د هلمند په بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوځل بیا نښته شوې

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه غرمه مهال یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه غرمه مهال یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۱مه» د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ د حاجې ارین کلي په ساحه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا هغه مهال نښته پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.
د سرچنیو د معلوماتو له مخې، جګړه د ملکي کسانو په ګڼمېشتې سیمې کې شوې او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو استفاده کوي.
په هلمند کې د طالبانو له منځه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په بهرامچه ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پخلی کړی او وايي، چې د حاجي ارین کلي اوسیدونکو ته یې خوندي ځای ته د وتلو امر کړی دی.
درې ورځې وړاندې هم د بهرامچې ولسوالۍ په دې ساحه کې د طالبانو له خوا د امنیتي پوستې لپاره د کانټینر د ځای پر ځای کولو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه.
د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ سیمه ییزو طالبانو تېره ورځ له پاکستاني ځواکونو سره ناسته هم کړې وه او په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دواړه لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي تاسیساتو د نه جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه رسیږي.


د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو رغونې لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو وړاندیزونو پخوانۍ کڅوړه په تدریج پلې کوي.
په دغو وړاندیزونو کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې ناستې، په کابل کې د سفیر کچې ته د شارژدافیر لوړول، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزوپلاویو سفرونه شامل دي.
پاکستاني چارواکي له طالبانو سره د اړیکو رغولو لپاره خپل هغه سیاسي او ډیپلوماتیک وړاندیزونه په تدریج پلي کوي، چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې یې افغانستان انټرنشنل په اړه رپوټ ور کړی و ، خو د دواړو خواوو د اړیکو د ترینګلتیا له امله نه وو عملي شوي. اوس، داسې ښکاري چې اسلاماباد غواړي له هند او بنګله دیش سره د اړیکو او امنیتي او اقتصادي وضعیت په نوي دور کې، له کابل سره د اړیکو یوه نوې لاره پرانیزي.
د ډيپلوماتیکو امتیازاتو کڅوړه
د سرچینو په وینا، د اسلاماباد له لوري دا وړاندیزونه یوه ډیپلوماتیکه کڅوړه ده چې موخه یې له طالبانو سره د باور فضا رامنځته کول او د همکاریو بنسټیز جوړښت بېرته فعالول دي. په دغه پلان کې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو خبرو بیا پیل، په کابل کې د پاکستان د دیپلوماتیک حضور لوړول (د ناظمالامور پر ځای سفیر)، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د سیاسي، دیني او فرهنګي مشرانو د دوه اړخیزو سفرونو تنظیم شامل دي.
د اړیکو د دې رغیدو نښې له هغه وروسته څرګندې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له خپل طالب سیال امیرخان متقي سره یې ولیدل. دې لیدنې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړه او دواړو خواوو اعلان وکړ، چې د خپلو شارژدافیرانو حیثیت د سفیرانو کچې ته لوړوي.
دوه اړخیز سیاسي تماسونه او د سیاسي او مذهبي ګوندونو د پلاویو تبادله هم د دې نوې پالیسۍ برخه ده.
تېر کال د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان، سناتور مشاهد حسین، او د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق ته بلنې ورکړل شوې وې چې افغانستان ته سفر وکړي، خو د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو له امله دغه سفرونه ونه شول. سرچینې وايي، چې اوس، د دواړو خواوو تمه دا ده چې دا ډول دوه اړخیزې لیدنې به له سره پیل شي. سره له دې، دا لا روښانه نه ده چې طالبان به افغان سیاسي څېرې، چې د دوی له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، د پاکستان په سفرونو کې شاملې کړي او که نه.
طالبانو په افغانستان کې سیاسی ګوندونه لغو کړي او فعالیتونه یې ممنوع دي.
په سیمهییزه کچه د افغانستان، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه ناسته هم د پام وړ ده، چې پاکستان پکې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.
اقتصادي اړیکې
د اقتصادي اړیکو په برخه کې هم نوې هڅې روانې دي. د پاکستان له لارې د افغانستان تجارت او ټرانزیټ تر ډېره په سیاسي مسایلو پورې تړلی، خو د افغان سوداګرو چابهار بندر ته مخه او له منځنۍ اسیا سره د نوي اتصال هڅې، اسلاماباد اړ کړی چې دا پالېسي بیا وارزوي.
افغان تجاران له پاکستان نه غواړي چې نه یوازې په ګوادر، بلکې په کراچۍ کې هم ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
پاکستان ویلي، چې د دې غوښتنو د ارزونې لپاره چمتو دی، خو دا لا نه ده روښانه، چې دا اسانتیاوې به څنګه عملي شي.
ټاکل شوې چې دغه موضوعات اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکي سفر کې هم تعقیب شي.
د ټرانزیټ تړون (APTTA) بیا کتنه هم د دواړو خواوو په اجنډا کې ځای پیدا کولای شي. دغه تړون چې شاوخوا ۱۳ کاله پخوانی دی، د افغان سوداګرو له خوا یې له اوږدې مودې راهیسې د بیا کتنې غوښتنه کېږي، ځکه عملي نیمګړتیاوې لري.
سره له دې چې دا اقدامات د دواړو اړخونو له نظره مثبت پرمختګ ګڼل کېږي، لا هم د باور ستونزه او امنیتي اندېښنې پر ځای پاتې دي.
له ټولو ستر خنډونه د پاکستاني طالبانو موضوع ده، چې اسلاماباد وایي، لا هم له افغانستان نه بریدونه کوي. افغان طالبان پرلپسې دا ردوي او د خبرو اترو له لارې یې د حل غوښتنه کوي، خو پاکستان له ټيټيپي سره له خبرو اترو امنیتي او ددې ډلې د مشروعیت اړوند اندېښنې لري.
د شنونکو په باور، اسلاماباد ښايي د طالبانو سیاستونه خوښ نه کړي، خو سیمه بدلېدونکې ده، ځکه سیال یې هند د پخوانیو سیاستونو برعکس له طالبانو سره په تعامل کې دی او اسلام اباد په دې برخه کې شاته پاتې کېدل د ځان په زیان ویني.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې ۶۹ دفترونه د سرغړونو او غیر قانوني فعالیت له امله تړلي دي.
د دغه وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۱مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونو ۲۳۰ دفترونو څارنه کړې ده.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د معاملاتو د لارښوونو له دفترونو د څار پرمهال یې د معاملاتو لارښوونو ۶۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.
په خبرپاڼه کې د یادو دفترونو د غیر قانوني فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې ویلي وو، چې په کابل ښار کې یې ۷ خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه د ناقانونه فعالیت له امله تړلې دي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونېسف ادراې استازي ډاکټر تاج الدین اوېلا سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د درملو په چمتو کولو او لېږد کې ورسره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډې څارنې، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې په اړه خبرې اترې شوې دي.
بل خوا د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین ویلي، هڅه کوي چې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د طالبانو روغتیا وزارت سره په ګډه څارنې کار وکړي.
هغه زیاته کړه، روغتیايي مرکزونو ته د درملو د لېږد په موخه به یوه ګډه کمېټه جوړېږي؛ تر څو د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د اړتیا وړ درمل چمتو او پر ټاکلي وخت روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.

د امریکا دفاع وزیر پیت هگست د شنبې په ورځ په سنگاپور کې شانگري-لا امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړو "روښانه اهداف" نه لرل. نوموړي دا جګړې بېپایه، د رژیمونو د بدلون او ملت جوړونې ناکامې هڅې وبللې.
هگست دغه جګړې د امریکا له اساسي او حیاتي ګټو سره "بېربطه او ډېر لګښتي انحرافات" وبلل.
هغه د امریکا پر دې پالیسۍ نیوکه وکړه چې د افغانستان او عراق په جګړو تمرکز کولو سره د هند-ارام سمندري حوزې یا انډو-پسفیک سیمې ته له یوه بشپړ نسل راهیسې پاملرنه ونه شوه، هغه سیمه چې، د نوموړي په باور، د امریکا راتلونکی امنیت، اقتصادي سوکالي او نړیوال اغېز ورسره کلک تړاو لري.
نوموړي وویل: "ولسمشر ټرمپ اوس دا وضعیت بدلوي. موږ به نور هغه تېروتنې تکرار نه کړو."
هغه زیاته کړه چې اوسنی تمرکز د امریکا د خلکو پر خدمت، د هغوی پر امنیت، د اقتصادي ګټو پر ساتنه او د عقلاني سیاست له لارې په انډو-پسفیک سیمه کې د سولې پر ټينګښت دی.
د هگست په وینا، دا سیمه د هند سمندر، لوېدیځ او منځنی ارام سمندر (پسیفیک)، د دغو دوو لویو سمندرونو ترمنځ اړوندې سمندري لارې او ورسره تړلې وچې سیمې رانغاړي.
نوموړي په خپله وینا کې د امریکا له خوا د افغانستان پرېښودل "تحقیرډوله " وباله او د دې وضعیت پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت واچوله، چې د ده په وینا، د څلورو کلونو د "بې پامۍ او بېپروايۍ" پایله وه او نړۍ ته یې د "ضعیفې او نرمې امریکا" انځور وړاندې کړ.
هگست ادعا وکړه چې د مخکینيو دموکرات حکومتونو له کبله امریکا اوس له پراخو ننګونو سره مخ ده، لکه د جنوبي سرحدونو له لارې د ۲۱ میلیونو غیرقانوني کډوالو ننوتل، پر اوکراین د روسیې یرغل، د حماس د اکتوبر اوومې برید، د ایران د لا زیات جسارت او شتمنېدو دوام او د امریکا په هوايي حریم کې د چین د جاسوسي بالون الوتل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي مشره لور ملالۍ کرزی څو ورځې وړاندې له افغان-ترک نړیوال ښوونځي څخه فارغه شوه، خو اوس د نورو افغان نجونو په څېر د ملاهبت الله تر فرمان لاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته له تګ محرومه ده.
د افغانستان انټرنشنل خبریال د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نژدې کسانو سره خبرې کړې او د هغه د کورنۍ او اولادونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.
پخوانی ولسمشر یو زوی لري میرویس کرزی او درې لوڼې لري چې مشره يې ملالۍ کرزۍ، دوهمه یې نازو کرزۍ او درېیمه لوریې درخانۍ کرزۍ نومیږي.
د کرزي دوهمه لور نازو کرزۍ پنځم ټولکي کې زده کړې کوي او درېیمه لور یې درخانۍ کرزۍ په دوهم ټولګي کې زده کړې کوي. د پخواني ولسمشر اولادونه په کابل کې د افغان-ترک نړيوال ښوونځي کې زده کړې کوي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ملاله کرزۍ له شپږمه فارغه شوه او په څلورو ژبو پښتو، فارسي،انګلیسي او ترکي روانې خبرې کوي او مشر زوی یې میرویس کرزی بیا په کابل کې د افغان-ترک نړیوال ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شو.
پخوانی ولسمشر کرزی هره شپه له خپلو اولادونو سره د ښوونځي درسونه وايي او مرسته ورسره کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته خپله کوچنۍ لور درخانۍ کرزۍ د نورو لوڼو په پرتله ډېره ګرانه ده او په خپلو رسمي ناستو کې هم بلنه ورکوي چې ورسره کډون وکړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کسانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پراخې حوصلې په لرلو سره نوموړی خپلو اولادونو ته کله هم نه دی په غوسه شوی.

لومړی ځل حامد کرزی له خپلو لوڼو سره د جمهوریت د سقوط او کابل ته د طالبانو د راننوتلو پرمهال په یوه ویډیويي پېغام کې راڅرګند شو او افغانانو ته یې ډاډګېرنه ورکړه، چې زما کورنۍ او اولادونه له تاسې سره یو او له خلکو یې وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي.
څو ځله په سیاسي ناستو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د درخانۍ کرزۍ لیدل کېدو په اړه ویل کېږي چې له سیاست سره علاقه لري او د زده کړو له پوره کېدو وروسته سیاسي ډګر ته راوځي، خو خپله د کرزي کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پخواني ولسمشر دوه کوچنۍ لوڼې نازو کرزۍ او درخانۍ کرزي دواړې په هند کې زېږېدلې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره پنجشنبه له ۱۲ ټولګي نه د خپل زوی میرویس کرزي او له شپږم ټولګي نه د خپلې لور ملالۍ کرزۍ تر فراغت وروسته پر اېکسپاڼه ولیکل؛ « هیله لرم چې نوموړې د هیواد له خپلو ټولو خویندو سره تر دوولسم ټولګي پورې د هیواد په داخل کې خپلې زدهکړې بشپړې کړي، لوړې زدهکړې ترلاسه کړي، خپلو ارمانونو ته ورسېږي او د خپل ځان، خپلې کورنۍ او ګران وطن لپاره د خدمت مصدر وګرځي».
سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی، خو حامد کرزي په وار وار له دې ډلې غوښتي چې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.