ایران: تېرکال ۲زره افغان کارګر ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای له دغه هېواده و اېستل شول

د تهران یوه دولتي چارواکي محمد نصیري ویلي، چې په تېر کال کې یې دوه زره افغان کارګر ماشومان او د هغوی کورنۍ له ایران څخه اېستلي دي.

د تهران یوه دولتي چارواکي محمد نصیري ویلي، چې په تېر کال کې یې دوه زره افغان کارګر ماشومان او د هغوی کورنۍ له ایران څخه اېستلي دي.
د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د تهران فلاح ادارې زیاته کړې چې تېر کال په پلازمېنه کې نږدې ۴۲۰۰ کارګر ماشومان پېژندل شوي وو، چې ۸۶سلنه یې افغانان وو.
نصیري زیاته کړې، په تهران کې یې د کارګرو ماشومانو لپاره د عدلیې وزارت، د ملیتونو عمومي ریاست او د پولیسو په ګډون د بېلابېلو څانګو سره په همغږۍ یو مرکز جوړ کړی دی.
د تهران د سترې محکمې مشر علي القاصي تېر کال ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اغېزمن شویو ماشومانو ۸۲سلنه یې له افغانستان دي.
علي القاصي وایي، په تهران کې نږدې ۳۷۰۰ اغېزمن شوي ماشومان هم پېژندل شوي دي چې ۸۲سلنه یې بهرنيان دي.
د ایران د ماشومانو د ملي ادارې منشي علي کاظمي بیا وایي، چې د زدهکړو څخه د محرومیت او مالي ستونزې د دې لامل کېږي چې ماشومان د تهران په سړکونو کې کار ته مخه کړي.


د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون یکشنبه د (غبرګولي ۱۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ افغانستان ته ته ستنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې له ایرانه ټول ټال ۵۹۴ کورنۍ ستنې شوې دي.
د دیورنډ کرښې له بېلابېلو لارو څخه بیا تېره ورځ یوازې ۱۴۸کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې مېشتې شوې دي.
بل خوا د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د تورخم له لارې ټول ټال ۸۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
همدا راز د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان له لوري ۱۴ افغانان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په زوره افغانستان ته ور ستانه کړای شوي دي.
هممهاله د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال په تېرو څلورو میاشتو کې ۶۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغو کسانو نیمایي برخه یې په زوره او پاتې نور په خپله خوښه له یادو هېوادونو وتلي دي.
د افغانستان یاد دوه ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو لپاره له ځورونو ډک هېوادونه بلل کېږي، چې په کې افغان کډوال د پولیسو له لوري له سختو رواني او بدني شکنجو سره مخ دي.
که څه هم نړۍوالو سازمانونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي؛ خو تهران او اسلام اباد دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د کډوالو پر ضد یې خپل اقدامات لا سخت کړي دي.

د ایران د بشري حقونو لپاره د ههنګاو په نامه سازمان وایي، چې ایران د روان ۲۰۲۵ کال د مئ په میاشت کې د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ کسان اعدام کړي دي.
دغه سازمان په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې له دغه اعدام شویو زندانیانو څخه یې د ۱۵۷ تنو هویت په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو د شپږو نورو کسانو د هویت په اړه یې څېړنې روانې دي.
د ههنګاو سازمان په راپور کې د اوو تنو افغانانو د اعدام یادونه هم شوې، چې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو؛ خو په راپور کې د دغه اعدام شویو افغانانو د نوم او هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
په راپور کې راغلي، چې د اعدام شویو کسانو په منځ کې یو سیاسي بندي، پدرام مدني چې د تهران اوسېدونکی و؛ د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی و.
همدا راز لږ تر لږه پنخه تنه ښځینه بندیانې چې د نشهیي توکو د قاچاق او وژنو په تور محکومې وې؛ اعدام شوې دي.
د بشري حقونو لپاره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، په افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
یاد سازمان وايي، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانيو نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت، د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او د مسلکي ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د تګ پر وړاندې مهم خنډونه دي.
په راپور کې زیاته شوې، د ډېرو ماشومانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له همدې امله ماشومان اړ کېږي؛ څو ښوونځي ته د تګ پر ځای خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو هم سخت بندیزونه لګولي او له همدې امله ډېری ماشومان هر کال له زدهکړو پاتې کېږي.
که څه هم د اسلامي هېوادونو په ګډون لوېدیځو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي؛ خو د یادې ډلې سختدریځي مشر ملا هبت الله دغو غوښتنو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ایران او پاکستان ته ۶۰۰زره افغان کډوال له خپلو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه کړي. له دې ډلې ايران نږدې ۴۳۵زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
دغه ادارې یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه» په خپرو شویو شمېرو کې په ډاګه کړې، چې له دې شمېر څخه ۲۵۲ زره او ۴۰۰ تنه کډوال په زور اېستل شوي دي.
د یونسیار د معلوماتو له مخې؛ سږکال له پاکستان څخه هم تر ۱۹۶ زرو زيات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې څخه ۳۳ زره تنه په زور اېستل شوي او نور په خپله خوښه ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره زياتوي، چې د تېرو ۲۱ مياشتو په موده کې له پاکستان څخه ټول ټال ۹۹۸ زره او ۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اېستل شوي دي؛ خو د دې ټولو له منځه، يوازې ۱۳۱ زرو څخه لږ شمېر کډوالو ته مرستې رسېدلې دي. د دغه مرستو ترلاسه کوونکو له ډلې ۵۰ سلنه ښځې وې او ۲.۴ سلنه معلولین وو.
د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۸۷۰ زره نور افغان کډوال چې په همدې موده کې له پاکستانه ستانه شوي چې هېڅ راز مرستې یې نه دي ترلاسه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه ځان د کډوالو د ملاتړ اصلي نړۍواله اداره ګڼي.
اکثره راستانه شوي کډوال شکايت کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پرې د فشارونو له امله اړ شول؛ څو خپل کاروبارونه او کورونه له مالونو ډک پرېږدي.
ملګري ملتونه وايي، د هغو کسانو له ډلې چې مرستې يې ترلاسه کړې ۷۲ سلنه يې ننګرهار، لغمان، کندوز، کابل او کندهار ولایتونو کې مېشت شوي دي.
افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت اقتصادي ناورین، لوږې او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.
طالبان دغو تازه ستنو شویو کډوالو ته د اسانتیاو په پرخه کې پاتې راغلي دي. د دغو ستنو شویو تر ټولو جدي ستونزې د سرپناوو او روزګار په برخو کې ګڼل کېږي.
نړۍوالو سازمانونو وار دمخه خبرداری ورکړی، چې دغه تازه ستنېدونکي افغان کډوال به د لوږې تر څنګ له سختو بشري ناورینونو سره مخ شي.
طالبانو د او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له نړۍوالو غوښتي؛ څو د دغه ستنو شویو کډوالو د ناورین مخنېوي په موخه ورسره لازمې بشري مرستې وکړي.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د مشر ملاهبت الله د هغه فرمان په اړه چې په کې له افغانستانه بهر وسلهواله مبارزه منعه شوې، د خپلو پخوانیو څرګندونو برعکس ويلي:« دا له لومړۍ ورځې زموږ دریځ دی، چې د مذهبي موخو د ترلاسه کولو لپاره وسلهواله مبارزه نشته.»
د پاکستان جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي، چې له لومړۍ ورځې راهیسې یې ګوند د مذهبي موخو د ترلاسه کولو لپاره د وسلهوالې مبارزې په نه کولو ټینګار کوي.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د کم عمره ماشومانو د ودونو د جرم په اړه د وروستي نافذ شوي قانون په اعتراضیه غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه ویلي، چې د ډیورند کرښې دواړه غاړو دیني عالمانو لا دمخه د وسلهوالې مبارزې په وړاندې خپله فتوا ورکړې او باید په دواړو هېوادونو کې له دغه فتوا څخه پېروي وشي.
مولانا فضل الرحمان په چین کې د وروستې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې سره وویل:« په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې، چې ( CPEC) به افغانستان ته وغځول شي او له هغه وروسته به د چین او پاکستان ګډه اقتصادي پروژه له ایران او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.»
هغه وایي، چې د سیمې اقتصادي پراختیا لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ سولهییزې اړیکې اړینې دي.
مولانا فضل الرحمان په داسې حال کې د افغانستان له پولو او ډیورنډ کرښې څخه بهر د وسلهوالې مبارزې په نه کولو ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې د جمهوري نظام پر مهال د یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې د جمهوري نظام پر وړاندې جګړه جهاد بللې وه؛ خو اوس یې په پاکستان کې همدغې جګړې ته د ناروا الفاظ وکارول.