یونېسف: تېر کال سېلابونو په افغانستان کې ۴۵۰ کسان وژلي او له ۷۰ زرو ډېر کورونه زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، تېر کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۵۰ کسان وژل شوي دي. دغه اداره زیاتوي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په دغه سېلابونو کې د خلکو شاوخوا ۷۰ زره کورونه یا له منځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.

یونېسف دغه راز زیاته کړې، چې په دغو سېلابونو کې سلګونه ښوونځي هم ویجاړې شوې دي، چې اوسمهال د اروپایي اتحادیې په همکارۍ د ۳۳۶ ښوونځيو د ودانیو د رغولو چارې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طبیعي پېښو د افغانستان د خلکو ژوند او مال ته جدي زیانونه اړولي دي او د خطرونو د کمولو او د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
خو دغه اړتیاوو ته په کتو سره بیا په افغانستان کې د بهرنیو مرستو په کمېدو سره د عامو خلکو ژوند نور هم اغېزمن شوی دی.

دغه سازمان له نړۍوالو شریکانو او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي، څو د اغېزمنو شویو خلکو اړینې اړتیاوې پوره شي او د راتلونکو طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره چمتووالی زیات شي.