• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د سرشمېرنې پاڼو لرونکو کډوالو لپاره د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې باطلې شوې دي او ټول غیر قانوني کډوال باید د چنګاښ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته له دغه هېواده ووځي. نوموړي زياته کړې، چې دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.

د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مشر نادر یار احمدي له قوله ویلي، چې تر دې مهاله ۵۰ سلنه هغه وګړي چې د سر شمېرنې پاڼې لري له هېواده د وتلو فورمې ترلاسه کړي دي.

نوموړي د قانوني او غیر قانوني وګړو په اړه ويلي: «هغه کډوال چې د هویت خاص او د دولت تایید شوی سند ولري او د ویزې له لارې بل هېواد ته داخل شوي وي قانوني اتباع ګڼل کېږي او هغه کسان چې دغه ځانګړتیاوې ونه لري غير قانوني دي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.

نادر یار احمدي زياته کړې، چې د تېر کال په پرتله د غیر قانوني کډوالو شمېر ۲ مېلیونه او ۱۰۰ زره تنه وو او ۲ مېلیونه هغه کسان و، چې د سر شمېرنې فورمې يې د تېر کال د کب مياشتي تر ۳۰مې د اعتبار وړ وې، چې اوس د منلو نه دي.

نوموړي ویلي، دا مهال په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو شمېر ۴ مېلیونه او ۱۰۰ زرو ته لوړ شوی.

د هغه په خبره، اوس مهال ۲ مېلیونه او ۳۴ زره او ۴۶۹ افغان کډوال د سر شمېرنې فورمې لري.

هغه زياته کړې: «تېر کال موږ اعلان وکړ، چې د سر شمېرنې فورمې د اعتبار وړ نه دي، تر اوسه ۵۰ سلنه کډوال دغه فورمې لري او له ایران څخه د وتلو اجازه یې تر لاسه کړې.»

نوموړي ټينګار کړی، چې له کډوالو کورنيو سره د پولو د اوښتو پر مهال له زوره کار نه اخلي.

هغه دا هم ویلي، کوم افغانان چې په ایران کې يې واده کړی وي او قانوني ثبت وي دوسيې به یې په خاصو کمېسیونونو کې وڅېړل شي او که ثبت نه وي د پاتې کېدو اجازه نه لري.

احمدي زياته کړه، هغه مېرمرني چې خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ګواښ سره مخ وي او یا یې اولادونه ناروغ وي په ایران کې يې درملنه کېدلی شي او دوی به یې مرسته وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې اولادونه يې په دې هېواد کې زېږېدلي وي د دايمي اوسېدو لپاره خاص قانون نه لري او یوازې هغه کسان منل کېږي، چې تابعیت یې یوازې د وینې له لارې وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ خپلسرې ډله شتون نه لري. د نوموړي په وینا، د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلووسف ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر توندلارې ډلې لا هم د مرکزي اسیا په سیمه کې اصلي ګواښ جوړوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «هغه تشویشونه بې ځایه دي، چې د افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادېږي.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکايي «اشغال» پر مهال جوړه شوې وه.

هغه لیکلي: «دلته د شلو ډلو مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه او موخې يې درلودې.»

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېرتر ۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰ لوړېږي.

نتنېاهو: د حماس ډلې مشر محمد سنوار ووژل شو

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) اعلان وکړ، چې د حماس ډلې مشر محمد سنوار چې د دغې ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار کشر ورور و، د اسراییلي پوځ په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

محمد سنوار د تېرې میاشتې په پیل کې د غزې په سویل کې د یوه روغتون پر وړاندې د اسراییلي هوايي برید هدف وګرځېد. نتنېاهو مخکې ویلي و چې امکان لري د حماس مشر په دغو بریدونو کې وژل شوی وي.

نتنېاهو د اسراییل پارلمان ته وویل: «په تېرو دوو ورځو کې موږ د حماس د بشپړې ماتې پرلور یوه حساس پړاو ته رسېدلي یوو.»

حماس تر اوسه د محمد سنوار وژل کېدل نه دي تایید کړي.

څېړنیز راپور؛ د جیش العدل غړو امریکايي سپکو وسلو ته لاسرسی پېدا کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل د "جیش العدل؛ څنګه د طالبانو او ایران اړیکې ژورېږي؟" تر سرلیک لاندې څېړنیز راپور کې راغلي، چې د جیش العدل ډلې غړو امریکایي سپکو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د راپور له مخې، د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې سیمه‌ییزو چارواکو هم د اسنادو په ښودلو سره دا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي چې د جیش العدل وسله‌وال په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ته لاسرسی لري.

راپور زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو جنګیالیو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایۍ وسلې کارولې دي.

افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر سرچینو تایید کړې ده چې په افغانستان کې د جمهوري دولت د سقوط پر مهال جیش العدل د افغان ځواکونو یو شمېر امریکايي وسلې تر لاسه کړې دي.

په څېړنیز راپور له مخې، د جمهوري دولت پر مهال د فراه د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په درېیمه او څلورمه نېټه یو شمېر سرحدي ځواکونو اته لویې سرحدي پوستې (۱۰۲ عابد، ۲۱۰سرباز، ۴۴۲انتظار، ۹۱۲شاهین، ۳۲۱استحکام، ۲۳ میهن، ۴۱ سارو، ۹۹ رازق) پرېښودې چې ځینې وسلې یې د جیش العدل لاسته لوېدلې دي.

نوموړی ویلي، چې د پوستو له سقوط وروسته دوی معلومات تر لاسه کړل چې یادې وسلې د جنوبي خراسان ماهیرود سیمې ته انتقال شوې وې.

راپور کې راغلي، چې په یادو سرحدي پوستو او قرارګاوو کې ۳۴۲ میله M4، M16، RPG،دهشکې، کلاشینکوفونه او پیکا موجودې وې چې د پوستو له سقوط وروسته یې نېږدې ټوله وسله د جیش العدل د شیخ ضیايي څانګې د سرګروپ دوستین بلوڅ لاس ته ولوېده.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۹ مه نېټه په خاش کې د ایراني ځواکونو له خوا د جیش العدل څلور غړي نیول شوي، چې له یادو غړو سره درې میله M4 هم نیول شوي دي. یو سیمه ییز قوماندان له پېښې وروسته ویلي چې د جیش العدل له غړو سره امریکايي وسلې وې.

همدا راز حال وش د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۶مه د جیش العدل د ډلې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دغې ډلې له یو شمېر غړو سره امریکايي وسلې لیدل کیږي.

طالبانو د ۸ ولایتونو په صنعتي پارکونو کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې اسناد صنعت‌کارانو ته ورکړل

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اته ولایتونو په صنعتي پارکونو کې یې د لومړي ځل لپاره د ۵۰۰ جریبه څخه زیاته صنعتي ځمکه د ملکیت په ډول صنعت‌کارانو ته وسپارله.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې کار موخه د هېواد صنعتي ودې ته زمینه برابرول، د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول او راستنو شویو پانګوالو ته د فعالیت اسانتیاوې برابرول په ګوته کړي.

د یادې غونډې په ترڅ کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، ۹۱شرکتونو ته چې د صنعتي ساحو لپاره یې د ځمکې غوښتنه کړې وه او همداراز ۹ تنو راستنو شویو افغان صنعت‌کارانو او سوداګرو ته د ملکیت اسناد ورکړل شول. ټولټال ۵۱۸.۷۷۴۵ جریبه ځمکه د ملکیت په توګه ووېشل شوه.

په دې غونډه کې د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادرپه ګډون د طالبانو نور لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.

ملا عبدالغني برادر وویل: «د صنعت ودې ته جدي پاملرنه کېږي او د امیرالمومنین حفظه‌الله له‌خوا د صنعتي ساحو د قانون توشیح د دې کار رسمي ملاتړ ښيي.» نوموړي زیاته کړه چې دا بهیر به نه یوازې د صنعت پرمختګ ته زمینه برابره کړي، بلکې په هېواد کې د بې‌کارۍ ستونزه به هم راکمه کړي.

هغه د بهر مېشتو افغان پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې پانګې افغانستان ته راواړوي او خپلې تجربې له کورنیو پانګوالو سره شریکې کړي.

د هرات ولایت څلورمه صنعتي حوزه، د قندهار شوراندام، د میدان وردک کوتل تخت، د پروان باریک‌اب، د لوګر محمداغه، د خوست باغ سماوار، د ننګرهار شیخ‌مصری او د هلمند دوراهي صنعتي پارکونو کې د صنعت‌کارانو لپاره د ځمکو ملکیت اسناد رسماً وسپارل شول.

نبیل: د طالبانو استبدادي بند به هم د لیژې بند په څېر ونړېږي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په خوست کې د نوي پرانیستل شوي بند د نړېدو په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړېدو سره به ډېر ژر د طالبانو استبدادي بند هم، د لیژې بند په څېر، ونړېږي او د ولس د ازادۍ لپاره به لاره پرانېزي.

د نبیل وینا، هغه پروژې چې د علم، تخصص او څارنې پرځای د شعارونو، ریاکارۍ او دعا پر محور جوړې شوې، پایله به یې نړیدل وي.

رحمت الله نبیل دغه څرګندونې له هغه وروسته کړېدي، چې په خوست ولایت کې د اوبو یو بند تر پرانېستو څو ورځې وروسته ونړید.

نبیل وایي : «دا یوازې یو بند نه و، چې ړنګ شو، بلکې د هغو نظامونو سمبول دی، چې د جهل، فساد او استبداد پر ستنو ولاړ دی.»

هغه زیاته کړه:« هغه ورځ ډېره نږدې ده، چې د طالبانو استبدادي بند به هم د خلکو د پوهاوي له لومړني اورښت سره د لیژې بند په څېر ونړیږي او د ازادۍ لار به پرانېستل شي.»

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د بند د نړېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.

د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د اوبو دغه بند تېره اونۍ پرانېستل شو او تېره ورځ د باران د اوبو له ډېرېدو سره ونړېد.