• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرکټ یوې مخکښې وېبپاڼې راشدخان د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړی بللی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې د شل‌اوریز کرکټ په نړۍ کې توپ وهونکي زیاتره وخت د اتلولیو اصلي ستوري ګڼل کېږي، یو افغان توپ اچوونکي راشد خان دغه تګلاره له ننګونو سره مخ کړې. نوموړی نه یوازې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ‌اخیستونکی دی، بلکې د یو شمېر مهمو لیګونو د اتلولیو مهم عنصر هم پاتې شوی.

راشد خان، چې اوس مهال د نړیوالو شل‌اوریزو سیالیو تر ټولو ډېرې ۴۷۳ ویکټې لري، په ۶،۶۰ اقتصادي نرخ سره لوبې کړې، او دا شمېرې د یو داسې فارمېټ لپاره بې‌ساري بلل کېږي چې زیات تمرکز پکې پر توپوهنه وي.

په نړیواله کچه د اي ایس پي این کرکټ اینفو د کرکټ ۲۵ غوره شل‌اوریزو لوبغاړو په یوه تازه تحلیل کې، یوازې پنځه بالرانو ته ځای ورکړل شوی، خو راشد خان نه یوازې د دې لیست په سر کې راغلی، بلکې یوازینی بالر دی چې دومره لوړې کچې ته رسیدلی.

راشد خان تر دې دمه په شپږو نړیوالو لیګونو کې له ۲۰ زیاتې لوبې کړې او یوازې په یوه کې یې د هر اور منډې له اوو پورته شوې دي.

نوموړي د هند لیګ د حېدراباد لپاره په ۶،۳۳ اقتصادي نرخ په پنځو فصلونو کې ۹۳ ویکټې واخیستې.

د کرکټ شنونکي وايي چې راشد خان لګ‌سپین توپ‌اچونې ته یو نوی لوری ورکړی.

د راشد تخنیکي توپیرونه لکه غیر معمولي اکشن، د ګوتو له پاسه توپ نیونه او سرعت هغه یو بې‌ساری توپ اچوونکی ګرځولی.

کرکټ اینفو وايي، د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، راشد په ۲۶ نړیوالو سیالیو کې یوازې په دوو کې د ۲۵ نه لوړ ویکټ‌اوسط درلود.

که څه هم عام باور دا دی چې توپ وهونکي لوبې او جامونه ګټي، د راشد خان شتون دا دودیز درک بدل کړی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

•
•
•

نور کیسې

د پېښور د بوکس نړیوالو سیالیو کې افغان ښځینه سوک وهونکیو ګډون کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

په پېښور کې د نړیوالې کچې بوکس سیالۍ ترسره شوې چې د پاکستان، افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو له ۴۰ زیاتو نارینه او ښځینه بوکسرانو پکې برخه اخېستې ده. په دغو سیالیو کې افغان ښځینه بوکسرې نازنین جویا له خپلې پاکستانۍ سیالې هدیه کمال خان نه سیالي وګټله.

جویا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه د یوې پاکستانۍ ښځینه بوکسرې ترڅنګ د نورو هېوادونو له بوکسرانو سره هم سیالي لري. نوموړې خپله یوه سیالي ګټلې ده.

د سیالیو تنظیموونکو وویل چې دا ډول نړیوالې سیالۍ نه یوازې د سیمه‌ییزو ورزشکارانو تر منځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سولې، همکارۍ او د سپورټ د ودې لپاره یو مثبت پیغام هم لري.

ډېری هغه افغان ورزشکاران چې په هېواد کې د ورزشونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان څخه وتلي، اوس په پاکستان کې خپل ورزش ته دوام ورکوي.

طالبانو په خپله دویمه واکمنۍ کې هم د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي. ملګرو ملتونو دغه حالت ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

افغانستان کې ګڼې مېرمنې د طالبانو د دغو سختو محدودیتونو له کبله کړاوونه ګالي او ځینې مجبورې شوې چې خپل هېواد پرېږدي.

کافا جام سیالۍ؛ افغانستان تېره ورځ د ترکمستان پر وړاندې ماتې وخوړه

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د ترکمنستان پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې وخوړه.

دغه لوبه تېره ورځ د تاشکند په کوربه‌توب ترسره شوه.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله په دغه سیالیو کې په بي ګروپ کې د ترکمنستان او تاجکستان لوبډلو سره هم ډله ده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې (د غبرګولې په ۷مه نېټه) په خپله دویمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

په کافا جام سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې د کافا جام د تېرو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

د افغانستان ملي لوبغاړي په ترکیه کې د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د موی تای ملي لوبډله د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي. په دغه سیالیو کې له افغان لوبډلې دوه لوبغاړي، یوه روزونکې او یو ریفري (قضاوت کوونکی) ګډون کوي.

یادې سیالۍ د ترکیې په کوربه‌توب د انتالیا په ښار کې د روان کال د مئ میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه پیل او تر ۳۰مې نېتې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې به صلاح الدین صالح میرزایي د ۶۰کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او غلام نبي محمدي به د ۶۳.۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په وړاندې د افغانستان استازیتوب وکړي.

له دغو ورزشکارانو سره، سمیرا محمدي د روزونکې په توګه او عیسی احمدي چې د افغانستان د موی‌تای فدراسیون عمومي منشي هم دی، د ټیم په ترکیب کې شامل دي.

همدارنګه احمدي به په دغه سیالیو کې د یوه قاضي (ITO) په توګه قضاوت کوي.

د ۲۰۲۵ کال د موی‌تای نړۍوالې سیالۍ چې له ۱۰۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۶۳۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، د دغې ورزشي رشتې له مهمو نړۍوالو سیالیو څخه شمېرل کېږي.

۳۷ کلن انجیلو مېتیوز له ټیسټ کرېکټ سره مخه‌ښه وکړه

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۱

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ۳۷ کلن لوبغاړي انجیلو مېتیوز اعلان وکړ چې نور له ټېسټ سیالیو سره مخه‌ښه کوي. هغه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ټېسټ کرېکټ پیل کړی و.

نوموړي د جمعې ورځ (مې ۲۳مه) پر خپلې فېسبوک‌پاڼې زیاته کړې چې وروستۍ ټېسټ لوبه به په راتلونکې جون میاشت کې ترسره کړي. دا لوبه به د سریلانکا په کوربه‌توب د بنګله‌دېش پر وړاندې د دغه هېواد په ګال ښار کې ترسره شي.

هغه وايي چې لاهم په یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې لوبېدای شي، خو له تېرکال یو راهیسې یې په دې سیالیو کې برخه نه ده اخیستې.

مېتیوز لیکلي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدل د هغه لپاره لوی ویاړ دی. نوموړي همداراز ویلي، کرېکټ د ده ټول ژوند دی او هر څه چې لري د دغې لوبې له برکته یې ترلاسه کړي دي.

انجیلو مېتیوز د سریلانکا درېیم لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې یې ترټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي. هغه په ۱۱۸ ټیسټ سیالیو کې اته زره ۱۶۷ منډې جوړې کړې دي.

د یادونې ده چې لومړی کومارا سنګاکارا او ورپسې مهیلا جېورداني دوه هغه سریلانکايي لوبغاړي دي چې په ټېسټ سیالیو کې یې د خپل هېواد لپاره ترټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

انجیلو مېتیوز د توپ‌اچوونکي په توګه هم په ټېسټ سیالیو کې ۳۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.

هېره دې نه وي چې مېتیوز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سریلانکا د ټېسټ لوبډلې لوبډل‌مشر هم پاتې شوی دی.

هند د پاکستان په مشرۍ د اسیا کرکټ شورا له ټولو لوبو د وتلو پرېکړه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۱

د هند د کرکټ بورډاعلان کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د اسیا کرکټ شورا له ټولو لوبو سره پرېکون کوي. دا ګام د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکیچونو په رڼا کې اخیستل شوی دی.

یوې سرچینې انډین اکسپریس ته ویلي چې دا پریکړه د پاکستان کرکټ د منزوي کولو هڅه ده.

د اسیا د کرکټ شورااوس مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر هم دی، په مشرۍ روانه ده.

د هند د کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي: «هندی ټیم نشي کولی په داسې سیالۍ کې برخه واخلي چې مشر یې د پاکستان یو وزیر وي».

دې پرېکړې په سپټمبر میاشت کې د هند په کوربه توب د نارینه وو اسیا کپ د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د دې ټورنمنټ ګډونوال هیوادونه هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او افغانستان دي، خو اوس د دې سیالیو ترسره کېدل په شک کې دي.

د سرچینو په وینا، هندی بورډ پوهیږي چې له هند پرته د اسیا کپ ټورنمنټ نه یوازې په اقتصادي لحاظ ګټور نه دی، بلکې د هند-پاکستان سیالي چې ډېر لیدونکي لري هم پکې نه شي ترسره کېدای، چې د خپروونکو او سپانسرانو لپاره جذابیت کموي.

د اسیا کرکټ شورا پنځه بشپړ غړي هر یو د عوایدو ۱۵ سلنه برخه ترلاسه کوي او پاتې برخه د نورو غړو ترمنځ ویشل کیږي.

تېر کال، د هند-پاکستان کړکیچونو له امله، هند د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ کې پاکستان ته له سفر کولو انکار وکړ او خپلې لوبې یې په سریلانکا کې وکړې. پاکستان هم ونه توانېد چې فاینل ته ورسیږي او هند د سریلانکا پر وړاندې اتلولي خپله کړه.

دا لړۍ په ۲۰۲۴ کې د ای سي سي په اتلانو جام کې هم تکرار شوه چې د پاکستان په کوربه توب وشو.