شپیګل ورځپاڼې د خپلو سرچینو او اسنادو په حواله ویلي، چې یو شمېر جرمني مرستندویه سازمانونو د افغان پناه غوښتونکو لپاره جعلي اسناد برابر کړي او هغوی یې د مرکو پرمهال «ناسمو معلوماتو ورکولو» ته هڅولي دي.
رپوټ زیاتوي چې د ډېرو پناه غوښتونکو د اصليت د تایید لپاره مناسبه ارزونه ممکنه نه وه، له همدې امله ګومان کېږي چې زرګونه کسان د جعلي کیسونو یا اسنادو پر بنسټ جرمني ته تللي وي.
ورځپاڼه وايي، د وخت د بهرنیو چارو وزارت، چې مشري یې مېرمن انالینا بایربوک کوله، هڅه کوله څومره زر چې کیږي افغانان جرمني ته ولیږدوي او په دې برخه کې یې د امنیتي ادارو له خبرداریو سره سره، د موسساتو د معلوماتو له مخې پرېکړې کولې.
ورځپاڼه وايي، په یوه قضیه کې یو همجنسباز په دې نه پوهېده، چې دی همجنسباز دی او که ترانس جندر، خو د مرکې پرمهال یې تاوتریخجن چلند درلود.
په یو بل رپوټ کې، یوې۱۰ کسیزې کورنۍ ۲۱جعلي افغان تذکرې وړاندې کړې وې. شک شته چې دا کورنۍ له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ماشومان یې هم هلته زیږېدلي دي.
په انفرادي مواردو کې، قاضیان او د طالبانو پلویان هم د ویزې لپاره نوماند شوي وو، خو د امنیتي ادارو له مداخلې وروسته یې مخه نیول شوې ده.
د فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې اوسني حکومت ویلي، چې دا پروګرام به نور دوام نه کوي.
جرمني ته وروستۍ چارټر الوتنه د اپرېل په میاشت کې ترسره شوه، خو دا مهال لاهم شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې د جرمني له خوا یې د ورتګ اجازه ترلاسه کړې، په اسلاماباد کې بند پاتې دي.
په رپوټ کې روښانه شوې چې د بشري خواخوږۍ تر نامه لاندې پروسه کې شخصي اړیکې، جعلي اسناد او امنیتي نیمګړتیاوې ډېرې وې، خو له دې امله اوس هغه کسان چې رښتیا هم ژوند یې له خطر سره مخ دی، له ستونزو سره مخامخ شوي دي.