• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او پاکستان ناندرۍ؛ د اسیا کپ کرېکټ سیالیو برخلیک ناڅرګند دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۵ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱

ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د اسیا کپ کرېکټ سیالۍ د هند او پاکستان د روانو ناندریو له امله ځنډېدلي دي.

ټاکل شوې وه، چې هند د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اسیا کپ سیالیو کوربه‌توب وکړي، خو د نوي ډیلي او اسلام‌اباد وروستیو نښتو ته په پام، لا څرګنده نه ده چې دا سیالۍ به له پلان سره سمې ترسره شي او که نه.

د هند کرېکټ بورډ ویلي، چې دا مهال یې د اسیا کپ په تړاو بحث نه دی کړی، ځکه چې ټوله پاملرنه یې د هند کورني کرېکټ لیګ او انګلستان ته د دغه هېواد د ملي لوبډلې راتلونکي سفر ته ده.

ورته مهال، د پاکستان کرېکټ بورډ هم نه دي ویلي چې ایا د دغه هېواد لوبډله به د هند په‌ کوربه‌توب په دې سیالیو کې برخه واخلي او که نه.

د نوموړي بورډ په وینا: «له وخت سره سم به پرېکړه وکړي.»

دې سره جوخت، د اسیا کرېکټ شورا هم اعلان کړی، چې د ښځو اسیا کپ سیالۍ چې ټاکل شوې وه په سریلانکا کې وشي، د ناسمې هوا او د ویروسي ناروغۍ د خپرېدو له امله ځنډول شوې دي.

د مهال‌وېش له‌مخې، د سریلانکا کولمبو ښار به د پاکستان د لوبډلې د سیالیو کوربه وي، په‌ داسې حال کې چې نورې لوبډلې به د هند په بېلابېلو ښارونو کې لوبېږي. 

که پاکستان پای‌لوبې ته ورسېږي، نو نیمه پای‌لوبه او پای‌لوبه به هم په کولمبو یا نورو بدیل ښارونو کې ترسره شي.

د یادونې ده، چې دا مهال د هند او پاکستان ترمنځ دوه‌اړخیزې سیالۍ له ۲۰۱۳ کال راهیسې ځنډول شوې دي او دواړه لوبډلې یوازې په نړۍوالو څو اړخیزو سیالیو کې له یو بل سره مخ کېږي.

د دواړو هېوادونو د کرېکټ لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د راتلونکو سیالیو په تړاو به هره پرېکړه د سیاسي او امنیتي وضعیت پر بنسټ وشي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د هند په بنګلور کې د رویال چلنجرز کرېکټ د بریا جشن کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۴ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د هند د بنګلور ښار په دوو بېلابېلو سيمو کې د هند د کرېکټ غوره ليګ د سياليو د اتلې لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور د بريا د لمانځغونډې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. دغې لوبډلې له ۱۸ کلن ځنډ وروسته اتلولي خپله کړې.

هندي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) راپور ورکړی، چې ګڼه ګوڼه د اېم چینا سوامي په لوبغالي کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ننداره چیانو د لوبډلې په ویاړ بریا لمانځله.

د راپورونو له مخې، دوه تنه د ودهانا سودا په سيمه کې مړه شوي، چې د رویال چلنجرز بنګلور لوبډله د وزیر اعلي سیدامایار لیدو ته ورغلي او هغه لوبغاړو ته د ښه راغلاست مراسم جوړ کړي و.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي، د ګڼې ګوڼې له امله ګڼ خلک بې هوښه شوي او خپرې شوې ويډيوګانو کې ښکاري، چې ځايي پولیس ژوبل کسان روغتون ته لېږدوي.

د خبر د معلوماتو له مخي، په ورته مهال لوبغالي ته نږدې د ميټرو سټېشنونو کې هم ګڼه ګوڼه زياته او په دوامداره توګه امبولانسونو ژوبل کسان لېږدول.

پولیسو ویلي، له تېرې شپې څخه یې هڅه کوله چې د بريا جشن کې د خلکو ګڼه ګوڼه کنټرول کړي؛ خو تر ډېره ونه توانېدل.

د سې شبنه په ورځ رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې له ۱۸ کلن انتظار وروسته د ۲۰۲۵ کال د هند د غوره لیګ کرېکټ سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې پنجاب کینګز ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

رویال بنګلور لوبډلې له ۱۸ کلن انتظار وروسته د هند غوره لیګ کرېکټ اتلولي خپله کړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۰۷ GMT+۱

رویال جلنجرز بنګلور لوبډلې له ۱۸ کلن انتظار وروسته د ۲۰۲۵ کال د هند د غوره لیګ کرېکټ سیالیو اتلولي خپله کړه. د دې سیالیو په پایلوبه کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې پنجاب کینګز ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د ۲۰۲۵ کال د هند کرېکټ غوره لیګ د پایلوبې پچه پنجاب کینګز لوبډلې وګټله او بنګلور ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

رویا چلنجرز بنګلور لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

په بنګلور لوبډله کې د هند مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې، هغه په ۳۵ توپونو ۴۳ منډې وکړې او د افغان الراونډر عظمت الله عمرزي له لورې وسوځېد.

عمرزی د پنجاب کینګز په لوبډله کې لوبېده.

پنجاب کینګز لوبډلې په ۲۰ اوره کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د ۶ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

دغه سیالي د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې تر سره شوه.

د هند کرېکټ په غوره لیګ سیاليو کې ۱۰ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې او پر مهال يې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ مشهور کرېکټ لوبغاړي هم ول.

په دې سياليو کې د افغانستان پياوړي لوبغاړي راشد خان، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، کریم جنت، مجیب ځدران او صدیق اتل په بېلابيلو لوبډلو کې لوبې تر سره کړې.

د کرېکټ افغان تبصره کوونکي د هند دغه سيالۍ د افغان لوبغاړو د تجربو په پخېدو کې مهمې ګڼې او تمه لري، چې دغه لوبغاړي به د افغانستان په لوبو کې خورا مخکښ ولوبېږي.

ذکیه خدادادي د برازیل نړیوالو پاراتکواندو سیالیو کې د برونز مډال وګاټه

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

افغانه پاراتکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي وتوانېده چې د برازیل په ریو ښار کې د «ریو اوپن جي۲» نړیوالو سیالیو کې د برونز مډال خپل کړي. نوموړې دا بری د پنجشنبې په ورځ د یوه انسټاګرام پیغام له لارې له خلکو سره شریک کړی.

هغې ویلي، « دا مډال یوازې زما نه دی، دا د ټولو هغو افغان ښځو لپاره دی چې له ټولو ستونزو سره سره، لا هم ولاړې دي».

خدادادي زیاته کړه: « کېدای شي له خنډونو سره مخ شو، خو هېڅکله به تسلیم نه شو. موږ به بېرته راپورته کېږو».

ذکیه خدادادي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ووتله او اوس مهال په فرانسه کې ژوند کوي.

هغې له دې مخکې هم د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د کډوالو د نړیوال ټیم په استازیتوب ګډون کړی و او هلته یې هم د برونز مډال وګاټه. دا د کډوالو نړیوال ټیم لپاره په المپیک کې لومړنی تاریخي مډال و.

ذکیه اوس په خپلې نوې لاسته راوړنې سره د افغان ښځو د ځواک، نه تسلیمېدو او الهام بښنې نښه ګرځېدلې ده ، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې، له ورزش، زده کړو او ټولنیز ژوند څخه محرومې پاتې دي.

د کرکټ یوې مخکښې وېبپاڼې راشدخان د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړی بللی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې د شل‌اوریز کرکټ په نړۍ کې توپ وهونکي زیاتره وخت د اتلولیو اصلي ستوري ګڼل کېږي، یو افغان توپ اچوونکي راشد خان دغه تګلاره له ننګونو سره مخ کړې. نوموړی نه یوازې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ‌اخیستونکی دی، بلکې د یو شمېر مهمو لیګونو د اتلولیو مهم عنصر هم پاتې شوی.

راشد خان، چې اوس مهال د نړیوالو شل‌اوریزو سیالیو تر ټولو ډېرې ۴۷۳ ویکټې لري، په ۶،۶۰ اقتصادي نرخ سره لوبې کړې، او دا شمېرې د یو داسې فارمېټ لپاره بې‌ساري بلل کېږي چې زیات تمرکز پکې پر توپوهنه وي.

په نړیواله کچه د اي ایس پي این کرکټ اینفو د کرکټ ۲۵ غوره شل‌اوریزو لوبغاړو په یوه تازه تحلیل کې، یوازې پنځه بالرانو ته ځای ورکړل شوی، خو راشد خان نه یوازې د دې لیست په سر کې راغلی، بلکې یوازینی بالر دی چې دومره لوړې کچې ته رسیدلی.

راشد خان تر دې دمه په شپږو نړیوالو لیګونو کې له ۲۰ زیاتې لوبې کړې او یوازې په یوه کې یې د هر اور منډې له اوو پورته شوې دي.

نوموړي د هند لیګ د حېدراباد لپاره په ۶،۳۳ اقتصادي نرخ په پنځو فصلونو کې ۹۳ ویکټې واخیستې.

د کرکټ شنونکي وايي چې راشد خان لګ‌سپین توپ‌اچونې ته یو نوی لوری ورکړی.

د راشد تخنیکي توپیرونه لکه غیر معمولي اکشن، د ګوتو له پاسه توپ نیونه او سرعت هغه یو بې‌ساری توپ اچوونکی ګرځولی.

کرکټ اینفو وايي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، راشد په ۲۶ نړیوالو سیالیو کې یوازې په دوو کې د ۲۵ نه لوړ ویکټ‌اوسط درلود.

که څه هم عام باور دا دی چې توپ وهونکي لوبې او جامونه ګټي، د راشد خان شتون دا دودیز درک بدل کړی.

د پېښور د بوکس نړیوالو سیالیو کې افغان ښځینه سوک وهونکیو ګډون کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.

جویا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د یوې پاکستانۍ ښځینه بوکسرې ترڅنګ د نورو هېوادونو له بوکسرانو سره هم سیالي لري. نوموړې خپله یوه سیالي ګټلې ده.

د سیالیو تنظیموونکو وویل چې دا ډول نړیوالې سیالۍ نه یوازې د سیمه‌ییزو ورزشکارانو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سولې، همکارۍ او د سپورټ د ودې لپاره یو مثبت پیغام هم لري.

ډېری هغه افغان ورزشکاران چې په هېواد کې د ورزشونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، اوس په پاکستان کې خپل ورزش ته دوام ورکوي.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاوونه ګالي او ځینې مجبورې شوې چې خپل هېواد پرېږدي.