• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ ویاند: له افغانانو غواړو چې «د هند د پالیسۍ وسیلې» مه جوړیږئ

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د یوه خبري کنفرانس پرمهال له افغانستان سره د دغه هېواد د «ورورولۍ» اړیکو یادونه کړې ده او له افغانانو یې غوښتنه کړې، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د دغه هېواد د پوځ ویاند له هند سره ناندریو او بریدونو وروسته د یوه خبرې کنفرانس پر مهال وویل:« افغانستان زموږ ورور اسلامي ګاونډی دی. پښتون ستا ورور دی. ستونزه له هغو مخکښې طبقې سره ده، چې د هند له خوا پېرل شوي.»

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، نوموړي له افغانانو څخه غوښتنه وکړه، چې «ترهګرو ته دې پټنځایونه نه ورکوي او د هند استخباراتي پالیسۍ وسیله دې نه جوړیږي».

هغه د خیبر پښتونخوا پر خلکو غږ کړی، چې « کشمیر به ډېر زر د پاکستان برخه وګرځي».

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کوي، چې د دغه هېواد په بلوچستان کې د افغانانو په همکارۍ د هند له خوا ترهګریز بریدونه ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سیاف: د کبرجنو غاړې ماتې او له بخیلانو هرڅه پاتې دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو تازه څرګندونو کې د کبر، بخل او ظلم پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. سیاف پر خپله اېکسپاڼه طالبانو ته له مستقیمې اشارې پرته لیکلي، «چې ربه ته مو له کبر او بخل او ظلم څخه وساتې.»

د افغانستان پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو ضد څېرو کې شمېرل کېږي د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه، په خپله اېکسپاڼه کې یو لنډ یادښت شریک کړی چې د متکبرو، بخیلو او ظالمانو د برخلیک په اړه یې پکې خبرداری ورکړی.
نوموړي لیکلي:«د کبرجنو غاړی ماتې دي، له بخیلانو هر څه پاتې دي او د ظالمانو کونډې ناستې دي.ربه ته مو له کبر، بخل او ظلم څخه وساتې!»

د طالبانو له لاسه جلاوطنه سیاف د طالبانو له سختو منتقدینو څخه دی او مخکې یې هم څو ځله د دوی پر چلند، د ښځو پر حقونو بندیز، او د دین له نامه نه د دې ډلې پر ناسمې استفادې نیوکې کړې دي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له دې وړاندې له ایراني رسنۍ ایراف سره په خبرو کې ویلي و، چې طالبانو د اسلامي اصولو خلاف خپل مشر ټاکلی دی.

سیاف په دې مرکه کې ویلي و: «زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او پخپله یې زعیم وټاکه.»

سیاف دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو او سیاستوالو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.

دولتي مامورین: طالبان معاش هم نه راکوي او برېښنا یې هم را باندې قطع کړې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

په کندهار کې یو شمېر دولتي مامورین وايي، طالبانو د تېرو دوو میاشتو معاشونو د نه ورکړې ترڅنګ د هغوی پر کورونو برېښنا هم قطع کړې ده.

په کندهار کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکو او ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د برېښنا ریاست کار کوونکو د هغوی د کورونو برېښنا د لګښتونو د بېلونو نه تحویلولو له مله بنده کړې ده.

دغه دولتي مامورین وایي، طالبان یې په وړاندې بې پروايي کوي او د لوږې ترڅنګ اوس دوی په تیاره کې پرېښودل شول.

د کندهار ښار د یوه ښونځي ښوونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي:«د تېرو دوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی راکړی، د کور کرایه هم راپسې ده. دا څو ورځې کیږي چې برق یې هم راباندې قطع کړی دی.»

په کندهار کې د دولتي ادارو ځینې کارکوونکي وايي، طالبان بې عدالتي کوي او د ډوډۍ نه لرلو ترڅنګ یې له رڼا څخه هم بې برخې کړل.

د کندهار ښار د کرنې ریاست یوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«اوس په دې کې زموږ څه ګناه ده، چې برق یې رباندې قطع کړ. حکومت دې موږ ته پر وخت معاش راکړي او موږ به هم پر وخت د برق بېلونه تحویل کړو. تردې نو نور سخت ظلم نشته. دا سخته ګرمي وګوره او د دوی دا کار وګوره».

یو شمېر دولتي مامورین ادعا کوي، چې د طالبانو خپلوان او لوړ پوړي کسان سره له دې چې د برېښنا لګښتونه نه پرې کوي، ترڅنګ یې ۲۴ ساعته برېښنا هم کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار برېښنا ریاست تېره ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو کمپاین پرمهال پر ۲۹۰ کورونو د برېښنا د لګښتونو د نه تحویلۍ له امله برېښنا قطع کړې ده.

کریم خُرم: که یو شمېر افغانان ځان منزوي و انګیري پوه شئ چې هېواد ته مو ساعتي بم ایښی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د پخواني حکومت جګپوړي چارواکي عبدالکریم خُرم وايي، د نه مشروعیت په حالت کې، چې په ټولو نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب تعلیق شوی، ملي وفاق او همدلي مهم شرط دی او که یو شمېر افغانان ځانونه تجرید شوي او محروم وانګیري نو باید پوه شو، چې هېواد ته مو ساعتي بم اېښی.

خُرم دا خبرې د یکشنبې په ورځ د غبرګولي پر ۴مه، په خپله اېکسپاڼه کې د یوه یاداښت له لارې کړې دي.

نوموړي د نړیوالو تحولاتو په اړه لیکلي:«۲۱مه پېړۍ د چین او امریکا د سیالۍ پېړۍ ده، لکه څرنګه چې ۲۰مه پېړۍ د امریکا او شوروي، او ۱۹مه پېړۍ د برېتانیا او روسیې د رقابت شاهدې وې»

دی زیاتوي چې چین د امریکا اصلي سیال په توګه راڅرګند شوی او یوازینی قدرت بلل کېږي چې کولای شي د امریکا نړیوال تسلط وننګوي.

خُرم، چې د پخواني ولسمشر د دفتر رییس و، د امریکا د اوسنيو سیاستونو دوام د اوباما، ټرمپ او بایډن د پالیسۍ تسلسل بللی، او ویلي یې دي چې دغه درې ولسمشران، که څه هم په چلند یا شخصي رویه کې توپیر لري، خو په ستراتیژیکه کچه ټول پر یوه لور رهي دي.

هغه د اوباما له خولې یادونه کړې چې: «له چین سره اړیکه د امریکا د راتلونکي پېړۍ موضوع ده.»

خُرم باور لري، لکه څنګه چې افغانستان د ۱۹مې او ۲۰مې پیړۍ په اوږدو کې د خپل جغرافیايي موقعیت له امله د لویو قدرتونو د رقابت میدان وګرځېده او زیان یې ولید، په همدې ډول اوس هم د ورته برخلیک پر پوله ولاړ دی.

دی زیاتوي: «افغانان د هغو رقابتونو لوبغاړي نه، بلکې قربانيان وو.»

دغه پخوانی افغان چارواکی وایي چې که افغانستان د نړیوالې ټولنې فعال غړی پاتې شوی وای او مشروعیت یې درلود، نو کولای یې شول له نوو رقابتونو څخه د خپلې ګټې لپاره کار واخلي، خو اوس، چې افغانستان رسمیت نه لري او د نړیوالو بنسټونو له غړیتوبه محروم شوی ملي وفاق مهم دی.

خُرم خبرداری ورکړی، چې « که یو شمېر افغانان ځانونه تجرید شوي، یا محروم وانګیري باید پوه شو، چې هېواد ته مو ساعتي بم اېښی دی».

د خُرم په وینا، د علمي توان نشتوالی، اقتصادي ضعف، او نظامي ناتواني له هغو لویو ستونزو څخه دي چې افغانستان یې د ۲۱مې پېړۍ په نړیوالو رقابتونو کې له رغنده رول څخه پاتې کړی دی.

ګومارنې د دیني عالمانو په مشوره؛ هبت‌الله اخوندزاده د جهادي مدرسو له لارې خپل نفوذ پراخوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱
•
خبرخونه

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده له «جهادي مدرسو» څخه په ولایتونو، د طالبانو ادارو او قومونو او قبایلو کې د خپل نفوذ لپاره کار اخلي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هبت الله په ولایتي کچه ډېری ګومارنې د جهادي مدرسو د مهتممانو او د علماوو شوراګانو په مشوره کوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې اوس په هر ولایت کې د جهادي مدرسو د مهتممانو، د علماوو شورا د رییسانو او غړو په مشوره د ولایتي چارواکو، ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ګومارنې کیږي، چې دې چارې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني صلاحیتونه خورا محدود کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر دفتر ته کم ځي

د می پر ۲۱مه ملا هبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم له مخې په کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ۳۸ ولسوالیو په امنیه قوماندانانو کې ادلون بدلون راوست، خو سرچینې وايي، چې په دې مساله کې د کورنیو چارو وزیر مشوره نه ده اخېستل شوې.

د هبت الله دغه حکم، چې د شفاهي حکم په نامه استول شوی، د هغه له تېرو مستقیمو حکمونو سره متفاوت دی. د دغه حکم د تطبیق پر مکتوب د کورنیو چارو وزیر د دفتر رییس مولوي زین الله عابر لاسلیک کړی دی.

 مولوي هبت الله د کورنیو چارو د وزیر پرځای د علماوو شوراګانو له رییسانو او د جهادي مدرسو له مهتممانو سره مشورې کوي
100%
مولوي هبت الله د کورنیو چارو د وزیر پرځای د علماوو شوراګانو له رییسانو او د جهادي مدرسو له مهتممانو سره مشورې کوي

په دغه حکم کې ډېری په سرحدي ولایتونو کې امنیتي چارواکي او ولسوالان په نښه شوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم په دغو ولایتونو کې پر ادارو مسلط شوي.

سرچینې وايي، چې له یو شمېر کسانو نه د سیمې خلکو او د علماوو شورا غړو د کورنیو چارو وزارت پرځای کندهار ته شکایتونه کړي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « مولوي هبت الله د کورنیو چارو د وزیر پرځای د علماوو شوراګانو له رییسانو او د جهادي مدرسو له مهتممانو سره مشورې کوي، تغییرات د هغوی په خوښه راولي، چې دې چارې حقاني ناراضه کړی دی».

سراج الدین حقاني له دوبۍ نه کابل ته تر راستنېدو وروسته، د اپرېل پر ۲۰مه د وزارت په مشرتابه ناسته او د افغانسستان لپاره د روسیې، چین او پاکستان له ځانګړو سفیرانو، ضمیر کابلوف، یو ژیایونګ او محمد صادق سره په کتنو کې ګډون کړی، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتونبایېوا سره یې په استازولۍ لومړي مرستیال او د وزارت کفیل محمد نبي عمري وکتل.

سرچینه وايي، « سراج الدین حقاني ډېر وخت په کور وي، وزارت ته کم ځي او پرځای یې چارې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، چې د وزارت کفیل هم دی، پرمخ وړي».

جهادي مدرسې د هبت الله د نفوذ لارې

د ۲۰۲۲ کال په جون کې د طالبانو مشر یو فرمان صادر کړ، چې د ۳۴ مرکزي جهادي مدرسو د جوړښت او لګښتونو په اړه پکې لارښوونې شوې وې.

د دغه فرمان له مخې، هره جهادي مدرسه باید لږ تر لږه ۱۶ تنه تشکیل ولري، چې مسوولان، ښوونکي او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د فرمان په یوه برخه کې راغلي، چې په هره مدرسه کې باید درې تنه شیخ‌الحدیثان په۲۵ زره افغانیو میاشتني معاش، درې شیخ موقوف‌علیه د ۲۰ زره افغانیو په معاش، درې د فنونو استادان د ۱۵ زره افغانیو په معاش، یو تن د دارالحفاظ استاد په۲۰ زره افغانیو معاش او څلور تنه د موټر چلوونکو او پخلیوالو په توګه هر یو د ۱۵ زره افغانیو په معاش وګومارل شي.

د طالبانو مشر وروسته له هغه دا ګام واخېست، چې د طالبانو مختلفو ډلو غوښتل په خپلو تر نفوذ لاندې ولایتونو کې مرکزي دیني مدرسې جوړې کړي او له دې لارې په ټولنو او قومونو او قبیلو کې خپل نفوذ وساتي.

د سرچینو په وینا،له دغه فرمان وروسته د مدرسو جوړولو خپلسرې چارې محدودې شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د رپوټونو له مخې، دا مهال ددغه وزارت د جهادي مدرسو د ریاست په چوکاټ کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې جهادي مدرسې فعالې دي.

لک هم هڅه کوي خپل اولادونه په جهادي مدرسو کې شامل کړي، ځکه له فراغت وروسته یې د طالبانو په ادارو کې د استخدام امکانات ډېر وي
100%
لک هم هڅه کوي خپل اولادونه په جهادي مدرسو کې شامل کړي، ځکه له فراغت وروسته یې د طالبانو په ادارو کې د استخدام امکانات ډېر وي

په دغو مدرسو کې له ابتدايي دورې نه تر یولسمې دورې پورې، چې د حدیثو دوره هم پکې شامله ده، دیني زده کړې کیږي.

په یو شمېر ولایتونو کې د لېسو او د ښوونکو د روزنې ریاستونه او وسایل دغو جهادي مدرسو ته ورکړل شوي او ځینو ته پر ۴۰ جریبه ځمکې نوې ودانۍ او جوماتونه جوړ شوي، یا د جوړېدو په حال کې دي.

د سرچینو په وینا، په دغو مدرسو کې د شمولیت لپاره ځانګړي شرایط وضع شوي او «خلک هم هڅه کوي خپل اولادونه په جهادي مدرسو کې شامل کړي، ځکه له فراغت وروسته یې د طالبانو په ادارو کې د استخدام امکانات ډېر وي».

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د دیني مدرسو له فارغانو څخه ازموینه اخلي او له بریالیتوب وروسته د خامسه دورې فارغانو ته د بکلوریا، د عالیه دورې فارغانو ته د لیسانس او د عالمیه دورې فارغانو ته د ماسټرۍ اسناد ورکوي.

په دې وروستیو کې، د طالبانو د عدلیې وزارت یو نوی قانون خپور کړی چې د مدرسو د تاسیس، تثبیت، د استادانو او کارکوونکو لپاره مقررات بیانوي. دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري، چې د مدرسو د جوړېدو مرحلې، معیارونه، د زده‌کړو کچې، د طالبانو د جذب شمېر او د استادانو د ګومارنې شرایط تعریفوي.

سبا د کېنیا محکمه د ظاهر قدیر د استيناف غوښتنې په اړه پرېکړه کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې سبا د دوشنبې په ورځ د کېنیا په نایروبي کې محکمه د ظاهر قدیر د استیناف غوښتنې غوښتنلیک په اړه پرېکړه کوي. له دې وړاندې د کېنیا یوې محکمې پرېکړه کړې وه، چې هغه به امریکا ته وسپاري.

د افغانستان مخکیني جمهوري حکومت پرمهال د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ نن یکشنبه، د غبرګولي ۴مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ظاهر قدیر وکیل له خوا محکمې ته د استیناف غوښتنې غوښتلیک ورکړی و.

د قدیر کورنۍ ځینې غړي وايي چې تمه لري محکمه د ظاهر قدیر درخواست ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او خپل هېواد ته راستون شي.

د کورنۍ یوه غړي یې وویل:«سبا دوشنبه محکمه د ظاهر قدیر د درخواست په اړه پرېکړه کوي او معلومه به شي چې محکمه څه پرېکړه کوي.»

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي وو، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړه او ویې ویل چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ دا حکم وايي، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل نه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.