عزیزی شرکت د قزاقستان په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ، چې ددغه هېواد په ودانیز سکتور کې درې میلیارده ډالره پانګونه کوي.
میرویس عزیزي د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې په دغه سفر کې یې د قزاقستان له مهمو دولتي چارواکو سره جلا-جلا لیدنې ترسره کړې، چې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر فرصتونو یې تمرکز درلود.
په دغه سفر کې، د عزیزی شرکت رییس د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر مراد نورتلیو سره د هغه په دفتر کې کتلي او یاد قزاق چارواکي ژمنه کړې، چې د قزاقستان دولت به د عزیزي شرکت پانګونو ته پوره ملاتړ او لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.
عزیزي وايي، چې د سفر په لړ کې یې د قزاقستان د پلازمېنې استانې او الماتا ښارونو له ښاروالانوسره په لیدنو کې د ساختماني سکتور د پانګونې فرصتونه، شرايط او طرحې څیړلي دي.
د عزیزی شرکت د پلان له مخې، ټاکل شوې په قزاقستان کې شاوخوا ۳میلیارده ډالره پانګونه وشي، چې یوه مهمه برخه به یې د دغه هېواد په یوه ښار کې تر ټولو لوړې ودانۍ جوړولو ته ځانګړې شي.
نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به تخنیکي ټیم ډېر ژر د لوی اختر له رخصتیو وروسته قزاقستان ته سفر وکړي او خپلې سروي او تخنیکي ارزونې به پیل کړي.

په لغمان کې سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر یې د لغمان ولایت له مرکزي زندانه ۹۱ بندیان خوشې کړي او د ۵۳ نورو د بند موده یې کمه کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ په خوشې شویو بدنیانو کې څلور مېرمنې او ۵ تنه ماشومان هم شامل دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.
د لغمان لپاره د طالبانو والي شیخ شېر احمد حقاني خوشې شویو بندیانو ته ویلي، « زندان د اصلاح ځای دی او باید له دې وروسته له جرمونو لاس واخلئ او په راتلونکې کې هڅه وکړئ، چې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړئ؛ تر څو بیا ځلي کوم جرم ونه کړئ.»
تر دې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیو دفتر (د غبرګولي په ۹مه) خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت له مرکزي زندانه د دغې ډلې د سترې محکمې په امر «۳۱۷» بندیان خوشې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي و، چې دغه کسان د لوی اختر په مناسبت د بښنې له مخې خوشې شوي دي.
طالبان داسې مهال د بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي، چې د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
په دغو زندانونو کې نه یوازې نارینه؛ بلکې د بشري حقونو او د زدهکړو ښځینه فعالانې هم له دغو ځورونو سره مخ شوې دي او ځینو لا ادعا کړې، چې طالبان په دغو زندانونو کې پر مېرمنو جنسي تېري کوي.

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ د طالبانو اصلاحي کمیټې په ټولنیزو رسنیو کې ددې ډلې یو بل فعال رحیم سکندر نیولی دی. سکندر په پاکستان کې د «جهاد» نشتوالي په تړاو د طالبانو د یوه مسوول پر څرګندونو له نیوکې وروسته نیول شوی.
په کابل کې د طالبانو سرچینو نن د غبرګولي ۱۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د مشر هبت الله تر مشرۍ لاندې ددې ډلې د اصلاحي کمیسیون د کابل مسوول سعید الله سعید په ټولنیزو رسنیو کې ددې ډلې یو فعال رحیم سکندر له تېرو دوو ورځو رهیسې زندان ته اچولی دی.
د طالبانو اصلاحي کمیسیون له هغه وروسته رحیم سکندر زنداني کړی چې څو ورځې وړاندې یې په ټولنیزو رسنیو کې د یاد کمېسون د کابل مسوول پر هغو څرګندونو نیوکې وکړې، چې ویلي و که امیر امر کړی نه وي نو څوک حق نه لري چې په خپله شخصي خوښه بهر ته د جهاد لپاره لاړ شي.
په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې رحیم سکندر دا مهال په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان له بندیانو سره یو ځای زنداني دی.
دوی زیاتوي د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري جوړ شوی اصلاحي کمیسیون زیاتره د ټي ټي پي اړوند موضوعات څاري.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم سیکندر له تېرو دوه ورځو راهیسې په ټولنیز رسنیو کې هېڅ فعالیت نه لري.
د طالبانو دغه فعال د تېر جمهوریت پرمهال خبریال و او د سقوط په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور ملي امنیت نیولی و.
رحیم سکندر په ټولنیزو رسنیو کې د ټي ټي پي او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ډلو په پلوۍ فعالیت کاوه.
سکندر چې اصلي د پکتیا د سیدکرم اوسېدونکی دی، له جمهوریت څخه راپه دې خوا يه خوست کې اوسېږي او له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې لري او د هغوی له اړوندو رسنیو او تبلیغاتي ټیمونو سره یې همکاري درلوده.

رحیم سکندر د فیسبوک په یوه پوسټ کې د طالبانو د اصلاحي کمیسیون د مسوول سعیدالله سعید د څرګندونو په اړه ویلي و، چې په دې خبرو سره څه ثابتول غواړې؟.
د طالبانو د اصلاحي کمیسیون د کابل مسوول څرګندونو ته ګڼو دیني عالمانو غبرګونونه وښودل.
د طالبانو یو تن پلوي شیخ عبدالسمیع غزنوي د ملاهبت الله فتوا رد کړه او ویې ویل چې د جهاد لپاره د امیر امر ته ضرورت نشته.
د پاکستان تر فشارونو وروسته ملاهبت الله فتوا ورکړه او له خپلو وسله والو یې وغوښتل چې د امیر له امر پرته د جهاد لپاره بهر لاړ نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و ، طالبانو خپل د رسنیو فعال جنرال مبین بندي کړی او د یونیم کال بند سزا یې ورکړې، ځکه د هغه څرګندونې او چلند د طالبانو له رسمي پالیسیو سره "په ټکر کې" بلل شوې دي.
دغه نیونې داسې مهال دي، چې طالبانو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پاکستان ته د تلونکو جنګیالیو او هغو سرګروپانو نیول پیل کړي، چې طالب جنګیالي د پاکستاني طالبانو لیکو ته جذبوي.
افغانستان انټرنشنل تېر کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې رپوټونه ورکړل، چې طالب استخبارات هغه قوماندانان نیسي او زندان ته یې اچوي، چې افغان طالبان په پاکستان کې جګړې ته هڅوي.

په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د دغه هېواد پولیسو د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لپاره کور په کور پلټنې پیل کړې دي، چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
له پاکستان او ایران څخه وروسته تاجکستان هم د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ په لسګونه افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري توګه لېږدوي.
په دغه هېواد کې یوه مېشت افغان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، « له دې وېرې چې پولیس مو پېدا نهکړي، په خپلو کورنو کې بند پاتې یو؛ خو اوس پولیسو کور په کور پلټنې هم پیل کړې دي.»
دغه سرچینه زیاتوي، سره له دې چې په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري؛ خو بیا هم نارینه، ښځې او ان تر ۱۵ کالو لوړ عمر لرونکي ماشومان د پولیسو لهخوا نیول کېږي او افغانستان ته په جبري توګه ستنول کېږي.
سره له دې چې د اېستل شویو کډوالو د کره شمېرو په تړاو معلومات نشته؛ خو تاجکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یوازې هغه افغانان له دغه هېواده باسي چې په تاجکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر تر دې وړاندې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۱۰مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې ۴۹ افغان کډوال له تاجکستان نه افغانستان ته په لومړي ځل ستانه کړل شوي دي.
دغه وزارت ویلي و، چې یاد کډوال (د غبرګولي په ۷مه او ۸مه نېټه) د کندوز ولایت، شېر خان بندر له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.
له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر تر هغه وروسته پیل شو، چې له تېر یو نیم کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان په جبري توګه اېستل کېږي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.
د یادولو وړ ده، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته په قانوني او ناقانونه توګه کډوال شوي.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ؛ دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له سیاسي ګډوډیو سره مخ دی او نن په سوېلي کوریا کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه پیل شوه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ځینو وړاندوینو له مخې تمه کېږي چې خلک به په پراخه کچه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
په اوسنیو ټاکنو کې پنځو کسانو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نوماند کړي؛ خو په سیالۍ کې مخکښ نوماندان د کوریا د ډیموکراټیک ګوند د اپوزیسیون نوماند «لې جای میونګ» او د واکمن خلکو د ځواک ګوند د محافظه کار نوماند «کېم مون سو» دي.
دواړو نوماندانو د حکومتي اصلاحاتو ژمنه کړې او باور لري، چې د سوېلي کوریا اوسنی سیاسي سیسټم او اقتصادي ماډل نور د کار وړ نه دی.

د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۳مه) ویلي، چې په بلوچستان کې په دوو جلا عملیاتو کې «د هند له ملاتړه برخمن» اووه وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په خبرپآڼه کې راغلي، چې د کچي ولسوالۍ په مچ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې عملیات کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په سیمه کې تر سختو نښتو وروسته «د هند له ملاتړه برخمن» پنځه وسلهوال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، جې له وژل شویو وسلهوالو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په میاشتیني راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي چې له ډلې یې ۵۲ امنیتي ځواکونه، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او څلور یې د سولې کمیټې غړي دي.
