د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله ۷ کسان مړه شوي دي

د سې شنبې په ورځ د پنجاب، پښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په ځینو برخو کې د سخت باران او توپان له امله اووه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د پنجاب، پښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په ځینو برخو کې د سخت باران او توپان له امله اووه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې د شنبې په ورځ هم د اسلام اباد، پنجاب او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د توپان او شړکنده بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه او تر ۹۰ ډېر ټپیان شوي وو.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ د پنجاب په بېلابېلو برخو کې د تندر لوېدو، شړکنده بارانونو او توپان له امله دوه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې؛ په پښتونخوا کې هم د ګڼو بارانونو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سې شنبې په ماسپښین د مظفراباد په یوې سیمه کې د بارانونو او سېلابونو له امله درې مېرمنې مړې شوې او یو سړی بیا تری تم دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته بیړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه یې د دغه هیواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نویو زدهکوونکو د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې د ویزو غوښتونکو زدهکوونکو د خواله رسنیو د پراخې امنیتي پلټنې د یوې برخې په توګه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې پرون سهار یو ډیپلوماتیک سند چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو لهخوا لاسلیک شوی خپور شو، لارښوونه کوي چې د بلې خبرتیا تر خپرېدو پورې یې د زدهکوونکو ویزو ورکړې ځنډول اعلان کړي.
دغه ګام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې د ټرمپ ادارې د لسګونو زدهکوونکو ویزو لغوه کړې وې او هڅه یې کوله چې ځینې بهرني زدهکوونکي په هارورډ پوهنتون کې د زدهکړو څخه منعه کړي.
د مشهد په ښار کې د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ له ځان وژنې وروسته ایراني څېړونکی ارش نصر اصفهاني په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پخوانیو سرتېرو د اندېښنې وړ وضعیت په ډاګه کړی دی. هغه ویلي چې دا خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي او په دایمي وېره کې ژوند کوي.
د افغانستان د پوځ پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) وروسته له هغه ځان وژنه وکړه، چې د ایران څخه د وتلو خبرتيا یې تر لاسه کړه.
دا پيښه یو ځل بیا د هغو افغان سرتېرو وضعیت پام ځان ته واړولو چي په ایران کې يې پناه اخیستې او له خطرناکو شرایطو سره مخ دي.
نصر اصفهاني د دوشنبې په ورځ د «شرق» ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې ډېری پخواني افغان سرتېري په تهران کې د افغانستان سفارت ته له تګ څخه ډډه کوي او وېره لري، چې طالبان به یې وپېژنې او افغانستان ته به یې ولېږي.
هغه وویل: «دا خلک د اېستلو له وېرې په دوامداره اندېښنه کې دي.»
دغه څېړونکي خبرداری ورکړی، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا د شاوخوا دوه مېلیونه افغان کډوالو د نوم لیکنې د اسنادو د لغوه کولو وروستۍ پرېکړې د ډېرو سرتېرو وضعیت چې مخکې له قانوني اسنادو سره ایران ته داخل شوي وو، نور هم نازک کړی دی.
د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي شپږ میاشتني ضرب الاجل ته په اشارې سره هغه وویل، چې په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو وضعیت له وېرې سره مخ دی او د بېرته ستنېدو پر مهال د طالبانو له تاوتريخوالي وېرېږي.
ارش نصر اصفهاني د هغو راپورونو یادونه وکړه، چې ښیې یو شمېر افغان ستنېدونکي په ځانګړي توګه پخواني سرتېري افغانستان ته له ننوتلو سمدلاسه په صحرايي محکمو کې محاکمه شوي او حتی په پوله کې اعدام شوي دي.
هغه وویل: «طالبانو هغه خلک په تور نوملړ کې شامل کړي دي چې د دوی غړو ته د زیان رسولو یا وژلو شک لري.»
نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ، چې د پخوانیو سرتېرو بېرته ستنېدل د دوی «شکنجه، توقیف، محرومیت او حتی د مرګ» لامل کېدای شي.
د هغه په وینا، د دې اشخاصو یو شمېر اوس په ایران کې د استوګنې له اسنادو پرته په پټه ژوند کوي، ځکه چې دوی د پېژندلو او بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي.
دغه څېړونکي د ایران پر حکومت غږ وکړ، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې په خطر کې دي، د نړۍوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو سره سم چلند وکړي.
هغه وویل: «د سرشمېرنې فورمو د لغوه کېدو پلي کېدل د هغو کسانو رواني او فزيکي امنیت ته جدي زیان رسولی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په ډېر باثباته شرایطو کې د خپل ژوند د بیارغولو هڅه کړې ده.»
نصر اصفهاني همدا ډول ټینګار وکړ، چې ځیني کورني سیاسي او رسنیز جریانونو د افغان سرتېرو شتون د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.
د هغه په وینا، دا ډول چلند د دولت پر پالیسیو اغېز کړی او د دې لامل شوی، چې حکومت د دغو کسانو قانوني او بشري وضعیت ته له پام پرته، یوازې له امنیتي زاویې ورسره چلند وکړي.
ایران اعلان کړی، هغو کډوالو ته چې د استوګنې قانوني سندونه نه لري له هېواده د وتلو امر ورکړي؛ خو د کډوالۍ په برخه کې فعالانو خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات پرته له دې چې د پناهغوښتونکو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو، کولی شي د نه جبرانېدونکو بشري پایلو لامل شي.
اسراییلي سرتېرو په رفح کې د مرستو د وېش مرکز کې پر هغو خلکو ډزې کړې دي، چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ټول شوي و. ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې څو کسان ټپيان شوي هم دي.
د رويټرز خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په غزه کې د حماس د رسنيو دفتر له قوله ویلي: «د تش په نامه اسراييلي اشغالګرو د مرستو د وېشلو (حایل) په سيمه کې د ناورین پلان ناکام شو.»
په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي ځواکونو وروسته له هغه ډزې وکړې چې زرګونه وږي فلسطینیان د وېش مرکز ته ننوتل.
د اسراییل ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» راپور ورکړ، چې د غزې د بشري مرستو بنسټ سره تړلي امریکایي کارکوونکي چې د سویس له خوا ثبت شوې خیریه موسسه ده، د پیښې وروسته له رفح څخه واېستل شول.
د دې بنسټ پخواني رییس تېره یکشنبه په ناڅاپي ډول استعفا ورکړه او ویې ویل: «د دې پرېکړې لامل د بنسټ ناتواني ده په دې چې د انسانپالنې، بېطرفۍ، بېغرضۍ او خپلواکۍ په څېر اصولو ته ژمن پاتې شي.»
اسراییلي چارواکو ویلي، چې د اسراییل دفاعي ځواک د خوړو د وېشلو په بهیر کې کوم رول نه لري، خو دا میکانیزم د اسراییل له پخوانیو پلانونو سره ورته والی لري او له امریکا سره ښکاره همکارۍ د بنسټ د بې طرفۍ په اړه شکونه پیدا کړي دي.
ملګرو ملتونو او ډېرو نړۍوالو بشري مرستندویه ډلو دا میکانیزم بایکاټ کړی دی.
هغوی وایي، چې دا طرحه د بشري مرستو د بېطرفانه وېش اصل تر پښو لاندې کوي.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویاند کریستیان کاردون ویلي دي: «بشري مرستې باید سیاسي یا نظامي نه شي.»
د مرستو ترلاسه کوونکو ارزونه
د اسراییلي سرچینو په وینا، د دې نوي پلان یو هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي وڅېړي او هغه کسان چې له حماس سره تړاو لري له مرستو بې برخې کړي.
دا سیستم د مخ پېژندنې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي او دغه کار د ځایي خلکو اندېښنې هم راپارولي دي.
د مرستو نړۍوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې دا معلومات ممکن د اسراییل پوځ لاس ته ورشي او د خلکو د څار یا هدف ګرځولو لپاره ترې استفاده وشي.
حماس هم په یوه بیان کې له خلکو غوښتنه کړې، چې د «غزې د بشرپاله بنسټ» مرکزونو ته ولاړ نه شي
په بیان کې راغلي: «رفح ته مه ځئ، دام ته مه لوېږئ او خپل ژوند له خطر سره مه مخ کوئ. ستاسو کورونه ستاسو کلاوې دي. دا طرحې به د هغو خلکو په استقامت سره ماتې وخوري، چې د ماتې خوند نه پېژني.»
دا طرحه څو ورځې وروسته له هغه پیل شوه، چې اسراییل ځیني بندیزونه کم کړل او محدود شمېر نړۍوالو مرستندویه لاریو په ځانګړې توګه د نړۍوال خوراکي پروګرام د موټرو ته يې اجازه ورکړه.
خو له دې سره لا هم د مرستو اندازه له هغې کچې ډېره کمه ده، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د ورځې اړتیا اټکل شوې ده.
د ارزونو له مخې، غزه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ موټرو ته اړتیا لري، چې خواړه، درمل، سون او نور اړین توکي ورسوي.
په همدې حال کې، د اسراییل پوځ چې د غزې د پراخو سیمو واک یې په لاس کې دی، خپلو بریدونو ته یې په ټوله غزې کې دوام ورکړی دی.
یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.
د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون د راپور پر بنسټ، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یوې ډرون الوتکې پر دغې سیمې برید کړی دی. د ټپیانو عمرونه د ۱۳ او ۶۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د یوه ۱۳ کلن ماشوم او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه یوه بل روغتون ته لیږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې اوو نور کسان شدید او ۱۳ نور یې بیا لږ ټپیان شوي دي او له دې سره بیا دوه ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پيټيای د ملي شورا غړي زبیر خان وزیر رسنیو ته ویلي، چې د برید پرمهال یو شمېر ځوانانو د والیبال لوبه کوله.
هغه زیاته کړې، چې دې پېښې د ځایي خلکو ترمنځ اندېښنه او وېره خپره کړې ده.
وزیر په خپله فېسبوکپاڼه کې دا برید غندلی او د پاکستان له فدرالي حکومت نه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې باید د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت خوندي او د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.
تر اوسه پورې کومې وسلهوالې ډلې یا پاکستاني پوځ د دغه هوايي برید مسوولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د دغه هېواد پوځ کړي چې پهکې ګڼو ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د یادونې ده، چې همدا پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ لهخوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.
دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې نور به په وزیرستان کې پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه کوي.
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، یوازینی ناورین چې په ریښتیا د اندېښنې وړ دی، درېیمه نړۍواله جګړه ده.
تر دې مخکې ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې شبکې لیکلي و، چې که دی په واک کې نه وای، د روسیې لپاره به خطرناکې پېښې رامنځته شوې وای او په وینا یې، د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین «له اور سره لوبې کوي.»
دا په تېرو څو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د وروستیو بریدونو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم توند غبرګون دی.
نوموړي تر دې مخکې پوتین «په بشپړ ډول لېونی» بللی و.
د روسیې د ولسمشرۍ دفتر (کرملین) د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دا خبرې ښايي احساساتي وي، خو په اوکراین کې یې د سولې د خبرواترو د ملاتړ لپاره یې له هغه نه مننه کړې ده.
بلخوا، د جګړې په ډګر کې د روسیې پوځ اعلان کړی چې دوی د اوکراین په شمال ختیځ «سومي» سیمه کې څلور کلي نیولي دي، چې پهکې نوونکي، باسیووکا، ویسلیوفکا او زوراوکا شامل دي.
د روسیې د پوځ په وینا، د دې سیمې خلک له جګړې مخکې اېستل شوي دي.
ورته مهال، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی د بلوودیې په نوم د یو بل کلي کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی.
دې سره جوخت، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې روسیه په «سومي، خارکیف او زاپوریزیا» سیمو کې د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي او په وینا یې، د دې لپاره بشپړ شواهد په لاس کې لري.