• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نبیل: د طالبانو استبدادي بند به هم د لیژې بند په څېر ونړېږي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل په خوست کې د نوي پرانیستل شوي بند د نړېدو په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړېدو سره به ډېر ژر د طالبانو استبدادي بند هم، د لیژې بند په څېر، ونړېږي او د ولس د ازادۍ لپاره به لاره پرانېزي.

د نبیل وینا، هغه پروژې چې د علم، تخصص او څارنې پرځای د شعارونو، ریاکارۍ او دعا پر محور جوړې شوې، پایله به یې نړیدل وي.

رحمت الله نبیل دغه څرګندونې له هغه وروسته کړېدي، چې په خوست ولایت کې د اوبو یو بند تر پرانېستو څو ورځې وروسته ونړید.

نبیل وایي : «دا یوازې یو بند نه و، چې ړنګ شو، بلکې د هغو نظامونو سمبول دی، چې د جهل، فساد او استبداد پر ستنو ولاړ دی.»

هغه زیاته کړه:« هغه ورځ ډېره نږدې ده، چې د طالبانو استبدادي بند به هم د خلکو د پوهاوي له لومړني اورښت سره د لیژې بند په څېر ونړیږي او د ازادۍ لار به پرانېستل شي.»

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د بند د نړېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.

د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د اوبو دغه بند تېره اونۍ پرانېستل شو او تېره ورځ د باران د اوبو له ډېرېدو سره ونړېد.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کرنې وزیر: په تېرو نظامونو کې جوړ جعلي اسناد باید د اعتبار وړ ونه ګڼل شي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو‌لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وایي، په تېرو نظامونو کې جوړ شوي جعلي اسناد باید هېڅکله د اعتبار وړ ونه ګڼل شي. هغه زیاته کړې، یوازې هغه اسناد چې قانوني حیثیت لري او اساسي بڼه یې پاتې وي، باید د اعتبار وړ وګڼل شي.

عمري دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د یاد وزارت د اراضۍ ریاست له لوري د یوه روزنیز ورکشاپ پرانیسته کې وکړې.

عمري په خپلو خبرو کې وویل، چې د ځمکو شته ستونزې د هېواد لپاره یوه جدي ننګونه ده او یوازینۍ حل‌لاره‌یې د مسلکي پوهې، قانون‌محورې دندې او صداقت له لارې ممکنه ده. هغه زیاته کړه، چې له کلونو راهیسې د هېواد په کچه د ځمکو پر سر شخړې او لانجې دوام لري، چې حل‌یې د کارکوونکو د شرعي، اخلاقي او اداري مسوولیت برخه ده.

عمري د یاد وزارت د اراضۍ کارکوونکو ته وویل چې خپل موقف، او مسوولیت درک کړي، او له دوه لارو څخه دې یوه غوره کړي. د هغه په وینا یوه لار خدمت، صداقت او ایمانداري ده، چې له دې لارې به دنیا او اخرت دواړه عزتناک وي او بله لار خیانت ده چې جعل او له دندې څخه ناوړه استفاده ده، چې پایله یې دنیا او اخرت کې ذلت او رسوایي ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو‌لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، یاد روزنیز ورکشاپ د اراضۍ په برخه کې د اصلاح، شفافیت او موثریت لپاره یو مهم ګام بلل شوی، چې تمه کېږي د مسلکي ظرفیتونو د لوړوالي له لارې به د ځمکو پر شخړو، د اسنادو د جعل پر مخنیوي او د ناوړه استفادو پر کنټرول اغېزمن اثر ولري.

له خپل همکار نه د فاطمه پیمان شکایت: ویل یې راځه شراب درته راوړم چې پر مېز دې نڅا وګورم

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱

د اسټرالیا د پارلمان افغانی الاصلې غړې فاطمه پیمان له خپل یوه همکار نه د پارلمان د څار بنسټ ته له دې امله شکایت کړی، چې شراب څښلو ته یې هڅوله او پر میز د نڅا غوښتنه یې ترې کړې. سناتوره فاطمه پیمان وايي، چې دغه همکار یې د الکولو له ډېر څښاک وروسته بې‌ادبانه څرګندونې وکړې.

هغې د استرالیا ملي تلویزیون ته وویل، « ویل یې راڅه یو څه شراب درته راوړم، چې پر مېز دې نڅا ووینم».

هغې زیاته کړه، « ما ورته وویل: وروره، نور بس! او بیا مې رسمي شکایت وکړ».

د پېښې دقیق وخت او د یاد همکار نوم نه دی خپور شوی.

فاطمه پیمان، چې په افغانستان کې زیږېدلې ده، د استرالیا د پارلمان لومړۍ حجاب‌ اغوستونکې سناتوره ګڼل کېږي.

دا پېښه داسې مهال راپورته کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې یوې بلې مېرمنې بریټني هېګنز هم ادعا کړې وه چې یوه همکار یې دننه د پارلمان په دفتر کې جنسي تېری پرې کړی.

له هغې وروسته د پارلمان د چاپېریال په اړه یو توند راپور خپور شو، چې ډېر شراب څښل او جنسي ځورونې پکې یادې شوې وې.

سناتورې پیمان د فلسطین او غزې په مساله کې له کارګر ګوندسره خپلې اړیکې په ۲۰۲۴ کې پرې کړې.

طالب سفیر د اماراتو د لوړو زده کړو وزیر سره پر تحصیلي همکاریو غږېدلی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د یاد هېواد د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکټر فیصل العلي سره کتلي. دواړه لوري په افغانستان کې پر تحصیلي همکاریو غږیدلي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کتنه کې حقاني د افغان محصلینو د ملاتړ او خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د دوامداره فعالیت له امله د اماراتو له دولت څخه مننه کړې.

د یاد سفارت خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لوریو د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ، عصري تحصیلي سیستم جوړولو او تعلیمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

یاده دې وي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو رهیسي نجونې له هر ډول زده کړو منع شوې، ښځې د کار کولو حق نه لري او پر ښځو ټولنیزه فضا هم تنګه شوې ده.

طالبان داسې مهال د شیخ زاید پوهنتون په تړاو د متحد عربي اماراتو له همکاریو مننه کوي، چې په دې وروستیو کې رپوټونه ورکړل شوي، چې دې ډلې د پوهنتون د استادانو معاشونه کم کړي او ځینې یې تنقیص کړي دي.

د شیخ زاید پوهنتون یوه استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان دا اقدامات د "تنقیص" په پلمه ترسره کوي، خو هڅه کوي استادان له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني مدرسو ملایان وګوماري

د روسیې د دوما غړی: طالبان د امریکا دښمنان پاتې شوي، د روسیې لپاره داسې متحد بد نه دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د روسیې د دوما د دفاعي کمیټې لومړی مرستیال الیکسي ژوراولیف ویلي، چې مسکو او کابل اوږدمهاله اړیکې لري او طالبان د مسکو متحد ګڼل کېدای شي.

د هغه په وینا، د منع شویو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم تر اېستلو او له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد د روسیې متحد ګڼل کېدای شي.

ژوراولیف وویل، « طالبانو امریکايي ځواکونه له افغانستان نه وایستل، په اصل کې یې د اوږدې او خونړۍ جګړې په پای کې امریکا ته ماته ورکړه او تر نن ورځې پورې یې دښمنان پاتې شوي، داسې متحد درلودل بده خبره نه ده».

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د امنیتي خدماتو فدرالي ادارې تازه د ممنوعه ترهګرو ډلو په نوملړ کې د طالبانو پر ډله بندیزونه په موقت ډول ځنډولي او ددغه هېواد د سترې محکمې پرېکړه یې د می پر ۲۰ مه نافذه کړې ده.

د اپرېل په ۱۷مه، د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال وړاندیز ومانه او د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو پرېکړه یې وکړه. د نیوز روسیه په باور، دغه ناسته تړلې وه، خو د طالبانو یو استازی هم پکې حاضر و.

په روسیه کې د طالبانو شارژدافیر جمال ناصر غروال ویلي، چې پر طالبانو د بندیز ځنډول به د مسکو او کابل ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د طالبانو شارژدافیر د مسکو په امنیتي غونډه کې ګډون کړی او د روسیې دفاع وزیر د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان نه د ترهګرو ډلو خطر ته اشاره کړې ده.

طالبانو په کابل کې اووه خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه تړلي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د اوو خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې فعالیتونه درولي او یادې ادارې یې تړلې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیتونو څارنه کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د څار ډلې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو له ډلې، د ۷ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې دفترونه مهرولاک کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو بنسټونو په ناقانونه توګه فعالیتونه کول.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې خیریه بنسټونه او اتحاديي دې د دغې ډلې د اصولو او پالیسیو سره سم فعالیتونه ترسره کړي او یاد بنسټونه اړ دي چې د خپلو فعالیتونو راپور د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شریک کړي.

طالبانو وړاندې تردې هم په ځینو ولایتونو کې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو.

د خیریه بنسټونو ځینې مسولین وايي، چې په ولایتونو کې د طالبانو له همغږۍ پرته له خلکو سره د مرستو د وېش اجازه نه ورکول کیږي.