• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: کندهار کې د افغانستان د «ځانبسیاینې» تر سرلیک لاندې نړۍوال کنفرانس جوړیږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

طالبانو ویلي، په دغې نړۍوال کنفراس کې به د شاوخوا لسو هېوادونو د کرنې کارپوهان او صنعتکاران ګډون کوي او په افغانستان کې د کرنې د سکټور د ودې او ستونزو پر لارو چارو به خبري کوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي وايي، چې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ پنځمه) د کابل پوهنتون له لوري په کندهار ولایت کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د افغانستان «د ځانبسیاینې زرغون انقلاب لومړی نړۍوال کنفرانس» جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه کنفرانس کې به د کرنې سکټور اړوند د کانا‌ډا، نایجریا، ټایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، مصر، ترکیې او ایران هېوادونو متخصصان، پالیسي جوړونکي او صنعت کاران ګډون کوي.

ښاغلی هاشمي وايي، په دغه کنفرانس کې به له هېوادونو څخه راغلو متخصصانو ترڅنګ داخلي متخصصان د افغانستان د کرنې سکټور د ودې او کرنې په برخه کې مقالي او د شته ستونزو لپاره به حل لارې وړاندې کړي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو د چمتوالي په موخه د طالبانو د لوړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم هم څلور ورځې وړاندې کندهار ولایت سفر کړی.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په ۱۳۹۲ کال کې د هندوستان په مالي ملاتړ جوړ شوی او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړنۍ نړۍوال کنفرانس دی چې په کندهار کې جوړیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ګډ امنیتي تړون سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو په شتون اندېښنه څرګنده کړه

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي وايي، په افغانستان کې لا هم د پام وړ ترهګرې ډلې فعالې دي. ایمانقلي تسماګمباتوف په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه یوه جدي ستونزه وبلله او ویې ویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو پلان به د لیندۍ په اتمه تصویب شي.

هغه د بیلاروس له اېس ټي‌وي سره په مرکه کې وویل: «د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان به د نومبر په ۲۸مه (لیندۍ اتمه) په استانه کې په یوه غونډه کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د ټینګولو پلان تصویب کړي.»

ایمانقلي تسماګامباتوف د دغه پلان تصویب د ډله‌ییز امنیت د تړون د غړو هېوادونو تر منځ د یو هدفمند پروګرام په توګه ګڼلی دی.

روسیه، بیلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړي دي.

ایمانقلي تسماګامباتوف د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا لپاره د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د ټینګولو د پروګرام تصویب به د ډله‌ییز امنیت د تړون غړو هېوادونو ته اجازه ورکړي چې په ګډه د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیت ډاډه کړي.

د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان په تیرو درېیو کلونو کې په وار وار د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او افغانستان ته نږدې په تاجکستان کې یې څو ځلې پوځي تمرینونه کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړولو پلان اعلان کړ.

په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو له ټرمپ څخه وغوښتل چې د دوحې تړون لغوه کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۸ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو ټولنې په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د دوحې تړون دې رسما لغوه کړي. د دې تر څنګ، دوی د دغه تړون په لاسلیک کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.

په شمالي امریکا او اروپا کې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې تړون د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو اساس ګڼل شوی.

دوی د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو جبر ته په اشارې سره وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

د دوی په وینا له افغانستانه څه باندې څلور زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ښځینه کارکوونکي او خبریالانې په کورنیو رسنیو کې په «خطرناک او کړکېچن چاپیریال» کې کار کوي.

دوی ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې د تړون پر لغوه کېدو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د دغه تړون لغوه کېدل به د یوه ډیموکراټیک او ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو لخوا د منلو زمینه برابرولی شي.

په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د کوم کس د نوم یادولو پرته له ټرمپ غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په دغه تړون کې ښکېل کسان نړیوالو محکمو ته ور وپېژني.

د دوحې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ ادارې او طالبانو تر منځ لاسلیک شو چې هدف یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وو.

دغه سند د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

د دغه تړون تر لاسلیک مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ملا عبدالغني برادر سره وکتل او له هغه سره یې د لاس روغبړ هم وکړ.

د راپورونو له مخې ټرمپ په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر عبدالغني برادر سره د هوکړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې او ان پلان یې درلود چې هغه ته کمپ ډیویډ ته د ورتلو بلنه هم ورکړي.

په دوحه کې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او له افغان حکومت سره به د نوي حکومت د تشکیلاتو پر جوړولو کار وکړي.

د ایران حکومت د یوه افغان په ګډون درې تنه اعدام کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت د یوه افغان په ګډون بیا په دغه هیواد کې د «نشه‌يي توکو د قاچاق» په تور درې تنه په دار وځړول. ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون سلګونه کسان اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان وايي، چې ایراني حکومت یوازې په لړم میاشت کې ۱۴۶ تنه اعدام کړي دي. چې د هغوی د شمېرو له مخې د ورځې په منځنۍ کچه پنځه تنه په دار ځړول شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت یو افغان وګړی چې هویت یې نه دی یاد کړی، د دغه هیواد په قزل‌حصار زندان کې تېره ورځ یکشنبه اعدام کړی دی.

دغه سازمان وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ د (لیندۍ څلورمه) د دغه هیواد په قزل‌حصار زندان کې دوه تنه نور ایرانیان چې د نشه‌يي توکو د قاچاق تور پرې پورې و اعدام کړي.

د دغو بندیانو هویت حسین سوري او مسلم جعفري ښودل شوي.

تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین؛ "نړۍواله ټولنه دې چوپتیا ماته کړي"

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۰

یو شمېر افغانو معترضو ښځو، د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې ده.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام ورواړول شي.

معترضو ښځو د یکشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په چوکاټ کې د ویډیوګانو په خپرولو سره په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

معترضو ښځو په ویډیويي پیغامونو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې "خپله چوپتیا ماته کړي او له اوسني وضعیت څخه د افغان میرمنو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي."

د معترضو ښځو په وينا، په دې درېيو کلونو کې د افغانستان پر ښځو بې سارې ټولنيزې او رواني ستونزې تپل شوې دي.

د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو ښځو غورځنګ په دې مناسبت په یو پیغام کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو غوښتنه کړې ده. دغه غورځنګ پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو مشران دې د جنګي جرمونو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور محاکمه کړي.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې زیاته کړې: “موږ غواړو چې طالبان نړیوالې محکمې ته وړاندې کړو. هغه څه چې طالبانو د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي دي؛ د بشریت او انسانیت پر ضد جنایتونه ګڼل کیږي او د دې اوسني کړکیچ او غیر انساني واکمنۍ د قربانیانو په توګه د سیمې او نړۍ له خلکو غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو او ښځو تر څنګ ودریږي.”

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې هم هیله څرګنده کړې چې دا ورځ به د افغان ښځو ستونزو ته د پاملرنې یو فرصت وي.

د دغې شبکې په اعلامیه کې راغلي: "په وروستیو کلونو کې د ښځو او نجونو وضعیت خورا کړکېچن شوی دی، په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته."

د دې شبکې په وینا، افغان ښځې اوس له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ټولنیزې بې عدالتیو سره مخ دي. همدارنګه اوسني کړکېچ کورنی تاوتریخوالی زیات کړی او ښځې نه شي کولای چې له قانوني او ټولنیز خوندیتوب پرته ځان خوندي کړي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه خبرداری ورکوي چې د ښځو او ځوانو نجونو د ځان وژنې پیښې د اندېښنې وړ کچې ته لوړې شوې دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې او په دې برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي چې د ښځو او نجونو حقونه په رسمیت وپېژني او د نورو سرغړونو مخه ونیسي.

حقاني: د طالبانو یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د ارزونې او حل لپاره ایران ته ځي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ملکیتونو له ضبطولو او د هغوی له ځورولو ډډه وکړي. هغه د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی به له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو د ارزولو او حلولو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حقاني دغه څرګندونې په ایران کې د طالبانو له سفیر فضل محمد حقاني سره په کتنه کې وکړې. په دې کتنه کې د طالبانو سفير د طالبانو له وزير سره په ايران کې د افغان کډوالو د زياتیدونکو ستونزو په اړه خبرې کړي.

خلیل الرحمن حقاني وايي، چې طالبان غواړي د ایران له حکومت سره د خبرو له لارې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ایران له حکومت سره ناستې وکړي، ترڅو دغه ستونزې په جدي توګه تعقیب او حل شي."

نوموړي هېواد ته د افغانانو په باعزته راستنېدو د ټينګار ترڅنګ د ايران له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د شتمنيو له ضبطولو ډډه وکړي او د هغوى له ځورولو لاس واخلي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د میلیونونو افغان کډوالو ایستل د دغه هیواد یو له مهمو پلانونو څخه دی. ایران د کډوالو په اړه د طالبانو د چارواکو د داوطلبانه راستنیدو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي. په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ته د کار ، د کورونو د کرایه کولو او ان په ښار کې د لیدل کیدو اجازه نه ورکول کیږي. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې هغه کمپنۍ به مجازات شي چې افغان کډوالو ته کار ورکوي.