• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان د انرژۍ وزارت: د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا پروژه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د تاجکستان د انرژۍ او اوبي سرچینو وزارت لومړی مرستیال جمشېد شایمزاده ویلي چې دکاسا زر سترې سیمه‌ییزې برېښنا پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال تر ډېسمبر پورې بشپړې شي او له هغې وروسته به پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه پاکه برېښنا انتقال شي.

شایمزاده د یکشنبې په ورځ د پاکستان له یوه خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې دا پروژه به د ۲۰۲۷ کال له جنوري څخه عملیاتي شي او له هغې وروسته به د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې نوې همکاري پيل شي.

هغه زیاته کړه: « کاسا زر یواځې یوه برېښنا پروژه نه ده، بلکې دا د زرغونې راتلونکې لپاره یوه سیمه‌ییزه تګلاره ده».

د دې پروژې د انتقال مجموعي ظرفیت به ۱۳۰۰ میګاواټه وي، چې د تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ به د پاکې برېښنا یوه مهمه لاره برابره کړي.

شایمزاده وویل، تاجکستان غواړي چې تر ۲۰۲۷ پورې سل په سلو کې زرغونې انرژۍ ته واوړي او د شنو پروژو له لارې د سیمې له هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

تاجکستان هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیارده کیلوواټه برېښنا تولیدوي، چې زیاتره یې له اوبو ترلاسه کېږي.

شایمزاده وویل، تاجکستان دا مهال افغانستان ته هم برېښنا صادروي او پلان لري چې د انرژۍ د یوه سیمه‌ییز مرکز په توګه پرمختګ وکړي.

د کاسا زر پروژه، چې ارزښت یې ۱،۲میلیارده ډالره ښودل شوی، د څلورو هېوادونو (تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د برېښنا د سوداګرۍ او لیږد یوه ستره سیمه‌ییزه هڅه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د چین له سفیر سره د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي چې د بانک رییس نور احمد اغا په کابل کې د چین له سفیر «ژایو شینګ» سره په کتنه کې د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. د چین سفیر ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه، د غبرګولي ۱۱مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې د بانک طالب رییس نور احمد اغا، چین د افغانستان یو ښه او مهم ګاونډی یاد کړی او په اقتصادي برخو کې یې د دغه هېواد له همکاریو مننه کړې ده.

هغه ویلي چې د افغانستان بانک په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې توانېدلی له ګڼو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره موثرې اړیکې رامنځته کړي او ژمن دی چې دا اړیکې لا پیاوړې او پراخې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان بانک هڅه کوي د مالي او بانکي سکتور په برخه کې تخنیکي همکارۍ زیاتې کړي، د پانګونې لپاره لا ډېر مناسب او خوندي چاپيریال برابر او سوداګري اسانه کړي او دا هڅې د دې لپاره ترسره کېږي چې په کور د ننه د پانګونې لپاره ښه زمینه، سوداګرو ته اړېنې اسانتیاوې او غوره مالي او بانکي خدمتونه وړاندې شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر هم په یادو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې بیجنګ غواړي د افغانستان په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

د چین سفیر زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د همکاریو پر بنسټ لا پراخې شي.

په تورخم کې د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي سیمه کشف شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د عمري په نامه د کډوالو په کېمپ کې دننه د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده. دوی همدراز زیاتوي کشف شوې ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د طالبانو د ننګرهار والي د رسنیز دفتر نن یکشنبه د غبرګولی په ۱۱مه لیکلي چې په تورخم کې د عمري کمپ دننه د باستاني دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده.

د طالبانو ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې موندل شوې تاریخي ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې ددې ساحې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د رسمي ثبت لپاره راپور لېږل شوی دی.

دوی همدراز زیاتوي چې د ساحې د خونديتوب لپاره سپارښتنه شوې ده.

100%

روسیې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت متقي ته وسپاره

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر امیرخان متقي ته په مسکو کې د دې ډلې د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ د «غبرګولي ۱۱مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د روسیې سفیر په مسکو کې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت امیرخان متقي وسپاره او هیله یې څرګنده کړې، چې د ډېپلوماتیکې کچې لوړېدو سره د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي، څو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.

طالبانو د روسیې لپاره تراوسه خپل سفیر نه دی په ډاګه کړی، خو دمګړۍ د سفارت چارې هلته شارژدافیر پرمخ وړي.

طالبان وايي په ۲۱ ولایتونو کې یې نږدې ۲۰ زره هکټاره ځنګلونه احیاء کړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معیین مولوي صدر اعظم عثماني وايي چې یاد وزارت په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې نږدې ۲۰ زره هکتاره ځنګلونه احیا کړي دي. عثماني زیاتوي چې د ځنګلونو ساتنه او پراختیا د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

د طالبانود چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل پوهنتون، د «نورستان طبیعي ښکلا، کلتوري او اقتصادي ارزښت او د چاپېریال ساتنې اړتیا» تر سرلیک لاندې علمي – معلوماتي سمینار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معیین صدر اعظم عثماني وویل، چې «نورستان د رڼا خاوره بلل کېږي او د نورستان ملي پارک نه یوازې د افغانستان د طبیعي تنوع استازیتوب کوي= بلکې دغه پارک د چاپېریال، اقتصاد او کلتور له اړخه هم ډېر ارزښتناک دی».

په ورته مهال د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص وویل چې د انسان طبیعت سالم او پاک چاپېریال ته اړتیا لري او د هېواد پوهنتونونه د علمي مرکزونو په توګه، په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس لیکلي چې هغه د چاپېریال ساتنه او له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او د پوهنتون له استادانو او محصلینو او همدا رنګه له ملي او بین المللي سازمانونو او بنسټونو، یې وغوښتل چې په دې لاره کې همکاري وکړي او د افغانانو غږ تر نړیوالو پورې ورسوي.

له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم متضرر هېواد دی.

د خوندي کورونو بندولو افغان ښځې د اجباري ودونو له ګواښ سره مخ کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

یوه تازه څېړنه چې د سویډن د "رائول والنبرګ" موسسې له‌خوا خپره شوې، ښيي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د خوندي کورونو بندېدو، مېرمنې یو ځل بیا د تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیزو فشارونو له ګواښونو سره مخامخ کړې دي.

دغه څېړنه، چې په۷۴ مخونو کې خپره شوې، وايي د ښځو د ملاتړ مرکزونه (WPCs) چې پخوا یې د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوله، اوس تړل شوي او دا وضعیت د ښځو لپاره خطرناک او له انساني اړخه یوه "ناکامي" بلل شوې.

په رپوټ کې راغلي، چې دغه حالت نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکې د ښځو لپاره د ملاتړ سیستماتیک جوړښتونه یې له منځه وړي.

له پناه ځایه زندان ته بېرته

د کندوز یوه پخواني کارکوونکي ویلي، چې د طالبانو له بېرته راتګ سره، ډېرې هغه ښځې چې پخوا له تاوتریخوالي تښتېدلې وې، اوس له بې‌سابقه ګواښونو سره مخ دي.

همدا راز رپوټ څرګندوي چې سیاسي بې‌ثباتي، اقتصادي بې‌وزلي او د ټولنیزو دودونو فشارونه، په ګډه د ښځو پر وړاندې د شرایطو سختېدو لامل شوي. په ځانګړي ډول، په رپوټ کې دا ټینګار شوی، چې د ښځو د ملاتړو مرکزونو بندول د ښځو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د پراخ فشار یوه برخه ده.

جبري ودونه د "حل" په نوم

یوې نرسې چې د افغانستان په لوېدیځ کې له یو خوندي کور سره یې کار کاوه، په ۲۰۲۴ کال کې یوې مرکه کې ویلي: « ځینو کورنیو دا مېرمنې بېرته ومنلې، خو ژر یې هغوی داسې کسانو ته ورکړې، چې دوی یې د ستونزې حل ګڼلو».

د دې ښځو جبري ودونه نه یواځې دا چې د ملاتړ لاره نه ده، بلکې د کنټرولي او دوامداره تاوتریخوالي یوه بله بڼه ګرځېدلې.

یوه ښځه چې د فراه یوه ملاتړي مرکز ته یې پناه وړې وه، وايي: « زه یو ځل تښتېدلې وم. بېرته راتګ نه یوازې وېروونکی، بلکې د زغملو وړ نه و. ورور مې راته وویل چې نور بس ده، موږ مو شرمنده کړو. بېرته راشه او چوپه شه».

د والنبرګ انسټیټیوټ، چې د سویډني دیپلومات رائول والنبرګ په نوم نومول شوی، وايي، چې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ جوړښتونه باید ژر تر ژره بېرته اعاده شي، څو دا ښځې له دوامدار تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیز کنټرول څخه وژغورل شي.