم: افغانستان په ټولو برخو کې متخصصینو ته اړتیا لري

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هرات پوهنتون د علمي شورا غړو سره ناسته کې پر دیني او عصري علومو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان په ټولو برخو کې متخصصینو ته اړتیا لري.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندیم په دې ناسته کې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر بشپړ پلي کېدو هم ټينګار کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي: «اسلامي امارت دواړو برخو هم دیني علومو او هم عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه کوي، زموږ هېواد په ټولو برخو کې هم زراعت هم په انجنیري او هم په نورو علومو کې متخصصینو ته اړتیا لري.»
په داسې حال کې چې ملاهبت الله او د هغه یو شمېر نږدې کسان عصري زده‌کړو ته چندان ارزښت نه ورکوي؛ خو د دغه ډلې ځيني غړي بیا وایي، چې په نړۍ کې پرمختللو هېوادونو د عصري علومو او کار اهل کار ته د سپارلو پر مټ نور هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راوستي.
ندیم دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل ننګرهار، خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان له پوهنتونونو نه سلګونه استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له دندو ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک ډول روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.
د ملاهبت الله په ګډون د هغه سخت دریځه ملګرو په وار-وار د عصري او پوهنتوني زده‌کړو پر ضد د څرګندونو تر څنګ ځیني اقدامات هم کړ‌ي دي.
د ملاهبت الله په امر د هېواد د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونو ودانۍ مدرسو ته ځانګړې شوي او د دغه ډلې د افراطي افکارو له مخې پکې طالباني مدرسې جوړې شوې دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې په چارو کې پر اخلاص، اتفاق ساتنې او د اولي الامر پر اطاعت ټينګار کړی.
هغه زیاته کړه: « هر مسوول باید په خپله دنده کې احساس د مسوولیت ولري او د اسلامي امارت اصول پوره مراعات کړي، ځکه په اسلامي نظام کې هر مسوول د امیرالمومنین استازولي کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بیا پر دې تورن دي چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه سر ته نه رسوي او دغه راز ډېری وخت د عامو خلکو د ځورونې لامل کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د لنډ مهالي خوندیتوب پروګرام په لغوه کېدو سره پخواني امریکایي سرتېري غوسه شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د امریکا د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو له امله هغه پخواني امریکایي سرتېري سخت غوسه شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل و.

دوی وايي، دا پرېکړه د امریکا له هغو متحدینو سره د شویو ژمنو سرغړونه ده، چې له مرګوني ګواښونو سره مخ وو.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

پخواني سرتېري او د کډوالو ملاتړي وايي، که افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، نو ښایي چې د طالبانو له خوا غچ اخیستنې سره مخ شي.

دوی وایي، هغې وسله‌والې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا روزل شوی افغان پوځ مات کړ او د کابل حکومت یې نسکور کړ، هر ډول تمه ترې ممکن ده.

یو پخوانی امریکايي سرتېری مټ زېلر چې افغان ژباړن یې ژوند ژغورلی و، وایي: «که دوی هڅه وکړي افغانان اخراج کړي، نو دا به د پخوانیو سرتېرو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ترمنځ د فزیکي شخړې لامل شي.»

ارزونې ښيي، چې شاوخوا ۱۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې د TPS پر بنسټ ژوند کوي او هڅه کوي، چې د دايمي اقامت اوږده او پېچلې پروسه بشپړه کړي.

دوی وايي، دا پروسه د افغانستان د ناورین‌ناکه سقوط له امله نوره هم ستونزمنه شوې ده، ځکه د امریکا له خوا ورکړل شوې مشورې هم ګډوډې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې پروګرام د ختمېدو اعلان کړی، کولای شي هغه له یوه مهم سیاسي ملاتړ کوونکي قشر یعنې د جګړې پخوانیو سرتېرو او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي، حال دا چې دی غواړي د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

ټرمپ له بایډن ادارې څخه د کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۷۰ افغانانو د وژنې حساب غوښتی، چې د بایډن له خوا بېړنۍ او ګډوډه اېستنه وه.

سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته نوموړي د قانوني کډوالۍ د لارو بندولو لپاره ګړندۍ او سختې پرېکړې کړې دي.

هغه په تازه اقدام کې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول اعلان کړ او استدلال یې وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوشمېر مهم پرمختګونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه ادعاوې بیا د کډوالۍ ملاتړي ناسمه او ګواښوونکې بولي.

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې: سیلانیان د طالبانو تبلیغاتي وسیله ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.

سمیرا حمیدي د ارا په نوم له یوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو بندیز له امله په افغانستان کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او روغتیا پالانو شمېر خورا کم شوی او دا د طالبانو له خوا تر ټولو ډیره ناوړه پرېکړه وه.

نوموړي وايي، وايي، د اوکراین او غزې د جګړې له امله افغانستان د نړیوالو لپاره په لومړیتوب کې نه دی.

هغه زیاتوي، «نړیوالو شل کاله په ښځو او بشري حقونو پانګونه وکړه او ټولې لاسته راوړنې یې یو دم له منځه ولاړې. اوس غزې او اوکراین غوندې جنجالونو د نړیوالو پاملرنه اړولې او افغانستان د لومړیتوب له نوملړه وتلی دی، ځکه جګړه ختمه شوې ښکاري. د طالبانو لپاره یو ډول پټ مشروعیت ور کول روان دي».

نوموړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته په ډیر شمیر کې بهرنیو سیلانیانو ورتګ ته په اشاره وايي، سیلانیان د طالبانو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده او خپل په ګټه ترې استفاده کوي.

سمیرا زیاتوي:« زه باور نه لرم چې طالبان دې هغه څوک افغانستان ته پریږدي چې وغواړي د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي. سیلانیان ولې، په دې اړه هیڅ نه وايي، چې دوی له داسې افغان نجلۍ سره سفر کوي، چې له زده کړو محرومه ده، یا له داسې ښځې سره چې ناروغه ده، خو ډاکټر نه لري؟ ځکه طالبان، سیلانیان په خپله ګټه کاروي.»

د بشري حقونو دغه فعاله وايي، چې طالبان په بشپړ معافیت سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د نوموړې په وینا، د بښنې نړیوال سازمان او نور بنسټونه هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لارې د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکونې تګلاره جوړه کړي.

سمیرا د خپلو خبرو په دوام وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړو ادارو خپل فعالیتونه تر بشري مرستو محدود کړي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع او عامه پوهاوی نه شي کولای.

سمیرا حمیدي د طالبانو له خوا د ګڼو مدرسو په پرانېستلو سره افراطیت ته د ځوانانو د اوښتلو په اړه اندېښمنه ده او وايي، ښايي دا ځوانان د ښځو هیڅ درناوی ونه کړي.

په هرات کې یو تن خپله مېرمن، پلار او مور وژلي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د ځايي سرچینو په وینا، د شنبې شپې ناوخته د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ګله‌توت کلي یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې هم د مداخلې او د مخنیوي هڅې له امله په چاقو وژلي دي.

نږدې کسانو یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یاد سړی له رواني ستونزو رنځیده او تر دې وړاندې یې هم په کندهار ولایت کې یو تن وژلی و. د دې درې کسیزې وژنې انګیزه لا تر اوسه څرګنده نه ده.

په هرات کې د طالبانو امنیه قومانداني د دغو وژنو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د وژونکي خپلوان زیاتوي چې یاد کس د طالبانو د ادرسکن ولسوالۍ پولیسو نیولی دی.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) هم په مرکز هرات کې یوه بل سړي خپله مېرمن وژلې وه.

راپورونه ښيي چې واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر ضد وژنې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې دي.

خالد حنفي: د عقیدې دیوالونه باید دومره لوړ وساتل شي چې غلیم ته د تیري فکر زړه ته ور نه شي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، د عقیدې دیوالونه باید دومره لوړ او پياوړي وساتل شي، چې غلیم ته د تیري فکر زړه ته ورنه شي. خالد حنفي زیاتوي چې «د قلم سم کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع لپاره کار ترې واخیستل شي».

د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن یکشنبه، د غبرګولي ۴مه، وویل، چې ددې ډلې وزیر شیخ محمد خالد حنفي له علماوو، دعوت کوونکو او له یو شمېر پوهانو سره د دعوتي چارو د سمون او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته کړې ده.

ناستې ته د طالبانو د امربالمعروف وزیر ویلي، چې « د قلم پر ځای کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع لپاره کار ترې واخیستل شي، ځکه الله ج تاسې ته توان درکړی او د قیامت په ورځ درنه پوښتنه کوي».

خالد حنفي زیاته کړې چې په دین کې استقامت د مسلمانانو ځانګړنه ده او لکه څنګه چې خلک د خپل مال او کور د ساتلو لپاره دیوالونه جوړوي، د عقیدې دیوالونه هم باید دومره لوړ او پياوړي وساتل شي چې دده په باور، غلیم ته د تیري فکر هم زړه ته ورنه شي.

دغه راز نوموړي د خپلې ډلې علماوو او لیکوالو ته ویلي، چې نن سبا د دعوت او قلم جګړه ده نو په همدې بنسټ د «غرب د منفي تبلیغاتو» په مقابل کې قلمي او دعوتي مبارزه او د عامه ذهنیت سمون د ټولو دیني عالمانو او لیکوالو مسوولیت دی.

د طالبانو دغه چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دې ډلې د فکر او بیان پر ازادۍ پراخ بندیزونه لګولي او له کتابتونونو یې په زرګونو هغه کتابونه ټول کړي، چې ددوی په سلیقې برابر نه دي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه څاروي د «طبق» ناروغۍ له خطر سره مخ دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، په افغانستان کې مېلیونونه څاروي د خولې او پښو ناروغۍ «طبق» له خطر سره مخ دي.دغې ادارې ویلي، چې دغه ساري ناروغي په چټکۍ سره مخ په خپرېدو ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د څارویو د خولې او پښو د ناروغۍ «طبق» خپرېدل په خطرناک ډول وده کوي.

یادې ادارې ویلي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله مېلیونونه غواوې، پسونه او وزې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان خلاصې پولې، د حیوانانو پرله پسې انتقال، د اقلیم بدلون، محدود واکسین، د حیوانانو د درملنې لپاره کمزوري خدمات او چاپیریالي فشارونه د طبق «FMD» ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه بللي دي.

دغې ادارې ویلي، چې ویریس په ډیرې چټکۍ سره خپریږي او له امله به یې ډیر مالداران متضرر شي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، د حیوانانو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي هڅي یې پیل کړې دي او تېرکال یې هم شاوخوا ۸۰۰ څارویو ته واکسین ورکړی دی.

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې د طبق ناروغۍ له خپریدو وروسته د نړيوالو مرستندویه موسسو په مرسته د همغږۍ ناسته کړې ده، چې د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي او درملنې لپاره ګډې حللارې ولټوي.