• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د ملي امنیت شورا سرمنشي په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر پنځمه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو عبدالکبیر او غني برادر سره وکتل. د طالبانو واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې یو لوړ رتبه روسي پلاوی کابل ته سفر کوي.

د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» وویل چې له روسي پلاوي سره د لیدنې پرمهال د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال عبدالکبیر ترڅنګ د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نور الله نوري، د استخباراتو ریيس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.

طالبانو په دې ناسته کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په حواله لیکلي چې روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي. طالبانو د سرګي شویګو په حواله لیکلي، روسیه « چمتو ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.»

سرګي شویګو زیاته کړې، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.

طالبان وايي، په دې ناسته کې سرګي شویګو ویلي چې د روسیې فدراسیون غواړي افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.

طالبان وايي، روسي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، چې « مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي».

سرګي شویګو وړاندیز کړی، چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د ټرانسپورت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او ډېر ژر د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانیزي.

په دې ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په خپلو خبرو کې د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له دریځ څخه د ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل پراخېدو ته لېواله دی.

دغه طالب چارواکي روسي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دغه ډله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

عبدالکبیر زیاته کړې چې « په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او داعش ډله ځپل شوې»

100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې روسي پلاوي له ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.

ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی هڅه کوي سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو زمینه برابره کړي. هغه په دې برخه کې یې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په مشرۍ په دغه پلاوي کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او یوشمېر نورو مسوولانو ګډون درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو حقونو په اړه خپل ۱۶ ورځني کمپاین کې پر طالبانو فشار راوړل غواړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي اړوند ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځنی کمپاین سره له نړیوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.

د بښنې نړيوال سازمان د سویلي اسیا څانګې له افغان مېرمنو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند د ۱۶ ورځني کمپاين په پیغام کې هيله ښودلې، چې له دې لارې به په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې په ګوته کړي.

دغه سازمان ويلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د بشري حقونو دغه غږ او غوښتنو ته باید وده ورکړل شي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل دغه پیغام کې د افغان مېرمنو د وضعت تړاو ویلي چې « د څلورم پرله پسې کال لپاره، افغان میرمنې او نجونې د طالبانو له خوا له د سیستماتیک تبعیض او ناوړه چلند له خورا جدي ډولونو سره مخ دي.»

یاد سازمان له ټولو غوښتي، چې له افغان مېرمنو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په دې ۱۶ ورځني کمپاين کې برخه واخلي او د ميرمنو ملاتړ وکړي.

د بښنې نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه کمپاين به د نومبر پر ۲۵ مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، پيل او د ډسمبر تر ۱۰ مې چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.

له دې وړاندي یو شمېر افغان معترضو ښځو هم د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې وه.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام واړول شي.

معترضو ښځو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

طالبان: له تاجکستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک شو. پر طالبانو نیوکې دي چې په کابل او ولایتونو کې د برېښنا د پرچاوۍ په کمولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت نن دوشنبه د (لیندۍ پنځمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د برېښنا شرکت د اجراییوي مشرډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د برېښنا شرکت د اجرایوي مشر محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسلیک شو.
‏په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د برېښنا دغه تړون د ۲۰۲۵م کال لپاره لاسلیک شوی.

خو پر طالبانو نیوکې کیږي، سره له دې چې دغه ډله د برېښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو ژمنې کوي خو دغه ډله په تېرو درېیو کلونو کې نه ده توانیدلې چې دغه ستونزه حال کړي.

په کابل او ولایتونو کې خلک د برېښنا له پرچاوۍ داسې مهال شکایتونه کوي چې د ژمي په را رسېدو سره دغه ستونزه نوره هم ډیریږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې ورکوي.

طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې د لمريزې برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينې سربېره له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې هم مرسته کوي.

صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۰

هغې وویل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د فکر په بدلولو سره به طالبان د ترهګرۍ نوی نسل رامنځته کړي چې په دې سره به د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي. صبرینا ثاقب پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وکړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د یکشنبې په ورځ په کاناډا کې د هالیفیکس په نړۍوال امنیتي فورم کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مبارزه د نورو پېښو لکه د اوکراین د جګړې له امله درول شوې ده.

هغه خبرداری ورکړ: «ښوونځي تړل شوي او مدرسې پرانیستل شوې. طالبان زموږ د ماشومانو او هلکانو فکر بدلوي. نو له افغانستانه به د ترهګرۍ نوی نسل را منځته شي، چې نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښولی شي.»

صبرینا ثاقب چې د ښځو د حقونو یوه فعاله هم ده، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. هغې زیاته کړه، «طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره ښځې په کور کې بندیانې کړې دي.»

هغه د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د نومبر د ۲۵مې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړېږي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.

د هالیفیکس نړۍوال امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو او څیړونکو په ګډون د هالیفیکس په ښار کې جوړیږي.

طالبانو او چین کابل کې د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو خبرې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د چین او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

په دغې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي له قوله لیکل شوي، چې امیر خان متقي به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

د چین ځانګړي استازي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستي د جوړیدو په درشل کې درې ورځې وړاندې ترکمستان او له هغه وړاندې پاکستان ته سفرونه کړي و.

د راپورونو له مخې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې کوربه توب به ترکمنستان وکړي خو د دغې ناستي دقیقه نېټه لا نه ده څرګنده شوې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته د پاکستان په کوربه توب په انلان ډول ترسره شوه.

همدارنګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه ناسته د ایران، درېیمه د چین او څلورمه په سرمرقند کې ترسره شوه.

طالبان: کندهار کې د افغانستان د «ځانبسیاینې» تر سرلیک لاندې نړۍوال کنفرانس جوړیږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

طالبانو ویلي، په دغې نړۍوال کنفراس کې به د شاوخوا لسو هېوادونو د کرنې کارپوهان او صنعتکاران ګډون کوي او په افغانستان کې د کرنې د سکټور د ودې او ستونزو پر لارو چارو به خبري کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي وايي، چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ پنځمه) د کابل پوهنتون له لوري په کندهار ولایت کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د افغانستان «د ځانبسیاینې زرغون انقلاب لومړی نړۍوال کنفرانس» جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه کنفرانس کې به د کرنې سکټور اړوند د کانا‌ډا، نایجریا، ټایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، مصر، ترکیې او ایران هېوادونو متخصصان، پالیسي جوړونکي او صنعت کاران ګډون کوي.

ښاغلی هاشمي وايي، په دغه کنفرانس کې به له هېوادونو څخه راغلو متخصصانو ترڅنګ داخلي متخصصان د افغانستان د کرنې سکټور د ودې او کرنې په برخه کې مقالي او د شته ستونزو لپاره به حل لارې وړاندې کړي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو د چمتوالي په موخه د طالبانو د لوړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم څلور ورځې وړاندې کندهار ولایت سفر کړی.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په ۱۳۹۲ کال کې د هندوستان په مالي ملاتړ جوړ شوی او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړنۍ نړۍوال کنفرانس دی چې په کندهار کې جوړیږي.