روسیې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت متقي ته وسپاره

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر امیرخان متقي ته په مسکو کې د دې ډلې د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر امیرخان متقي ته په مسکو کې د دې ډلې د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ د «غبرګولي ۱۱مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د روسیې سفیر په مسکو کې د طالبانو د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت امیرخان متقي وسپاره او هیله یې څرګنده کړې، چې د ډېپلوماتیکې کچې لوړېدو سره د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په دې پړاو کې دواړه هیوادونه وتوانېږي، څو په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.
طالبانو د روسیې لپاره تراوسه خپل سفیر نه دی په ډاګه کړی، خو دمګړۍ د سفارت چارې هلته شارژدافیر پرمخ وړي.


د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معیین مولوي صدر اعظم عثماني وايي چې یاد وزارت په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې نږدې ۲۰ زره هکتاره ځنګلونه احیا کړي دي. عثماني زیاتوي چې د ځنګلونو ساتنه او پراختیا د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.
د طالبانود چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل پوهنتون، د «نورستان طبیعي ښکلا، کلتوري او اقتصادي ارزښت او د چاپېریال ساتنې اړتیا» تر سرلیک لاندې علمي – معلوماتي سمینار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معیین صدر اعظم عثماني وویل، چې «نورستان د رڼا خاوره بلل کېږي او د نورستان ملي پارک نه یوازې د افغانستان د طبیعي تنوع استازیتوب کوي= بلکې دغه پارک د چاپېریال، اقتصاد او کلتور له اړخه هم ډېر ارزښتناک دی».
په ورته مهال د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص وویل چې د انسان طبیعت سالم او پاک چاپېریال ته اړتیا لري او د هېواد پوهنتونونه د علمي مرکزونو په توګه، په دې برخه کې مهم رول لوبوي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس لیکلي چې هغه د چاپېریال ساتنه او له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت وباله او د پوهنتون له استادانو او محصلینو او همدا رنګه له ملي او بین المللي سازمانونو او بنسټونو، یې وغوښتل چې په دې لاره کې همکاري وکړي او د افغانانو غږ تر نړیوالو پورې ورسوي.
له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم متضرر هېواد دی.

یوه تازه څېړنه چې د سویډن د "رائول والنبرګ" موسسې لهخوا خپره شوې، ښيي چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو لپاره د خوندي کورونو بندېدو، مېرمنې یو ځل بیا د تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیزو فشارونو له ګواښونو سره مخامخ کړې دي.
دغه څېړنه، چې په۷۴ مخونو کې خپره شوې، وايي د ښځو د ملاتړ مرکزونه (WPCs) چې پخوا یې د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو سره مرسته کوله، اوس تړل شوي او دا وضعیت د ښځو لپاره خطرناک او له انساني اړخه یوه "ناکامي" بلل شوې.
په رپوټ کې راغلي، چې دغه حالت نه یوازې د ښځو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکې د ښځو لپاره د ملاتړ سیستماتیک جوړښتونه یې له منځه وړي.
له پناه ځایه زندان ته بېرته
د کندوز یوه پخواني کارکوونکي ویلي، چې د طالبانو له بېرته راتګ سره، ډېرې هغه ښځې چې پخوا له تاوتریخوالي تښتېدلې وې، اوس له بېسابقه ګواښونو سره مخ دي.
همدا راز رپوټ څرګندوي چې سیاسي بېثباتي، اقتصادي بېوزلي او د ټولنیزو دودونو فشارونه، په ګډه د ښځو پر وړاندې د شرایطو سختېدو لامل شوي. په ځانګړي ډول، په رپوټ کې دا ټینګار شوی، چې د ښځو د ملاتړو مرکزونو بندول د ښځو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د پراخ فشار یوه برخه ده.
جبري ودونه د "حل" په نوم
یوې نرسې چې د افغانستان په لوېدیځ کې له یو خوندي کور سره یې کار کاوه، په ۲۰۲۴ کال کې یوې مرکه کې ویلي: « ځینو کورنیو دا مېرمنې بېرته ومنلې، خو ژر یې هغوی داسې کسانو ته ورکړې، چې دوی یې د ستونزې حل ګڼلو».
د دې ښځو جبري ودونه نه یواځې دا چې د ملاتړ لاره نه ده، بلکې د کنټرولي او دوامداره تاوتریخوالي یوه بله بڼه ګرځېدلې.
یوه ښځه چې د فراه یوه ملاتړي مرکز ته یې پناه وړې وه، وايي: « زه یو ځل تښتېدلې وم. بېرته راتګ نه یوازې وېروونکی، بلکې د زغملو وړ نه و. ورور مې راته وویل چې نور بس ده، موږ مو شرمنده کړو. بېرته راشه او چوپه شه».
د والنبرګ انسټیټیوټ، چې د سویډني دیپلومات رائول والنبرګ په نوم نومول شوی، وايي، چې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ جوړښتونه باید ژر تر ژره بېرته اعاده شي، څو دا ښځې له دوامدار تاوتریخوالي، جبري ودونو او ټولنیز کنټرول څخه وژغورل شي.

د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان «میټ» او د پاکستان د استخباراتو ادارې «ای اېس ای» په ګډو عملیاتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش ډلې یو جګپوړی ترکی غړی ازګور التون نیولی دی.
ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د داعش خراسان څانګې مهم غړی التون ازګور چې د «ابو یاسر الترکي» په مستعار نوم یې فعالیت کاوه او له اروپا او منځنۍ اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش غړو د انتقال مسول و، د پاکستان او ترکیې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.
طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نیول شوی.
د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان ویلي، چې دغه ترکي الاصله کس له اروپا او منځنۍ اسیا څخه پاکستان او افغانستان ته د داعش غړو د انتقال ترڅنګ په ترکيه کې دداعش د رسنیو او لوژستیکي چارو مسوولیت هم پرغاړه درلود.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د داعش نیول شوي مهم غړي التون د ترکیې او اروپا په ګڼ مېشتو ځایونو او کنسرټونو کې د بریدونو امرونه هم ورکړي وو.
د پاکستان د استخباراتو ادارې ویلي، چې پاکستان ته د یاد کس د ننوتلو د پلان په اړه یې لا له وړاندې راپور درلود، او د پاکستان د ملي استخباراتو ادارې ته یې ډاډ ورکړی و، چې له داعش سره د مبارزې لپاره به هر ډول اړینه همکاري وکړي.
یاد کس تر نیول کېدو وروسته ترکیې ته سپارل شوی دی.
د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چې د التون په نیول کېدو سره نه یوازې د داعش هغه د بریدونو پلانونه شنډ شول چې پر ترکیې یې بریدونه کول، بلکې د دې ترهګرې ډلې د غړو د جذبولو لارې چارې هم بربنډې شوې.

د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ څخه سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه غرمه مهال یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نن یکشنبه «د غبرګولي ۱۱مه» د ورځې شاوخوا یوه نیمه بجه د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ د حاجې ارین کلي په ساحه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا هغه مهال نښته پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي.
د سرچنیو د معلوماتو له مخې، جګړه د ملکي کسانو په ګڼمېشتې سیمې کې شوې او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو استفاده کوي.
په هلمند کې د طالبانو له منځه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په بهرامچه ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پخلی کړی او وايي، چې د حاجي ارین کلي اوسیدونکو ته یې خوندي ځای ته د وتلو امر کړی دی.
درې ورځې وړاندې هم د بهرامچې ولسوالۍ په دې ساحه کې د طالبانو له خوا د امنیتي پوستې لپاره د کانټینر د ځای پر ځای کولو پر سر د دواړو لوریو ترمنځ نښته وشوه.
د هلمند د بهرامچې ولسوالۍ سیمه ییزو طالبانو تېره ورځ له پاکستاني ځواکونو سره ناسته هم کړې وه او په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې دواړه لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د نظامي تاسیساتو د نه جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه رسیږي.

د پاکستان حکومت د طالبانو له حکومت سره د اړیکو رغونې لپاره د خپلو ډیپلوماتیکو وړاندیزونو پخوانۍ کڅوړه په تدریج پلې کوي.
په دغو وړاندیزونو کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې ناستې، په کابل کې د سفیر کچې ته د شارژدافیر لوړول، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشرانو د دوه اړخیزوپلاویو سفرونه شامل دي.
پاکستاني چارواکي له طالبانو سره د اړیکو رغولو لپاره خپل هغه سیاسي او ډیپلوماتیک وړاندیزونه په تدریج پلي کوي، چې د تېر کال په سلواغې میاشت کې یې افغانستان انټرنشنل په اړه رپوټ ور کړی و ، خو د دواړو خواوو د اړیکو د ترینګلتیا له امله نه وو عملي شوي. اوس، داسې ښکاري چې اسلاماباد غواړي له هند او بنګله دیش سره د اړیکو او امنیتي او اقتصادي وضعیت په نوي دور کې، له کابل سره د اړیکو یوه نوې لاره پرانیزي.
د ډيپلوماتیکو امتیازاتو کڅوړه
د سرچینو په وینا، د اسلاماباد له لوري دا وړاندیزونه یوه ډیپلوماتیکه کڅوړه ده چې موخه یې له طالبانو سره د باور فضا رامنځته کول او د همکاریو بنسټیز جوړښت بېرته فعالول دي. په دغه پلان کې د چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو خبرو بیا پیل، په کابل کې د پاکستان د دیپلوماتیک حضور لوړول (د ناظمالامور پر ځای سفیر)، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې جوړېدل او د سیاسي، دیني او فرهنګي مشرانو د دوه اړخیزو سفرونو تنظیم شامل دي.
د اړیکو د دې رغیدو نښې له هغه وروسته څرګندې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له خپل طالب سیال امیرخان متقي سره یې ولیدل. دې لیدنې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړه او دواړو خواوو اعلان وکړ، چې د خپلو شارژدافیرانو حیثیت د سفیرانو کچې ته لوړوي.
دوه اړخیز سیاسي تماسونه او د سیاسي او مذهبي ګوندونو د پلاویو تبادله هم د دې نوې پالیسۍ برخه ده.
تېر کال د پاکستان د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان، سناتور مشاهد حسین، او د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق ته بلنې ورکړل شوې وې چې افغانستان ته سفر وکړي، خو د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو له امله دغه سفرونه ونه شول. سرچینې وايي، چې اوس، د دواړو خواوو تمه دا ده چې دا ډول دوه اړخیزې لیدنې به له سره پیل شي. سره له دې، دا لا روښانه نه ده چې طالبان به افغان سیاسي څېرې، چې د دوی له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، د پاکستان په سفرونو کې شاملې کړي او که نه.
طالبانو په افغانستان کې سیاسی ګوندونه لغو کړي او فعالیتونه یې ممنوع دي.
په سیمهییزه کچه د افغانستان، پاکستان، روسیې او چین څلور اړخیزه ناسته هم د پام وړ ده، چې پاکستان پکې ګډون ته چمتووالی ښودلی دی.
اقتصادي اړیکې
د اقتصادي اړیکو په برخه کې هم نوې هڅې روانې دي. د پاکستان له لارې د افغانستان تجارت او ټرانزیټ تر ډېره په سیاسي مسایلو پورې تړلی، خو د افغان سوداګرو چابهار بندر ته مخه او له منځنۍ اسیا سره د نوي اتصال هڅې، اسلاماباد اړ کړی چې دا پالېسي بیا وارزوي.
افغان تجاران له پاکستان نه غواړي چې نه یوازې په ګوادر، بلکې په کراچۍ کې هم ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
پاکستان ویلي، چې د دې غوښتنو د ارزونې لپاره چمتو دی، خو دا لا نه ده روښانه، چې دا اسانتیاوې به څنګه عملي شي.
ټاکل شوې چې دغه موضوعات اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په راتلونکي سفر کې هم تعقیب شي.
د ټرانزیټ تړون (APTTA) بیا کتنه هم د دواړو خواوو په اجنډا کې ځای پیدا کولای شي. دغه تړون چې شاوخوا ۱۳ کاله پخوانی دی، د افغان سوداګرو له خوا یې له اوږدې مودې راهیسې د بیا کتنې غوښتنه کېږي، ځکه عملي نیمګړتیاوې لري.
سره له دې چې دا اقدامات د دواړو اړخونو له نظره مثبت پرمختګ ګڼل کېږي، لا هم د باور ستونزه او امنیتي اندېښنې پر ځای پاتې دي.
له ټولو ستر خنډونه د پاکستاني طالبانو موضوع ده، چې اسلاماباد وایي، لا هم له افغانستان نه بریدونه کوي. افغان طالبان پرلپسې دا ردوي او د خبرو اترو له لارې یې د حل غوښتنه کوي، خو پاکستان له ټيټيپي سره له خبرو اترو امنیتي او ددې ډلې د مشروعیت اړوند اندېښنې لري.
د شنونکو په باور، اسلاماباد ښايي د طالبانو سیاستونه خوښ نه کړي، خو سیمه بدلېدونکې ده، ځکه سیال یې هند د پخوانیو سیاستونو برعکس له طالبانو سره په تعامل کې دی او اسلام اباد په دې برخه کې شاته پاتې کېدل د ځان په زیان ویني.