په افغانستان کې د خبریالۍ فضا تنګه شوې؛ خبریالان له ګواښ، وېرې او کډوالۍ سره مخ دي
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې افغان خبریالان د بشري حقونو د ګواښونو تر سیوري لاندې پاکستان ته د خوندي پناه هیله لري، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته یې جبري ستنول لا هم دوام لري.
د بیان ازادي چې د هرې ازادې ټولنې بنسټ ګڼل کېږي، په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دی.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او د بشري حقونو فعالان له پراخو محدودیتونو، سانسور، نیولو او ان له وژنې سره مخ شوي دي.
که څه هم خبریالان اطلاعاتو ته تر ډېره لاسرسی لري، خو دا چې دا حقایق خلکو ته ورسوي، ګوښوونکی کار ګرځېدلی. داسې ژورنالستان شته چې یوازې د یو انتقادي راپور له امله نیول شوي، وهل شوي یا هم بېدرکه شوي دي.
د ازادې رسنۍ شاخصونه
د نړۍوال مطبوعاتي سازمان "د بې پولې خبریالانو" د تازه راپور له مخې، افغانستان د بیان ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۸م مقام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو وړاندې یعنې په ۲۰۲۱ کې افغانستان ۱۲۲م مقام درلود، چې دا د ازادې رسنۍ د یوه ناورین ښکارندوی ګڼل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې، یوازې انتقادي ژورنالیزم نه دی ګواښل شوی، بلکې هغه راپورونه هم چې د طالبانو حکومتي روایت سره همغږي نه لري، له سانسوره تېرېږي یا د خطرونو سبب ګرځي.
خبریالان له افغانستانه تښتي، خو له خوندي پناه بېبرخې دي
له افغانستانه زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ګڼ شمېر یې لا هم په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د «ناقانونه بهرنیو اتباعو د اېستلو» پروګرام په لړ کې د دوی برخلیک هم تر پوښتنې لاندې راغلی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ)، چې د رسنیو نړۍوال دفاعي بنسټ دی، له پاکستانه غوښتنه کړې چې دا کمپاین وځنډوي او افغان خبریالانو ته دې خوندي پناه ورکړي.
په یوه ګډ بیان کې CPJ او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو ویلي:«افغان لیکوالان، ژورنالستان، هنرمندان، او د بشري حقونو فعالان باید له جدي خطرونو څخه خوندي شي او دوی ته دې د امن، قانوني او باوقاره پناه لاره برابره شي.»
پاکستان باید د انساني همدردۍ غږ واوري
په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان اوسني ناورین کې ژوره برخه لري، افغان خبریالانو ته د پناه ورکولو دروازې تړلي دي او په دې وخت کې باید پاکستان د بشري مسوولیت له مخې عمل وکړي.
په اسلاماباد، پېښور، کوټه او کراچۍ کې زرګونه افغان خبریالان او فرهنګي فعالان شتون لري، چې د خپلو ویزو د ختمېدو له امله د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. د دوی اېستل یوازې دا معنا لري چې هغوی بېرته یو داسې ځای ته استول کېږي، چېرې چې شکنجه، وېرې او شاید مرګ ورته منتظر وي.
ازادې رسنۍ یو ملت ژوندی ساتي
افغانستان نن موږ ته دا درس راکوي، چې کله یو ملت خپل خبریال غلی کړي، هغه ملت له رڼا، حقیقت او پرمختګه بېبرخې کېږي. ازادې رسنۍ د ټولنې وجدان دي؛ که دا وجدان چوپ شي، نو د دروغو، وېرې او ظلم بازار تودېږي.
پاکستان باید افغان خبریالان یوازې د یوه سیاسي بار پر ځای، د بیان د ازادۍ استازي وګڼي او ورته داسې پناه ورکړي، چې د رڼا غږ له منځه لاړ نه شي.
پاکستان او افغانستان هوکړه کړې، چې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) رېلپټلۍ پروژې د چوکاټي هوکړې د ژر نهايي کېدو لپاره به نږدې همکاري کوي.
د پاکستان ټوډې د راپور له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تر منځ د یکشنبې په ورځ د یو ټلیفوني تماس پر مهال شوې ده.
دواړو مشرانو د دې ستراتېژيکې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د عملي کولو بهیر به یې ګړندۍ کړي.
له دې مخکې، اسحاق ډار د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیار ادیلوویچ سره هم ورته خبرې کړي، چې پکې د درې اړخیزې هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي او وخت په اړه تمرکز شوی و.
یاده پروژه به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له پاکستاني بندرونو سره ونښلوي، چې له تاشکند څخه تر پېښوره د کابل له لارې ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده.
د دې پروژې اټکلي لګښت شاوخوا ۴.۸ مېلیارده ډالره اټکل شوی او تمه ده چې د سیمې سوداګري به پیاوړې کړي.
امیرخان متقي د پاکستان له هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې په کابل کې خپل ډېپلوماټیک حضور د سفیر تر کچې لوړوي او دا یې یوه مثبته پرمختیا وبلله.
هغه تایید کړې، چې افغانستان به هم په اسلاماباد کې خپل ډېپلوماټيک دفتر ورته کچې ته لوړ کړي.
دواړو وزیرانو د اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه د کابل د سفر پر مهال د شویو پرېکړو د عملي کېدو وضعیت هم وڅېړه او ژمنه یې وکړه، چې د متقابل باور د جوړېدو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.
که څه هم چین تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد لومړنی هېواد و، چې د طالبانو له خوا نومول شوی سفیر یې ومانه.
تر هغه وروسته، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته ګامونه پورته کړل.
په خبرتیا کې لیکل شوي:« که چيرې مو هم د کورنیو چارو وزارت په وړاندې کېدونکو چوپړتياوو کې د امیرالمومنین له فرمانونو/حکمونو، د ریاست الوزرا عالی مقام له حکمونو او د کورنیو چارو وزارت د وزیر له اوامرو سره په ټکر او یا ناسمې کړنې ولېدلې او یا مو هم د کورنیو چارو وزارت اړوند مامورینو څخه ناقانونه کړنې، له دندې او صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ولېدل؛ نو د بیا نه تکرار او د عدالت د ټینګښت په پار، له کره شواهدو سره یوځای يې د تفتیش اړوند مدیریتونو سره شریکې کړئ.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې خبرتیا کې لیکل شوي، چې پولیس «د کورنیو چارو وزارت اړوند طالبان» هم کولای شي، خپلمنځي شکایتونه او ستونزې له شواهدو سره یو ځای د کورنیو چارو وزارت اړوند د تفتیش لوی ریاست ته وسپاري.
که څه هم دا لومړی ځل دی، چې طالبان د خپلو جنګیالیو د کړنو په اړه له خلکو څخه د شکایت ثبتولو غوښتنه کوي، خو ډیری خلک په دې باور دې، چې دا د طالبانو له خوا یو نمایشي ګام دی او تېر ته په کتو دغه ډله په سمه توګه د خلکو شکایتونو ته رسېدنه نه کوي