• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان پرون ۴۸۲ افغانان یوازې د تورخم له لارې اېستلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې ویلي، چې پرون د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۴مه) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي ۴۸۳تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې اېستل شوي دي.

په دغو کسانو کې یوازې ۳۹کسانو د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې نور په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېدل.

همدا راز د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پاکستان او ایران څخه تېره ورځ ۴۸۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي چې له ډلې یې ۱۷۲ کورنۍ له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ستنې شوې دي.

د راپور له مخې؛ ۱۳۲ نورې کورنۍ بیا د کندهار، انګور اډې او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستنې شوې دي.

که څه هم د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستلو عملیات یو څه تت شوي؛ خو په بشپړه توګه لا نه دي‌ ولاړ او لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې پولیس وخت ناوخت کوڅه په کوڅه ګرځي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ پاکستان یوازې د اپرېل په میاشت کې څه باندې ۱۴۴زره افغانان خپل هېواد ته په جبري توګه اېستلي دي او د روانې مئ میاشتې راهیسې هره ورځ له څلور زرو څخه تر شپږ زرو پورې افغانان اېستل کېږي.

یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي؛ څو د کډوالو د اېستلو بهیر ودروي او ورسره دې سم چلند وکړي.

همدا راز ایران هم خبرداری ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانانو د اېستلو په تړاو جدي اقدامات وکړي او په دې تړاو یې له طالبانو سره هم بېلابېلې ناستې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي: د پاکستان پوځ هغه څرګندونې شرموونکې دي، چې د افغانانو وینه یې بې ارزښته ګڼلې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» په یوې خبرپاڼه کې د دغه هېواد د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري هغه څرګندنې شرموونکې بللې دي، چې د «یوه پاکستاني وینه یې تر زرو افغانانو» ارزښتناکه ګڼلې وه.

د دغې وسله‌والې ډلې په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پاکستان دغه ډول څرکندونې په ښکاره توګه د افغانانو وینې ته سپکاوی دی.

همدا راز هغه څرګندونې یې هم غندلې، چې ګوندې افغانان د هندوستان د لاسونو الې ګرځېدلې دي.

ټي‌ټي‌پي همدا راز د‌ پاکستان د‌ پوځ ویاند له لوري د بلوڅ ملتپالو او د بشري حقونو فعالانو پر ضد کړې څرګندونې هم غندلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د‌ پاکستان پوځ خپل اصلي مسوولیتونه له پامه غورځولي او د سیاسي مسایلو تر څنګ ان په کرنیزو چارو کې یې هم لاسوهنې پیل کړې دي چې اصلا یې دنده نه ده.

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي و، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده.

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې دمخه هم د افغانانو په تړاو له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې وې.

ښاغلي چوهدري تېره ورځ هم د یوه خبري کنفرانس پرمهال له افغانانو غوښتي و، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه ویلي و:« له افغانانو غواړو، چې د هند د پالیسۍ وسیلې مه جوړېږئ.»

له پاکستاني طالبانو ور هاخوا د احمد شریف چوهدري وروستیو څرګندونو ته یو شمېر افغان سیاست‌والو او د خواله رسنیو کاروونکو هم پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سر د وروستي کړکېچ راهیسې د افغانستان په تړاو د دواړو هېوادونو دریځونو تر بل هر وخت ډېر مخې ته راځي.

نوي ډيلي له طالبانو سره اړیکې او تعامل پراخ کړی، چې دا چاره اسلام اباد ته د زغم وړ نه ده.

د راپورونو له مخې؛ چین او پاکستان له طالبانو غوښتي، چې په خپل هېواد کې د هند د نفوذ مخه ډب کړي.

پاکستان کې ۱۱۰‌زره هغه کډوال هم مېشت دي، چې ژوند یې له ګواښونو سره مخ دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ويلي، شاوخوا ۱۱۰ زره کډوال او پناه غوښتوونکي چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي؛ له هغو کسانو څخه دي، چې په خپل هېواد کې په لوړه کچه ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، د دغو کسانو لږ تر لږه ۸ سلنه د ملګرو ملتونو د راجستر یا (PoR) کارټ لرونکي دي او ورته د ورپېښو ګواښونو له کبله یې د درېیمو هېوادونو لپاره د بیا مېشتیدنې شرایط هم پوره کړي دي. همدا راز د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته پوځیان، مدني فعالان، ښځینه فعالانې، پخواني حکومتي مامورین او خبریالان پاکستان ته کډه شول.

په دغو کسانو کې د امریکایي ادارو او بهرنیو ځواکونو ژباړونکي هم شامل دي، چې د طالبانو له لوري یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.

دغو افغانانو اندېښنه ښوولې وه، که د پاکستاني پولیسو له لوري د اېستل کېدو عملیاتو پرمهال په جبري توګه له دغه هېواده واېستل شي؛ نو په افغانستان کې ورته د طالبانو له لوري د وژل کېدو ګواښ شته.

د کډوالو د بيا مېشتېدو پروګرام له ۱۹۸۰م کلونو راهيسې په پاکستان کې فعال دی. د دغه پروګرام له مخې؛ تر اوسه له ۲۰ زره زيات هغه کډوال چې ډېر زيانمن بلل شوي، درېيمو هېوادونو ته لېږدول شوي؛ څو هلته خوندي چاپېریال ومومي او نوی ژوند پیل کړي.

امریکا، اسټرالیا او کاناډا هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال یې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ راهیسې منلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د سره صليب نړۍوال فدراسيون (IFRC) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې ډېرېږي.

دغه فدراسیون اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو تر واک لاندې بې وزلي او لوږه ډېره شوې چې هم‌مهاله ورسره له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم د دغه ناورین قرباني شوي دي.

پاکستان یوازې په اپرېل میاشت کې څه باندې ۱۴۴زره افغانان په جبري توګه له خپل هېواده و اېستل او دغه بهیر یې لا هم روان ساتلی دی.

د راپورونو له مخې؛ په روانې مئ میاشت کې هره ورځ له ۴زرو څخه تر ۶زرو پورې افغانان د ډیورنډ پر کرښه په جبري توګه خپل هېواد ته اېستل کېږي.

همدا راز له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او اندېښنه دا ده، چې ورسره به په هېواد کې د اقتصادي ناورین تر څنګ د بې روزګارۍ کچه لا هم پسې ډېره شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون خپله طالبانو هم له نړۍوالو غوښتي، چې د تازه ستنو شویو افغانانو لپاره دې ورسره بشري مرستې وشي.

طالبانو د پاکستان په غوښتنه د «ټي‌ټي‌پي» یو شمېر غړي نیولي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) یو شمېر غړي نیولي او پر وړاندې یې اقدامات هم کړي دي.

یادې ورځپاڼې د خپلو سرچینو له حوالې لیکلي، په نیول شويو کسانو کې د «ټي‌ټي‌پي» هغه غړي هم شامل دي چې دغه ډلې ته یې د نویو کسانو د جلب و جذب مسوولیت لاره.

همدا راز ویل شوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو په رڼا کې دغه ډول پرېکنده اقدامات کوي.

راپور کې زیاته شوې، دغه اقدامات د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلام اباد د ځانګړي استازي محمد صادق د هغه سفر لاسته راوړنه وه چې د طالبانو لوړپوړو پوځي او امنیتي کسانو سره یې په کابل کې غونډې وکړې.

په دغو ناستو کې د پاکستان ځانګړي استازي ته طالبانو ډاډ ورکړی و، چې د ډیورنډ پر کرښه به د بریدونو مخنېوي او د امنیت د ټینګښت په موخه به یو لړ ځانګړي اقدامات وکړي.

راپور کاږي، دغو اقداماتو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قبایلو سیمو دننه د ځانمرګو بریدونو کچه راکمه کړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې کړکېچنې اړیکې هم یو څه ښې کړې دي. (د اپرېل په ۱۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبان د رییس الوزرا په ګډون د دغه ډلې غړو سره د امنیتي همکاریو په باب هم خبرې کړې وې.

په دغه سفر کې اسلام اباد او کابل ټینګار وکړ، چې خاورې به یې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.

یادې پاکستانۍ ورځپاڼې د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له خولې لیکلي، طالبانو د «ټي‌ټي‌پي» هغه غړی هم نیولی چې ۷۰کسان یې هڅولي و؛ څو پاکستان ته واوړي او هلته ترهګریز بریدونه وکړي.

پاکستاني چارواکي د طالبانو دغه تازه ګامونه یو مثبت پیل ګڼي او هیله څرګندوي، چې یاده ډله باید د دوی ضد وسله‌والو خلاف دغه ډول پرېکنده اقدامات وکړي.

یوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي: «موږ هیله لرو، چې طالبان به پر همدې لارې لاړ شي او دغه اقدامات باید لنډمهالي یا نمایشي نه وي».

تر دې وړاندې هم طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو حکومت د افغانستان په سوېل ختیزو ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د ټي‌ټي‌پي لیکو ته یې افغان جنګیالي جذبول.

سرچینو هغه مهال ویلي و، چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو خپل یو شمېر جنګیالي له دې امله نیولي چې افغان طالبان یې پاکستان او قبایلي سیمو ته د جګړو لپاره بېول.

سیمه‌ییز شنونکي باور لري، چې چین هم د دواړو لورو ترمنځ د نظرونو پر نږدې کولو کې مهم رول لوبولی. (د مئ میاشتې په ۲۱مه) د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د یوې ناستې کوربه‌توب وکړ.

په ورته وخت کې هند چې پخوا‌ یې طالبان د پاکستان سټراټېژیک ملګري ګڼل؛ اوس په خورا احتیاط سره پر خپلې تګلارې له سره ارزونه کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر او د امیرخان متقي ترمنځ خبرې تابو ماتونه بلل شوې او په یوه بې ساري اقدام کې نوي ډیلي تر څلور کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د بېلابېلو ویزو لړۍ هم بېرته پیل کړه.

په خراسان رضوي کې د افغانانو زیاتوالی؛ چارواکي د بایومټریک د کنټرول لپاره هڅې کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې له افغانستان سره د دوغارون ـ تایباد له پولې څخه د افغانانو تګ راتګ په بې‌سارې توګه زیات شوی، چې له امله یې د کورنیو چارو او کډوالو په برخو کې نوي تدابیر نیول شوي دي.

د خراسان رضوي د امنیتي او نظم چارو مرستیال امیرالله شمقدري ویلي، یوازې په وروستیو میاشتو کې له دې پولې څخه ۲مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانان په رسمي توګه تېر شوي، چې نږدې یوه مېلیون او ۵۰ زره تنه‌یې ایران ته داخل شوي او له هغو شاوخوا ۱۲۰ زره کسان په دایمي یا موقتي ډول په همدې ولایت کې پاتې شوي دي.

بایومټریک او نویو تدابیرو ته مخه

شمقدري ویلي، د دوغارون په پوله کې د بایومټریک سیستم فعال شوی او د نویو ټېکنالوژیو په مرسته هڅه کېږي، چې د ناقانونه مېشتو کډوالو د زیاتېدو مخه ونیول شي.

د هغه په وینا، پخوا یوازې د وتونکو کډوالو بایومټریک او معلومات ثبتېدل، خو اوس به د داخلېدونکو کسانو معلومات هم ثبت شي.

هغه همداراز زیاته کړې، د دې موخه دا ده چې د هغو کسانو مخه ونیول شي چې یا خو غېرقانوني راغلي، یا یې د اقامت موده‌ پای ته رسېدلې او یا هم ناقانونه کار کوي.

ناقانونه مېشت افغانان، لویه اندېښنه

د خراسان رضوي چارواکي وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې ۳۹۶زره قانوني بهرني وګړي مېشت دي، خو شاوخوا ۳۰۰زره ناقانونه کسان هم شته چې زیاتره‌یې په مشهد ښار کې ژوند کوي.

تېر کال ۶۸۰زره بهرني وګړي له همدې پولې بېرته استول شوي دي او چارواکي وایي، چې د سرحدي دېوال جوړېدو له امله د سرحدي ناقضینو نیول ۴۰سلنه زیات شوي دي.

د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې پاملرنه

شمقدري ویلي، چې د فردوسي پوهنتون محصلینو کې د ۱۶ هېوادونو وګړي شامل دي او له بهرنیو محصلینو سره د همغږۍ لپاره ځانګړې هڅې روانې دي.

همداراز، هغه څرګنده کړه چې د اتباعو د تنظیم کمېسیون، هغو بهرنیو وګړو ته چې د دفاع مقدس د شهیدانو یا ایثارګرو له کورنیو سره تړاو لري، د تابعیت اسنادو، پېژندپاڼو او نورو اسانتیاوو په برخه کې ځانګړی لومړیتوب ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تهران د پولیسو قوماندان د یکشنبې په ورځ وویل، چې په تېر یوه کال کې له دغه هېواد څخه څه باندې یو مېلیون او ۲۰۰ زره غیر قانوني کډوال اېستل شوي دي.

ایراني رسنیو د تهران د پولیسو د قوماندان له قوله راپور ورکړی، چې یوازې له تهران څخه ۲۷۰ زره کسان اېستل شوي دي.

بدخشان کې د کوکنارو کرنیزې ستونزې؛ د خلکو پخواني استازي طالبان په دوه‌ګوني چلند تورنوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د پخواني حکومت د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي له افغانستان انترنشنل سره په مرکه کې ویلي، طالبان د کوکنارو د کر او له منځه وړلو په برخه کې دوه‌ګونی چلند کوي.

هغه وویل، چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو تمرکز کوي، خو په نورو ډېرو ولایتونو کې بیا د کوکنارو کرکیله په ازاده توګه روانه ده.

مجددی زیاته کړه، چې د دې دوه‌ګوني چلند له امله د بدخشان د جرم ولسوالۍ خلک له طالبانو سره چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، سختې نښتې وکړې.

د هغه په وینا، په دې نښتو کې د طالبانو ځینې وسایط له منځه تللي، یو قوماندان ټپي شوی، یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د بدخشان خلک د بېوزلۍ له امله د کوکنارو په کرلو پورې تړلي دي.

مجددی وړاندیز وکړ، چې که طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې جدي دي، نو باید لومړی د نشه یي توکو د لویو قاچاقبرانو د پیسو د وېش مخه ونیسي، ځکه هغوی مخکې له مخکې د محصول راټولولو لپاره پیسې ورکوي.

هغه زیاته کړه، که طالبان په ټول افغانستان کې په مساوي ډول کوکنار له منځه یوسي، نو د بدخشان خلک به هم په دې اړه اعتراض ونه کړي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم هم له افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو ټینګار کوي، په ځینو نورو ولایتونو کې د کوکنارو کرنه او راټولونه په ازاده توګه روانه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د بدخشان له خلکو سره د کوکنارو د له منځه وړلو په اړه شخړه کوي.

تېره کال هم په دې ولایت کې په ځینو سیمو کې پراخې نښتې شوې وې.

طالبان د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاق کمښت لاسته راوړنې بولي، ځکه دوی له واکمنېدو وروسته د نشه یې توکو کر، تولید او قاچاق بند کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په تړاو په دوه‌ګوني چلند تورنېږي، چې څو ورځې وړاندې له هلمند څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د کوکنارو د کر پر سر د «سیابند سيمې» د خلکو تر ۲۰۰ زيات کورونه سوځولي دي.

د سرچینو په خبره، طالبانو د سیمې لسګونه خلک بندیان کړي او د هغوی لمریزې هېندارې يې هم ماتې کړي دي.

سرچينې زیاتوي، چې طالبانو د سیمې لسګونه ځايي مشران او ځوانان هم زنداني کړي او د کروندو تر تخریب وروسته یې د ټولو کورونو لمريزې هېندارې هم ماتې کړي دي.

که څه هم طالبان وایي، چې د کوکنارو کښت یې منع کړی، خو خلک بیا وایي چې کوکنار یې له مجبوریت څخه کرلي دي، ځکه دوی د ژوند نورو اساسي امکاناتو لکه ښوونه، روغتیا او د کار فرصتونو ته لاسرسی نه لري.