کافا جام سیالۍ؛ افغانستان تېره ورځ د ترکمستان پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د ترکمنستان پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې وخوړه.

د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د ترکمنستان پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې وخوړه.
دغه لوبه تېره ورځ د تاشکند په کوربهتوب ترسره شوه.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله په دغه سیالیو کې په بي ګروپ کې د ترکمنستان او تاجکستان لوبډلو سره هم ډله ده.
افغان لوبډله به د دغو سیالیو په لړ کې (د غبرګولې په ۷مه نېټه) په خپله دویمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
په کافا جام سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې د کافا جام د تېرو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.


د افغانستان د موی تای ملي لوبډله د موی تای په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي. په دغه سیالیو کې له افغان لوبډلې دوه لوبغاړي، یوه روزونکې او یو ریفري (قضاوت کوونکی) ګډون کوي.
یادې سیالۍ د ترکیې په کوربهتوب د انتالیا په ښار کې د روان کال د مئ میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه پیل او تر ۳۰مې نېتې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې به صلاح الدین صالح میرزایي د ۶۰کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې او غلام نبي محمدي به د ۶۳.۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د خپلو سیالانو په وړاندې د افغانستان استازیتوب وکړي.
له دغو ورزشکارانو سره، سمیرا محمدي د روزونکې په توګه او عیسی احمدي چې د افغانستان د مویتای فدراسیون عمومي منشي هم دی، د ټیم په ترکیب کې شامل دي.
همدارنګه احمدي به په دغه سیالیو کې د یوه قاضي (ITO) په توګه قضاوت کوي.
د ۲۰۲۵ کال د مویتای نړۍوالې سیالۍ چې له ۱۰۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۶۳۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، د دغې ورزشي رشتې له مهمو نړۍوالو سیالیو څخه شمېرل کېږي.

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ۳۷ کلن لوبغاړي انجیلو مېتیوز اعلان وکړ چې نور له ټېسټ سیالیو سره مخهښه کوي. هغه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ټېسټ کرېکټ پیل کړی و.
نوموړي د جمعې ورځ (مې ۲۳مه) پر خپلې فېسبوکپاڼې زیاته کړې چې وروستۍ ټېسټ لوبه به په راتلونکې جون میاشت کې ترسره کړي. دا لوبه به د سریلانکا په کوربهتوب د بنګلهدېش پر وړاندې د دغه هېواد په ګال ښار کې ترسره شي.
هغه وايي چې لاهم په یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې لوبېدای شي، خو له تېرکال یو راهیسې یې په دې سیالیو کې برخه نه ده اخیستې.
مېتیوز لیکلي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېدل د هغه لپاره لوی ویاړ دی. نوموړي همداراز ویلي، کرېکټ د ده ټول ژوند دی او هر څه چې لري د دغې لوبې له برکته یې ترلاسه کړي دي.
انجیلو مېتیوز د سریلانکا درېیم لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې یې ترټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي. هغه په ۱۱۸ ټیسټ سیالیو کې اته زره ۱۶۷ منډې جوړې کړې دي.
د یادونې ده چې لومړی کومارا سنګاکارا او ورپسې مهیلا جېورداني دوه هغه سریلانکايي لوبغاړي دي چې په ټېسټ سیالیو کې یې د خپل هېواد لپاره ترټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.
انجیلو مېتیوز د توپاچوونکي په توګه هم په ټېسټ سیالیو کې ۳۳ ویکټې ترلاسه کړي دي.
هېره دې نه وي چې مېتیوز د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سریلانکا د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.

د هند د کرکټ بورډاعلان کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د اسیا کرکټ شورا له ټولو لوبو سره پرېکون کوي. دا ګام د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکیچونو په رڼا کې اخیستل شوی دی.
یوې سرچینې انډین اکسپریس ته ویلي چې دا پریکړه د پاکستان کرکټ د منزوي کولو هڅه ده.
د اسیا د کرکټ شورااوس مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر هم دی، په مشرۍ روانه ده.
د هند د کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي: «هندی ټیم نشي کولی په داسې سیالۍ کې برخه واخلي چې مشر یې د پاکستان یو وزیر وي».
دې پرېکړې په سپټمبر میاشت کې د هند په کوربه توب د نارینه وو اسیا کپ د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. د دې ټورنمنټ ګډونوال هیوادونه هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا او افغانستان دي، خو اوس د دې سیالیو ترسره کېدل په شک کې دي.
د سرچینو په وینا، هندی بورډ پوهیږي چې له هند پرته د اسیا کپ ټورنمنټ نه یوازې په اقتصادي لحاظ ګټور نه دی، بلکې د هند-پاکستان سیالي چې ډېر لیدونکي لري هم پکې نه شي ترسره کېدای، چې د خپروونکو او سپانسرانو لپاره جذابیت کموي.
د اسیا کرکټ شورا پنځه بشپړ غړي هر یو د عوایدو ۱۵ سلنه برخه ترلاسه کوي او پاتې برخه د نورو غړو ترمنځ ویشل کیږي.
تېر کال، د هند-پاکستان کړکیچونو له امله، هند د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ کې پاکستان ته له سفر کولو انکار وکړ او خپلې لوبې یې په سریلانکا کې وکړې. پاکستان هم ونه توانېد چې فاینل ته ورسیږي او هند د سریلانکا پر وړاندې اتلولي خپله کړه.
دا لړۍ په ۲۰۲۴ کې د ای سي سي په اتلانو جام کې هم تکرار شوه چې د پاکستان په کوربه توب وشو.

جيونیوز ویلي، چې پاکستان کرېکټ بورډ د سوپر لیګ پاتې لسو لوبو لپاره د بهرنيو لوبغاړو لیستونه نهايي کوي. په دې سیاليو کې د نورو بهرنيو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي محمد نبي، نجیب ځدران او ګلبدين نایب هم لوبيږي.
جیونيوز د پنجشنبه په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د مسولينو له قوله لیکلي، چې د جنوبي افریقا رایلي روسو، د نیوزيلنډ فن ایلن او افغان لوبغاړي ګلبدين نایب به د کويټې ګلیډيټرز د لوبډلې برخه وي.
د اسلام اباد یونایټیډ په لوبډله کې الکس هېلز او رسي وین ډر دوسن شامل شوي او بین ډوارشیس، ټیمل میلز او جیمي نیشم به هم په په همدې لوبډله کې ولوبيږي.
په خبر کې ویل شوي، چې ډېوېډ وارنر، محمد نبي، او جېمز وینس د کراچي کنګز سره یوځای کېدو ته چمتو دي او دغه لوبډلې د سکاټلېنډ لوبغاړی جارج منسي هم په خپله لوبډله کې شامل کړی دی.
بل لور ته، سکندر رضا، شکیب الحسن او راجاپکسا به د پاتې لوبو لپاره د لاهور قلندرز برخه وي.
د خبر له مخي، چې پېښور زلمي به د لیوک ووډ، کیډمور، نجیب ځدران او مېکس براینټ لوبې نندارې ته وړاندې کړي او د اسټرالیا لوبغاړي جوش براون او پیټر هېټزوګلو به د ملتان سلطانز په لوبډله کې شامل وي.
سرچینې وایي چې د پياېساېل تجاراتي سیالیو پاتې لوبو لپاره غوره شويو لوبغاړو امنیت ته به خاص پام کېږي او لوبډلې کولی شي دغه لوبغاړي د راتلونکو سیالیو لپاره هم له ځان سره وساتي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالۍ ځنډول شوې وې؛ خو اوس د اوربند وروسته د دغه لیګ د بیا شروع کېدو خبر ورکړل شوی.
پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه لوبې به د مې پر ۱۷مه پيل او تر ۲۵مې به دوام وکړي.
د می مياشتې پر ۱۷مه نېټه به پېښور زلمي او کراچي کنګز لوبډلې په راولپنډۍ کې سیالي تر سره کړي.

د پاکستان او هند ترمنځ له اوربند وروسته د هند کرېکټ بورډ د کرېکټ تجارتي سیالیو ای پي اېل د بیا پیل اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د ای پي اېل سیالۍ ځنډول شوې وې.
تر دې یوه ورځ مخکې هم په دهرمشاله کې د ای پي اېل یوه لوبه درول شوې وه او د لوبغالي څراغونه بند شوي وو.
د هندي کرېکټ بورډ (BCCI) په وینا، پاتې لوبې به د مې له ۱۷مې د جون تر ۳مې په شپږو ښارونو کې ترسره شي.
د هند کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د مې پر ۱۷مه به د رایل چیلنجرز بنګلور او کولکتې نایټ رایډرز ترمنځ لوبه ترسره شي.