د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو یو یې تنباکو کاروي

د روغتیا نړۍوال سازمان (تنباکو ته نه) د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې له هرو څلورو کسانو یو یې تنباکو کاروي. دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې تر ټولو زیات کارېدونکی د تنباکو ډول نسوار یا له دود پرته تنباکو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي خبرداری ورکړی، چې د تنباکو استفاده ډېری د ځوانانو په ځانګړي ډول د ځوانو هلکانو ترمنځ، په زیاتېدو دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې دخانیات د مخنیوي وړ د مړینو له اصلي لاملونو څخه دي او خلکو، کورنیو او ټولنو ته جدي زیان رسوي.
یاد سازمان په داسې حال کې د تنباکو د ډېرې کارونې په اړه اندېښنه څرګندوي، چې اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۱.۳ مېلیارده خلک تنباکو کاروي او د راپورونو له مخې، له یاد شمېر څخه کابو ۴ مېلیونه کسان په افغانستان کې نشه یي توکي کاروي.
په راپورونو کې همداراز زیاته شوې، چې د افغانستان ۴۰ سلنه معتادان ښځې دي.
کورنۍ ستونزې، وزګاري، ناوړه اقتصادي وضعیت، د تنباکو او نورو نشه یي توکو د زیانونو په تړاو د عامه پوهاوي نشتوالی او داسې نور هغه ستونزې دي، چې ډېری د ځوانانو ترمنځ د نشه یي توکو د کارولو لامل شوی دی.