• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د قوش تېپې کانال د دويم فاز چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې، د قوش تېپې کانال د دويم فاز چارې ۹۰ سلنه او د سربند چارې يې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۸مه) راپور ورکړ، چې د دغه کانال د ترانسپورت د اسانتیا لپاره د ۱۱ پلونو پر جوړېدو کار په چټکۍ روان دی، څو د نقليه وسایطو تګ راتګ اسانه شي.

د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش تېره ورځ (چهارشنبه، د غويي ۷مه) د قوش تېپې کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د چارو بهیر یې ارزولی دی.

د قوش تېپې کانال د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو پرمختیايي پروژو شمېرل کېږي، چې له بشپړېدو وروسته به د زرګونه جریبه ځمکې خړوبولو ته زمینه برابره کړي.ددغه کانال چارې د تېر حکومت پرمهال پیل شوې وې.

دغه کانال تقریباً ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۱۰۰ متره پراخوالی لري. د دې کانال له بشپړېدو سره به نږدې ۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه اوبه شي.

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په اند، د قوش تېپې کانال د بشپړېدو په صورت کې به په پراخه کچه اوبه اړول کېږي، چې له امله یې د منځنۍ اسیا د اوبو توازن ګډوډېږي او د قزاقستان په ټيټو سیندیزو سیمو کې به د چاپېریال وضعیت لا پسې خراب شي.

څو ورځې مخکې یورو نیوز په یوه تحلیل کې لیکلي و، چې افغانستان غواړي د قوش تېپې کانال له لارې د امو سیند له بهیره ۲۰ تر ۳۰ سلنه اوبه کږې کړي چې له ۵۰۰ زره هکټاره زیاتې وچې ځمکې به پرې خړوبې کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې په دې وروستیو کې پراخې کړې او غواړي ددغه سیند د اوبو د استفادې د مدیریت په برخه کې یې همکاریو ته وهڅوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان له افغانستان نه د «بریلیم» نایابه فلز واردات پیلوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د قزاقستان د ملي اټومي شرکت د مدیره پلاوي رییس میرژان یوسوپوف ویلي چې قزاقستان له افغانستان څخه د بریلیم د وارداتو احتمال ارزوي.

د قزاقستان کازاینفارم اژانس وايي، چې قزاق چارواکو په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي او دمګړۍ د افغانستان د بریلیم د اومو توکو د واردولو امکانات ارزوي.

میرژان یوسوپوف ویلي، چې د اومو توکو د زیرمو د پیاوړتیا په برخه کې هڅه کوي یوازې د قزاقستان په داخلي سرچینو پورې محدود پاتې نه شي، بلکې نورې متنوع سرچینې هم ولټوي.

هغه زیاته کړې، « د اټومي انرژۍ لپاره د اړینو نایابو فلزاتو د واردولو په موخه، موږ له تاجکستان، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو سره اړیکې پیل کړې دي. اوس موږ له افغانستان څخه د بریلیم د خامو موادو د وارداتو امکان ارزوو. دا چې کره حجم به څومره وي، دا اوس نه‌شو ویلی».

یوسوپوف وايي، دی پخپله افغانستان ته تللی او د قزاقستان یوې ځانګړې تخنیکي ډلې هم افغانستان ته سفر کړی دی.

یاد قزاق چارواکی وايي، « موږ قانع یو چې دغه هېواد د بریلیم کافي زیرمې لري چې زموږ اړتیاوې پوره کولی شي».

نوموړی وايي، سربېره پردې له تاجکستان سره هم همکاري پیل شوې او هلته اوس لابراتواري څېړنې روانې دي.

بریلیم یو نایابه، سخت، او سپک فلز دی چې په طبیعت کې زیاتره له کاني ډبرو او د زمردو له ترکیب نه ترلاسه کیږي. دغه فلز د برېښنا او تودوخې په انتقال، اټومي انرژۍ، فضايي صنعت، برېښنايي وسایلو او طبي وسایلو لکه ایکسرې ماشینونو کې کارول کیږي.

بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې د پوستې جوړولو پر سر نښته شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس هم د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د پنجشنبې په سهار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې طالبانو په بهرامچه ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د حاجي ارین په کلي کې د امنیتي پوستې لپاره کانټینر ځای پر ځای کاوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو د پوستې جوړولو ته غبرګون ښودلی او پر طالبانو یې ډزې کړې، چې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ درندې او سپکې وسلې هم کارول شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې اوس هم د حاجي ارین کلي او الله اکبر غر په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خال خال ډزې روانې دي.

سرچیني وایي، طالبانو له سیمې څخه ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی دی، خو په هغو ویډیوګانو او انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسیدلي، لیدل کیږي، چې د طالبانو زغره وال ټانکونه د ملکي کورونو په منځ کې ولاړ دي او پر پاکستاني پوستو ډزې کوي.

د دغې نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په هلمند کې ځايي طالبانو له پاکستاني ځواکونو سره د یادې نښتې په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې هم په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پوستې جوړولو پر سر جګړه شوې وه.

روسیه: له تور نوملړه د طالبانو اېستل به له کابل سره نوي شراکت ته لاره پرانېزي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، د روسیې د سترې محکمې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډول به مسکو ته دا زمینه برابره کړي چې له کابل سره شراکت پراخ کړي.

شویګو په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې وویل، « د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه، د روسیې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د طالبانو پر فعالیتونو ، چې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل دي، بندیز وځنډوي، خو دا ګام به موږ ته دا امکان راکړي چې له کابل سره اضافي شراکت جوړ کړو، داسې شراکت چې د روسي او افغاني ولسونو په ګټه وي».

نوموړي زیاته کړه، « موږ کولی شو په شانګهای سازمان کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل موضوع هم مطرح کړو».

هغه له ناستې وروسته په یوه غونډه کې وویل، چې د روسیې یوه پلاوي تازه افغانستان ته سفر کړی او هلته یې له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

شویګو د امنیتي چارو د لوړپوړو استازو د ۱۳مې نړیوالې ناستې تر پای وروسته وویل، « د بېلګې په توګه، د امنیت شورا یوه پلاوي د ولسمشر[پوتین] په لارښوونه افغانستان ته سفر کړی، څو له افغان سیالانو[طالبانو] سره دا وڅېړي چې بل ګام باید څه وي او څنګه او چیرې باید حرکت وکړو. دا طبعاً د ترانسپورتي دهلیزونو، د بیلابیلو ډولونو کانونو د ګډې پراختیا، د سوداګرۍ پراخولو او کرنې سره تړاو لري».

شویګو وویل، د افغانستان اړوند موضوعات په مسکو کې د امنیتي چارو په غونډه کې هم مطرح شول.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې، شویګو په خپلو خبرو کې د منځني ختیځ وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، تېره اونۍ یې د مختلفو هېوادونو د کارپوهانو له پلاویو سره یوه ګډه ناسته وکړه چې د امنیت شوراګانو د منشیانو د غونډې لپاره تیاری ونیسي او اسناد ترتیب کړي.

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالې ادارې د تازه نوملړ له مخې، د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز ځنډولو پرېکړه د می په ۲۶مه رسمي شوې او طالبان د ترهګرو ډلو له ثبت شوي نوملړه موقتي لرې شوي دي.

یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنوف د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.

دا غونډه چې د روسیې ملي مرکز کې د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې د سرګي شویګو په مشرۍ روانه ده، له ۱۰۰د زیاتو هېوادونو او ۱۴ نړیوالو سازمانونو ۱۲۵ استازو پکې ګډون کړی دی.

په دې غونډه کې په مسکو کې د طالبانو شارژدافیر د ناظر په توګه ګډون کړی دی.

کرزي په جرمني کې د ایران بهرنیو چارو وزیر او د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره کتلي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۲۹ GMT+۱
•
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل ته د باور وړ ډېپلوماټیکو سرچینو معلومات ورکړي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د پنځو لوېدیځو هېوادونو ځانګړو استازو سره کتلي دي.

په دغې پنځه کسیزه ډله کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځانګړی استازی هم شامل و. پاتې څلور استازي د جرمني، برېټانیا او نورو اروپايي هېوادونو استازي بلل شوي دي.

عباس عراقچي د روان زېږدیز کال (د مئ میاشتې په ۲۳مه نېټه) امریکا سره د نامستقیمو خبرو پنځم پړاو لپاره روم ته تللی و او حامد کرزی هم د همدې لیدنې لپاره له جرمني څخه اېټالیا ته سفر کړی و.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، چې دغه لیدنه د ایران اسلامي جمهوریت په سفارت کې شوې او حامد کرزي له عراقچي سره هلته خبرې کړې دي. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز د افغانستان لپاره د یوه «ملي بحث» پر پیل او د یو ټولګډونه ملي حکومت د جوړولو پر اړتیا راڅرخېده.

سرچینې زیاتوي، لوېدیځ او ایراني ډېپلوماټانو حامد کرزي ته ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ یوازینۍ بنسټیزه حل لاره دا ده، چې ملي بحث پيل شي او یوه ملي اداره جوړه شي.

دوی همداراز زیاته کړې، چې له دغو وړاندیزونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ هم کوي.

د سرچینو په وینا، په دغو ناستو کې د «ملي بحث» د عملي کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي. حامد کرزی تېره اونۍ جرمني ته په یو نارسمي سفر تللی و او دا مهال بېرته کابل ته راګرځېدلی دی. په ښکاره د هغه د دغه سفر لامل د «سترګو ناروغۍ» درملنه ښوول شوې وه.

دا د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د حامد کرزي څویم سفر دی، چې اروپا ته یې کوي.

نوموړي په تېرو څلورو کلونو کې تل پر دې ټینګار کړی، چې باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي او یوه ملي اداره رامنځته شي؛ خو د طالبانو کندهاري مشرتابه د هغه پر دې وړاندیزونو هېڅ غوږ نه دی ګرولی او له پامه یې غورځولي دي.

پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۱

په امریکا کې د‌ پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ د واشنګټن په یوه څېړنیز بنسټ کې د ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان بې ثباتي لا هم د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ننګوونه ده او پاکستان تر بل هر هېواد زیات له دې وضعیت څخه زیان ویني.

په دغه ناسته کې د بهرنۍ تګلارې یو شمېر امریکایي شنونکو هم ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه:« په افغانستان کې تلپاتې سوله نه یوازې د پاکستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې او منځنۍ اسیا سره د اقتصادي نښلېدو تر څنګ د یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نا امنۍ دوام د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره ستر خنډ ګڼلی؛ خو باور یې ښودلی که امنیت ټینګ شي، نو ورسره سم به د اقتصادي غوړېدا دروازې هم پرانېستل شي. تر دې د مخه هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

پاکستان ادعا کړې، چې د «ټي‌ټي‌پي» پ ګډون یو شمېر وسله‌والو ته په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ورکړل شوي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه تنظیموي.

اسلام اباد څو، څو ځله پر کابل له واکمنو غوښتي؛ څو د پاکستاني طالبانو مخه ونېسي.

که څه هم افغان طالبان دا نه مني چې ګوندې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په پرلپسې توګه راپورونه خپروي، چې ګوندې طالبانو اسلام اباد ته ژمنه ورکړې چې «ټي‌ټي‌پي» به مهاروي.

بل خوا بیا طالبان نیوکې کوي، چې پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري او په بلوچستان کې یې پوځ د «داعش» ترهګرې ډلې لپاره خوندي پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي لا ویلي و، داسې اسناد په لاس لري چې پاکستان د بریدونو لپاره افغانستان ته «داعیشیان» لېږلي دي.