• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني صدراعظم وايي د محکمې پرېکړه به یې د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ وایي، که څه هم یوې محکمې د دریو سومالیايي پناه‌ غوښتونکو شړل غیرقانوني بللي، خو دا پرېکړه به د حکومت د کډوالۍ اړوندو سیاستونو مخه ونه نیسي.

د برلین اداري محکمې ویلي، دغه پناه‌ غوښتونکي باید د اروپايي اتحادیې د ډوبلین مقرراتو له مخې جرمني کې پرېښودل شوي وای، نه دا چې بېرته پولنډ ته واستول شي. دې محکمې دا کړنه ناقانونه بللې ده.

مېرڅ ټینګار کړی چې د اروپايي قوانینو په چوکاټ کې به لا هم ناقانونه کډوال له پولو اړوي، څو د جرمني ښارونه او ټولنې له فشارونو وژغوري.

ددغه سیاست په غبرګون کې کډوال پلوه ډلې وایي، دا تګلاره د اروپايي قوانینو خلاف ده او باید پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

عزیزی شرکت د قزاقستان په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.

میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.

په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.

د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.

نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.

له څو میاشتني سیاسي بحران وروسته؛ په سوېلي کوریا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.

په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.

دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې په دوو جلا عملیاتو کې ۷ وسله‌وال وژل شوي دي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه) ویلي، چې په بلوچستان کې په دوو جلا عملیاتو کې «د هند له ملاتړه برخمن» اووه وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپآڼه کې راغلي، چې د کچي ولسوالۍ په مچ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې عملیات کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په سیمه کې تر سختو نښتو وروسته «د هند له ملاتړه برخمن» پنځه وسله‌وال ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي، جې له وژل شویو وسله‌والو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په میاشتیني راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې په مئ میاشت کې ۸۵ وسله‌وال بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي چې له ډلې یې ۵۲ امنیتي ځواکونه، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسله‌وال او څلور یې د سولې کمیټې غړي دي.

برېتانیا: د روسیې د اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو پر ضد به نوې دفاعي تګلاره غوره کړو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د برېتانیا حکومت وایي، چې د عصري ګواښونو لکه د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو پر وړاندې به خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدل کړي. د دغه نوي پلان له مخې، پر دودیز پوځ د تکیې پر ځای به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې پانګونه وشي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر اروپايي هېوادونو د امنیتي مسوولیت د زیاتولو د فشار په غبرګون کې د برېتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ژمنه کړې، چې له سړې جګړې وروسته به د دفاع بودیجې تر ټولو لوی زیاتوالی عملي کوي.

د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.

د دې پالیسۍ الهام له اوکراین څخه اخیستل شوی، چېرې چې ډرونونه او عصري ټېکنالوژي د جګړې بڼه بدله کړې ده.

سټارمر د تېر کال د ټاکنو له بریا وروسته یوه ستراتیژیکه دفاعي بیا کتنه پیل کړې، چې پکې د ناټو پخوانی عمومي منشي جورج رابرټسن او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ روسۍ سلاکاره فیونا هېل هم برخه لري. دغه بیاکتنه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره دفاعي تګلاره جوړوي.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د پوځ بودیجه کمه شوې، خو برېتانیا لا هم له فرانسې سره یوځای د اروپا د مخکښو پوځي قدرتونو په لیکه کې راځي، چې پوځ یې د ناټو ختیځ پوله خوندي کوي او سمندري ځواک یې په انډو-پسفیک سیمه کې فعال حضور لري.

خو د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.

د ټرمپ د ادارې خبرداری: ترهګر او ملاتړي به یې له متحده ایالاتو وشړل شي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۰۳ GMT+۱

د متحده ایالاتو په کلوراډو ایالت کې له پروني خونړي برید وروسته د امریکا حکومت ټولو هغو ترهګرو، د هغوی د کورنیو غړو او ملاتړو ته چې په دې هېواد کې په ویزه مېشت دي، د اېستلو سخت خبرداری ورکړی دی.

د کلوراډو ایالت د بولډر ښار په مرکز کې په داسې وخت کې چې خلک د اسراییلي یرغمل شویو د ازادۍ لپاره لاریون کاوه، یو تن د اور اچونې برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان کړل.
د ټپیانو عمرونه له ۶۷ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي او د یوه ټپي روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د ټرمپ د ادارې له لوري ویل شوي، چې دا کسان به په ډاګه وموندل شي، ویزې به یې لغوه او له هېواد به وشړل شي.

دغه ګام د امریکا د امنیتي اقداماتو په چوکاټ کې اخیستل شوی او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یوه برخه ګڼل کېږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه پېښې په تړاو په خپل اېکس کې لیکلي:«د پرونۍ وحشتناکې حملې په رڼا کې، دلته پر ویزه د ټولو ترهګرو، د هغوی د کورنۍ غړو او د ترهګرو ملاتړو ته دا څرګند پیغام دی چې د ټرمپ د حکومت تر مشرۍ لاندې به موږ تاسو پیدا کړو، ستاسو ویزه به لغوه کړو او تاسو به له هېواده وباسو».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه پېښه ترهګریزه بللې.

پولیسو بریدګر نیولی چې خپله هم ټپي و او اوس په روغتون کې تر څارنې لاندې دی.

د FBI مشر هم دا برید یوه ترهګریز برید بللی.

دا پېښه د اسراییل او غزې د روانې جګړې له امله، چې په امریکا کې یې د یهودیانو پر وړاندې حساسیتونه زیات کړي رامنځته شوې.

تېره میاشت هم په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت دوه کارکوونکي په ډزو کې ووژل شول، چې په ټولنه کې یې وېره لا زیات کړه.