• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سیمه‌ییز اتصال نوې هيله: افغانستان، پاکستان او ازبکستان د رېل‌پټلۍ هوکړه نهايي کوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

پاکستان او افغانستان هوکړه کړې، چې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) رېل‌پټلۍ پروژې د چوکاټي هوکړې د ژر نهايي کېدو لپاره به نږدې همکاري کوي.

د پاکستان ټوډې د راپور له مخې، دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تر منځ د یکشنبې په ورځ د یو ټلیفوني تماس پر مهال شوې ده.

دواړو مشرانو د دې ستراتېژيکې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د عملي کولو بهیر به یې ګړندۍ کړي.

له دې مخکې، اسحاق ډار د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سعیدوف بختیار ادیلوویچ سره هم ورته خبرې کړي، چې پکې د درې اړخیزې هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي او وخت په اړه تمرکز شوی و.

یاده پروژه به د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له پاکستاني بندرونو سره ونښلوي، چې له تاشکند څخه تر پېښوره د کابل له لارې ۵۷۳ کیلومتره اوږده ده.

د دې پروژې اټکلي لګښت شاوخوا ۴.۸ مېلیارده ډالره اټکل شوی او تمه ده چې د سیمې سوداګري به پیاوړې کړي.

امیرخان متقي د پاکستان له هغې پرېکړې هرکلی وکړ، چې په کابل کې خپل ډېپلوماټیک حضور د سفیر تر کچې لوړوي او دا یې یوه مثبته پرمختیا وبلله.

هغه تایید کړې، چې افغانستان به هم په اسلام‌اباد کې خپل ډېپلوماټيک دفتر ورته کچې ته لوړ کړي.

دواړو وزیرانو د اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه د کابل د سفر پر مهال د شویو پرېکړو د عملي کېدو وضعیت هم وڅېړه او ژمنه یې وکړه، چې د متقابل باور د جوړېدو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.

که څه هم چین تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد لومړنی هېواد و، چې د طالبانو له خوا نومول شوی سفیر یې ومانه.

تر هغه وروسته، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته ګامونه پورته کړل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د کابل په نړۍوال هوایي ډګر کې د ۵۸ کیلوګرامه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

طالبانو د کابل په نړۍوال هوایي ډګر کې د ۵۸ کیلوګرامه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ډبرو کې لاجورد، زمرد، یاقوت او نور قیمتي مواد شامل وو، چې د یوه کارګو شرکت په مرسته نورو هېوادنو ته قاچاق کېده.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د کورنیو چارو وزارت د قاچاق مخنیوي د سرحدي پولیسو له خوا، په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د څه باندې ۵۷ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.یادې ډبرې چې پکې لاجورد، زمرد، یاقوت او نور قیمتي مواد شامل وو، د یوه کارګو شرکت له لوري د صادراتو په نوم له هېواده بهر قاچاق کېدلې، خو د سرحدي پولیسو له خوا پر وخت پېژندل شوي او ضبط شوي دي.»

بل پلو، د کابل نړۍوال هوایي ډګر چارواکي وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د ۱.۶ مېلیونه ډالرو څخه د زیاتو پیسو، ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو او د ۹۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د دې ترڅنګ، د ۶۰۰ څخه زیاتې قاچاقي کڅوړې چې پیسې، طلا او قیمتي ډبرې لري، د هوايي ډګر له لارې د وتلو مخه نیول شوې ده .

د راپورونو له مخې، د هېواد ډېری کانونه (په ځانګړي ډول د بدخشان، پنجشېر، نورستان، لوګر، غزني، هلمند، فراه، او نورستان ولایتونو کې) د سیمه‌ییزو زورواکو، قراردادیانو او حتی طالبانو له لوري د ابتدایي وسایلو په مټ له قانوني جواز پرته استخراجېږي.

دغه زېرمې اکثره وخت پاکستان، ایران، او له هغه ځایه نورو نړۍوالو بازارونو ته قاچاقېږي.

دا قاچاق عمدتاً د وسله والو ډلو، سیمه‌ییزو قوماندانانو یا حتی د طالب چارواکو تر سرپرستۍ لاندې ترسره کېږي.

افغانستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق له امله هر کال مېلیونونه ډالر تاوان رسېږي. پر ځای یې دا شتمني د څو اشخاصو جیبونو ته ځي.

د کابل پوهنتون یو استاد د یوې څېړنې په ترڅ کې څرګنده کړې، چې هر کال د افغانستان نه پاکستان ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق ارزښت ۲۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

دغه ډبرې اکثراً د سمنټو او سپینو ډبرو په نوم قاچاق کېږي او د ځینو راپورونو له مخې د دې قاچاق تر شا ځواکمنې ډلې او سیمه ییز مافیاوې لاس لري .
طالب چارواکي د کانونو قراردادونه له رسنیو پټ ساتي او ډېری وخت د معدنونو قراردادونه خپلو پلویانو یا بهرنیو شرکتونو ته ورکوي، پرته له دې چې خلک پرې خبر وي.

طالبانو له نړۍوالو مسلکي شرکتونو او متخصصینو سره اړیکې پرې کړې دي، چې له امله یې د کانونو استخراج غېر مسلکي او له تخریبي زیانونو ډک دی.

د چارو پوهان وایي، که چیرې دا معدني زېرمې په قانوني، شفاف، او په مسلکي ډول استخراج شي، افغانستان کولای شي د سیمې د اقتصاد یو مهم لوبغاړی شي، خو دا فرصتونه له لاسه ورکول کېږي.

ایرانی چارواکی: له افغانستان نه دوغارون ته د ترانسپورټي موټرو تګ ۴۰ سلنه ډير شوی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال ویلي، چې د غبرګولي میاشت په لومړیو لسو ورځو کې د هرات او اسلام کلا له ګمرکونو څخه د ایران دوغارون بندر ته د ټرانسپورټي موټرو تګ د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډير شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د تایباد ولسوالۍ د سیاسي، امنیتيي او ټولنیزو چارو مرستیال مهدي رجبي له قوله راپور ورکړی، چې د هرات او اسلام کلا له ګمرکونو څخه ایران ته د بهرنیو او ایراني موټرو تګ د تېرې میاشتې په پرتله ۴۰ سلنه ډیر شوی دی.

مهدي رجبي وايي:« اوس مهال له افغانستان نه هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ ایراني او بهرني باروړونکې یا خالي لارۍ له دغه سرحده تګ راتګ کوي، مخکې د موټر دا شمېر یوازې ۵۰۰ وو.»

د نوموړي په خبره، وړاندې تردې ایراني موټر چلوونکو د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د اوږدې تم کېدا په اړه شکایتونه لرل.

په ننګرهار کې د طالبانو تازه محدودیتونه؛ خبریالانې له محرم پرته دندو ته نه شي تلای

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست او په دغه ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې ښځینه خبریالانې نشي کولی چې له محرم پرته دندو ته لاړې شي. د رسنیو ځینې مسوولان دا محدودیتونه له دندې د ښځینه خبریالانو د منع کولو هڅه بولي.

په ننګرهار کې د رسنیو ځینو مسوولانو نن یکشنبه د غبرګولي ۱۱مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ښځینه خبریالانو شپږ بندیزونه لګولي دي.

100%

لومړی بندیز دا دی چې په ننګرهار کې ښځینه خبریالانې پرته له محرم څخه رسنۍ ته نشي تلی.

دویم بندیز دا چې هیڅ ښځینه خبریالانې نشي کولای، چې تفریحي خپرونې وړاندې کړي.
درېیم بندیز دا دی چی هیڅ ښځینه خبریاله نشي کولای، چې په لایف خپرونو کې د نارینه وو سره او هیڅ نارینه همکار نشي کولای، چې له ښځینه خبریالانو سره خبرې وکړي.

څلورم بندیز دا دی، چې د خپرونو د بکګرونډ موسیقي په نشر کې هم له پوره دقت نه کار واخلي.

پنځم بندیز دا دی چې په ادبي خپرونو کې د عشقي او داسې شعرونو ویلو نه ډډه وشي، چې د اخلاقو خلاف وي، نشه یي توکي او داسې نور موضوعات، چې په راډیو کې یې نشرول مناسب نه وي په کلکه ورنه ډډه وشي.

شپږم او اخري بندیز دا دی، چې ښځینه خبریالانې یواځې په ټولنیزو، روغتیایي، ګټورو او معلوماتي خپرونو کې ګډون کولای شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرکزي دفتر تر اوسه ددې بندیزونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په ننګرهار کې د رسنیو ځینې مسوولان وايي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ننګرهار ولایتي مسوول عزیز الله عزیز ظاهرا د طالبانو په غوښتنه د رسنیو له مسوولانو سره په واتسپ ګروپ کې دا محدودیتونه شریک کړي دي.

د رسنیو مسوولان وايي، نوموړي یادونه کړې، چې «له دې خبرتیا وروسته هیڅ د رسنۍ مسوول، نشراتو مسوول او همکار د شکایت حق نه لري».

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دې اړه تراوسه وضاحت نه دی ور کړی.

له کابو دوو کلونو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو له امله هېواد پرېښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیا په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.

له دې وړاندې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په کابل او ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې. ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانې په کور کېناستې، یو شمېر له هېواده ووتې او یا یې هم د سختو محدودیتونو له امله دندې پرېښودې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له خپلو پولیسو د شکایت لپاره ځانګړې شمېرې اعلان کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړې، چې د هغو طالبانو په وړاندې دې شکایتونه ثبت کړې، چې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني له امر څخه سرغړونه کوي.

د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړي، چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د هغه کړنو په اړه شکایتونه ثبت کړي، چې ناقانونه او له دندې او صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو پر فعالیتونو د څار مدیریت د افغانستان د ټولو ولایتونو لپاره د شکایتونو د ثبت شمېرې اعلان کړې دي.

په خبرتیا کې لیکل شوي:« که چيرې مو هم د کورنیو چارو وزارت په وړاندې کېدونکو چوپړتياوو کې د امیرالمومنین له فرمانونو/حکمونو، د ریاست الوزرا عالی مقام له حکمونو او د کورنیو چارو وزارت د وزیر له اوامرو سره په ټکر او یا ناسمې کړنې ولېدلې او یا مو هم د کورنیو چارو وزارت اړوند مامورینو څخه ناقانونه کړنې، له دندې او صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ولېدل؛ نو د بیا نه تکرار او د عدالت د ټینګښت په پار، له کره شواهدو سره یوځای يې د تفتیش اړوند مدیریتونو سره شریکې کړئ.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې خبرتیا کې لیکل شوي، چې پولیس «د کورنیو چارو وزارت اړوند طالبان» هم کولای شي، خپلمنځي شکایتونه او ستونزې له شواهدو سره یو ځای د کورنیو چارو وزارت اړوند د تفتیش لوی ریاست ته وسپاري.

که څه هم دا لومړی ځل دی، چې طالبان د خپلو جنګیالیو د کړنو په اړه له خلکو څخه د شکایت ثبتولو غوښتنه کوي، خو ډیری خلک په دې باور دې، چې دا د طالبانو له خوا یو نمایشي ګام دی او تېر ته په کتو دغه ډله په سمه توګه د خلکو شکایتونو ته رسېدنه نه کوي

د سالنګ لویه لار تر لوی اختر وروسته د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار تر لوی اختر وروسته د روان هجري لمریز کال د غبرګولی په ۲۰مه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړي. دغه وزارت وايي، له دې اقدام څخه يې موخه د سالنګ لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې پروژې پلې کول دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یکشنبه په ورځ د غبرګولي په ۱۱ وویل چې بار وړونکي واړه موټر به له شمال څخه جنوب ته او له جنوب څخه شمال ته په بدیله لاره چې د دوی لپاره پلان شوې ده، تګ راتګ کوي.

دغه طالب چارواکي د «۳۰۳، ۳۰۴ او ۵۸۰» باروړونکو موټرو په ګډون د لویو او وړو باروړونکو موټرو له ټولو چلوونکو غوښتي چې د ورځې ۲۴ ساعته پر بدیلو لویو لارو تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د روان کال د لیندۍ په درېیمه اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار به د ترافیکو پر مخ وتړي.

طالبانو سالنګ تونل له بیارغونې وروسته په ۱۴۰۲ کال کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیست.

دا لویه لار د افغانستان یوه له سترو او مهمو لارو ده، چې پلازمینه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو ویلي وو چې طالبانو د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې نیمګړې پرېیښې دي او رغول شوی سړک هم خراب شوی دی.