• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سوېلي وزیرستان هوايي برید؛ د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

یو شمېر پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د سوېلي وزیرستان د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په واڼه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د اوو ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. رسنیو د برید مسوول اړخ نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې ډېری دا ډول بریدونه پاکستاني پوځ کړي.

د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون د راپور پر بنسټ، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یوې ډرون الوتکې پر دغې سیمې برید کړی دی. د ټپیانو عمرونه د ۱۳ او ۶۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د یوه ۱۳ کلن ماشوم او یو سړي وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه یوه بل روغتون ته لیږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې اوو نور کسان شدید او ۱۳ نور یې بیا لږ ټپیان شوي دي او له دې سره بیا دوه ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یا پي‌ټي‌ای د ملي شورا غړي زبیر خان وزیر رسنیو ته ویلي، چې د برید پرمهال یو شمېر ځوانانو د والیبال لوبه کوله.

هغه زیاته کړې، چې دې پېښې د ځایي خلکو ترمنځ اندېښنه او وېره خپره کړې ده.

وزیر په خپله فېسبوک‌پاڼه کې دا برید غندلی او د پاکستان له فدرالي حکومت نه یې د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې باید د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت خوندي او د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې یا پاکستاني پوځ د دغه هوايي برید مسوولیت نه دی منلی، خو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د دغه هېواد پوځ کړي چې په‌کې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده، چې همدا پرون د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتین پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې نور به په وزیرستان کې پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ټانک ولسوالۍ کې؛ وسله والو یو تن پاکستانی واکسیناتور په ضمانت خوشې کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

یوې پاکستانۍ رسنۍ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا له ټانک ولسوالۍ څخه له برمته شویو دوو پولیو واکسین ورکوونکو څخه یو یې د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، دغه ضمانت په دې شرط شوی چې له دې وروسته به په یاده سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین نه ترسره کېږي.

سرچینې د ضمانت د نورو جزئیاتو، یا دا چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره پیسې ورکړل شوې که نه، معلومات نه دي ورکړي.

د سرچینې په وینا، یاد کس د پاکستاني طالبانو اړوند کسانو له‌خوا تښتول شوی و.

لا د دویم واکسین ورکوونکي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پولیو دغه دوه واکسیناتوران د ډېره اسماعیل خان په ټانک ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا وتښتول شول.

په وروستیو اونیو کې په ټانک ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد کمپاین له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی، څو واکسین ورکوونکي په نښه شوي یا برمته شوي دي، چې دا وضعیت د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

حنیف پښتین: د میرعلي اعتراضي پرلت تر اتو ورځو وروسته پای ته ورسېد

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل کېدو او د ډرون بریدونو پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت چې له تېرو اتو ورځو راهیسې یې دوام درلود، د مذاکراتو په پایله کې پای ته ورسېد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي‌ټي‌اېم یوه مخکښ غړي حنیف پښتین د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستاني پوځ له استازو سره د خبرواترو په پایله کې هغوی ژمنه کړې چې په وزیرستان کې به پر عامو خلکو ډرون بریدونه نه ترسره کوي.

پښتین خبرداری ورکړی، که پاکستانی پوځ خپلې ژمنې ماتې کړي، ولس به د هر ډول مقاومت لپاره تیار وي.

نوموړي د تېرې تجربې له مخې یادونه کړې، چې تر دې وړاندې هم ورته ژمنې شوي، خو عملي شوي نه دي.

نوموړي همداراز له هغو خلکو مننه کړې، چې د دغې اعتراضي مبارزې ملاتړ یې کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د ظلم او جبر پر وړاندې به تل غږ پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان میرعلي کې د پاکستاني پوځ له‌خوا د څلورو ماشومانو د وژل‌کېدو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی و.

د یادونې ده، چې دا پرلت د سیمه‌يیزو خلکو له‌خوا د ناامنۍ، بې‌عدالتیو او د ملکي تلفاتو پر خلاف د احتجاج یوه هڅه وه چې پراخ ولسي ملاتړ یې له ځان سره درلود.

اتحاد المجاهدین ډلې شمالي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.

هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.

په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.

د پاکستان پوځ په درېیو جلا عملیاتو کې د «ټي‌ټي‌پي» نهه غړي وژلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د تحریک طالبان پاکستان نهه غړي وژلي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د پښتونخوا ایالت په درېیو جلا سیمو کې ترسره شوي دي.

د پاکستان د پوځ د یوې اعلامیې له مخې؛ لومړی عملیات په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ترسره شول، چې له سختې نښتې وروسته د تحریک طالبان پاکستان څلور غړي پکې ووژل شول.

له هغه وروسته په ټانک سیمه کې هم یو لړ عملیات ترسره شول، چې په ترڅ کې یې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او وروستي عملیات بیا د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې شوي، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي. د پاکستان پوځ دغه وژل شوي کسان د هند ملاتړي بللي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې له دغو وسله‌والو یې ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.

تېره اونۍ هم په دغه سیمو کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۱۲ وسله‌وال او دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.

تېره میاشت د پاکستان د پوځ یوه ویاند پر هند تور ولګاوه، چې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي او د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره "استخباراتي شتمنۍ" کاروي.

حنیف پشتین: که تر دوشنبې د میرعلي پرلت غوښتنې ونه منل شوې، نوې پرېکړه به اعلان کړي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د میرعلي پرلت ګډونوالو ګواښ کړی، که تر سبا دوشنبې (د غبرګولي ۵مې) پورې یې غوښتنې ونه منل شي، نو د راتلونکي لپاره به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي حنیف پشتین په خپل اېکس کې لیکلي: «که تر سبا پورې د میرعلي پرلت غوښتنې ونه منل شوې نو ولسونه د راتلونکي لایحې عمل لپاره خپله نوې پرېکړه اعلانوي. د وخت په سیمه نېټ پرې شوی دی، د وزیرستان ټول ولسونه باید پرلت کې پراخ ګډون ترسره کړي، روان پرلت زموږ د مظلومیت او د حاکمانو د جبر په وړاندې اختجاج دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلکو د تېرې دوشنبې په ورځ د امن ولسي پاڅون پیل کړ.

د دغه پاڅون موخه په سیمه کې روانه ناامني، د فرمان الله په نوم د یو استاد اختطاف او د پاکستاني حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي صمدخان غېرقانوني نیونه بلل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د دغه ولسوالۍ خلک د روانو پرله پسې ناامنیو له امله شکایت کوي.
بنو او د خېبر پښتونخوا زیات شمېر سیمې د پخوا په پرتله ډېرې نا امنه شوي او وخت ناوخت ترې د وسله والو د فعالیتونو خبرونه ترلاسه کېږي.