• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي او د ترکیې سفیر د اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر جینک اونال سره په کتنه کې دواړو لوریو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، وروستیو پرمختګونو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي د ترکېې له خوا له افغانانو سره د بشري مرستو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې رغنده او د پراختیا وړ وبللې.

یاد وزارت وايي، د ترکیې سفیر اونال هم د دواړو هېوادونو دوه‌اړخیزې اړیکې ګټورې یادې کړې او په افغانستان کې یې د ترکیې د روانو او راتلونکو همکاریو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو المرصاد رسنۍ: ترکیې ته سپارل شوی داعشي د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلی و

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۲ GMT+۱

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد په یوه مطلب کې لیکلي چې د ازګور التون په نامه د داعش خراسان څانګې مهم غړي په ۲۰۲۱ز کال کې له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته بیرته فعالیت پیل کړ او په ۲۰۲۳ز کال کې تر هغه وروسته بلوچستان ته وتښتېد، چې د طالبانو تر څار لاندې و.

څو ورځې وړاندې ترکي رسنیو خبر ورکړی و، چې یو ترکی وګړی ډېورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني حکومت نیولی او د ترکیې امنیتي ادارو ته یې سپارلی دی.

د نیول شوي کس نوم ازګور التون ښوول شوی خو د طالبانو استخباراتو ته نږدې المرصاد رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې نوموړی د داعش خراسان څانګې مهم مسوول و.

المرصاد خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ازګور التون په ۲۰۱۸ز کال کې افغانستان ته راغلی و او له داعشیانو سره یوځای شو.

دوی همدراز وايي یو کال وروسته د افغانستان پخواني حکومت له خوا ونیول شو او د کابل تر سقوط پورې په زندان کې و، خو کله چې زندانونه مات شول نوموړی هم وتښتېد.

المرصاد د خپلو سرچینو په حواله لیکلي:«په ۲۰۲۱ز کال کې له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته نوموړي بیرته فعالیت پیل کړ او په ۲۰۲۳ز کال کې تر هغه وروسته بلوچستان ته وتښتېد چې د طالبانو په عملیاتو کې د داعش ډلې رهبري او افراد سخت وځپل شول. ازګور التون د جنګیالیو په لیکو کې د ابو یاسر الترکي په نوم مشهور و.»

د طالبانو یوې امنيتي سرچینې المرصاد ته زیاته کړې چې په بلوچستان کې التون عمدتا د داعش خراسان لیکو ته د اذربایجاني او ترکي وګړو او مالي مرستو د راجلبولو په برخه کې فعال و.

المرصاد د التون په اړه زیاتوي چې د هغه په هڅو د داعش لیکو ته جلب شوي د ازربایجان ځینې وګړي په خپل هیواد کې نیول شوي او یو شمېر نور یې بیا په بلوچستان کې تر نیول کېدو وروسته اذربایجان ته تسلیم شوي دي.

دا رسنۍ زیاتوي چې ځینې بهرني وګړي چې د التون له خوا بلوچستان ته غوښتل شوي وو، د مستونګ په عملياتو کې له منځه تللي چی د داعشيانو پر مرکزونو ترسره شوي. په دې عملیاتو کې نږدې ۳۰ داعشي جنګيالي وژل شوي دي.

المرصاد په دې اړه لیکلي چې په بلوچستان کې د التون او تر هغه وړاندې د شریف الله او نورو داعشیانو نیول کېدل او په مستونګ کې د دوی پر ښکاره مرکزونو بریدونه دا په ډاګه کوي چې د داعش مرکزیت بلوچستان ته انتقال شوی او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلان او ترسره کوي.

د غبرګولي پر ۱۱مه ترکي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د داعش خراسان څانګې مهم غړی التون ازګور چې د «ابو یاسر الترکي» په مستعار نوم یې فعالیت کاوه او له اروپا او منځنۍ اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش غړو د انتقال مسول و، د پاکستان او ترکیې استخباراتو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په همکارۍ بې اسناده افغان کډوال ایستل کېږي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان وکړ، چې ایران او طالبان د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د تنظیم لپاره همکاري کوي چې د استوګنې اسناد نه لري. د هغه په ​​وینا، دا همکاري روانه ده او تعقیب به شي.

بقايي د غبرګولي په ۱۲مه، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او زیاته یې کړه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پرمهال د غیر اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو د پروسې د تنظیم لپاره له دې ډلې سره د ایران د همکارۍ په اړه هم خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه: «د کډوالو په څېر مسایل تل د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د اړیکو په اجنډا کې دي».

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه لاهم روانه ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مخکې اعلان وکړ. چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، نږدې۴۳۵ زره کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران د کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره په همکارۍ ټینګار کوي، سره له دې چې طالبانو مخکې له ایران او پاکستان څخه غوښتي وو چې له کډوالو سره د زغم چلند وکړي او د ښه ګاونډیتوب اصل مراعات کړي.

د سوریې ولسمشر له امریکا سره په همغږي پخواني جهادیان په خپل پوځ کې شاملوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

امریکا د سوریې د نوې مشرتابه دا پلان منلی، چې زرګونه بهرني جهادي پخواني یاغیان په خپله ملي اردو کې شامل کړي، خو شرط یې دا دی چې دا کار په شفاف ډول ترسره شي.

د سوریې درې دفاعي چارواکو ویلي چې تر پلان لاندې شاوخوا ۳۵۰۰ بهرني جنګيالي به، چې زیاتره یې د چین او ګاونډیو هېوادونو د اویغور لږکیو غړي دي، په نوي جوړ شوي واحد کې شامل شي چې ۸۴مه سوریایي پوځي قطعه نومیږي او سوریایان به هم پکې وي.

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د ټرمپ ځانګړی استازي رویټرز ته ویلي، « زه وایم چې تفاهم شته، په شفاف ډول».

هغه وویل، دا غوره ده چې دغه جنګيالي، چې زیاتره یې د سوریې نوې ادارې ته وفادار دي، د دولت په پروژه کې وساتل شي، نه دا چې پرېښودل شي.

د دې بهرنیانو برخلیک چې د سوریې په ۱۳ کلنه جګړه کې د هیئت تحریر الشام یاغیانو سره یوځای شوي وو، له لویدیځ سره د نږدېوالي په لاره کې ستر مشکل و.

تر می میاشتې پورې امریکا غوښتل چې نوې مشري باید بهرني جنګيالي له امنیتي ځواکونو جلا کړي، خو د ټرمپ د منځني ختیځ له سفر وروسته د سوریې په تړاو د واشنګټن دریځ بدل شوی.

ټرمپ د اسد پر ضد بندیزونه لغو کړل، د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره یې په ریاض کې ولیدل او بارک یې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د سوریې د دفاع وزارت دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې الشرع او ملګرو یې لویدیزو استازیو ته ویلي چې په پوځ کې د بهرنیو جنګیالیو شمولیت د هغوی تر ازاد پرېښودو کم خطره دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سوریې د حکومت ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: « چین هیله لري چې سوریه به د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په غبرګون کې له ټولو ترهګریزو او افراطي ډلو سره مخالفت وکړي».

د ترکستان اسلامي ډلې سیاسي چارواکي عثمان بوغرا رویټرز ته په لیکلي ډول ویلي، چې ډله یې رسمي توګه له منځه تللې او د سوریې اردو سره یوځای شوې ده.

ازبکستان وايي طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژني چې نړیوال یې ومني

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۱

د ازبکستان د بهرني سیاست ځانګړی استازی وايي، چې د شرایطو د برابرېدو په صورت کې به له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ، د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني.

د ازبکستان د ولسمشر د بهرني سیاست ځانګړي استازي او د امنیت شورا مرستیال سکرتر عبدالعیز کامل‌اف له یوې ازبکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، « زموږ همکاري د دې پر بنسټ نه ده چې موږ طالبان په رسمیت پېژنو که نه، بلکې موږ به دا کار وکړو، ځکه بله لار نشته، خو هغه وخت چې شرایط برابر شي».

نوموړی وايي، چې ازبکستان غواړي دا ګام د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې په ملتیا واخلي.

هغه یادونه وکړه چې د افغان او ازبک ولسونو ترمنځ تاریخي او تمدني اړیکې موجودې دي او دا اړیکې باید له پامه ونه غورځول شي.

هغه زیاته کړې، « زموږ ستر نیکونه لکه ابو ریحان البیروني، علی‌شیر نوایي، د هغه استاد لطفي، کمال‌الدین بهزاد، ظهیرالدین بابر دا ټول له افغانستان سره تړلي دي. ډېر یې هلته ښخ دي».

نوموړي د طالبانو له‌خوا د نېک نیت یوه نښه هم یاده کړه، چې له هرات څخه یې د امام بخاري د کمپلکس د ترمیم لپاره ۱۶ موټره سپین مرمر د خیرات په توګه حیرتان ته ولېږل.

کامل‌اف زیاته کړې چې افغان ولس یو اتل ملت دی، چې د انګریز، شوروي اتحاد او ناټو مداخلو ته یې زغم کړی، او اوس یې د فشار پرځای باید ملاتړ وشي.

کامل‌اف ادعا وکړه، چې د غني د حکومت پر مهال هم وضعیت ډېر خراب و او د بودجې ۷۰ سلنه له بهرنیو سرچینو راتله او یوازې ۳۰ او۴۰ سلنه خاوره د حکومت تر کنټرول لاندې وه.

هغه وویل چې ولسمشر شوکت میرضیایف د طالبانو او اپوزېسیون ترمنځ د خبرو مشوره ورکړې وه، خو دا مشوره ونه منل شوه او ازبکستان نورو سناریوګانو ته تیار شو.

هغه زیاته کړه، « موږ سم کار وکړ، چې له طالبانو سره مو خبرې پیل کړې، هغوی مو دلته راوبلل. طالبانو واک تر لاسه کړ، موږ یې ټول مشران پېژنو. کله چې مو د هغوی پلاوي راوبلل، لویو قدرتونو ویل چې تاسې ولې له ترهګرو سره خبرې کوئ؟ خو اوس همغه هېوادونه له موږ نه مرسته غواړي چې له طالبانو سره تماسونه تنظیم کړو».

هغه پر دې ټینګار کړی چې طالبان باید په نړیوالو ډیالوګونو کې شامل شي.

ناڅرګندو وسله والو په کندهار کې د طالبانو د پوهنې امر وژلی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست سرچینو افغانستان انټرتشنل ته وویل چې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د طالبانو پوهنې امر سعید احمد سالار ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. دا پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د۱۵مې حوزې په یخ کاریز سیمه کې شوې او له نوموړي یې موټرسایکل هم بېولی دی.

په کندهار کې ځايي سرچینو نن د غبرګولي ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل د طالبانو د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر سعيد احمد سالار هغه مهال په نښه شو چې خپل کور ته پر لاره و.

په کندهار کې ځايي چارواکو ویلي چې دا پېښه جنايي ده او نوموړی د غلو له خوا په نښه شوی دی.

دوی همدراز زیاتوي چې غله له سیمې تښتېدلي او موټرسایکل یې هم له ځان سره بېولی دی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د کندهار ځینې اوسېدونکي وايي په دې ورستیو کې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو او مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.