• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال سټریټ ژورنال: امریکا د ټرمپ د دفتر مشرې د هویت جعلي هڅې په تړاو پلټنې کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۱

د وال ‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا فډرالي چارواکي دا مهال هغه سایبري هڅه څېړي چې موخه یې د سپینې ماڼۍ د دفتر مشرې سوزي وایلز هویت څخه جعلي ګټه اخیستنه بلل شوې ده.

په راپور کې زیاته شوې، وایلز خپلو همکارانو ته ویلي، چې جعل کوونکي د هغې د موبایل ځینو اړیکو ته لاسرسی موندلی او له دې لارې یې د هغې شخصي شمېرې ترلاسه کړې دي.

یادې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۸مه) د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو اونیو کې سناتورانو، والیانو، د امریکايي شرکتونو لوړپوړو مدیرانو او یو شمېر نورو پېژندل شویو څېرو داسې پیغامونه او اړیکې تر لاسه کړې، چې استوونکي یې ځان د سوزي وایلز په نوم معرفي کړی دی.

تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا فډرالي پولیسو په دې اړه هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې سپینه ماڼۍ د سایبري برید هدف ګرځي، بلکې څو ورځې مخکې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د روانې میاشتې په پیل کې یو هېکر د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار مایک والټز د مخابراتي خدماتو سېستم ته ننوتی او د ګڼ شمېر امریکايي چارواکو پیغامونه یې تعقیب او ترلاسه کړي دي.

سوزي وایلز ترې دمخه په ۲۰۲۴ کال کې هم د امریکا د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د یو سایبري برید هدف ګرځېدلې وه.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د سوزي وایلز د هویت د جعل هڅه چا کړې، خو د تېر زېږدیزل کال په وروستیو کې سپینې ماڼۍ چین تورن کړ، چې د «مالګې طوفان» په نوم یې پراخ سایبري بریدونه پرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ وویل، په دغو بریدونو کې هېکرانو د امریکا د لوړپوړو سیاسي چارواکو ټیلیفوني تماسونه تعقیب او ثبت کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ: ټرمپ په اوکراین کې د سولې د پرمختګ هیله لري

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارولین لیويټ د می په ۲۹مه ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله لري، چې د اوکراین او روسيې د سولې راتلونکې خبرې به د سولې موافقې د منځګړیتوب هڅو ته پرمختګ ورکړي.

د سپنې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۸مه) ویلي، چې مسکو وړانديز کړی د مخامخ خبرو بل پړاو دې د جون په ۲مه په استانبول کې تر سره شي.

په داسي حال کې چې روسیه د اوربند لپاره خپل شرایط او د سولې تفاهم لیک ځنډوي او د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مسکو لخوا د شرایطو د ځنډېدو پر تکتیک نیوکه کړې.

ټرمپ د می په ۲۸مه ادعا وکړه، چې شاوخوا «دوې اونۍ يا یوه نیمه اونۍ» وخت نیسي تر څو څرګنده شي چي د روسیې ولسمشر پوتین وخت ضایع کوي که رښتیا سولې ته لېواله دی.

په سوېلي افریقا کې یوه مور د خپلې لور د قاچاق په تور پر عمري بند محکومه شوه

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۱

په سوېلي افریقا کې د کیلي سمېت په نوم یوه مور د خپلې شپږکلنې لور د قاچاق په تور پر عمري بند محکومه شوې ده. همداراز، دوه نور کسان چې په دې قضیه کې ښکیل دي، هر یو پر ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا نجلۍ جوشلېن سمېت نومېده او تېر کال د لوېدیځ کېپ سیمې له یوه کوچني ښار نه نادرکه شوې ده. د هغې تښتونه او د قاچاق قضیه په سوېلي افریقا کې ډېره جدي او ګرمه موضوع ګرځېدلې وه.

محکمې تر څېړنو وروسته اعلان کړی چې د ورکې شوې نجلۍ مور خپله لور پر یوه دودیز معالج د ۲۰ زره رېنډ (۱۱۰۰ ډالر) په بدل کې پلورلې ده.

جوشلین سمېټ لا تر اوسه نده موندل شوې.

قاضي اعلان کړی چې د نجلۍ مور ته د خپلې لور د قاچاق په تور د عمري بند سزا ورکړل شوې ده. همداراز د هغې دوه ملګري د دې نجلۍ د تښتونې په تور پر ۱۰-۱۰ کاله بند محکوم شوي دي.

ویل کېږي چې دا درې واړه کسان پر مخدره توکو روږدي دي، خو قاضي وايي چې د مخدره توکو کارول د هغوی د سزا کمېدو لپاره هېڅ دلیل نه‌شي کېدای.

فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته تر لنډمهالي وخت پورې د تعرفو راټولولو اجازه ورکړه

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۱

یوې فدرالي استیناف محکمې د پنجشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ اداره کولای شي د بیړني حالت د صلاحیتونو قانون له مخې تعرفې (مالیه) راټوله کړي، محکمې ویلي چې دا کار تر هغې کولی شې د دې پرېکړې پر ضد د حکومت استیناف روان وي.

تر دې وړاندې، یوه فدرالي قاضي د ټرمپ له‌خوا د یاد قانون د کارونې مخه نیولې وه. دغه پرېکړه د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ محکمې درې قاضیانو له خوا د ورته یوه پراخ حکم له اعلان یوه ورځ وروسته وشوه.

بل‌خوا، د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۵۰۰ هغو ښارونو او سیمو لست خپروي چې د "پناه ښارونو" په توګه پېژندل شوي، او وايي د ټرمپ د حکومت له کډوالۍ قوانینو سره همکاري نه کوي.

دا خبرداری به په رسمي توګه هرې سیمې ته واستول شي، څو پر هغو ځایونو فشار زیات شي چې د حکومت په وینا د پراخو ایستنو پر وړاندې خنډ ګرځي.

تېره میاشت، ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د کورنیو چارو وزیر او لوی څارنوال ته امر شوی و څو د هغو ایالتونو او ښارونو نوملړ خپور کړي چې د فدرالي کډوالۍ له قوانینو سره مخالفت کوي.

ملګري ملتونه ښايي خپل ۲۰ سلنه کارکوونکي کم کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د رېپورټ له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان پلان لري چې د خپلې ۳.۷ مېلیارده ډالره بودیجې ۲۰ سلنه کمه کړي. دا پرېکړه کولای شي د دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۶ زره ۹۰۰ کارکوونکو دندې له‌منځه یوسي.

د دې پرېکړې لامل مالي ناورین او د امریکا له‌خوا له یاد سازمان سره د مرستو کمښت ښودل شوی دی. امریکا متحده‌ایالات هرکال د ملګرو ملتونو سازمان ته نږدې یو پر څلورمه بودیجه برابروي، خو اوس شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالره د دغه سازمان پوروړې ده.

د دې ترڅنګ، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د امریکا د بهرنیو مرستو کمښت د ملګرو ملتونو ډېری بشري پروګرامونه زیانمن کړي دي. همداراز، چین هم خپلې پیسې په ځنډ سره ورکوي چې دې کار د یاد سازمان ستونزه لا ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مالي چارو مشر چندرامولي راماناثان په یوه یادښت کې ویلي چې د بودیجې کمښت د «UN80» په نوم د ارزونې پروګرام برخه ده. د دغه پروګرام موخه د ۲۱مې پېړۍ د ننګونو لپاره د ملګرو ملتونو چمتوکېدل، د انسانانو کړاو کمېدل او د ټولو لپاره ښه راتلونکی جوړول بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې دا کمښتونه د راتلونکي کال د جنوري له لومړۍ نېتې وروسته پلي شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې ښايي د سازمان مختلفې څانګې سره یوځای، دفترونه ارزانه ښارونو ته ولېږدول شي او بې‌کاره او غیر ضروري جوړښتونه له‌منځه یوړل شي.

اسراییل هوایي بریدونو په غزه کې د پنجنشبې په ورځ ۴۴ کسان وژلي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، د اسراییل هوایي او ځمکني بریدونو د پنجشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان وژلي، پدغه کسانو ۲۳ یوازې په یو کور کې وژل شوي دي.

د ملکي دفاع مشر محمد المغیر دای ایف پي خبري اژانس ته ویلي: "د اسراییل بریدونو له امله په غزه کې ۴۴ کسان وژل شوي، یوازې د القریناوي کورنۍ پر کور د برید له امله ۲۳ کسان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان، او یو شمېر نور لا هم تر خاورو لاندې دي." دا کور د البریج کډوالو کمپ ختیځ لوري ته وو.
نوموړي زیاته کړه چې نن سهار د غزې جنوب ته، د مورګ سیمې په یوه برخه کې د امریکایي مرستې مرکز ته نږدې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دای ایف پي له خوا د پوښتنې په ځواب کې، د اسراییل پوځ ویلي چې د البریج او مرستې مرکز پر پېښو "پلټنه روانه ده".

یاد امریکايي ملاتړ لرونکی مرستندوی مرکز د غزې لپاره د مرستو وېش یوه نوې طرحه ده، چې اسراییل وايي هدف یې دا دی چې مرستې د حماس لاس ته و نه لوېږي، خو د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له خوا دا طرحه تر نیوکې لاندې راغلې.

د البریج له سیمې اخیستل شوې ویډیوګانې ښيي چې فلسطینیان د ویچاړې شوې ودانۍ تر خاورو او دوړو لاندې د خپلوانو لټون کوي.