• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه څاروي د «طبق» ناروغۍ له خطر سره مخ دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، په افغانستان کې مېلیونونه څاروي د خولې او پښو ناروغۍ «طبق» له خطر سره مخ دي.دغې ادارې ویلي، چې دغه ساري ناروغي په چټکۍ سره مخ په خپرېدو ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د څارویو د خولې او پښو د ناروغۍ «طبق» خپرېدل په خطرناک ډول وده کوي.

یادې ادارې ویلي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله مېلیونونه غواوې، پسونه او وزې له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د افغانستان خلاصې پولې، د حیوانانو پرله پسې انتقال، د اقلیم بدلون، محدود واکسین، د حیوانانو د درملنې لپاره کمزوري خدمات او چاپیریالي فشارونه د طبق «FMD» ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه بللي دي.

دغې ادارې ویلي، چې ویریس په ډیرې چټکۍ سره خپریږي او له امله به یې ډیر مالداران متضرر شي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، د حیوانانو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي هڅي یې پیل کړې دي او تېرکال یې هم شاوخوا ۸۰۰ څارویو ته واکسین ورکړی دی.

د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې د طبق ناروغۍ له خپریدو وروسته د نړيوالو مرستندویه موسسو په مرسته د همغږۍ ناسته کړې ده، چې د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي او درملنې لپاره ګډې حللارې ولټوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان په جرم کې د طالبانو او بزګرانو ترمنځ د کوکنارو اړولو پر سر نښته شوې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ځانګړې ډلې چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د فرغامنج کلي ته د کوکنارو د کروندو له‌منځه وړلو لپاره ورغلې وې، له بزګرانو سره په نښته کې ښکېلې شوې دي.

سرچینې وايي، د کوکنارو کروندګرو د سیمه‌يیزو طالبانو په ملاتړ له دغو وسله‌والو مامورینو سره نښته کړې او دواړو غاړو یو پر بل ډزې کړې دي.

دغه نښته د ځایي وخت له مخې د ماسپښین دوه بجې شاوخوا د فرغامنج کلي کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې لږ تر لږه څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

یوه بله سرچینه، چې د پېښې له ځایه یې خبر ورکړی، ادعا کوي چې په دې نښته کې د ضیاءالله په نامه یو ملکي وګړی وژل شوی او همداراز د طالبانو د کوکنارو ضد ځانګړې قطعې یو غړی هم ټپي شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو دغه ځانګړې قطعه د خلکو د سخت مقاومت له امله، د سیمه‌يیزو طالبانو له ملاتړ سره سره، بیرته خپلې قرارګاه ته ستنه شوې ده.

طالب چارواکو تر اوسه د دې نښتې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د طالبانو ټیمونه د کوکنارو د کروندې د تخریب لپاره له ورته مقاومت سره مخ شوي وو، او څو ملکي کسان د طالبانو او بزګرانو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي وو.

د بدخشان د طالبانو ځایي چارواکو په تېره لیندۍ میاشت کې ویلي وو، چې د کوکنارو د کرکېلې په تور یې له بېلابېلو ولسوالیو څخه له ۱۰۰ زیات کسان نیولي دي.

د بیجنګ د ناستې په تعقیب؛ د چین، پاکستان او افغانستان بله ناسته په کابل کې کیږي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې پاکستان له خپل پخواني سیال هند سره د ډرونونو او توغندیو تر تبادلې وروسته په سخت حالت کې پاتې شوی، دغه هېواد له چین او افغانستان سره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې چټکې کړې، چې کېدای شي له نږدې څلورو کلونو وروسته د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د رسمي اړیکو د بیا پیل لامل شي.

د ۲۰۲۵ کال د مې پر۲۱مه، د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران د درې اړخیزو خبرو په چوکاټ کې د بیجینګ په یوه «غیر رسمي» ناسته کې سره راټول شول. دا نوښت چې په ۲۰۱۷ کې پیل شوی و، وروستۍ غونډه یې د۲۰۲۳ کال په می کې ترسره شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په وینا، د دې غونډې مهمه پایله دا وه چې افغانستان او پاکستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو څرګنده اراده وښوده او دواړو هېوادونو په اصولو کې موافقه وکړه چې ژر تر ژره به خپل استازي سره واستوي.

وانګ وویل، چین د دې پرمختګ هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره به مرسته جاري وساتي.

وانګ يي همداراز اعلان وکړ چې د چین د "یو کمربند، یوه لار" ستراتیژۍ لاندې به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز چې ارزښت یې ۶۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي، اوس افغانستان ته هم وغځېږي.

یوه پاکستانی ډیپلومات چې د دې خبرو له جزئیاتو خبر دی، الجزیرې ته ویلي چې د درې‌اړخیزو ناستو بل پړاو به ډېر ژر، د څو اونیو په موده کې ترسره شي چې د بیجینګ د غونډې له پایلو ګټه پورته شي.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د بیجینګ د غونډې په اړه وویل، « زه د پایلو په اړه مناسب خوشبین یم. دا د درې واړو هېوادونو ترمنځ د باور او اعتماد جوړونې یوه غوره هڅه وه».

درې اړخیزه ډیپلوماسي

دغه غونډه د می له ۷مې تر ۱۰مې پورې د هند او پاکستان ترمنځ له څلور ورځني نظامي کړکېچ وروسته وشوه. هند ویلي و چې د پهلګام برید (چې ۲۶ ملکیان پکې ووژل شول) په بدل کې یې د پاکستان پر خاوره «ترهګر مرکزونه» بمبارد کړي، خو پاکستان دا تورونه رد کړل. دواړو لوریو پر یو بل د بریدونو تور پورې کړ او وضعیت تر جګړې ورسید، چې بیا د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

په دې جګړه کې د پاکستان پوځ له چینایي الوتکو، توغندیو او هوايي دفاع سیستمونو کار واخیست.

بل‌خوا د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر ویلي، د می په ۱۵مه د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرو کې یې د پهلګام برید غندنه وستایله. همداراز راپورونه ورکړل شول چې د طالبانو لوړپوړی چارواکی ابراهیم صدر د می په لومړیو کې له هندي استازو سره لیدلي دي.

ترینګلې اړیکې

که څه هم د طالبانو واک ته بیا ستنېدل په پاکستان کې د بریا په توګه لیدل کېدل، خو اوس د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. پاکستان تور لګوي چې طالبان تحریک طالبان پاکستانته اجازه ورکوي چې له افغانستان نه بریدونه وکړي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د پاکستان د سولې څېړنو انسټیټوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ۵۲۱ بریدونه تجربه کړي، چې نږدې ۱۰۰۰ تنه ملکیان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي دي.

د روان کال د اپرېل پر۱۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ، چې د پهلګام له برید نه څو ورځې مخکې و.

د پاکستان د چارو یو امنیتي شنونکی احسان‌الله ټیپو وايي، د افغانستان پر لور د پاکستان د نوې ډیپلوماتیکې هڅې تمرکز پر امنیتي مسایلو دی، نه سوداګرۍ یا سرحدي شخړو. هغه وایي، چین هم له دې لیدلوري سره موافق دی.

ټیپو وایي، « که د پاکستان امنیتي اندېښنې حل نه شي، وضعیت ښايي تر وسله‌والې نښتې هم ورسېږي. خو د چین نړیوال نفوذ او له دواړو هېوادونو سره نږدې اړیکې دا هېواد د یو باور وړ تضمین‌کوونکي رول لپاره وړ ګرځوي».

په بدخشان کې د طالب چارواکو ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د غږېزو سندونو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، له څو ورځو راهیسې د بدخشاني طالبانو او د دې ډلې د والي ترمنځ اختلافاتو زور اخیستی. د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال صلاح الدین سالار په بدخشان کې خپل پلرني ټاټوبي ته تللی او هلته د والي پر ضد مشورتي غونډې کوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي اسناد ښيي، چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو او په ځانګړې توګه د طالبانو د والي او د بدخشان د بانفوذه شخصیتونو تر منځ اختلافات مخ پر زیاتیدو دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال صلاح الدین سالار چې په دې وروستیو کې خپل ټاټوبي بدخشان ته سفر کړی، د دغه ولایت له والي قاري ایوب خالد سره له همغږۍ پرته د نوموړي د لرې کولو په اړه د ولایت له پوځي او ملکي چارواکو سره مشورتي غونډې کړې دي.

صلاح الدین سالار په یوه غږیز پېغام کې د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او د طالبانو د سیمه ییزو ادارو له مشرانو غوښتي، چې د بدخشان د خلکو د ستونزو د څېړلو په موخه په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

په دغه پیغام کې هغه ټینګار کوي چې هیڅوک د دې غونډې د مخنیوي حق نه لري. هغه وايي چې د دې غونډې موخه د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ته د خلکو غږ رسول دي.

هغه په ​​ضمني ډول د طالبانو والي د سوداګر په توګه تورنوي.

هغه وايي چې په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي دوه لارې لري: « د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي او په غونډه کې ګډون وکړي او یا د هغه چا خبرې واوري چې شخصي ماموریت لري او یوازې د شخصي ګټو په لټه کې وي».

صلاح الدین سالار د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال
100%
صلاح الدین سالار د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو مرستیال

د دې غوښتنې په ځواب کې په بدخشان کې د طالبانو د والي دفتر مشر ملا اسد په یوه غږیز پیغام کې سیمه ییزو ادارو ته امر کړی، چې د والي له رسمي اجازې پرته په هره غونډه کې ګډون منع دی.

هغه خبرداری ورکوي چې د بدخشان د سیمه ییزو ادارو هیڅ برخه حق نه لري چې "خپلسرې" غونډه وکړي او دوی باید د هر ډول پلان جوړولو څخه مخکې د ولایت مقام ته راپور ورکړي.

قاري ایوب خالد د طالبانو له خوا د بدخشان والي
100%
قاري ایوب خالد د طالبانو د بدخشان والي

په ورته وخت کې چې دغه اختلافات زیات شوي، په بدخشان کې د طالبانو د لوا قوماندان عبدالرحمن هم په یوه جلا غږیز پیغام کې له روان وضعیت څخه سخت شکایت کړی دی.

دغه سيمه ييز طالب چارواکي وايي چې والي بايد د بدخشان د خلکو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

نوموړی ټینګار کوي، چې ولایت د والي شخصي ملکیت نه دی، بلکې د خلکو ملکیت دی.
هغه زیاتوي: "زه ځانمرګی واسکټ نه لرم، چې هره ورځ تلاشي کېږم، زما سپکاوی کېږي."

هغه زياته کړه، چې له خپل رسمي دريځ سره سره بيا هم د بدخشان له والي سره د ليدو توان نه لري او څو ځلې يې د دغه ولايت په دروازه کې یې مخه نیول شوې ده.

هغه خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام ورته د زغم وړ نه دی او چمتو دی چې خپله وسله کېږدي.

دغه سيمه ييز طالب چارواکي د والي د کړنو په اړه وايي: "دلته واکمن پاچا دى، په داسې حال کې چې هغه بايد خادم وي."

تر دې مخکې په بدخشان کې سیمه ییزو سرچینو د طالبانو د غړو ترمنځ د نارضایتي د زیاتوالي او د هغوی په لیکو کې په ځانګړې توګه د سیمه ییزو سرچینو او کانونو د مدیریت او وېش پر سر د اختلافاتو خبر ورکړی و.

عبدالرحمن په بدخشان کې د طالبانو د لوا قوماندان
100%
عبدالرحمن په بدخشان کې د طالبانو د لوا قوماندان

د پاکستان د پوځ ویاند: له افغانانو غواړو چې «د هند د پالیسۍ وسیلې» مه جوړیږئ

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د یوه خبري کنفرانس پرمهال له افغانستان سره د دغه هېواد د «ورورولۍ» اړیکو یادونه کړې ده او له افغانانو یې غوښتنه کړې، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د دغه هېواد د پوځ ویاند له هند سره ناندریو او بریدونو وروسته د یوه خبرې کنفرانس پر مهال وویل:« افغانستان زموږ ورور اسلامي ګاونډی دی. پښتون ستا ورور دی. ستونزه له هغو مخکښې طبقې سره ده، چې د هند له خوا پېرل شوي.»

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، نوموړي له افغانانو څخه غوښتنه وکړه، چې «ترهګرو ته دې پټنځایونه نه ورکوي او د هند استخباراتي پالیسۍ وسیله دې نه جوړیږي».

هغه د خیبر پښتونخوا پر خلکو غږ کړی، چې « کشمیر به ډېر زر د پاکستان برخه وګرځي».

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کوي، چې د دغه هېواد په بلوچستان کې د افغانانو په همکارۍ د هند له خوا ترهګریز بریدونه ترسره کیږي.

سیاف: د کبرجنو غاړې ماتې او له بخیلانو هرڅه پاتې دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې د کبر، بخل او ظلم پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. سیاف پر خپله اېکسپاڼه طالبانو ته له مستقیمې اشارې پرته لیکلي، «چې ربه ته مو له کبر او بخل او ظلم څخه وساتې.»

د افغانستان پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو ضد څېرو کې شمېرل کېږي د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه، په خپله اېکسپاڼه کې یو لنډ یادښت شریک کړی چې د متکبرو، بخیلو او ظالمانو د برخلیک په اړه یې پکې خبرداری ورکړی.
نوموړي لیکلي:«د کبرجنو غاړی ماتې دي، له بخیلانو هر څه پاتې دي او د ظالمانو کونډې ناستې دي.ربه ته مو له کبر، بخل او ظلم څخه وساتې!»

د طالبانو له لاسه جلاوطنه سیاف د طالبانو له سختو منتقدینو څخه دی او مخکې یې هم څو ځله د دوی پر چلند، د ښځو پر حقونو بندیز، او د دین له نامه نه د دې ډلې پر ناسمې استفادې نیوکې کړې دي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له دې وړاندې له ایراني رسنۍ ایراف سره په خبرو کې ویلي و، چې طالبانو د اسلامي اصولو خلاف خپل مشر ټاکلی دی.

سیاف په دې مرکه کې ویلي و: «زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او پخپله یې زعیم وټاکه.»

سیاف دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو او سیاستوالو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.