• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې ۴ پوځیان او ۷ وسله وال وژل شوي دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او چترال سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۴ پاکستاني پوځیان او ۷ وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په سیمه کې یې لا هم عملیات دوام لري.

د پوځ په خبره، په وژل شوي پوځيانو کې د عملیاتو مشر دانیال اسماعیل، کاشف رضا، فقیعت علي او محمد حامد شامل دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ د افغانستان له خاورې دا ډول بریدونه پلانوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

نقوي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات دې چټک شي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ترهګرۍ ضد کمېټې په غونډه کې د ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیاتو چټکوالي امر کړی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د شنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۰مه» راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد کمېټې درېیمه ناسته کې د پاکستان د امنیتي وضعیت تر څنګ په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو په اړه مهمې پرېکړې شوي دي.

په یاده غونډه کې محسن نقوي په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو د عملیاتو د چټکوالي پرېکړه کړې ده.

نوموړي د پاکستان د وګړو د ثبت او پېژندنې ملي ادارې«نادرا» ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو د اېستلو مرکزونو کې دې د معلوماتو د ثبت اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د «یوه سند پالیسي» به په بشپړه توګه پلي کړي.

که څه هم د پاکستان د دولتي ټلویزیون په راپور کې په مشخص ډول د افغان کډوالو یادونه نه ده شوي، خو د ۲۰۲۳ کال راهیسي د یاد هېواد له لورې د «یو سند پالیسۍ» د عملي کولو له لارې دغه هېواد هره ورځ سلګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته راستنوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د افغانستان په وړاندې د اسلام‌اباد پالیسي "بې اغیزه" ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا کابينې د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت تګلاره "بې اغېزه" وبلله او ژر تر ژره يې د بيا کتنې غوښتنه وکړه. د پاکستان تګلاره د ترهګرۍ د خپرېدو، د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي، د کرکې د خپرولو او د سوداګرۍ د ګډوډېدو لامل شوی.

دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د سر وزیر اعلی امين ګنډاپور په مشرۍ د ايالتي کابينې په غونډه کې تایید شوه.

په دغې پريکړه ليک کې دکابينې غړو او د خېبرپښتونخوا سر وزیر د دواړو هېوادونو ترمينځ د بې باورۍ ختمول او سيمه کې د تلپاتي امن راوستو لپاره د کوټلي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغه پرېکړه لیک کې سپارښتنه شوې، چې پر حکومت دې فشار راړل شي، چې د افغانستان په اړه پر اوسنۍ تګلارې له سره کتنه وکړي او سمدلاسه دې اصلاح کړي.

کابینې همدا راز له نورو ادارو غوښتي چې "د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د تامین لپاره له افغانستان سره د مستقیمو او معنا لرونکو خبرو اترو له لارې د ټولو مسلو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي."

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي چې خېبر پښتونخوا له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او د دې ایالت خلک لا هم له دې ستونزې څخه د خلاصون هیله لري.

له دې مخکې د خېبر پښتونخوا سر وزیر اعلی د پاکستان له فدرالي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د افغان طالبانو سره د خبرو اترو رسمي مسوولیت هغه ته وسپاري.

ښاغلی ګنډاپور په دې باور دی، چې په خېبر پښتونخوا کې د سولې د ترلاسه کولو یوازینۍ ممکنه لار له طالبانو سره خبرې اترې دي.

په ځواب کې اسلام اباد ویلي، چې د خېبر پښتونخوا ایالت چارواکي د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د ننوتو او له طالب چارواکو سره د خبرو واک نه لري.

د هند پوځ ومنله چې پاکستان یې جنګې الوتکې رانسکورې کړې دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د هند یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي په لومړي ځل تایید کړه، چې له پاکستان سره د نښتو پر مهال یې جنګې الوتکي له لاسه ورکړې دي، خو د نسکورو شویو الوتکو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د هند د پوځ لوی درستیز انیل چوهان د سینګاپور په شانګري لا ډیالوګ غونډې په څنډو کې د بلومبرګ رسنۍ سره د خبرو پرمهال په لومړي ځل ومنله، چې د پاکستان سره د نښتو پر مهال یو شمېر جنګي الوتکې یې نسکورې شوې دي.

انیل چوهان ویلي:«شمېر مهم نه دی، خو دا مهمه ده، چې ولې الوتکې رانسکورې شوې.»

وړاندې تردې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند شپږ جنګې الوتکې یې رانسکورې کړې دي، خو انیل چوهان د پاکستان له لورې د شپږو الوتکو د رانسکورولو شمېر ناسم بللی دی.

ښاغلي چوهان ویلي:« ښه خبره داده چې موږ خپله تخنیکي تېروتنه و پېژندله، اصلاح مو کړه او ټولې الوتکې مو دوه ورځې وروسته بیا الوت ته واستولي، دا ځل مو له اوږدې فاصلي هدفونه ووېشتل.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هند واکمن ګوند «بي جي پي» مهم غړي سبرامنین سوامي په یوه پاډکاسټ کې د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې د می میاشت په لومړیو کې پر پاکستان د هند د بریدونو پر مهال پاکستاني ځواکونو د دغه هېواد پنځه الوتکي نسکورې کړې دي.

د پښتونخوا حکومت پرېکړه؛ هغو ښوونکو ته به سزا ورکړي چې زده‌کوونکي فزیکي مجازات کوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت د ښوونځیو تنظیم ادارې د تازه پرېکړې له مخې، هغه ښوونکي به له شپږ میاشتې زندان او پنځوس زره پاکستانۍ کلدارو له نغدي جریمې سره مخ شي، چې زده کوونکو ته فزیکي سزا ورکړي.

یادې ادارې په یوه خپاره شوي لیک کې ویلي، دا اقدام یې وروسته له هغه کړی، چې یو شمېر کسان ورته د زده کوونکو سره د ښوونکو له لوري د شوي تاوتریخوالي شکایتونه شریک کړل. له ماشومانو سره هر ډول زور زیاتی او ناوړه چلند د پښتونخوا ایالتي حکومت د «۲۰۱۰ او ۲۰۱۸کلونو» د ماشومانو اړوند قوانینو په رڼا کې سرغړونه بلل شوې ده.

دا پرېکړه وروسته له هغې رسنیزه کېږي، چې تېره ورځ د همدې ایالت د خېبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې یوه ښوونکي خپل زده کوونکی په وهلو ډبولو وواژه.

دغه لس کلن ماشوم اتحاد نومیدو او دغې پېښې پراخ ولسی غبرګونونه هم راپارولي دي.

له ایران او پاکستان نه څه باندې ۱۱۰۰ افغانې کورنۍ اېستل شو‌ې دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې «۱۱۰۷ افغانې کورنۍ» په جبري ډول له ایران او پاکستان نه اېستل شوې دي.

د راپور پر بنسټ، د تورخم له لارې ۱۲۵ او د کندهار له لارې ۶۸ کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوي دي.

همدا راز ایران بیا تېره ورځ تر ټولو ډېر شمېر «۹۱۴ افغانې کورنۍ» له دغه هېواده اېستلې دي.

د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر چټک کړی دی.

پاکستان بیا د اپرېل میاشتې راهیسې د کډوالو د اېستل کیدو لړۍ پېل کړې چې د شمېرو له مخې تر دې دمه یې تر «۱۵۰زرو» ډېر افغانان په زور له خپل هېواده اېستلي دي.

اوس هم د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو د نیول کیدو پسې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي،‌ خو د تېرو اونیو پرتله یو څه پڅ شوي دي.

همدا راز پاکستان له ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته چې د (پي او ار) کارت لرونکي دي خبرداری ورکړی، څو د جون میاشتې تر پایه دغه هېواد پرېږدي.

خبرداري کې راغلي، که افغانان تر یادې مودې په خپله خوښه ستانه نه شي، نو پولیس به یې دروازو ته ورشي او په زوره به یې وباسي.

په یاد هېواد کې نږدې دوه میلیونه افغانان د ملګرو ملتونو سره ثبت د استوګنې قانوني کارتونه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له لوري له پاکستانه غوښتنه شوې، چې د دغو افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په زور د یې ستنیدو ته نه مجبوروي.

پاکستان د کډوالو ملاتړ سازمانونو دغه غوښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د افغانانو د نیول کیدو خلاف یې خپلې هڅې روانې ساتلي دي.

هم مهاله ایران هم له طالبانو سره هوکړه کړې، څو په بېلابېلو پړاوونو کې افغان کډوال په منظمه توګه وباسي، خو نیوکې دا دي چې ایراني پولیس په شکنجو او زورونو سره دا لړۍ پیل کړې ده.

ایران وایي، نږدې اته میلیونه افغان کډوال یې په هېواد کې مېشت دي، چې له ډلې یې څلور میلیونه کسان قانوني اسناد نه لري او یا یې هم د اسنادو موده پای ته رسیدلې ده. پاکستاند افغان کډوالو لپاره نړۍ په کچه د ځورونو بدترین هېوادونه ګڼل کېږي.