• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د اقلیم بدلون او د چاپېریال خراب وضعیت ډېر زیان افغان مېرمنو ته اوړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص وایي، چې د اقلیم بدلون او د چاپېریال خراب وضعیت ډېر زیان افغان مېرمنو ته اوړي. هغه وایي، نړۍوال بنسټونه باید د خپلو احصایو او راپورونو په چمتو کولو کې دغه قشر هېر نه‌کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې؛ هغه د چاپېریال په تړاو په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، «نړۍوال دې خپلې مرستې له سیاسي مسایلو سره نه تړي او خپلو مرستو ته دې دوام ورکړي.»

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر زیاته کړې: «د افغانستان خلک د نړۍ د بشري ټولنې یوه برخه ده او د دغه ملت درد د ټولو درد دی او د دغه خلکو ستونزې د ټولو ستونزې دي.»

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې افغان مېرمنو ته د اوړېدونکو زیانونو په اړه څرګندونې کوي، چې دغې ډلې په کورنیو او نړۍوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه او بندیزونه د دې لامل شوي چې نړۍوال هېوادونه خپلې مالي مرستې د پام وړ کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د اپرېل په میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د اوچا د راپور له مخې؛ په اپرېل میاشت کې اووه پېښې شاملې دي، چې د طالبانو له‌خوا د شاوخوا ۲۹ کارکوونکو نیول او دوه نورې پېښې چې پکې د ګواښونو او لفظي ځورونې راپور ورکړل شوي؛ شامل دي.

دغو پېښو د بشري کارکوونکو ځواکمنتیا د خوندي او ګټورو فعالیتونو لپاره محدوده کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران: تېرکال ۲زره افغان کارګر ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای له دغه هېواده و اېستل شول

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د تهران یوه دولتي چارواکي محمد نصیري ویلي، چې په تېر کال کې یې دوه زره افغان کارګر ماشومان او د هغوی کورنۍ له ایران څخه اېستلي دي.

د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د تهران فلاح ادارې زیاته کړې چې تېر کال په پلازمېنه کې نږدې ۴۲۰۰ کارګر ماشومان پېژندل شوي وو، چې ۸۶سلنه یې افغانان وو.

نصیري زیاته کړې، په تهران کې یې د کارګرو ماشومانو لپاره د عدلیې وزارت، د ملیتونو عمومي ریاست او د پولیسو په ګډون د بېلابېلو څانګو سره په همغږۍ یو مرکز جوړ کړی دی.

د تهران د سترې محکمې مشر علي القاصي تېر کال ویلي و، چې په دغه ولایت کې د اغېزمن شویو ماشومانو ۸۲سلنه یې له افغانستان دي.

علي القاصي وایي، په تهران کې نږدې ۳۷۰۰ اغېزمن شوي ماشومان هم پېژندل شوي دي چې ۸۲سلنه یې بهرنيان دي.

د ایران د ماشومانو د ملي ادارې منشي علي کاظمي بیا وایي، چې د زده‌کړو څخه د محرومیت او مالي ستونزې د دې لامل کېږي چې ماشومان د تهران په سړکونو کې کار ته مخه کړي.

پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون یکشنبه د (غبرګولي ۱۱مه) له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ افغانستان ته ته ستنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې له ایرانه ټول ټال ۵۹۴ کورنۍ ستنې شوې دي.

د دیورنډ کرښې له بېلابېلو لارو څخه بیا تېره ورځ یوازې ۱۴۸کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې مېشتې شوې دي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د تورخم له لارې ټول ټال ۸۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

همدا راز د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان له لوري ۱۴ افغانان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په زوره افغانستان ته ور ستانه کړای شوي دي.

هم‌مهاله د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې د روان زېږدیز کال په تېرو څلورو میاشتو کې ۶۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغو کسانو نیمایي برخه یې په زوره او پاتې نور په خپله خوښه له یادو هېوادونو وتلي دي.

د افغانستان یاد دوه ګاونډي هېوادونه د افغان کډوالو لپاره له ځورونو ډک هېوادونه بلل کېږي، چې په کې افغان کډوال د پولیسو له لوري له سختو رواني او بدني شکنجو سره مخ دي.

که څه هم نړۍوالو سازمانونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي؛ خو تهران او اسلام اباد دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د کډوالو پر ضد یې خپل اقدامات لا سخت کړي دي.

د بشري حقونو سازمان: ایران تېره میاشت د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ کسان اعدام کړي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو لپاره د هه‌نګاو په نامه سازمان وایي، چې ایران د روان ۲۰۲۵ کال د مئ په میاشت کې د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ کسان اعدام کړي دي.

دغه سازمان په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې له دغه اعدام شویو زندانیانو څخه یې د ۱۵۷ تنو هویت په اړه معلومات ترلاسه کړي؛ خو د شپږو نورو کسانو د هویت په اړه یې څېړنې روانې دي.

د هه‌نګاو سازمان په راپور کې د اوو تنو افغانانو د اعدام یادونه هم شوې، چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو؛ خو په راپور کې د دغه اعدام شویو افغانانو د نوم او هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

په راپور کې راغلي، چې د اعدام شویو کسانو په منځ کې یو سیاسي بندي، پدرام مدني چې د تهران اوسېدونکی و؛ د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی و.

همدا راز لږ تر لږه پنخه تنه ښځینه بندیانې چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او وژنو په تور محکومې وې؛ اعدام شوې دي.

د بشري حقونو لپاره دغه سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.

یونېسف: شاوخوا څلور مېلیونه افغان ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، په افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي‌ دي.

یاد سازمان وايي، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانيو نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت، د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او د مسلکي ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د تګ پر وړاندې مهم خنډونه دي.

په راپور کې زیاته شوې، د ډېرو ماشومانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له همدې امله ماشومان اړ کېږي؛ څو ښوونځي ته د تګ پر ځای خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو هم سخت بندیزونه لګولي او له همدې امله ډېری ماشومان هر کال له زده‌کړو پاتې کېږي.

که څه هم د اسلامي هېوادونو په ګډون لوېدیځو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي؛ خو د یادې ډلې سختدریځي مشر ملا هبت الله دغو غوښتنو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی.

ملګري ملتونه: ایران او پاکستان تر ۶۰۰زرو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ایران او پاکستان ته ۶۰۰زره افغان کډوال له خپلو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه کړي. له دې ډلې ايران نږدې ۴۳۵زره افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

دغه ادارې یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه» په خپرو شویو شمېرو کې په ډاګه کړې، چې له دې شمېر څخه ۲۵۲ زره او ۴۰۰ تنه کډوال په زور اېستل شوي دي.

د یونسیار د معلوماتو له مخې؛ سږکال له پاکستان څخه هم تر ۱۹۶ زرو زيات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې څخه ۳۳ زره تنه په زور اېستل شوي او نور په خپله خوښه ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره زياتوي، چې د تېرو ۲۱ مياشتو په موده کې له پاکستان څخه ټول ټال ۹۹۸ زره او ۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته اېستل شوي دي؛ خو د دې ټولو له منځه، يوازې ۱۳۱ زرو څخه لږ شمېر کډوالو ته مرستې رسېدلې دي. د دغه مرستو ترلاسه کوونکو له ډلې ۵۰ سلنه ښځې وې او ۲.۴ سلنه معلولین وو.

د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۸۷۰ زره نور افغان کډوال چې په همدې موده کې له پاکستانه ستانه شوي چې هېڅ راز مرستې یې نه دي ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه ځان د کډوالو د ملاتړ اصلي نړۍواله اداره ګڼي.

اکثره راستانه شوي کډوال شکايت کوي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پرې د فشارونو له امله اړ شول؛ څو خپل کاروبارونه او کورونه له مالونو ډک پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي، د هغو کسانو له ډلې چې مرستې يې ترلاسه کړې ۷۲ سلنه يې ننګرهار، لغمان، کندوز، کابل او کندهار ولایتونو کې مېشت شوي دي.

افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت اقتصادي ناورین، لوږې او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.

طالبان دغو تازه ستنو شویو کډوالو ته د اسانتیاو په پرخه کې پاتې راغلي دي. د دغو ستنو شویو تر ټولو جدي ستونزې د سرپناوو او روزګار په برخو کې ګڼل کېږي.

نړۍوالو سازمانونو وار دمخه خبرداری ورکړی، چې دغه تازه ستنېدونکي افغان کډوال به د لوږې تر څنګ له سختو بشري ناورینونو سره مخ شي.

طالبانو د او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له نړۍوالو غوښتي؛ څو د دغه ستنو شویو کډوالو د ناورین مخنېوي په موخه ورسره لازمې بشري مرستې وکړي.