• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د یکشنبې په ورځ په غزه کې ۵۴ فلسطینیان وژلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) د غزې په بېلابېلو سیمو کې ۵۴ فلسطینیان وژلي دي. د راپور له مخې؛ په دغه بریدونو کې هوایي بمبارۍ او ځمکني عملیات شامل دي.

د معلوماتو پر بنسټ اسراییلي ځواکونو تېره ورځ په غزه کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د راټولو شویو کسانو پر یوې جوپه مخامخ ډزې کړې دي.

په دغه ډزو کې ۳۰ فلطسینیان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.

د ماشوم ساتنې نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر بشري ادارو د اسراییلي ځواکونو دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

له دې ور هاخوا د روانو جګړو له امله په غزه کې لوږه هم مخ په پراخېدو ده او لا تر اوسه سلګونه کسان د خوړو نشتوالي له کبله هم مړه شوي دي.

اسراییلي ځواکونو غزې ته د هر ډول بشري مرستو لېږد کاروانونه ودرولي او اجازه نه ورکوي، چې هلته خوراکي او نور اړین توکي یوسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

عربستان: اسراییل سوله نه غواړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د اسراییل پر هغه اقدام نیوکه وکړه، چې لوېدیځې غاړې ته د عربي هېوادونو د لوړپوړي پلاوي د سفر مخه نیسي. هغه ویلي، چې دغه اقدام د اسراییل له‌خوا ښکاره «افراطیت او د سولې پر وړاندې خنډ» دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ بن فرحان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اردن، مصر او بحرین له بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره ولیدل.

له بل پلوه تېره ورځ اسراییلي چارواکو ویلي و، چې د فلسطین په لوېدیځه غاړه رام الله ښار کې د عربي هېوادونو د وزیرانو پلان شوې غونډې ته به اجازه ورنه کړي.

یوه اسراییلي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: «د عربي هېوادونو وزیران غواړي، چې د فلسطیني دولت د جوړولو او هڅولو په اړه د بحث لپاره په رام الله کې په یوه پاروونکې غونډه کې برخه واخلي؛ خو اسراییل به یې مخنېوی وکړي.»

د هند په شمال ختیځ کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

هندي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په شمال ختیځو ایالتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونه او ځمکې ښویېدنې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې؛ وینام، اسام او ارون اچل پردېش هغه ایالتونه دي چې تر ټولو سخت زیانمن شوي دي.

د مېګالیا ایالت سر وزیر کونراډ کې له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې په بېړني حالت کې پاتې شي، «وضعیت جدي دی او موږ باید د خلکو د ژغورنې لپاره محتاطه اوسو.»

که څه هم په هند کې موسمي ورښتونه د اوبو زېرمه کولو او کرنې لپاره حیاتي دي؛ خو کله ناکله دغه ورښتونه له ځان سره ډېرې ویجاړۍ هم لري.

د حج ناقانونه زیارت کوونکو پر وړاندې اقدام؛ سعودي عربستان ۲۶۹ زره کسان بېرته ستانه کړي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۴۰ GMT+۱

د سعودي عربستان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې له څه باندې ۲۶۹ زره کسانو څخه چې د حج کلني زیارت لپاره یې رسمي اجازه لیکونه نه درلودل، د مکې مکرمه ښار ته له ننوتلو منع کړي دي. دغه اقدام د هغو کسانو پر ضد دی، چې په غېرقانوني ډول د حج مراسمو کې ګډون کوي.

حکومت د حج په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه اچوي، چې اجازه لیکونه نه لري.

دا شمېر د غېر رسمي زیارتونو کچه او همدارنګه د حج ترسره کولو د غوښتنې زیاتوالی هم په ډاګه کوي.

اوس مهال په مکه کې په رسمي توګه شاوخوا ۱.۴ مېلیونه مسلمانان موجود دي او نور هم په راتلونکو ورځو کې ورزیاتېږي.

هغه کسان چې له اجازه لیکونو پرته حج ترسره کوي، تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې جریمه کېږي او نورې سزاګانې لکه اخراج هم پرې عملي کېږي.

دا تګلاره د سعودي اتباعو او د سعودي اوسېدونکو دواړو لپاره عملي ده.

په مکه کې د یوې خبري ناستې پرمهال چارواکو وویل، چې دوی ۲۶۹,۶۷۸ کسان چې اجازه لیکونه یې نه درلودل، د ښار د ننوتلو څخه منع کړي دي.

د قوانینو له مخې، یوازې هغه کسان چې اجازه لیکونه لري کولای شي چې حج ترسره کړي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په مکه کې دایمي ژوند کوي.

چارواکو د حج د مقرراتو د سرغړونې په خاطر له ۲۳,۰۰۰ زیات د سعودي اوسېدونکو ته سزاګانې ورکړي او د ۴۰۰ حج شرکتونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

جنرال محمد العمري رسنیو ته وویل: «زموږ په څار کې حج کوونکي دي او هر څوک چې اطاعت ونکړي موږ به یې پر وړاندې اقدام وکړو.»

حج د اسلام کلنی مذهبي زیارت دی، چې ګڼو مذهبي مراسمو سره مل وي.

دا د هر مسلمان لپاره چې وس ولري، په ژوند کې یو ځل فرض ګڼل کېږي.

د اوکراین په بریدونو کې د ۷ مېلیارد ډالرو په ارزښت ۴۱ روسي بم‌غورځوونکې الوتکې ویجاړې شوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱

اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د روسیې پر څلورو اټومي پوځي اډو حمله وکړه، چې په پایله کې یې د ۷ مېلیارده ډالرو په ارزښت ۴۱ روسي بم‌غورځوونکې الوتکې ویجاړې کړې دي.

دا بریدونه د روسیې پر ضد د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو ستر او تر ټولو لرې واټن لرونکي عملیات ګڼل کېږي.

راپورونه وایي، چې اوکراین د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د خپلو بې پيلوټه الوتکو له بریدونو مخکې امریکا ته د خپلو پلانونو خبر نه و ورکړی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر دې برید وروسته په ټېلګرام کې ولیکل، چې دا یوه «بشپړه خپلواکه هڅه» وه.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې دا عملیات له یو نیم کال راهیسې پلان شوي و.

اکسیوس خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي، چې کییف د ډونالډ ټرمپ د ادارې سره هېڅ همغږي یا مخکې اطلاع نه ده شریکه کړې.

د اوکراین د امنیتي ادارې مشرانو د روسیې څلورو پوځي اډو د بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې په ټوله کې ۴۱ روسي الوتکې په نښه شوي دي.

د دې ادارې په وینا، د له منځه وړل شویو طیارو ارزښت تر ۷ مېلیاردو ډالرو زیات دی.

زېلېنسکي دغه برید یو «په زړه پورې عملیات» وبلل او ویې ویل، چې دا تر اوسه پورې د اوکرایني ځواکونو تر ټولو لرې واټن لرونکی برید دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې ۱۱۷ بې پيلوټه الوتکې کارول شوي او روسي ځواکونو ته یې جدي تاوانونه اړولي دي.

ټېلګراف ورځپاڼې بیا راپور ورکړی، چې دا برید په هغو څلورو پوځي اډو شوی چې په بشپړه توګه د روسیې په خاوره کې موقعیت لري او کېدای شي د اوکراین په درې کلنه جګړه کې دا تر ټولو ویجاړونکي بې پيلوټه بریدونو څخه وي.

د ټېلګراف په حواله، دا عملیات چې د «تار» نوم ورکړل شوی، تر ۱۸ میاشتو زیاته موده کې پلان شوی او د زېلېنسکي په مستقیمه څارنه ترسره شوی دی.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین داخلي امنیتي اداره د نوښتګرو طریقو په کارولو سره وتوانېدله چې ستراتیژیک روسي بم غورځوونکې الوتکې په نښه کړي.

رویترز په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو پر اساس د یو اوکرایني امنیتي چارواکي له قوله ویلي، د چاودېدونکو توکو لرونکې بې پيلوټه الوتکې د لرګیو یوه چت کې پټې وې.

دغه چتونه د لارۍ تر شا بار شوي او نږدې د روسیې د پوځي اډو سیمو ته وړل شوي وې.

دا اهداف د ټی-یو-۹۵ او ټی-یو-۲۲ ستراتیژیک بم غورځوونکې الوتکې وې، چې روسیه ترې د اوکراین پر لور د اوږد واټن توغندیو د ګوزار لپاره کار اخلي.

د څلورو اډو څخه یوه په سایبریا سیمه کې او بله د فنلنډ سرحد ته نږدې ده.

د اوکراین او روسیې پلاوي د استانبول په چراغان ماڼۍ کې د خبرو لپاره سره جرګه کېږي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د اوکراین او روسیې پلاوي به د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو دویم پړاو ترسره کړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، ټاکل شوې چې دغه خبرې د چراغان په ماڼۍ کې د ماسپښین پر یوه بجه پیل شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی د پلاوي مشري به د دغه هېواد د دفاع وزیر روستم عمروف کوي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دوی اوکراین ته وړاندیز کړی چې د جون پر ۲مه نېټه دې د خبرو نوی پړاو په استانبول کې وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ولادیمیر مېدېنسکي به د روسي پلاوي مشري وکړي.

تمه ده، چې دا خبرې د اوکراین-روسیې د روان کړکېچ په حل کې مهم پرمختګونه رامنځته کړي.

په داسې حال کې، چې د اوکراین ولسمشر په استانبول کې خبرو اترو ته چمتووالی اعلان کړی، خو د کییف او مسکو ترمنځ جګړه یوې نوې خطرناکې مرحلې ته رسېدلې او دواړو لوریو یو پربل پراخ ډرون بریدونه وکړل او اټومي الوتکې او یو بل په نښه کړل.