قزاقستان له افغانستان نه د «بریلیم» نایابه فلز واردات پیلوي

د قزاقستان د ملي اټومي شرکت د مدیره پلاوي رییس میرژان یوسوپوف ویلي چې قزاقستان له افغانستان څخه د بریلیم د وارداتو احتمال ارزوي.
د قزاقستان کازاینفارم اژانس وايي، چې قزاق چارواکو په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي او دمګړۍ د افغانستان د بریلیم د اومو توکو د واردولو امکانات ارزوي.
میرژان یوسوپوف ویلي، چې د اومو توکو د زیرمو د پیاوړتیا په برخه کې هڅه کوي یوازې د قزاقستان په داخلي سرچینو پورې محدود پاتې نه شي، بلکې نورې متنوع سرچینې هم ولټوي.
هغه زیاته کړې، « د اټومي انرژۍ لپاره د اړینو نایابو فلزاتو د واردولو په موخه، موږ له تاجکستان، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو سره اړیکې پیل کړې دي. اوس موږ له افغانستان څخه د بریلیم د خامو موادو د وارداتو امکان ارزوو. دا چې کره حجم به څومره وي، دا اوس نهشو ویلی».
یوسوپوف وايي، دی پخپله افغانستان ته تللی او د قزاقستان یوې ځانګړې تخنیکي ډلې هم افغانستان ته سفر کړی دی.
یاد قزاق چارواکی وايي، « موږ قانع یو چې دغه هېواد د بریلیم کافي زیرمې لري چې زموږ اړتیاوې پوره کولی شي».
نوموړی وايي، سربېره پردې له تاجکستان سره هم همکاري پیل شوې او هلته اوس لابراتواري څېړنې روانې دي.
بریلیم یو نایابه، سخت، او سپک فلز دی چې په طبیعت کې زیاتره له کاني ډبرو او د زمردو له ترکیب نه ترلاسه کیږي. دغه فلز د برېښنا او تودوخې په انتقال، اټومي انرژۍ، فضايي صنعت، برېښنايي وسایلو او طبي وسایلو لکه ایکسرې ماشینونو کې کارول کیږي.