• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سوېلي وزیرستان نه اسلام اباد ته ورغلي مشران د علي وزیر د خلاصون غوښتنه کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر چې د ۱۴۰۳ کال (د زمري په ۱۳مه نېټه) په اسلام اباد کې د پولیسو له‌خوا نیول شوی و؛ لاهم د پاکستان حکومت په زندان کې دی.

د پاکستان پخواني سناتور مشتاق احمد پر اېکس پاڼه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د نوموړي د خلاصون غوښتنه کړې.

په دغه ویډیو کې نوموړي ویلي، چې له سوېلي وزیرستان څخه قومي مشران د علي وزیر د خلاصون لپاره اسلام اباد ته ورغلي او په دې اړه یې د نوموړي سره هم لیدلي دي.
هغه وایي، علي وزیر له اوږدې مودې راهیسې له کوم جرم پرته زنداني شوی، چې یوازې درې میاشتې یې په ګجرات زندان کې تېرې کړې دي، بیا سرګودې، کراچۍ او نورو زندانونو ته هم لېږدول شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې علي وزیر له کوم جرم پرته د پښتونخوا پرته د ټولو ایالتونو په بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوی دی.
د سناتور مشتاق احمد په وینا، علي وزیر تل د خپلې سیمې د امن لپاره غږ اوچت کړی او د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه یې کړې.
ښاغلي مشتاق احمد ویلي، چې علي وزیر د پښتورګو ترڅنګ ځینې نورې روغتیایي ستونزې هم لري او په دغه ګرمه هوا کې هغه په زندان کې سخت ربړول شوی هم دی.
هغه له حکومته غوښتي، چې علي وزیر ژر تر ژره او بې له کوم قید و شرطه خوشې کړي.
نوموړي ویلي، چې علي وزیر د تېر حکومت پرمهال هم د ۲۴میاشتو لپاره له کوم جرم پرته زنداني شوی و.
ښاغلي مشتاق احمد په خپلو خبرو کې په میرعلي کې وروستیو ډرون بریدونو ته هم اشاره کړې او هغه یې شرموونکې بللي دي.
هغه پر حکومت غږ کړی، چې دغه بریدونه دې ژر تر ژره ودروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

حنیف پښتین: د میرعلي اعتراضي پرلت تر اتو ورځو وروسته پای ته ورسېد

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرو اتو ورځو راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم یوه مخکښ غړي حنیف پښتین د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې په وزیرستان کې به پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه ترسره کوي.

پښتین خبرداری ورکړی، که پاکستانی پوځ خپلې ژمنې ماتې کړي، ولس به د هر ډول مقاومت لپاره تیار وي.

نوموړي د تېرې تجربې له مخې یادونه کړې، چې تر دې وړاندې هم ورته ژمنې شوي، خو عملي شوي نه دي.

نوموړي همداراز له هغو خلکو مننه کړې، چې د دغې اعتراضي مبارزې ملاتړ یې کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د ظلم او جبر پر وړاندې به تل غږ پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل‌کېدو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی و.

د یادونې ده، چې دا پرلت د سیمه‌يیزو خلکو له‌خوا د ناامنۍ، بې‌عدالتیو او د ملکي تلفاتو پر خلاف د احتجاج یوه هڅه وه چې پراخ ولسي ملاتړ یې له ځان سره درلود.

اسلام‌اباد او کابل بیا اړیکې رغوي؛ طالبانو د شکمنو افغانانو نیونه پیل کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

طالبانو د لومړي ځل لپاره د هغو افغانانو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي، چې د پاکستان پر ضد یې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ یا هڅونه کوله. د پاکستانۍ اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه اقدام د دې لامل شوی چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د بیا رغېدو هیلې راژوندۍ کړي دي.

که څه هم په تېرو میاشتو کې د پاکستان تمرکز له هند سره پر سرحدي کړکېچ و، خو اسلام‌اباد او کابل پټه خو فعاله هڅه وکړه چې خپلې کړکېچنې اړیکي بیا راژوندۍ کړي.

د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ اصلي ټکی، د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله والو ډلو حضور دی، چې له افغان خاورې فعالیت کوي.

پاکستان تر دې دمه نه و توانېدلی چې افغان طالبان وهڅوي، څو د دغو ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته لاړ او هلته د افغان چارواکو له خوا ورته د هغو اقداماتو وضاحت ورکړل شو، چې د ډيورنډ پولې ته څېرمه بریدونو د مخنیوي لپاره شوي و..

باوري سرچینې وایي، دا لومړی ځل و چې اسلام‌اباد د افغان طالبانو له خوا په رښتیني بدلون باور وکړ.

په یاد پلاوي کې د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي هم شامل وو او سرچینې زیاتوي، دوی قانع شول چې طالبانو دا ځل جدي دریځ غوره کړی دی.

وروسته دا هم تایید شوه، چې طالبانو د هغو افغان وګړو پر ضد عملیات پیل کړي، چې له TTP سره یوځای شوي یا په دغه ډله کې د شاملېدو نیت یې درلود.

د سرچینو په وینا، ګڼ شمېر افغانان په ځانګړي ډول هغه کسان چې نور وګړي یې د TTP لپاره استخدامول، نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

پاکستان پر طالبانو فشار راووړ او مستند شواهد یې ور وسپارل، چې بالاخره د طالبانو له خوا اقدامات پیل شول.

دا بدلون د خېبرپښتونخوا په ایالت کې د ځانمرګو بریدونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا د ښه کېدو لامل شو.

دغه پرمختګ د دې سبب شو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسحاق ډار د اپرېل په ۱۹مه کابل ته سفر وکړي.

دا د درېیو کلونو راهیسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړی لوړپوړی سفر و.

په دې سفر کې دواړو لوریو د یو لړ اقداماتو موافقه وکړه، چې پکې د کابل تازه ژمنه هم شامله وه چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي.

د دې په بدل کې پاکستان د افغان واردونکو لپاره د بانکي تضمین شرط لغوه کړ او د افغان سوداګرۍ پر محدودیتونو کې یې نرمښت راووست.

سرچینې وایي، طالبانو د پاکستان باور هغه مهال ترلاسه کړ کله چې یې له هغه پېښې وروسته څه باندې ۷۰وسله وال نیولي وو، چې زیاتره یې افغانان و او غوښتل یې له پهلګام برید وروسته پاکستان ته داخل شي.

پاکستان دا کسان د شمالي وزیرستان سیمه کې ونیول.

له دې سره، پاکستان باور لري چې طالبان باید لا هم دایمي اقدامات وکړي.

یوې لوړپوړې سرچینې ویلي: «دا یو مثبت پیل دی. هیله ده چې طالبان دا لاره تعقیب کړي.»

بل‌خوا، چین هم د پردې تر شا رول لوبولی دی.

د مې په ۲۱مه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ یوه ناڅاپي درې اړخیزه ناسته په بېجینګ کې ترسره کړه.

له دې ناستې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې پاکستان او افغانستان د خپلو اړیکو لوړولو هوډ څرګند کړی او اصولاً یې پر دې توافق کړی، چې سفیران تبادله کړي.

یوه پاکستاني چارواکي دا تایید کړې، خو ویلي یې دي چې دا به وخت ونیسي، ځکه یو شمېر رسمي مراحل لا پاتې دي.

نوموړي د پاکستان دغه پرېکړه توجیه کړه او ویې ویل، ګڼ سیمه‌ییز هېوادونه هم د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پراخولو ته تیاری نیسي.

چین لومړی هېواد و، چې کابل ته یې دایمي سفیر واستاوه او د طالبانو سفیر یې په بېجینګ کې ومانه.

راپورونه ښيي، چې روسیه او ترکیه هم پر ورته اقدام غور کوي.

چارواکي وایي، سره له دې چې پاکستان د طالبانو په اړه یو شمېر اندېښنې لري، خو اوس د شرایطو له مخې د عمل‌محور پالیسۍ لور ته روان دی.

له هند سره وروستۍ پوځي تاوتریخوالي هم د پاکستان دا تګلاره اغېزمنه کړې.

پاکستان غواړي، چې د ختیځ سرحد د فشار ترڅنګ، په لوېدیځ کې وضعیت ارام وساتي.

راپورونه ښيي، چې هند هم هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جی شنکر تازه د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي، چې دا د هند د شل کلنې پالیسۍ څخه مهم انحراف بلل کېږي.

څارونکي وایي، بېجینګ کې درې اړخیزه ناسته د چین له خوا هند ته یو ښکاره پیغام و.

همداراز، چین طالبانو ته هم دا درک ورکړ چې د افغانستان ګټې به تر ډېره د چین او پاکستان له همغږۍ سره خوندي وي.

اتحاد المجاهدین ډلې شمالي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.

هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.

په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.

شهباز شریف وايي، پاکستان له هند سره خبرو ته چمتو دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په تهران کې وویل چې پاکستان له هند سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، څو په سیمه کې سوله ټینګه شي، خو زیاته یې کړه، چې هر ډول تېری به یې له قوي غبرګون سره مخ شي.

شریف دا څرګندونې ددوشنبې په ورځ په تهران کې د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

شهباز شریف وویل، « موږ سوله غواړواو د ټولو شخړو، په ځانګړې توګه د کشمیر د مسالې، د حل لپاره خبرو ته چمتو یو».

له شهباز شریف سره په دغه سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملګری دی چې ددغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر هم پکې شامل دی.

شریف وویل، « موږ د اوبو، تجارت او د ترهګرۍ ضد مبارزې په څېر مسایلو کې له هند سره د خبرو لپاره چمتو یو، په دې شرط چې هغوی هم ریښتینې اراده ولري. خو که هغوی پر موږ برید وکړي، موږ به هم خپله دفاع وکړو. که هغوی سوله ومني، دا به وښيي چې هغوی رښتیا هم جدي دي».

شهباز شریف وايي، چې دا سفر یې د ولسمشر مسعود پزشکیان په بلنه ترسره کړی.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې هند ویلي دوی له پاکستان سره هیڅ ډول خبرې اترې نه لري.

هند یو پلاوی ګومارلی ، چې له هېوادونو سره د پاکستان له اړخه د ورپېښې ترهګرۍ په تړاو خپلې اندېښنې ور ورسوي.

خلیلزاد: پاکستاني ځواکونه او داعش د بلوڅ ملتپالو پر ضد یو خوا شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د داعش د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې داعش خراساني مني چې په بلوچستان کې روزنیر کمپونه لري. خلیلزاد زیاتوي چې ویډیو ښيي داعش خراسان او پاکستاني نظاميان د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ پرضد په یوه طرف ولاړ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه، د غبرګولي ۵مه، پر خپل اېکس د داعش خراسان خپرې شوې ویډیو ته په اشاره ویلي چې دا ډله ښيي چې نه یوازې په بلوچستان کې خپل فعالیتونه پراخوي، بلکې اوس یې د بلوچ ملتپالو ډلو پر ضد د عملیاتو ګواښ کړی دی.

د داعش خرسان اړوند ويډو کې ددې ډلې یو غړی له بلوڅانو غواړي چې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو سره مرسته ونه کړي او خبرداری ورکوي، چې له دې وروسته یې بي اېل اې نظامي هدف دی.

خلیلزاد له دې ویډیو نه په استنباط وايي، داعش خراسان دا مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت په غرنیو سیمو کې فعال روزنیز کمپونه چلوي او دا مني چې د مارچ په منځ کې د بلوچ ملتپالو له لوري پر یوه کمپ یې خونړی برید کړی و، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ جنګیالي، چې یو شمېر بهرنیان هم پکې شامل ول، وژل شوي دي.

خلیلزاد وايي، یاده ډله د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورو بلوچ ډلو ته خبرداری ورکوي او هغوی د خپلو راتلونکو عملیاتو لومړني هدفونه اعلانوي. د خلیلزاد په وینا، ویډیو ښيي چې له دغو ډلو سره مخکینی «د نه‌تیري تړون» نور پای ته رسېدلی دی.

خلیلزاد د خپل اېکس پوسټ په پای کې وايي، دا ښيي چې اوس داعش خراسان او پاکستاني امنیتي ځواکونه د بلوچ ملتپالو پر ضد په یوه لیکه کې ولاړ دي.

د داعش خراسان ډلې پخواني جګپوړي غړي او دا مهال د طالبانو ملاتړي شیخ عبدالرحیم مسلم دوست هم پر خپل اېکس ادعا وکړه چې « د امریکا او پاکستان تر سلطې لاندې داعشیان په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته د پاکستان د بلوچستان مستونګ سیمې ته لاړل»، خو هلته هم د ده په وینا، ډېر ژر بلوڅ وسله والو پرې برید وکړ او ټول غړي یې له منځه یووړل.

نوموړی وايي، چې په تاجکستان کې هم د داعش پر مرکزونو د برید پلان شته، خو وخت یې څرګند نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي.