• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوندي کورونو بندولو افغان ښځې د اجباري ودونو له ګواښ سره مخ کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

یوه تازه څېړنه چې د سویډن د "رائول والنبرګ" موسسې له‌خوا خپره شوې، ښيي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د خوندي کورونو بندېدو، مېرمنې یو ځل بیا د تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیزو فشارونو له ګواښونو سره مخامخ کړې دي.

دغه څېړنه، چې په۷۴ مخونو کې خپره شوې، وايي د ښځو د ملاتړ مرکزونه (WPCs) چې پخوا یې د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوله، اوس تړل شوي او دا وضعیت د ښځو لپاره خطرناک او له انساني اړخه یوه "ناکامي" بلل شوې.

په رپوټ کې راغلي، چې دغه حالت نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکې د ښځو لپاره د ملاتړ سیستماتیک جوړښتونه یې له منځه وړي.

له پناه ځایه زندان ته بېرته

د کندوز یوه پخواني کارکوونکي ویلي، چې د طالبانو له بېرته راتګ سره، ډېرې هغه ښځې چې پخوا له تاوتریخوالي تښتېدلې وې، اوس له بې‌سابقه ګواښونو سره مخ دي.

همدا راز رپوټ څرګندوي چې سیاسي بې‌ثباتي، اقتصادي بې‌وزلي او د ټولنیزو دودونو فشارونه، په ګډه د ښځو پر وړاندې د شرایطو سختېدو لامل شوي. په ځانګړي ډول، په رپوټ کې دا ټینګار شوی، چې د ښځو د ملاتړو مرکزونو بندول د ښځو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د پراخ فشار یوه برخه ده.

جبري ودونه د "حل" په نوم

یوې نرسې چې د افغانستان په لوېدیځ کې له یو خوندي کور سره یې کار کاوه، په ۲۰۲۴ کال کې یوې مرکه کې ویلي: « ځینو کورنیو دا مېرمنې بېرته ومنلې، خو ژر یې هغوی داسې کسانو ته ورکړې، چې دوی یې د ستونزې حل ګڼلو».

د دې ښځو جبري ودونه نه یواځې دا چې د ملاتړ لاره نه ده، بلکې د کنټرولي او دوامداره تاوتریخوالي یوه بله بڼه ګرځېدلې.

یوه ښځه چې د فراه یوه ملاتړي مرکز ته یې پناه وړې وه، وايي: « زه یو ځل تښتېدلې وم. بېرته راتګ نه یوازې وېروونکی، بلکې د زغملو وړ نه و. ورور مې راته وویل چې نور بس ده، موږ مو شرمنده کړو. بېرته راشه او چوپه شه».

د والنبرګ انسټیټیوټ، چې د سویډني دیپلومات رائول والنبرګ په نوم نومول شوی، وايي، چې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ جوړښتونه باید ژر تر ژره بېرته اعاده شي، څو دا ښځې له دوامدار تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیز کنټرول څخه وژغورل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې او پاکستان استخباراتو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش جګپوړی ترکی غړی نیولی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان «میټ» او د پاکستان د استخباراتو ادارې «ای اېس ای» په ګډو عملیاتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش ډلې یو جګپوړی ترکی غړی ازګور التون نیولی دی.

ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د داعش خراسان څانګې مهم غړی التون ازګور چې د «ابو یاسر الترکي» په مستعار نوم یې فعالیت کاوه او له اروپا او منځنۍ اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش غړو د انتقال مسول و، د پاکستان او ترکیې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نیول شوی.

د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان ویلي، چې دغه ترکي الاصله کس له اروپا او منځنۍ اسیا څخه پاکستان او افغانستان ته د داعش غړو د انتقال ترڅنګ په ترکيه کې دداعش د رسنیو او لوژستیکي چارو مسوولیت هم پرغاړه درلود.

امنیتي سرچینو ویلي، چې د داعش نیول شوي مهم غړي التون د ترکیې او اروپا په ګڼ مېشتو ځایونو او کنسرټونو کې د بریدونو امرونه هم ورکړي وو.

د پاکستان د استخباراتو ادارې ویلي، چې پاکستان ته د یاد کس د ننوتلو د پلان په اړه یې لا له وړاندې راپور درلود، او د پاکستان د ملي استخباراتو ادارې ته یې ډاډ ورکړی و، چې له داعش سره د مبارزې لپاره به هر ډول اړینه همکاري وکړي.

یاد کس تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته سپارل شوی دی.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چې د التون په نیول کېدو سره نه یوازې د داعش هغه د بریدونو پلانونه شنډ شول چې پر ترکیې یې بریدونه کول، بلکې د دې ترهګرې ډلې د غړو د جذبولو لارې چارې هم بربنډې شوې.

د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوځل بیا نښته شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه غرمه مهال یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۱مه» د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ د حاجې ارین کلي په ساحه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا هغه مهال نښته پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.

د سرچنیو د معلوماتو له مخې، جګړه د ملکي کسانو په ګڼمېشتې سیمې کې شوې او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو استفاده کوي.

په هلمند کې د طالبانو له منځه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په بهرامچه ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پخلی کړی او وايي، چې د حاجي ارین کلي اوسیدونکو ته یې خوندي ځای ته د وتلو امر کړی دی.

درې ورځې وړاندې هم د بهرامچې ولسوالۍ په دې ساحه کې د طالبانو له خوا د امنیتي پوستې لپاره د کانټینر د ځای پر ځای کولو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه.

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ سیمه ییزو طالبانو تېره ورځ له پاکستاني ځواکونو سره ناسته هم کړې وه او په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دواړه لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي تاسیساتو د نه جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه رسیږي.

پاکستان د طالبانو حکومت ته په تدریج سیاسي امتیازات ور کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱
•
خبرخونه

د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو رغونې لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو وړاندیزونو پخوانۍ کڅوړه په تدریج پلې کوي.

په دغو وړاندیزونو کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې ناستې، په کابل کې د سفیر کچې ته د شارژدافیر لوړول، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزوپلاویو سفرونه شامل دي.

پاکستاني چارواکي له طالبانو سره د اړیکو رغولو لپاره خپل هغه سیاسي او ډیپلوماتیک وړاندیزونه په تدریج پلي کوي، چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې یې افغانستان انټرنشنل په اړه رپوټ ور کړی و ، خو د دواړو خواوو د اړیکو د ترینګلتیا له امله نه وو عملي شوي. اوس، داسې ښکاري چې اسلام‌اباد غواړي له هند او بنګله دیش سره د اړیکو او امنیتي او اقتصادي وضعیت په نوي دور کې، له کابل سره د اړیکو یوه نوې لاره پرانیزي.

د ډيپلوماتیکو امتیازاتو کڅوړه

د سرچینو په وینا، د اسلام‌اباد له لوري دا وړاندیزونه یوه ډیپلوماتیکه کڅوړه ده چې موخه یې له طالبانو سره د باور فضا رامنځته کول او د همکاریو بنسټیز جوړښت بېرته فعالول دي. په دغه پلان کې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو خبرو بیا پیل، په کابل کې د پاکستان د دیپلوماتیک حضور لوړول (د ناظم‌الامور پر ځای سفیر)، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د سیاسي، دیني او فرهنګي مشرانو د دوه اړخیزو سفرونو تنظیم شامل دي.

د اړیکو د دې رغیدو نښې له هغه وروسته څرګندې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له خپل طالب سیال امیرخان متقي سره یې ولیدل. دې لیدنې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړه او دواړو خواوو اعلان وکړ، چې د خپلو شارژدافیرانو حیثیت د سفیرانو کچې ته لوړوي.

دوه اړخیز سیاسي تماسونه او د سیاسي او مذهبي ګوندونو د پلاویو تبادله هم د دې نوې پالیسۍ برخه ده.

تېر کال د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان، سناتور مشاهد حسین، او د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق ته بلنې ورکړل شوې وې چې افغانستان ته سفر وکړي، خو د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو له امله دغه سفرونه ونه شول. سرچینې وايي، چې اوس، د دواړو خواوو تمه دا ده چې دا ډول دوه اړخیزې لیدنې به له سره پیل شي. سره له دې، دا لا روښانه نه ده چې طالبان به افغان سیاسي څېرې، چې د دوی له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، د پاکستان په سفرونو کې شاملې کړي او که نه.

طالبانو په افغانستان کې سیاسی ګوندونه لغو کړي او فعالیتونه یې ممنوع دي.

په سیمه‌ییزه کچه د افغانستان، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه ناسته هم د پام وړ ده، چې پاکستان پکې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.

اقتصادي اړیکې

د اقتصادي اړیکو په برخه کې هم نوې هڅې روانې دي. د پاکستان له لارې د افغانستان تجارت او ټرانزیټ تر ډېره په سیاسي مسایلو پورې تړلی، خو د افغان سوداګرو چابهار بندر ته مخه او له منځنۍ اسیا سره د نوي اتصال هڅې، اسلام‌اباد اړ کړی چې دا پالېسي بیا وارزوي.

افغان تجاران له پاکستان نه غواړي چې نه یوازې په ګوادر، بلکې په کراچۍ کې هم ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

پاکستان ویلي، چې د دې غوښتنو د ارزونې لپاره چمتو دی، خو دا لا نه ده روښانه، چې دا اسانتیاوې به څنګه عملي شي.

ټاکل شوې چې دغه موضوعات اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکي سفر کې هم تعقیب شي.

د ټرانزیټ تړون (APTTA) بیا کتنه هم د دواړو خواوو په اجنډا کې ځای پیدا کولای شي. دغه تړون چې شاوخوا ۱۳ کاله پخوانی دی، د افغان سوداګرو له خوا یې له اوږدې مودې راهیسې د بیا کتنې غوښتنه کېږي، ځکه عملي نیمګړتیاوې لري.

سره له دې چې دا اقدامات د دواړو اړخونو له نظره مثبت پرمختګ ګڼل کېږي، لا هم د باور ستونزه او امنیتي اندېښنې پر ځای پاتې دي.

له ټولو ستر خنډونه د پاکستاني طالبانو موضوع ده، چې اسلام‌اباد وایي، لا هم له افغانستان نه بریدونه کوي. افغان طالبان پرلپسې دا ردوي او د خبرو اترو له لارې یې د حل غوښتنه کوي، خو پاکستان له ټي‌ټي‌پي سره له خبرو اترو امنیتي او ددې ډلې د مشروعیت اړوند اندېښنې لري.

د شنونکو په باور، اسلام‌اباد ښايي د طالبانو سیاستونه خوښ نه کړي، خو سیمه بدلېدونکې ده، ځکه سیال یې هند د پخوانیو سیاستونو برعکس له طالبانو سره په تعامل کې دی او اسلام اباد په دې برخه کې شاته پاتې کېدل د ځان په زیان ویني.

طالبانو په کابل کې د معاملاتو لارښوونو ۶۹ دفترونه تړلي دي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې ۶۹ دفترونه د سرغړونو او غیر قانوني فعالیت له امله تړلي دي.

د دغه وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۱مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونو ۲۳۰ دفترونو څارنه کړې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د معاملاتو د لارښوونو له دفترونو د څار پرمهال یې د معاملاتو لارښوونو ۶۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو دفترونو د غیر قانوني فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې ویلي وو، چې په کابل ښار کې یې ۷ خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه د ناقانونه فعالیت له امله تړلې دي.

طالبانو له یونېسف غوښتي، چې روغتیایي مرکزونو ته د درملو چمتو کولو او لېږد کې همکاري وکړي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف ادراې استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې شوې دي.

بل خوا د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.

هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي؛ تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ درمل چمتو او پر ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.