• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو له ټرمپ څخه وغوښتل چې د دوحې تړون لغوه کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۰۸ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو ټولنې په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د دوحې تړون دې رسما لغوه کړي. د دې تر څنګ، دوی د دغه تړون په لاسلیک کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.

په شمالي امریکا او اروپا کې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې تړون د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو اساس ګڼل شوی.

دوی د طالبانو له لوري پر رسنیو او خبریالانو جبر ته په اشارې سره وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

د دوی په وینا له افغانستانه څه باندې څلور زره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ښځینه کارکوونکي او خبریالانې په کورنیو رسنیو کې په «خطرناک او کړکېچن چاپیریال» کې کار کوي.

دوی ټرمپ ته په یوه لیک کې د دوحې د تړون پر لغوه کېدو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د دغه تړون لغوه کېدل به د یوه ډیموکراټیک او ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د طالبانو لخوا د منلو زمینه برابرولی شي.

په جلاوطنۍ کې مېشتو افغان خبریالانو د کوم کس د نوم یادولو پرته له ټرمپ غوښتي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په دغه تړون کې ښکېل کسان نړیوالو محکمو ته ور وپېژني.

د دوحې تړون په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ ادارې او طالبانو تر منځ لاسلیک شو چې هدف یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وو.

دغه سند د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

د دغه تړون تر لاسلیک مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له ملا عبدالغني برادر سره وکتل او له هغه سره یې د لاس روغبړ هم وکړ.

د راپورونو له مخې ټرمپ په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر عبدالغني برادر سره د هوکړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې او ان پلان یې درلود چې هغه ته کمپ ډیویډ ته د ورتلو بلنه هم ورکړي.

په دوحه کې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او له افغان حکومت سره به د نوي حکومت د تشکیلاتو پر جوړولو کار وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ایران حکومت د یوه افغان په ګډون درې تنه اعدام کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت د یوه افغان په ګډون بیا په دغه هیواد کې د «نشه‌يي توکو د قاچاق» په تور درې تنه په دار وځړول. ایراني حکومت په دې وروستیو کې د افغانانو په ګډون سلګونه کسان اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان وايي، چې ایراني حکومت یوازې په لړم میاشت کې ۱۴۶ تنه اعدام کړي دي. چې د هغوی د شمېرو له مخې د ورځې په منځنۍ کچه پنځه تنه په دار ځړول شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د ایران حکومت یو افغان وګړی چې هویت یې نه دی یاد کړی، د دغه هیواد په قزل‌حصار زندان کې تېره ورځ یکشنبه اعدام کړی دی.

دغه سازمان وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ د (لیندۍ څلورمه) د دغه هیواد په قزل‌حصار زندان کې دوه تنه نور ایرانیان چې د نشه‌يي توکو د قاچاق تور پرې پورې و اعدام کړي.

د دغو بندیانو هویت حسین سوري او مسلم جعفري ښودل شوي.

تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین؛ "نړۍواله ټولنه دې چوپتیا ماته کړي"

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۰

یو شمېر افغانو معترضو ښځو، د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د پیغامونو په خپرولو سره، په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کړې ده.

دوی ویلي، چې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو کمپاین یو فرصت دی چې د ښځو پراخو ستونزو ته پام ورواړول شي.

معترضو ښځو د یکشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په چوکاټ کې د ویډیوګانو په خپرولو سره په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

معترضو ښځو په ویډیويي پیغامونو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې "خپله چوپتیا ماته کړي او له اوسني وضعیت څخه د افغان میرمنو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي."

د معترضو ښځو په وينا، په دې درېيو کلونو کې د افغانستان پر ښځو بې سارې ټولنيزې او رواني ستونزې تپل شوې دي.

د افغانستان د پرمختګ غوښتونکو ښځو غورځنګ په دې مناسبت په یو پیغام کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو غوښتنه کړې ده. دغه غورځنګ پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو مشران دې د جنګي جرمونو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور محاکمه کړي.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې زیاته کړې: “موږ غواړو چې طالبان نړیوالې محکمې ته وړاندې کړو. هغه څه چې طالبانو د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي دي؛ د بشریت او انسانیت پر ضد جنایتونه ګڼل کیږي او د دې اوسني کړکیچ او غیر انساني واکمنۍ د قربانیانو په توګه د سیمې او نړۍ له خلکو غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو او ښځو تر څنګ ودریږي.”

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې هم هیله څرګنده کړې چې دا ورځ به د افغان ښځو ستونزو ته د پاملرنې یو فرصت وي.

د دغې شبکې په اعلامیه کې راغلي: "په وروستیو کلونو کې د ښځو او نجونو وضعیت خورا کړکېچن شوی دی، په تېره بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته."

د دې شبکې په وینا، افغان ښځې اوس له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او ټولنیزې بې عدالتیو سره مخ دي. همدارنګه اوسني کړکېچ کورنی تاوتریخوالی زیات کړی او ښځې نه شي کولای چې له قانوني او ټولنیز خوندیتوب پرته ځان خوندي کړي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه خبرداری ورکوي چې د ښځو او ځوانو نجونو د ځان وژنې پیښې د اندېښنې وړ کچې ته لوړې شوې دي.

دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې او په دې برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي چې د ښځو او نجونو حقونه په رسمیت وپېژني او د نورو سرغړونو مخه ونیسي.

حقاني: د طالبانو یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د ارزونې او حل لپاره ایران ته ځي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ملکیتونو له ضبطولو او د هغوی له ځورولو ډډه وکړي. هغه د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی به له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو د ارزولو او حلولو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حقاني دغه څرګندونې په ایران کې د طالبانو له سفیر فضل محمد حقاني سره په کتنه کې وکړې. په دې کتنه کې د طالبانو سفير د طالبانو له وزير سره په ايران کې د افغان کډوالو د زياتیدونکو ستونزو په اړه خبرې کړي.

خلیل الرحمن حقاني وايي، چې طالبان غواړي د ایران له حکومت سره د خبرو له لارې د کډوالو ستونزې هوارې کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ایران له حکومت سره ناستې وکړي، ترڅو دغه ستونزې په جدي توګه تعقیب او حل شي."

نوموړي هېواد ته د افغانانو په باعزته راستنېدو د ټينګار ترڅنګ د ايران له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د شتمنيو له ضبطولو ډډه وکړي او د هغوى له ځورولو لاس واخلي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د میلیونونو افغان کډوالو ایستل د دغه هیواد یو له مهمو پلانونو څخه دی. ایران د کډوالو په اړه د طالبانو د چارواکو د داوطلبانه راستنیدو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي. په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ته د کار ، د کورونو د کرایه کولو او ان په ښار کې د لیدل کیدو اجازه نه ورکول کیږي. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې هغه کمپنۍ به مجازات شي چې افغان کډوالو ته کار ورکوي.

طالبان «د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست» په نوم نوې اداره جوړوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د «جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست» په نوم د نوي ادارې د جوړولو خبر ورکړ. خيرالله خيرخواه وويل، چې د دغه رياست د جوړولو طرح د وزيرانو شورا له خوا تایيد شوې او د منظورۍ لپاره په کندهار کې د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې ده.

دغه عمومي ریاست به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې کار کوي.

د خيرخواه په وينا، په دې اداره کې به درې رياستونه شامل وي او موخه يې د «افغان ولس د جهاد دریو دورو» اړوند ويډيوګانو او انځورونو راټولول او خپرول دي.

خیرالله خیرخواه په یوه ویډیو کې، چې د یکشنبې په ورځ (د ليندۍ ۴ مه ) باختر اژانس خپره کړې ویلي، چې دغه اداره د «جهادي ارزښتونو» د ساتلو، ثبت او د افغانستان د جهادي تاریخ د انځور وړاندې کولو لپاره جوړه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دغه دفتر د بودجې، صلاحیتونو او دندو په اړه نور جزئيات نه دي شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان غواړي له دې لارې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځان ته ځای ومومي.

خيرالله خيرخواه وويل، چې د دغه رياست د جوړېدو تر څنګ به په مرکز او ولايتونو کې جهادي موزيمونه هم جوړ شي، چې د جهاد د دريو دورو پاتې اثار به پکې راټول او نندارې ته وړاندې شي.

طالبان: د کابل په هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې د کورونو نړولو راپورونه "ناسم" دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د کابل ښاروالۍ مسوولانو د کابل ښار په هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې د پراخو سیمو د ویجاړولو په اړه وروستي راپورونه ناسم وبلل. دوی وايي،په تېرو دریو کلونو کې دوه زره هغو کسانو ته چې جایدادونه یې استملاک شوي، شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.

له دې مخکې ګارډین ورځپاڼې د څلورو افغان خبري سازمانونو په همکارۍ په یوه څېړنیز راپور کې په کابل کې د طالبانو له خوا د زرګونو کورونو ویجاړول «قومي انګېزه» بللې او لیکلي یې دي چې په لویه کچه هزاره او تاجک مېشتو سیمې تصفیه شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په کابل کې د طالبانو د بیارغونې پروګرام زرګونه کسان بې کوره کړي او شاوخوا ۳۸۵ هکتاره ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

خو کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ پر ایکس د دې ادارې د استملاک د رییس عبدالمتین حنیف په حواله لیکلي دي: «په تېرو دریو کلونو کې کابل ښاروالۍ دوو زرو ښاریانو ته د ملکیتونو د استملاک نږدې دوه میلیارده افغانۍ ورکړې دي او دا بهیر دوام لري.»

ښاروالۍ زیاته کړې چې "دا اطمینان ورکوو چې د استملاک لاندې لارو کې د وګړو حقونه تر پښو لاندې نه دي شوي."

په دغه یادښت کې کابل ښاروالۍ له هغو ښاریانو څخه چې د سړک جوړونې په نویو پروژو کې یې ملکیتونه له لاسه ورکړي، غوښتي چې ژر تر ژره دې دفتر ته د اسنادو د تثبیت لپاره ورشي او خپل حقونه دې ترلاسه کړي.

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د معیاري پراختیا او ودې لپاره د نویو سړکونو جوړول د دغه ښار له عاجلو اړتیاوو څخه بولي.

دې ادارې د وروستیو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې «افغانستان یو متحد ملت دی او کابل ښار د ټولو افغانانو ګډ کور دی، باید ټول ښاریان ترافیکي او ټرانسپورتي زیربناوو ته لاسرسی ولري.»
برتانوي ورځپاڼي ګارډین، د افغان وایټنس پروژې معلوماتي مرکز، لایټ هاوس رپورټز او زن ټایمز او اطلاعاتو روز په یوه څېړنه کې چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې خپره شوې ویلي، شواهد ښيي چې د کابل د عصري کولو پروګرام په ترڅ کې په « قومي انګیزه » ګڼ کورونه ړنګ شوي.