• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدني سزاوو زیاتوالی؛ ریچارډ بېنېټ وایي طالبان باید عادي ونه‌ګرځول شي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ددُرې وهلو سزاوو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان باید عادي نه کړای شي.

د رپوټونو له مخې، طالبانو یوازې د یوې اونۍ په موده کې، له ۶۰ زیات کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو سترې محکمې په بدخشان ولایت کې پر یوه تن د الکولي مشروباتو د پلور په تور د دُرې حکم د تطبیق خبر ورکړی، ریچارد بېنېټ دا ډول سزاوې د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

بېنېټ د غبرګولي میاشتې پر۱۲مه، پر خپل اېکس ولیکل، « دغه سختې سزاوې په ۲۰۲۵ کال کې په ډراماتیک ډول ډېرې شوې دي او باید سملاسي ودریږي».

نوموړي زیاته کړې، « دا یوه جدي یادونه ده چې طالبان باید عادي نه شي او هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په زور بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي».

ریچارد بېنېټ ویلي چې د طالبانو سترې محکمې په تېره اونۍ کې لږ تر لږه ۶۳ نارینه او ۴ ښځې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو په وینا، یاد کسان له نکاح نه مخکې جنسي اړیکو، له کوره په تېښتې، غلا، د نشه‌يي توکو په پلور، وژنې او قماربازۍ تورن او نیول شوي وو، چې ځینو ته یې د بند سزاوې هم اورول شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په ننګرهار کې د «حاجي قدير ښارګوټي» ځمکه دولتي وګرځوله

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت وايی چې اختصاصي محکمې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د «حاجي قدير ښارګوټي» په نامه د ۱۲۳۲ جریبه او ۱۲ بسوې ځمکې د سندونو او مدارکو په ارزونې سره پرېکړه وکړه چې یاده ټوله ځمکه دولتي ده. تر اوسه ددې پرېکړې په اړه د حاجي قدیر کورنۍ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو عدلیې وزارت نن دوشنبه، د غبرګولي ۱۲مه، اعلان وکړ، چې یاده ځمکه د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په فتح اباد او خیراباد سیمو کې موقعیت لري.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو دغصب مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې دا موضوع ارزولې او د ځمکو غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مې مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو ارزونې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

دوی همدراز زیاتوي چې یادې اختصاصي محکمې ټول اړوند اسناد و ارزول او د متصرفینو وړاندې شوي سندونه یې د پرتلنې او ارزونې په پایله کې نامعتبره وګڼل او پرېکړه یې وکړه چې تر دعوا لاندې ټوله ځمکه دولتي ده.

د طالبانو ددې پرېکړې په اړه د حاجي قدیر کورنۍ تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ظاهر قدیر پخپله دمګړۍ په کینیا کې له یوې محاکمې سره مخ دی.

د طالبانو عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي چې دا کمېسیون مسوولیت لري چې دولتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دولتي ځمکو څېړولو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی هم لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکو د غويي پر ۲۱مه وویل، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې څلور مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبانو راګرځول شوې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: له طالبانو سره په سیاسي کچه د اړیکو ټینګولو هیڅ پلان نشته

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د فدرالي حکومت له خوا په سیاسي کچه له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو هیڅ پلان نشته. یاد وزارت وايي، چې له دې ډلې سره اړیکې یوازې په تخنیکي کچه دي.

د می میاشتې پر ۲۷مه په قطر کې د افغانستان لپاره د جرمني سفارت چارسمبالي رولف دیټر راینهارډ د طالبانو له سفیر سهیل شاهین سره وکتل او وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې دواړو خواوو پر مهمو سیاسي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو او په جرمني کې میشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تاز رسنۍ ته ویلي، چې دوی له طالبانو سره په سیاسي کچه د اړیکو ټینګولو پلان نه لري، خو تخنیکي تماسونه یې شته دي.

طالبانو له دې وړاندې هم د لوېدیزو هېوادونو له استازو سره د ورته ناستو خبرونه ورکړي.

د فرانسې استازي هم په می میاشت کې له شاهین سره لیدلي و او د خبرو پر مهال یې عکسونه هم خپاره شوي.

همداراز د اسپانیا سفیر هم یوه ورځ وروسته له شاهین سره ولیدل او د کونسلي چارو پر سر یې خبرې وکړې. سویس حکومت د مارچ په پای کې په کابل کې یو بشري دفتر پرانیست.

همدا اونۍ، پاکستان او طالبانو خپل استازي د سفیرانو کچې ته لوړ کړل او روسیې اعلان وکړ، چې په مسکو کې یې ددې ډلې سفیر منلی دی.

جرمنی د نورو لویدیزو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو، برلین له دې ډلې سره تخنیکي تماسونه ساتلي دي.

د جرمني سفارت لا هم په کابل کې تړلی دی او رولف راینهارډ په قطر کې دنده لري.

تاز وايي، دغه تماسونه د جرمني حکومت د پلان یوه برخه ګڼل کېدای شي، چې غواړي یو ځل بیا افغان پناه‌ غوښتونکي بیرته افغانستان ته واستوي.

د جرمني حکومت په نوې ایتلافي هوکړه کې راغلي چې دوی به بیېرته استونې له مجرمانو او قانون اخلال کوونکو پیل کړي.

د دغې موخې لپاره له طالبانو سره مستقیم ديپلوماتیک تماس ضروري ګڼل کېږي، څو د اسنادو تثبیت او د سفر د موقتي سندونو برابرولو چاره ترسره شي.

یاده رسنۍ وايي، اوس هم د جرمني او طالبانو ترمنځ د اړیکو یو چینل فعاله دی او هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې د مونشن کونسلګري ده. جرمني له دې وړاندې هم د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره اړیکې تخنیکي بللې دي.

تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د هغو سفارتونو اسناد نه‌مني چې پخواني ډيپلوماتان یې اداره کوي. خو مونشن او مادرید یې مستثنا کړل، ځکه دغه کونسلګرۍ د کابل له لوري لارښوونې ترلاسه کوي.

یاده رسنۍ وايي، د طالبانو له خوا له رینهارډ سره د خبرو اترو لومړی خبر ممکن د جرمني لوري باندې د فشار راوړلو هڅه وي چې د «عادي کولو» په لور ډیر څه وکړي او دا رسمي کړي، خو د افغانانو لویه برخه ویره لري چې تش په نامه تخنیکي اړیکې کولی شي د طالبانو رژیم «عادي کولو» ته لار پرانیزي او په دې توګه د بشري حقونو سرغړونې پټې کړي.

د طالبانو له خوا تر کراچۍ وړلو وروسته؛ په کوټه سنګي کې یوه کراچیوان ځان له پله غورځولی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱

څو تنو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نن سهار د کابل په میرویس میدان « کوټه سنګي» سیمه کې د طالبانو د ښاروالۍ کسانو له یوه کراچیوان نه د هغه لاسي کراچۍ یووړه، چې وروسته کراچیوان ځان د کوټه سنکي پله څخه لاندې غورځولی دی.

عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ناحیې مسوولینو له خوا د سرک غاړې کراچیو تر ټولولو وروسته یوه کراچيوان ددې کار په غبرګون کې خپل ځان د کوټه سنګي پل څخه لاندې راغورځولی دی.

عیني شاهدان وايي:« کله یې چې ځان را وغورځاوه، خلک پرې ور ټول شول، خو هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی و.»

تر اوسه پورې طالبانو ددغه کس د مړینې او ددې پیښې رامنځته کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عیني شاهدانو په وینا، یاد کس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و او د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره یې په لاسي کراچۍ کې بېلابېل توکي پلورل.

یو عیني شاهد په یوه ویډیويي پېغام کې وویل:« په افغانستان کې دندې نشته خو څوک چې د خپل ځان لپاره یو کاروبار جوړوي بیا د ناحیې او ښاروالۍ له خوا ورڅخه پیسې اخیستل کېږي او کار ته نه پرېښودل کېږي.»

دوی نیوکه کوي، چې د فلسطین په پرتله په افغانستان کې زیات ظلم روان دی.

دوی همداراز زیاتوي:« موږ په کابل کې ژوند کوو، باید د کور او برېښنا پیسې تحویل کړو. چې کار ونه کړو نو د شپې به مو اولادونه څه خوري.»

دوی نیوکه کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې هغه څوک خوښ دي، چې دندې لري ، خو ۹۰ سلنه نور ولس له دغه حکومت څخه واټن اخیستی دی.

دوی طالبانو ته خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي لرې نه ده، چې یوه ورځ به خلک د طالبانو پرضد پاڅون وکړي.

محمود خان اڅکزی: که ټرمپ "اول امریکا" وایي، نو موږ هم حق لرو چې "اول پښتون" ووایو

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د سوات ولسي جرګې تر نامه لاندې غونډې ته وویل چې پښتانه د پاکستان د دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوي. اڅکزی وايي، « که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ "اول امریکا" وایي، نو موږ هم حق لرو چې "اول پښتون" ووایو».

د سویلي پښتونخوا ملت پاله سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تېره ورځ د غبرګولي ۱۱مه په سوات کې ددغه ګوند له خوا د ولسي جرګې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل چې پښتون قوم د نړیوالو سیاسي او اقتصادي جګړو او همدارنګه د پاکستاني دولت د تش په نامه دفاعي او ستراتیژیکو سیاستونو قرباني شوی دی.

100%

محمود خان اچکزي وویل:« نن ورځ پښتانه د افراطیانو او تروریستانو په توګه انځورول کیږي، سره له دې چې له دې بحرانونو تر ټولو ډیر زیانمن شوي دي.»

اڅکزي همدراز په خپله وینا کې ویلي چې «زموږ غوښتنه نه یوازې له نړیوالو قوانینو سره بلکې له اسلامي اصولو سره هم سمون لري».

هغه یوځل بیا وویل چې «موږ د پاکستان د ماتولو په لټه کې نه یو، خو غلامي به په هیڅ صورت نه منو».

اڅکزي وویل، چې برابري، مساوي فرصتونه او پرمختګ اساسي قانون او بشري حقونه دي.

محمود خان اڅکزي اعلان وکړ، چې له ستر اختر وروسته د «تحريک تحفظ قانون پاکستان» تر نامه لاندې په ټول هېواد کې عوامي تحريک پيلوي چې مقصد يې د قانون، جمهوريت او قامي حاکميت تامین دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت: په ټول هېواد کې له ۱۱ میلیونو ډېر زده‌کوونکي ښوونځیو ته ځي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې په ټول هېواد کې ۱۱میلیونه او ۱۹۴ زره زده‌کوونکي د دغه وزارت تر چتر لاندې ښوونځیو کې شامل دي.

د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، چې ۲۴۶زره ښوونکي دا مهال په ښوونځیو کې تدریس کوي او شاوخوا ۷۰زره مدرسان د دیني مدرسو له لارې اسلامي تعلیمات وړاندې کوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال ۱۸،۶۸۹ ښوونځي د ښارونو او لرې پرتو سیمو په کچه فعال دي، چې ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

نوموړی وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو (اګست ۲۰۲۱) راهیسې د پوهنې وزارت د مشرتابه او د بشري سرچینو ریاست په هڅو، تر ۱۳۴ زرو زیات استادان، مدرسان او اداري کارکوونکي په رسمي ډول ګومارل شوي او دا مهال په ښوونځیو، دیني مدرسو او د سواد زده کړې په مرکزونوکې په تدریس بوخت دي.

دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې په ټولنیز ژوند کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي.