• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د پي سي ایل د پاتې لسو لوبو لپاره د بهرنيو لوبغاړو لیست نهايي کوي

۲۶ غویی ۱۴۰۴ - ۱۶ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

جيونیوز ویلي، چې پاکستان کرېکټ بورډ د سوپر لیګ پاتې لسو لوبو لپاره د بهرنيو لوبغاړو لیستونه نهايي کوي. په دې سیاليو کې د نورو بهرنيو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي محمد نبي، نجیب ځدران او ګلبدين نایب هم لوبيږي.

جیونيوز د پنجشنبه په ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ د مسولينو له قوله لیکلي، چې د جنوبي افریقا رایلي روسو، د نیوزيلنډ فن ایلن او افغان لوبغاړي ګلبدين نایب به د کويټې ګلیډيټرز د لوبډلې برخه وي.

د اسلام‌ اباد یونایټیډ په لوبډله کې الکس هېلز او رسي وین ډر دوسن شامل شوي او بین ډوارشیس، ټیمل میلز او جیمي نیشم به هم په په همدې لوبډله کې ولوبيږي.

په خبر کې ویل شوي، چې ډېوېډ وارنر، محمد نبي، او جېمز وینس د کراچي کنګز سره یوځای کېدو ته چمتو دي او دغه لوبډلې د سکاټلېنډ لوبغاړی جارج منسي هم په خپله لوبډله کې شامل کړی دی.

بل‌ لور ته، سکندر رضا، شکیب الحسن او راجاپکسا به د پاتې لوبو لپاره د لاهور قلندرز برخه وي.

د خبر له مخي، چې پېښور زلمي به د لیوک ووډ، کیډمور، نجیب ځدران او مېکس براینټ لوبې نندارې ته وړاندې کړي او د اسټرالیا لوبغاړي جوش براون او پیټر هېټزوګلو به د ملتان سلطانز په لوبډله کې شامل وي.

سرچینې وایي چې د پي‌اېس‌اېل تجاراتي سیالیو پاتې لوبو لپاره غوره شويو لوبغاړو امنیت ته به خاص پام کېږي او لوبډلې کولی شي دغه لوبغاړي د راتلونکو سیالیو لپاره هم له ځان سره وساتي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالۍ ځنډول شوې وې؛ خو اوس د اوربند وروسته د دغه لیګ د بیا شروع کېدو خبر ورکړل شوی.

پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه لوبې به د مې پر ۱۷مه پيل او تر ۲۵مې به دوام وکړي.

د می مياشتې پر ۱۷مه نېټه به پېښور زلمي او کراچي کنګز لوبډلې په راولپنډۍ کې سیالي تر سره کړي.

ترویج لرونکی

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ
۱

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۴

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

۵

سندونه: په کابل کې دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د هند کرېکټ بورډ: د ای پي اېل سیالۍ د مې په ۱۷مه بېرته پیلېږي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د پاکستان او هند ترمنځ له اوربند وروسته د هند کرېکټ بورډ د کرېکټ تجارتي سیالیو ای پي اېل د بیا پیل اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د ای پي اېل سیالۍ ځنډول شوې وې.

تر دې یوه ورځ مخکې هم په دهرمشاله کې د ای پي اېل یوه لوبه درول شوې وه او د لوبغالي څراغونه بند شوي وو.

د هندي کرېکټ بورډ (BCCI) په وینا، پاتې لوبې به د مې له ۱۷مې د جون تر ۳مې په شپږو ښارونو کې ترسره شي.

د هند کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د مې پر ۱۷مه به د رایل چیلنجرز بنګلور او کولکتې نایټ رایډرز ترمنځ لوبه ترسره شي.

پر لوبو د بندیزونو لړۍ؛ طالبانو دا ځل په «شطرنج» بندیز ولګاوه

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو معلوماتو کې په ډاګه شوې، چې د طالبانو د بدني روزنې ادارې تازه د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعالیتونه ځنډولي او دغه لوبه یې «حرامه» بللې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، د شطرنج ملي لوبډلې لوبغاړي د بدني روزنې ریاست ته ورغلي وو؛ څو د فعالیت اجازه او میاشتني معاش ترلاسه کړي، خو ورته ویل شوي چې دغه لوبه «حرامه» اعلان شوې.

د سرچینو په وینا؛ د بدني روزنې چارواکو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت شطرنج حرام اعلان کړی او له همدې امله یې د اړونده فدراسیون فعالیتونه بند کړي دي.

د شطرنج فدراسیون د طالبانو د اوسنۍ بیا ځل واکمنۍ ترمخه د نارینه‌و او ښځو لپاره فعال و او په هېواد کې‌ یې په منظم ډول سیالۍ جوړولې.

د ۱۴۰۳هجري لمریز کال د لړم په میاشت کې دغه فدراسیون چې نه یې رییس لاره او نه سرپرست؛ په نارسمي ډول وځنډول شو.

لامل یې دا ښوول شوی، چې د دغه فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملک‌زاده چې د نړۍوال شطرنج فدراسیون (FIDE) له‌خوا په رسمیت پېژندل کېده جرمني ته کډوال شوی او دندې ته نه حاضرېده.

تر دې څه موده وروسته د طالبانو د ورزش ادارې عبیدالله قریشي د شطرنج فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکه؛ خو نوموړی د طالبانو د هغه وخت د بدني روزنې له مشر نظرمحمد مطمین سره د اختلاف له امله خپل کار پرېښی و.

د طالبانو د ورزش ادارې تر دې وړاندې هم د ازادو سیالیو یا «MMA» پر لوبو بندیز لګولی و.

فیفا د افغان ښځو د فوټبال جلاوطنه لوبډله په رسمیت پېژندلې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۲ GMT+۱

نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو پخوانۍ ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې په رسمیت پېژندلې ده.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه لوبډله د فیفا تر څار لاندې په رسمي دوستانه سیالیو او نړۍوالو تورنمنټونو کې ګډون کولای شي.

فیفا ویلي، چې دغه جلاوطنه ښځینه لوبډله به د یوه کال لپاره د ازمایښتي پروژې په توګه فعاله وي؛ څو په راتلونکې کې د نورو کډوالو له‌خوا د ورته لوبډلو د جوړېدو زمینه برابره شي.

فیفا ویلي، دغه اداره به د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو او اړوندو بنسټونو په همکارۍ ډېر ژر د دغې نوې لوبډلې جوړښت، تنظیم او فعالیتونو پیل کړي.

له دې سره به د طالبانو د سختو بندیزونو څخه جلاوطنه شوې افغان لوبغاړې یو ځل بیا د سیالیو ډګر کې راڅرګندې شي.

طالبانو نه یوازې په فوټبال؛ بلکې د ښځو پر هر ډول ورزشونو په هېواد کې سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې کبله ډېری افغان ورزشکارانې جلاوطنۍ ته اړې شوې دي.

د فیفا مشر جیاني اینفانتینو ویلي:« دا یو تاریخي نوښت دی. فیفا ژمنه لري، چې هره نجلۍ د نړۍ په هر ګوټ کې ان افغان نجونې هم باید وکولای شي فوټبال وکړي.»

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي؛ خو راپورونه ښيي چې دغه نوښت له یاد فدراسیون څخه دباندې ترسره کېږي.

د دغې لوبډلې مالي او تخنیکي ملاتړ به د فیفا د پرمختیايي څانګې له‌خوا ورکول کېږي.

تر دې دمخه د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړې هم په اسټرالیا کې سره راټولې شوې وې او جلاوطنه لوبډله یې اعلان کړه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري یاده لوبډله په رسمیت وپېژندل شوه او خپله یوه سیالي یې هم ترسره کړه.

کورنی کرېکټ: د احمد شاه ابدالي په سیالیو کې نن څلور لوبډلې لوبې کوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (ټېسټ) اتم پړاو درېیمه لوبه نن۱۰:۰۰ بجې د میوند اتلان او ماهیپر ستوري لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په نجیب تره کي لوبغالي کې پیلېږي.

همدا ډول څلورمه سیالي نن ۱۰:۰۰ بجې د پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیلېږي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د پامیر لېجنډز او میوند اتلان لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې چې د څلورو پیاوړو لوبډلو تر منځ د ملي، ملي الف، ملي نولس کلنو او د کورني کرکټ د لوبغاړو په شتون کې پیل شوي، دویمه لوبه یې د پامیر لېجنډز او میوند اتلان لوبډلو تر منځ پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ د ننګرهار په نجیب تره کي لوبغالي کې پیل شوې وه، چې د لوبې پر وروستۍ څلورمه ورځ پرته له کومې پایلې ختمه شوه.

افغانستان د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو په درجه بندۍ کې د لومړي ځل اووم مقام ته پورته شوی

۱۵ غویی ۱۴۰۴ - ۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) د یو ورځنیو سیالیو تازه درجه بندۍ کې اووم مقام ترلاسه کړی.

تر دې وړاندې افغان کرېکت لوبډله په اتم کې مقام کې و، خو ورستیو پرله پسې بریاوو د کرېکټ نړۍوالې شورا درجه بندۍ بدلې کړې او افغان لوبډله له اتم نمبر څخه اووم مقام ته پورته شوه.

په نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو کې د تېرو څو کلونو راهیسې افغان ملي لوبډلې غوره کارکردګي کړې.

کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «په دې جمله کې د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې غوره کارکردګي، دغه راز ۲۰۲۴ کال کې په پرلپسې ډول د یو شمېر یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټل او اتلانو جام کې غوره کارکردګي هغه څه دي چې افغان ملي لوبډله یې د بریا نویو لوړو ته ورسوله.»

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اړه په نړۍواله کچه نظر دا و، چې دا لوبډله تر ډېره شل اوریزه سیالیو کې پرمختللې ده ولې ورستیو بریاوو دا وښوده چې د نړۍ یو له غوره لوبډلو څخه ده.

یوازې څلور ورځنۍ (ټېسټ) سیالۍ دي چې افغان لوبډله پکې هغه ډول نه ده ځلېدلې، خو په دې وروستیو کې کرېکټ بورډ دغه سیالیو لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي دي.

تاره په کور دننه د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) لوبې د ننګرهار په کوربتوب پیل شوي دي، په دغه لوبو کې څلور لوبډلې ګډون لري، چې د ملي، الف، نولس کلنو او د میرویس نیکه لوبو ځلېدونکي لوبغاړي پکې برخه لري.