طالبان: له پنجشېر څخه ۱۰۰ ټنه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادرېږي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون په حواله لیکلي، چې په روانه اوونۍ کې به د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادر شي.
د راپور له مخې؛ تېر کال د پنجشېر ګېلاس هند او پاکستان ته صادر شوي وو؛ خو سږکال د سیمهییزو سیاسي او سوداګریزو ناکراریو له امله دغه مېوه نورو هېوادونو ته صادرېږي.