• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: ښايي ایران د یو کال لپاره د یورانیمو غني‌کېدل ودروي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

رویټرز د دوو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښايي ایران په لنډمهالي ډول د یورانیمو غني‌کېدل په دې شرط ودروي، څو متحده‌ایالات د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د ملکي موخو لپاره د تهران د یورانیمو د غني‌کېدو حق په رسمیت وپېژني.

د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې دې سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه)یادې خبرې شبکې ته زیاته کړې، چې که واشنګټن د تهران شرطونه ومني، له متحده‌ايالاتونو سره به ډېر ژر سياسي هوکړې ته ورسېږي.

د سرچینو په وینا، د ایران حکومت چمتو دی چې د یو کال لپاره د یورانیمو غني کول ودروي او د خپلو خورا غني‌شویو یورانیمو یوه برخه بهر ته ولېږدوي یا یې د سوله‌ییزو موخو لپاره په غیرپوځي برخه کې وسوځوي.

سرچینو همداراز زیاته کړې، چې ایران نه غواړي خپل اټومي پروګرام په بشپړه توګه ودروي، خپل تجهیزات له‌منځه یوسي او خپل اټومي تاسیسات بند کړي.

دا هغه څه دي، چې د ډونالډ ټرمپ دولت له ایران نه غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې له ایران سره د امریکا خبرې‌اترې ښې روانې دي او ښايي یوې مناسبې پایلې ته ورسېږي.

هغه همداراز د اسراییل لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرواترو بهیر ګډوډ نه کړي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په اوس وخت کې د داسې یوه اقدام وخت نه دی، ځکه مونږ له ایران سره یوې حل‌لارې ته نږدې شوي یو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران د سرشمېرنې پاڼو لرونکو کډوالو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې باطلې شوې دي او ټول غیر قانوني کډوال باید د چنګاښ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته له دغه هېواده ووځي. نوموړي زياته کړې، چې دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.

د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مشر نادر یار احمدي له قوله ویلي، چې تر دې مهاله ۵۰ سلنه هغه وګړي چې د سر شمېرنې پاڼې لري له هېواده د وتلو فورمې ترلاسه کړي دي.

نوموړي د قانوني او غیر قانوني وګړو په اړه ويلي: «هغه کډوال چې د هویت خاص او د دولت تایید شوی سند ولري او د ویزې له لارې بل هېواد ته داخل شوي وي قانوني اتباع ګڼل کېږي او هغه کسان چې دغه ځانګړتیاوې ونه لري غير قانوني دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.

نادر یار احمدي زياته کړې، چې د تېر کال په پرتله د غیر قانوني کډوالو شمېر ۲ مېلیونه او ۱۰۰ زره تنه وو او ۲ مېلیونه هغه کسان و، چې د سر شمېرنې فورمې يې د تېر کال د کب مياشتي تر ۳۰مې د اعتبار وړ وې، چې اوس د منلو نه دي.

نوموړي ویلي، دا مهال په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو شمېر ۴ مېلیونه او ۱۰۰ زرو ته لوړ شوی.

د هغه په خبره، اوس مهال ۲ مېلیونه او ۳۴ زره او ۴۶۹ افغان کډوال د سر شمېرنې فورمې لري.

هغه زياته کړې: «تېر کال موږ اعلان وکړ، چې د سر شمېرنې فورمې د اعتبار وړ نه دي، تر اوسه ۵۰ سلنه کډوال دغه فورمې لري او له ایران څخه د وتلو اجازه یې تر لاسه کړې.»

نوموړي ټينګار کړی، چې له کډوالو کورنيو سره د پولو د اوښتو پر مهال له زوره کار نه اخلي.

هغه دا هم ویلي، کوم افغانان چې په ایران کې يې واده کړی وي او قانوني ثبت وي دوسيې به یې په خاصو کمېسیونونو کې وڅېړل شي او که ثبت نه وي د پاتې کېدو اجازه نه لري.

احمدي زياته کړه، هغه مېرمرني چې خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ګواښ سره مخ وي او یا یې اولادونه ناروغ وي په ایران کې يې درملنه کېدلی شي او دوی به یې مرسته وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې اولادونه يې په دې هېواد کې زېږېدلي وي د دايمي اوسېدو لپاره خاص قانون نه لري او یوازې هغه کسان منل کېږي، چې تابعیت یې یوازې د وینې له لارې وي.

طالبان: د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ خپلسرې ډله شتون نه لري. د نوموړي په وینا، د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلووسف ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر توندلارې ډلې لا هم د مرکزي اسیا په سیمه کې اصلي ګواښ جوړوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «هغه تشویشونه بې ځایه دي، چې د افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادېږي.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکايي «اشغال» پر مهال جوړه شوې وه.

هغه لیکلي: «دلته د شلو ډلو مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه او موخې يې درلودې.»

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېرتر ۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰ لوړېږي.

نتنېاهو: د حماس ډلې مشر محمد سنوار ووژل شو

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.

نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»

حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.

رویټرز: مکرون د فلسطین د رسمیت پیژندنې پر پېچلې لار روان دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې لپاره د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون تمایل ډیر شوی، خو ډېپلوماټانو او شنونکو خبرداری ورکړی او وايي، ښايي په دې ګام سره اسراییل په غوسه شي او د لویدیزو هېوادونو ترمنځ اختلافات به لا ژور کړي.

رویټرز خبري اژانس د شنونکو او ډېپلوماټانو په حواله یوه راپور کې ویلي، که فرانسه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژنې ښايي د لویدیزو هېوادونو ترمنځ درز لا ژور شي او دا درزونه به یوازې تر اروپايي هېوادونو محدود پاتې نه شي بلکې د اسراییل قوي ملاتړی هېواد امریکا به هم خپه شي.

فرانسوي چارواکي دا ګام د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو د جوړیدونکې ناستې وړاندې له سعودي عربستان سره په ګډه ارزوي.

پر همدغه مهال اېمانیول مکرون د چهار شنبې په ورځ د اندونیزیا د سفر پرمهال وویل:«یوازې یوه سیاسي حللاره کولای شي دایمي سولې ته لاره پرانیزي.»

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه، پلان لري، چې له سعودي عربستان سره په ګډه ژر تر ژره په نیویارک کې د غزې په اړه یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

مکرون وویل:« زموږ هدف دادی، چې د فلسطین د دولت او اسراییل دولت د رسمیت پیژندنې او د دواړو هېوادونو د سولې او امنیت د حق لپاره یو نوی حرکت رامنځته کړو.»

د رویټرز د راپور له مخې، که مکرون دا پرېکړه عملي کړي، نو فرانسه به لومړنی لویدیځ هېواد شي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پيژني.

پر همدغه مهال د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اېسپن بارټ ایدې رویټرز ته ویلي:« که فرانسه دا ګام واخلي، نو څو نور هېوادونه به یې هم تعقیب کړي.»

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷ نیټه باندې د حماس له خوا پر اسراییل له بریدونو وروسته مکرون د اسراییل ملاتړ وکړ، خو پر غزه د اسراییل بریدونو له ډیرېدو وروسته مکرون خپل دریځ کې بدلون راوست.

مکرون تېره میاشت ویلي و:« موږ باید د رسمیت پېژندنې لور ته حرکت وکړو، په راتلونکو میاشتو کې به دا کار وکړو.»

په ورته مهال اسراییلي چارواکي له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې فرانسه له دې پرېکړې راوګرځوي.

له خپل همکار نه د فاطمه پیمان شکایت: ویل یې راځه شراب درته راوړم چې پر مېز دې نڅا وګورم

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د اسټرالیا د پارلمان افغانی الاصلې غړې فاطمه پیمان له خپل یوه همکار نه د پارلمان د څار بنسټ ته له دې امله شکایت کړی، چې شراب څښلو ته یې هڅوله او پر میز د نڅا غوښتنه یې ترې کړې. سناتوره فاطمه پیمان وايي، چې دغه همکار یې د الکولو له ډېر څښاک وروسته بې‌ادبانه څرګندونې وکړې.

هغې د استرالیا ملي تلویزیون ته وویل، « ویل یې راڅه یو څه شراب درته راوړم، چې پر مېز دې نڅا ووینم».

هغې زیاته کړه، « ما ورته وویل: وروره، نور بس! او بیا مې رسمي شکایت وکړ».

د پېښې دقیق وخت او د یاد همکار نوم نه دی خپور شوی.

فاطمه پیمان، چې په افغانستان کې زیږېدلې ده، د استرالیا د پارلمان لومړۍ حجاب‌ اغوستونکې سناتوره ګڼل کېږي.

دا پېښه داسې مهال راپورته کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې یوې بلې مېرمنې بریټني هېګنز هم ادعا کړې وه چې یوه همکار یې دننه د پارلمان په دفتر کې جنسي تېری پرې کړی.

له هغې وروسته د پارلمان د چاپېریال په اړه یو توند راپور خپور شو، چې ډېر شراب څښل او جنسي ځورونې پکې یادې شوې وې.

سناتورې پیمان د فلسطین او غزې په مساله کې له کارګر ګوندسره خپلې اړیکې په ۲۰۲۴ کې پرې کړې.