د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د هرات محصلانو ته: موږ نه غواړو چې تاسې طالبان او مجاهدین شئ

په هرات پوهنتون کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وویل چې د زده کړو هدف مجاهد یا طالب نه دی بلکې محصلین باید د انجنیر او ډاکټر په توګه د خلکو خدمت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې نوموړی د زده کړو د دوام ملاتړ کوي، خو زده کونکي باید د "اختلاف رامینځته کولو" پر وړاندې ودریږي.