• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو شمېر «بې وظيفې» جنګي قوماندانان د افغان طالبانو له واکه وتلي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۰۱:۰۲ GMT+۰

دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د خوست په اسماعیل خیل او مندوزیو ولسوالۍ کې د خپل یوه جنګي قوماندان عید محمد سنګري کور محاصره کړ او نوموړی یې ونیوه. سنګري تازه له خپلو ملګرو سره یوځای د وزیرستان له جګړې را ستون شوی و.

د طالبانو دغه قوماندان په اسماعیل خېل- مندوزیو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو خلاف جګړو کې ټاکونکی رول درلود.

په دې ولسوالۍ کې سنګري ته نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «نوموړی پخوا د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ډلګۍ مشر و، خو په دې وروستیو کې بې وظیفې و او له پاکستاني طالبانو سره یوځای شوی و».

د طالبانو استخباراتو په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې په تېرو دریو اونیو کې خپل ګڼ جنګیالي او ډلګیمشران د ټي ټي پي په لیکو کې د پاکستان خلاف د جنګېدو له امله نیولي، خو یو شمېر جنګیالي د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي په غوښتنه بېرته خوشي شوي دي.

نیول شوي کسان ډېری د حقاني د ډلې کسان دي، چې په سرحدي ولسوالیو کې فعال وو.

عید محمد سنګري په دې تورن دی چې د طالبانو د حکومت اړوند وسلې یې پلورلې دي او سره له دې چې ددې ډلې بایومتریک شوی قوماندان دی، له ډیورنډ کرښې اخوا یې په جګړو کې برخه اخستې ده.

خو دغه قوماندان ته نږدې سرچینې وايي، چې « د سنګري په څېر ګڼ ډلګي مشران د طالبانو په حکومت کې د وظیفې نه ورکولو له امله د پاکستاني طالبانو له لیکو سره یوځای شوي».

د طالبانو استخباراتودوه اونۍ وړاندې په پکتیکا ولایت کې د خپلو نیول شویو هغو جنګیالیو یوه ډله د کابل څرخي پله زندان ته ولېږدوله، چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ خلاف د جګړو لیکو ته تلل.

دغه جنګیالي د پکتیکا ولایت په ګومل سرحدي ولسوالۍ کې نیول شوي وو.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې "دغو طالبانو د تصفیې فورمې درلودې او د طالبانو په امنیتي ادارو کې یې بایومتریک کړی و".

ټي ټي پي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د پاکستاني طالبانو تحریک هر جنګیالي ته د میاشتې د کور د کرایې لپاره ۱۴ زره افغانۍ او د هغوی د کورنیو اوسط لګښت ور کوي».

د سرچینې په وینا، «دغه جنګیالي روغتیايي بیمه هم لري، چې د ډاکټر له نسخې او د درملو او بستر د لګښتونو له بېلونو سره مشروطه ده».

خو د طالبانو استخبارات خپل بایومتریک شوي جنګیالي نه پرېږدي چې له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو ته لاړ شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، "طالبان خپل دا ډول جنګیالي له دریو تر شپږو میاشتو پورې په زندانونو کې ساتي".

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، په لوګر، میدان وردګو، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندز، او بغلان ولایتونو کې د افغان طالبانو مخکیني جنګیالي او ډلګیمشران چې ددې ډلې په حکومت کې ځای نه دی ورکړل شوی، یا د تصفیې فورمې نه لري، د پاکستاني طالبانو له لیکو سره یوځای شوي او دې مسالې د طالبانو حکومت ته سرخوږی جوړ کړی.

طالبانو د خپلو جنګیالیو په تړاو په تکرار ویلي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او چاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د ملي امنیت شورا سرمنشي په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰
د روسیې د ملي امنیت شورا سرمنشي په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل
100%

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر پنځمه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو عبدالکبیر او غني برادر سره وکتل. د طالبانو واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې یو لوړ رتبه روسي پلاوی کابل ته سفر کوي.

د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» وویل چې له روسي پلاوي سره د لیدنې پرمهال د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال عبدالکبیر ترڅنګ د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نور الله نوري، د استخباراتو ریيس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.

طالبانو په دې ناسته کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په حواله لیکلي چې روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي. طالبانو د سرګي شویګو په حواله لیکلي، روسیه « چمتو ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.»

سرګي شویګو زیاته کړې، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.

طالبان وايي، په دې ناسته کې سرګي شویګو ویلي چې د روسیې فدراسیون غواړي افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.

طالبان وايي، روسي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، چې « مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي».

سرګي شویګو وړاندیز کړی، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د ټرانسپورت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او ډېر ژر د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانیزي.

په دې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په خپلو خبرو کې د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له دریځ څخه د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل پراخېدو ته لېواله دی.

دغه طالب چارواکي روسي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دغه ډله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

عبدالکبیر زیاته کړې چې « په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او داعش ډله ځپل شوې»

100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې روسي پلاوي له ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.

ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی هڅه کوي سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابره کړي. هغه په دې برخه کې یې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او یوشمېر نورو مسوولانو ګډون درلود.

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو حقونو په اړه خپل ۱۶ ورځني کمپاین کې پر طالبانو فشار راوړل غواړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان د ښځو حقونو په اړه خپل ۱۶ ورځني کمپاین کې پر طالبانو فشار راوړل غواړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي اړوند ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځنی کمپاین سره له نړیوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.

د بښنې نړيوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له افغان مېرمنو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند د ۱۶ ورځني کمپاين په پیغام کې هيله ښودلې، چې له دې لارې به په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې په ګوته کړي.

دغه سازمان ويلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو دغه غږ او غوښتنو ته باید وده ورکړل شي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل دغه پیغام کې د افغان مېرمنو د وضعت تړاو ویلي چې « د څلورم پرله پسې کال لپاره، افغان میرمنې او نجونې د طالبانو له خوا له د سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند له خورا جدي ډولونو سره مخ دي.»

یاد سازمان له ټولو غوښتي، چې له افغان مېرمنو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په دې ۱۶ ورځني کمپاين کې برخه واخلي او د ميرمنو ملاتړ وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د نومبر پر ۲۵ مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، پيل او د ډسمبر تر ۱۰ مې چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.

له دې وړاندي یو شمېر افغان معترضو ښځو هم د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې وه.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام واړول شي.

معترضو ښځو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

طالبان: له تاجکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰
طالبان: له تاجکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو. پر طالبانو نیوکې دي چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنا د پرچاوۍ په کمولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت نن دوشنبه د (لیندۍ پنځمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا شرکت د اجراییوي مشرډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د برېښنا شرکت د اجرایوي مشر محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسلیک شو.
‏په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د برېښنا دغه تړون د ۲۰۲۵م کال لپاره لاسلیک شوی.

خو پر طالبانو نیوکې کیږي، سره له دې چې دغه ډله د برېښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو ژمنې کوي خو دغه ډله په تېرو درېیو کلونو کې نه ده توانیدلې چې دغه ستونزه حال کړي.

په کابل او ولایتونو کې خلک د برېښنا له پرچاوۍ داسې مهال شکایتونه کوي چې د ژمي په را رسېدو سره دغه ستونزه نوره هم ډیریږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې ورکوي.

طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې د لمريزې برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينې سربېره له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.

صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۰
صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي
100%

هغې وویل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د فکر په بدلولو سره به طالبان د ترهګرۍ نوی نسل رامنځته کړي چې په دې سره به د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي. صبرینا ثاقب پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وکړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د یکشنبې په ورځ په کاناډا کې د هالیفیکس په نړۍوال امنیتي فورم کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مبارزه د نورو پېښو لکه د اوکراین د جګړې له امله درول شوې ده.

هغه خبرداری ورکړ: «ښوونځي تړل شوي او مدرسې پرانیستل شوې. طالبان زموږ د ماشومانو او هلکانو فکر بدلوي. نو له افغانستانه به د ترهګرۍ نوی نسل را منځته شي، چې نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښولی شي.»

صبرینا ثاقب چې د ښځو د حقونو یوه فعاله هم ده، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. هغې زیاته کړه، «طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره ښځې په کور کې بندیانې کړې دي.»

هغه د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د نومبر د ۲۵مې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړېږي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.

د هالیفیکس نړۍوال امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو او څیړونکو په ګډون د هالیفیکس په ښار کې جوړیږي.

طالبانو او چین کابل کې د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو خبرې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۰
طالبانو او چین کابل کې د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو خبرې کړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د چین او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

په دغې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي له قوله لیکل شوي، چې امیر خان متقي به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

د چین ځانګړي استازي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستي د جوړیدو په درشل کې درې ورځې وړاندې ترکمستان او له هغه وړاندې پاکستان ته سفرونه کړي و.

د راپورونو له مخې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې کوربه توب به ترکمنستان وکړي خو د دغې ناستي دقیقه نېټه لا نه ده څرګنده شوې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته د پاکستان په کوربه توب په انلان ډول ترسره شوه.

همدارنګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه ناسته د ایران، درېیمه د چین او څلورمه په سرمرقند کې ترسره شوه.