طالبانو له ازبکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ په کابل کې د ازبکستان له سفیر عثمان اویبېک سره د سوداګریز راکړو وکړو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ په کابل کې د ازبکستان له سفیر عثمان اویبېک سره د سوداګریز راکړو وکړو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د (غبرګولي ۵مه) خبرپانې کې راغلي، په دغه ناسته کې د دواړو خواوو ترمنځ د ټرانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کېدو هم ټینګار شوی دی.

د پخواني حکومت د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي له افغانستان انترنشنل سره په مرکه کې ویلي، طالبان د کوکنارو د کر او له منځه وړلو په برخه کې دوهګونی چلند کوي.
هغه وویل، چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو تمرکز کوي، خو په نورو ډېرو ولایتونو کې بیا د کوکنارو کرکیله په ازاده توګه روانه ده.
مجددی زیاته کړه، چې د دې دوهګوني چلند له امله د بدخشان د جرم ولسوالۍ خلک له طالبانو سره چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، سختې نښتې وکړې.
د هغه په وینا، په دې نښتو کې د طالبانو ځینې وسایط له منځه تللي، یو قوماندان ټپي شوی، یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د بدخشان خلک د بېوزلۍ له امله د کوکنارو په کرلو پورې تړلي دي.
مجددی وړاندیز وکړ، چې که طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې جدي دي، نو باید لومړی د نشه یي توکو د لویو قاچاقبرانو د پیسو د وېش مخه ونیسي، ځکه هغوی مخکې له مخکې د محصول راټولولو لپاره پیسې ورکوي.
هغه زیاته کړه، که طالبان په ټول افغانستان کې په مساوي ډول کوکنار له منځه یوسي، نو د بدخشان خلک به هم په دې اړه اعتراض ونه کړي.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم هم له افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې طالبان په بدخشان کې د کوکنارو په له منځه وړلو ټینګار کوي، په ځینو نورو ولایتونو کې د کوکنارو کرنه او راټولونه په ازاده توګه روانه ده.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د بدخشان له خلکو سره د کوکنارو د له منځه وړلو په اړه شخړه کوي.
تېره کال هم په دې ولایت کې په ځینو سیمو کې پراخې نښتې شوې وې.
طالبان د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاق کمښت لاسته راوړنې بولي، ځکه دوی له واکمنېدو وروسته د نشه یې توکو کر، تولید او قاچاق بند کړي دي.
طالبان په داسې حال کې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په تړاو په دوهګوني چلند تورنېږي، چې څو ورځې وړاندې له هلمند څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د کوکنارو د کر پر سر د «سیابند سيمې» د خلکو تر ۲۰۰ زيات کورونه سوځولي دي.
د سرچینو په خبره، طالبانو د سیمې لسګونه خلک بندیان کړي او د هغوی لمریزې هېندارې يې هم ماتې کړي دي.
سرچينې زیاتوي، چې طالبانو د سیمې لسګونه ځايي مشران او ځوانان هم زنداني کړي او د کروندو تر تخریب وروسته یې د ټولو کورونو لمريزې هېندارې هم ماتې کړي دي.
که څه هم طالبان وایي، چې د کوکنارو کښت یې منع کړی، خو خلک بیا وایي چې کوکنار یې له مجبوریت څخه کرلي دي، ځکه دوی د ژوند نورو اساسي امکاناتو لکه ښوونه، روغتیا او د کار فرصتونو ته لاسرسی نه لري.
د امریکا د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو له امله هغه پخواني امریکایي سرتېري سخت غوسه شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل و.
دوی وايي، دا پرېکړه د امریکا له هغو متحدینو سره د شویو ژمنو سرغړونه ده، چې له مرګوني ګواښونو سره مخ وو.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
پخواني سرتېري او د کډوالو ملاتړي وايي، که افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، نو ښایي چې د طالبانو له خوا غچ اخیستنې سره مخ شي.
دوی وایي، هغې وسلهوالې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا روزل شوی افغان پوځ مات کړ او د کابل حکومت یې نسکور کړ، هر ډول تمه ترې ممکن ده.
یو پخوانی امریکايي سرتېری مټ زېلر چې افغان ژباړن یې ژوند ژغورلی و، وایي: «که دوی هڅه وکړي افغانان اخراج کړي، نو دا به د پخوانیو سرتېرو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ترمنځ د فزیکي شخړې لامل شي.»
ارزونې ښيي، چې شاوخوا ۱۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې د TPS پر بنسټ ژوند کوي او هڅه کوي، چې د دايمي اقامت اوږده او پېچلې پروسه بشپړه کړي.
دوی وايي، دا پروسه د افغانستان د ناورینناکه سقوط له امله نوره هم ستونزمنه شوې ده، ځکه د امریکا له خوا ورکړل شوې مشورې هم ګډوډې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې پروګرام د ختمېدو اعلان کړی، کولای شي هغه له یوه مهم سیاسي ملاتړ کوونکي قشر یعنې د جګړې پخوانیو سرتېرو او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي، حال دا چې دی غواړي د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
ټرمپ له بایډن ادارې څخه د کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۷۰ افغانانو د وژنې حساب غوښتی، چې د بایډن له خوا بېړنۍ او ګډوډه اېستنه وه.
سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته نوموړي د قانوني کډوالۍ د لارو بندولو لپاره ګړندۍ او سختې پرېکړې کړې دي.
هغه په تازه اقدام کې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول اعلان کړ او استدلال یې وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوشمېر مهم پرمختګونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه ادعاوې بیا د کډوالۍ ملاتړي ناسمه او ګواښوونکې بولي.
د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.
سمیرا حمیدي د ارا په نوم له یوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو بندیز له امله په افغانستان کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او روغتیا پالانو شمېر خورا کم شوی او دا د طالبانو له خوا تر ټولو ډیره ناوړه پرېکړه وه.
نوموړي وايي، وايي، د اوکراین او غزې د جګړې له امله افغانستان د نړیوالو لپاره په لومړیتوب کې نه دی.
هغه زیاتوي، «نړیوالو شل کاله په ښځو او بشري حقونو پانګونه وکړه او ټولې لاسته راوړنې یې یو دم له منځه ولاړې. اوس غزې او اوکراین غوندې جنجالونو د نړیوالو پاملرنه اړولې او افغانستان د لومړیتوب له نوملړه وتلی دی، ځکه جګړه ختمه شوې ښکاري. د طالبانو لپاره یو ډول پټ مشروعیت ور کول روان دي».
نوموړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته په ډیر شمیر کې بهرنیو سیلانیانو ورتګ ته په اشاره وايي، سیلانیان د طالبانو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده او خپل په ګټه ترې استفاده کوي.
سمیرا زیاتوي:« زه باور نه لرم چې طالبان دې هغه څوک افغانستان ته پریږدي چې وغواړي د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي. سیلانیان ولې، په دې اړه هیڅ نه وايي، چې دوی له داسې افغان نجلۍ سره سفر کوي، چې له زده کړو محرومه ده، یا له داسې ښځې سره چې ناروغه ده، خو ډاکټر نه لري؟ ځکه طالبان، سیلانیان په خپله ګټه کاروي.»
د بشري حقونو دغه فعاله وايي، چې طالبان په بشپړ معافیت سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د نوموړې په وینا، د بښنې نړیوال سازمان او نور بنسټونه هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لارې د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکونې تګلاره جوړه کړي.
سمیرا د خپلو خبرو په دوام وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړو ادارو خپل فعالیتونه تر بشري مرستو محدود کړي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع او عامه پوهاوی نه شي کولای.
سمیرا حمیدي د طالبانو له خوا د ګڼو مدرسو په پرانېستلو سره افراطیت ته د ځوانانو د اوښتلو په اړه اندېښمنه ده او وايي، ښايي دا ځوانان د ښځو هیڅ درناوی ونه کړي.
د ځايي سرچینو په وینا، د شنبې شپې ناوخته د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ګلهتوت کلي یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې هم د مداخلې او د مخنیوي هڅې له امله په چاقو وژلي دي.
نږدې کسانو یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یاد سړی له رواني ستونزو رنځیده او تر دې وړاندې یې هم په کندهار ولایت کې یو تن وژلی و. د دې درې کسیزې وژنې انګیزه لا تر اوسه څرګنده نه ده.
په هرات کې د طالبانو امنیه قومانداني د دغو وژنو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
د وژونکي خپلوان زیاتوي چې یاد کس د طالبانو د ادرسکن ولسوالۍ پولیسو نیولی دی.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) هم په مرکز هرات کې یوه بل سړي خپله مېرمن وژلې وه.
راپورونه ښيي چې واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر ضد وژنې په بېسارې ډول زیاتې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بیړنیو حالتونو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.
په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.
د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې حکومتي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ابو ورده له وژل کېدو سره پر غزه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.