• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي: د پاکستان پوځ هغه څرګندونې شرموونکې دي، چې د افغانانو وینه یې بې ارزښته ګڼلې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» په یوې خبرپاڼه کې د دغه هېواد د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري هغه څرګندنې شرموونکې بللې دي، چې د «یوه پاکستاني وینه یې تر زرو افغانانو» ارزښتناکه ګڼلې وه.

د دغې وسله‌والې ډلې په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پاکستان دغه ډول څرکندونې په ښکاره توګه د افغانانو وینې ته سپکاوی دی.

همدا راز هغه څرګندونې یې هم غندلې، چې ګوندې افغانان د هندوستان د لاسونو الې ګرځېدلې دي.

ټي‌ټي‌پي همدا راز د‌ پاکستان د‌ پوځ ویاند له لوري د بلوڅ ملتپالو او د بشري حقونو فعالانو پر ضد کړې څرګندونې هم غندلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د‌ پاکستان پوځ خپل اصلي مسوولیتونه له پامه غورځولي او د سیاسي مسایلو تر څنګ ان په کرنیزو چارو کې یې هم لاسوهنې پیل کړې دي چې اصلا یې دنده نه ده.

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي و، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده.

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې دمخه هم د افغانانو په تړاو له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې وې.

ښاغلي چوهدري تېره ورځ هم د یوه خبري کنفرانس پرمهال له افغانانو غوښتي و، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه ویلي و:« له افغانانو غواړو، چې د هند د پالیسۍ وسیلې مه جوړېږئ.»

له پاکستاني طالبانو ور هاخوا د احمد شریف چوهدري وروستیو څرګندونو ته یو شمېر افغان سیاست‌والو او د خواله رسنیو کاروونکو هم پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سر د وروستي کړکېچ راهیسې د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو دریځونو تر بل هر وخت ډېر مخې ته راځي.

نوي ډيلي له طالبانو سره اړیکې او تعامل پراخ کړی، چې دا چاره اسلام اباد ته د زغم وړ نه ده.

د راپورونو له مخې؛ چین او پاکستان له طالبانو غوښتي، چې په خپل هېواد کې د هند د نفوذ مخه ډب کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې ۱۱۰‌زره هغه کډوال هم مېشت دي، چې ژوند یې له ګواښونو سره مخ دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ويلي، شاوخوا ۱۱۰ زره کډوال او پناه غوښتوونکي چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي؛ له هغو کسانو څخه دي، چې په خپل هېواد کې په لوړه کچه ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، د دغو کسانو لږ تر لږه ۸ سلنه د ملګرو ملتونو د راجستر یا (PoR) کارټ لرونکي دي او ورته د ورپېښو ګواښونو له کبله یې د درېیمو هېوادونو لپاره د بیا مېشتیدنې شرایط هم پوره کړي دي. همدا راز د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پوځیان، مدني فعالان، ښځینه فعالانې، پخواني حکومتي مامورین او خبریالان پاکستان ته کډه شول.

په دغو کسانو کې د امریکایي ادارو او بهرنیو ځواکونو ژباړونکي هم شامل دي، چې د طالبانو له لوري یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.

دغو افغانانو اندېښنه ښوولې وه، که د پاکستاني پولیسو له لوري د اېستل کېدو عملیاتو پرمهال په جبري توګه له دغه هېواده واېستل شي؛ نو په افغانستان کې ورته د طالبانو له لوري د وژل کېدو ګواښ شته.

د کډوالو د بيا مېشتېدو پروګرام له ۱۹۸۰م کلونو راهيسې په پاکستان کې فعال دی. د دغه پروګرام له مخې؛ تر اوسه له ۲۰ زره زيات هغه کډوال چې ډېر زيانمن بلل شوي، درېيمو هېوادونو ته لېږدول شوي؛ څو هلته خوندي چاپېریال ومومي او نوی ژوند پیل کړي.

امریکا، اسټرالیا او کاناډا هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال یې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ راهیسې منلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د سره صليب نړۍوال فدراسيون (IFRC) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې ډېرېږي.

دغه فدراسیون اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو تر واک لاندې بې وزلي او لوږه ډېره شوې چې هم‌مهاله ورسره له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم د دغه ناورین قرباني شوي دي.

پاکستان یوازې په اپرېل میاشت کې څه باندې ۱۴۴زره افغانان په جبري توګه له خپل هېواده و اېستل او دغه بهیر یې لا هم روان ساتلی دی.

د راپورونو له مخې؛ په روانې مئ میاشت کې هره ورځ له ۴زرو څخه تر ۶زرو پورې افغانان د ډیورنډ پر کرښه په جبري توګه خپل هېواد ته اېستل کېږي.

همدا راز له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او اندېښنه دا ده، چې ورسره به په هېواد کې د اقتصادي ناورین تر څنګ د بې روزګارۍ کچه لا هم پسې ډېره شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون خپله طالبانو هم له نړۍوالو غوښتي، چې د تازه ستنو شویو افغانانو لپاره دې ورسره بشري مرستې وشي.

طالبانو د پاکستان په غوښتنه د «ټي‌ټي‌پي» یو شمېر غړي نیولي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) یو شمېر غړي نیولي او پر وړاندې یې اقدامات هم کړي دي.

یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو له حوالې لیکلي، په نیول شويو کسانو کې د «ټي‌ټي‌پي» هغه غړي هم شامل دي چې دغه ډلې ته یې د نویو کسانو د جلب و جذب مسوولیت لاره.

همدا راز ویل شوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو په رڼا کې دغه ډول پرېکنده اقدامات کوي.

راپور کې زیاته شوې، دغه اقدامات د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي محمد صادق د هغه سفر لاسته راوړنه وه چې د طالبانو لوړپوړو پوځي او امنیتي کسانو سره یې په کابل کې غونډې وکړې.

په دغو ناستو کې د پاکستان ځانګړي استازي ته طالبانو ډاډ ورکړی و، چې د ډیورنډ پر کرښه به د بریدونو مخنېوي او د امنیت د ټینګښت په موخه به یو لړ ځانګړي اقدامات وکړي.

راپور کاږي، دغو اقداماتو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قبایلو سیمو دننه د ځانمرګو بریدونو کچه راکمه کړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې کړکېچنې اړیکې هم یو څه ښې کړې دي. (د اپرېل په ۱۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبان د رییس الوزرا په ګډون د دغه ډلې غړو سره د امنیتي همکاریو په باب هم خبرې کړې وې.

په دغه سفر کې اسلام اباد او کابل ټینګار وکړ، چې خاورې به یې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له خولې لیکلي، طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» هغه غړی هم نیولی چې ۷۰کسان یې هڅولي و؛ څو پاکستان ته واوړي او هلته ترهګریز بریدونه وکړي.

پاکستاني چارواکي د طالبانو دغه تازه ګامونه یو مثبت پیل ګڼي او هیله څرګندوي، چې یاده ډله باید د دوی ضد وسله‌والو خلاف دغه ډول پرېکنده اقدامات وکړي.

یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي: «موږ هیله لرو، چې طالبان به پر همدې لارې لاړ شي او دغه اقدامات باید لنډمهالي یا نمایشي نه وي».

تر دې وړاندې هم طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو حکومت د افغانستان په سوېل ختیزو ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د ټي‌ټي‌پي لیکو ته یې افغان جنګیالي جذبول.

سرچینو هغه مهال ویلي و، چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو خپل یو شمېر جنګیالي له دې امله نیولي چې افغان طالبان یې پاکستان او قبایلي سیمو ته د جګړو لپاره بېول.

سیمه‌ییز شنونکي باور لري، چې چین هم د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو پر نږدې کولو کې مهم رول لوبولی. (د مئ میاشتې په ۲۱مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې ناستې کوربه‌توب وکړ.

په ورته وخت کې هند چې پخوا‌ یې طالبان د پاکستان سټراټېژیک ملګري ګڼل؛ اوس په خورا احتیاط سره پر خپلې تګلارې له سره ارزونه کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر او د امیرخان متقي ترمنځ خبرې تابو ماتونه بلل شوې او په یوه بې ساري اقدام کې نوي ډیلي تر څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د بېلابېلو ویزو لړۍ هم بېرته پیل کړه.

د پاکستان پوځ په درېیو جلا عملیاتو کې د «ټي‌ټي‌پي» نهه غړي وژلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د تحریک طالبان پاکستان نهه غړي وژلي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د پښتونخوا ایالت په درېیو جلا سیمو کې ترسره شوي دي.

د پاکستان د پوځ د یوې اعلامیې له مخې؛ لومړی عملیات په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ترسره شول، چې له سختې نښتې وروسته د تحریک طالبان پاکستان څلور غړي پکې ووژل شول.

له هغه وروسته په ټانک سیمه کې هم یو لړ عملیات ترسره شول، چې په ترڅ کې یې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او وروستي عملیات بیا د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې شوي، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي. د پاکستان پوځ دغه وژل شوي کسان د هند ملاتړي بللي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې له دغو وسله‌والو یې ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.

تېره اونۍ هم په دغه سیمو کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۱۲ وسله‌وال او دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

تېره میاشت د پاکستان د پوځ یوه ویاند پر هند تور ولګاوه، چې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي او د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره "استخباراتي شتمنۍ" کاروي.

بدخشان کې د کوکنارو کرنیزې ستونزې؛ د خلکو پخواني استازي طالبان په دوه‌ګوني چلند تورنوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د پخواني حکومت د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي له افغانستان انترنشنل سره په مرکه کې ویلي، طالبان د کوکنارو د کر او له منځه وړلو په برخه کې دوه‌ګونی چلند کوي.

هغه وویل، چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو تمرکز کوي، خو په نورو ډېرو ولایتونو کې بیا د کوکنارو کرکیله په ازاده توګه روانه ده.

مجددی زیاته کړه، چې د دې دوه‌ګوني چلند له امله د بدخشان د جرم ولسوالۍ خلک له طالبانو سره چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، سختې نښتې وکړې.

د هغه په وینا، په دې نښتو کې د طالبانو ځینې وسایط له منځه تللي، یو قوماندان ټپي شوی، یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د بدخشان خلک د بېوزلۍ له امله د کوکنارو په کرلو پورې تړلي دي.

مجددی وړاندیز وکړ، چې که طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې جدي دي، نو باید لومړی د نشه یي توکو د لویو قاچاقبرانو د پیسو د وېش مخه ونیسي، ځکه هغوی مخکې له مخکې د محصول راټولولو لپاره پیسې ورکوي.

هغه زیاته کړه، که طالبان په ټول افغانستان کې په مساوي ډول کوکنار له منځه یوسي، نو د بدخشان خلک به هم په دې اړه اعتراض ونه کړي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم هم له افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو ټینګار کوي، په ځینو نورو ولایتونو کې د کوکنارو کرنه او راټولونه په ازاده توګه روانه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د بدخشان له خلکو سره د کوکنارو د له منځه وړلو په اړه شخړه کوي.

تېره کال هم په دې ولایت کې په ځینو سیمو کې پراخې نښتې شوې وې.

طالبان د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاق کمښت لاسته راوړنې بولي، ځکه دوی له واکمنېدو وروسته د نشه یې توکو کر، تولید او قاچاق بند کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په تړاو په دوه‌ګوني چلند تورنېږي، چې څو ورځې وړاندې له هلمند څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د کوکنارو د کر پر سر د «سیابند سيمې» د خلکو تر ۲۰۰ زيات کورونه سوځولي دي.

د سرچینو په خبره، طالبانو د سیمې لسګونه خلک بندیان کړي او د هغوی لمریزې هېندارې يې هم ماتې کړي دي.

سرچينې زیاتوي، چې طالبانو د سیمې لسګونه ځايي مشران او ځوانان هم زنداني کړي او د کروندو تر تخریب وروسته یې د ټولو کورونو لمريزې هېندارې هم ماتې کړي دي.

که څه هم طالبان وایي، چې د کوکنارو کښت یې منع کړی، خو خلک بیا وایي چې کوکنار یې له مجبوریت څخه کرلي دي، ځکه دوی د ژوند نورو اساسي امکاناتو لکه ښوونه، روغتیا او د کار فرصتونو ته لاسرسی نه لري.



د انقرې او اسلام‌اباد همغږي؛ اردوغان د هند د نیوکو تر سیوري لاندې د شهباز شریف هرکلی وکړ

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شريف سره د استانبول په سوداګریز مرکز کې ولیدل. دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همغږۍ ټينګار کړی.

د اردوغان دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویلي، چې د ترکېې او پاکستان لپاره اړینه ده، څو په تعلیم، استخباراتي معلوماتو شریکولو او ټېکنالوژۍ کې یو له بله ملاتړ زیات کړي، ترڅو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همغږي نوره هم پیاوړې شي.

دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې ترکيه له دې امله په هند کې له نیوکو سره مخ شوې چې ګواکې پاکستان ته یې د وسلو مرستې ورکړي، خو انقرې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې پاکستان ته يې وسلې نه دي لېږلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو جګړو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان سره خواخوږي ښکاره کړې وه.

ترکيې خبرداری ورکړی و، چې د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ یوه بشپړه جګړه رامنځته کېدلی شي او له دواړو خواوو یې غوښتي وو، چې له زغم نه کار واخلي او شخړه ختمه کړي.

انقرې د پاکستان له هغه غوښتنې هم ملاتړ کړی، چې غواړي د پهلګام برید په اړه یوه نړۍواله څېړنه وشي.

د مې په ۱۰مه، دواړو هېوادونو پر اوربند موافقه وکړه.

ترکيه د هند د غبرګون سره مخ ده

پاکستان او ترکيه له ډېرو کلونو راهیسې اقتصادي او نظامي اړیکې لري.

د فبرورۍ په میاشت کې اردوغان اسلام‌اباد ته سفر کړی و او هلته دواړو هېوادونو ۲۴ دوه اړخیز تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ څرګنده کړه، چې د اړیکو بنسټ باید د یو بل د اندېښنو درناوی وي.

نوموړي وویل: «موږ له ترکيې تمه لرو چې پاکستان باندې جدي فشار راوړي تر څو له سرحدي ترورېزم ملاتړ پای ته ورسوي او د ترهګرۍ هغه شبکه چې د لسیزو راهیسې یې پالي، د هغې پر ضد واضیح، باوري او عملي اقدامات وکړي.»

په ورته وخت کې، په هند کې د پرچون پلورنځیو او انلاین فېشن شرکتونو له ترکي محصولاتو بایکاټ اعلان کړی، چې پکې له خوړو (شکلات، جام، کافي) نیولې تر سینګار او جامو پورې شامل دي.

د هند مخکښ انلاین پلورنځي لکه فلېپ‌کارټ (Flipkart) او د ملیاردر موکېش امباني اړوند شرکتونو د ترکيې جامو ګڼ برانډونه له خپلو وېب‌پاڼو لرې کړي دي.

سره له دې چې هند هر کال له ترکيې څخه شاوخوا ۲.۷مېلیارده ډالرو په ارزښت توکي واردوي، چې زیاتره یې معدني سونګ او قېمتي فلزات دي، لا هم څرګنده نه ده چې دا سیاسي کړکېچ به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ څه اغېز ولري.