• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر لوبو د بندیزونو لړۍ؛ طالبانو دا ځل په «شطرنج» بندیز ولګاوه

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو معلوماتو کې په ډاګه شوې، چې د طالبانو د بدني روزنې ادارې تازه د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعالیتونه ځنډولي او دغه لوبه یې «حرامه» بللې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، د شطرنج ملي لوبډلې لوبغاړي د بدني روزنې ریاست ته ورغلي وو؛ څو د فعالیت اجازه او میاشتني معاش ترلاسه کړي، خو ورته ویل شوي چې دغه لوبه «حرامه» اعلان شوې.

د سرچینو په وینا؛ د بدني روزنې چارواکو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت شطرنج حرام اعلان کړی او له همدې امله یې د اړونده فدراسیون فعالیتونه بند کړي دي.

د شطرنج فدراسیون د طالبانو د اوسنۍ بیا ځل واکمنۍ ترمخه د نارینه‌و او ښځو لپاره فعال و او په هېواد کې‌ یې په منظم ډول سیالۍ جوړولې.

د ۱۴۰۳هجري لمریز کال د لړم په میاشت کې دغه فدراسیون چې نه یې رییس لاره او نه سرپرست؛ په نارسمي ډول وځنډول شو.

لامل یې دا ښوول شوی، چې د دغه فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملک‌زاده چې د نړۍوال شطرنج فدراسیون (FIDE) له‌خوا په رسمیت پېژندل کېده جرمني ته کډوال شوی او دندې ته نه حاضرېده.

تر دې څه موده وروسته د طالبانو د ورزش ادارې عبیدالله قریشي د شطرنج فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکه؛ خو نوموړی د طالبانو د هغه وخت د بدني روزنې له مشر نظرمحمد مطمین سره د اختلاف له امله خپل کار پرېښی و.

د طالبانو د ورزش ادارې تر دې وړاندې هم د ازادو سیالیو یا «MMA» پر لوبو بندیز لګولی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۴ سلنه ډېر شوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د مرکزي بانک د رپوټ له مخې، د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیات شوي دي.

یاد بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جولای نه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې افغانستان ته د پاکستاني توکو ټول صادرات ۶۲۳.۲۸۵ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال همدغې مودې ۳۷۸.۹۲۲ میلیونه ډالره صادراتو په پرتله زیاتوالی ښيي.

خو د کال پر کال (یو کلن) اساس، د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته صادرات ۴۵.۵۴ سلنه کم شوي، چې له ۵۵.۹۰۷ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۴) څخه ۳۰.۴۴۵ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۵) ته ښکته شوي دي.

همداراز، د میاشتې په حساب هم د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳۵.۹۷۷ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال د مارچ صادرات ۱۵.۳۷ سلنه کم شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک رپوټ وايي، چې په ټوله کې د پاکستان صادرات نورو هېوادونو ته هم په۷.۷۲ سلنه زیاتوالي سره له ۲۲.۸۹۱ میلیارده نه ۲۴.۶۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

بلخوا، له افغانستان نه پاکستان ته واردات هم د یادې مودې (جولای-مارچ ۲۰۲۴-۲۵) په جریان کې ۲۰.۱۲۷ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال د ۶.۴۳۸ میلیونه وارداتو په پرتله ۲۱۲.۶۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کال پر کال په بنسټ، له افغانستان نه واردات ۹۹.۷۹ سلنه زیات شوي، چې له ۰.۹۶۰ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۴) څخه ۱.۹۱۸ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۵) ته لوړ شوي دي. خو د میاشتې په اساس، دا واردات د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳.۰۰۸ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ۳۶.۲۳ سلنه کم شوي دي.

رپوټ وايي، چې په عمومي ډول د پاکستان ټول واردات ۱۱.۰۸ سلنه زیات شوي، چې له ۳۹.۰۵۶ میلیارده ډالرو څخه ۴۳.۳۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.

طالبان: د ځمکو او د پردیو مالونو غصب «کبیره ګناه» ده

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون مشر مولوي محمد اسماعیل غزنوي وايي، د پردیو مالومونو غصب د «شریعت» له مخې «کبیره ګناه» ده.

نوموړي دغه څرګندونې د (غويي ۲۱مه) د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه ویلي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس مېلیونه جریبه ځمکه دولتي ثابته کړې او ۳.۹ مېلیونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې له دې ډلې یې یوازې په کابل کې «۶۶زره جریبه ځمکه» په کابل کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

همدا راز یې خبر ورکړی، چې دغه کمېسیون «۱۲.۷ مېلیونه جریبه» نوره ځمکه دولتي ثابته کړې او ثبت کړې یې ده.

د طالبانو یاد کمېسیون له قومي مخورو او دیني عالمانو غوښتي، چې په خپلو سیمو کې د دولتي ځمکو په بېرته راګرځولو کې ورسره همکاري وکړي.

تر دې دمخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو نیوکې کړې وې، چې طالبانو یې په بېلابېلو پلمو شخصي ځمکې دولتي کړې دي.

خلکو نیوکې کړې، چې د خپلو ځمکو اړوند له قانوني اسنادو لرلو سره، سره طالبان یې ستونزو ته پام نه کوي.

پاکستاني رسنۍ: طالبانو له پاکستان او چین سره هوکړه کړې، چې له هند سره به اړیکې محدوده کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، طالبانو له اسلام اباد او بېجینګ سره هوکړه کړې چې له هند سره به خپلې اړیکې تر ډیپلوماتیکو ماموریتونو محدودې کړي او له نوي ډیلي سره به له نورو تعاملاتو ډډه وکړي.

دغې ورځپاڼې د ځینو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې شوې ده.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سیمه‌ییزې همغږۍ او افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.

راپور وايي:« د سیمه‌ییزې همغږۍ په دې غونډه پر دې هم هوکړه وشوه، که دا سمون په سمه توګه پلي شي؛ نو په افغانستان کې به د هند نفوذ یوازې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو کچې پورې محدود وي.»

سرچینو اېکسپرېس ټربیون ته منلې، چې دغه پرېکړې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چین او پاکستان ځانګړو استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې شوې دي.

سرچینو زیاته کړې، چې افغان طالبانو په خاموشۍ سره د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو په اړه د اسلام اباد د دریځ ملاتړ کړی او اراده لري چې ځانونه د هند له محوره لرې وساتي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د جمعې په شپه او شنبه د دوه اړخیزو غونډو په ګډون له څو غونډو وروسته، پرېکړه وشوه چې افغان طالبان به په کابل کې د چین او پاکستان سره د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو درې اړخیزې خبرې اترې کوربه‌توب وکړي.

سرچینې وویل: «د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر موخه د پاکستان او هند د شخړې په اړه د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کول، د چینایي نوښتونو له لارې سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان له خاورې د داعش خراسان څانګې ډلې له منځه وړل دي.»

پاکستان پرون له زرو ډېر کسان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۱۰۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ستنو شویو کسانو کې ۲۰۷ د (ACC) کارت لرونکي او ۸۹۳ بیا بې‌اسناده کډوال وو.

خبریالانو ته له دغې ادارې څخه رالېږل شوي معلومات ښیي، چې ۱۰۸۴ تنه د تورخم او ۱۶ افغانان د انګور اډې له لارې ستانه شوي دي.

بل خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په ټوله کې تېره ورځ ۴۳۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

خبر زیاتوي، په راستنو شویو کورنيو کې ۱۵۲ د تورخم له لارې، ۱۱۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۵۱ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۵ کورنۍ د انګور اډې له لارې، ۱۳ کورنۍ د هلمند له لارې او ۱۰۱ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۵زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي چې د فبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټ‍ې له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

امیرخان متقي چین ته د سفر بلنه منلې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره په ناسته کې د دغه هېواد له لوري بېجینګ ته د سفر بلنه منلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر متقي ته دغه بلنه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه سفر کره نېټه د طالبانو له لوري‌ نه ده په ډاګه شوې او نه هم ویل شوي، چې متقي سره به د دغه ډلې نور کوم غړي ملتیا وکړي.

د طالبانو د یاد وزارت خبرپاڼه کاږي، د چین استازي په دغه ناسته کې ډاډ ورکړی چې په نړۍواله ټولنه کې به د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر ډزرېدو هم خوښي څرګنده کړې ده.

طالبان تر بل هر وخته چین ته خورا نږدې شوي دي او چینایي پانګه‌والو هم افغانستان ته مخه کړې.

راپورونو ښودلې، چې د طالبانو تر واک لاندې چینایي شرکتونو د افغانستان پر کانونو منګولې خښې کړې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د کېندنې پراخ قراردادونه ترلاسه کړي.

له دې سربېره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین له زیاتېدونکي نفوذ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه په وار، وار د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې د ناغېړۍ له کبله یې اوس د بګرام پوځي اډه د چین په لاس کې ده؛ خو طالبانو د هغه دغه څرګندونې غندلې او رد کړې دي.

چین همدا راز په بېجینګ کې د طالبانو استازی هم منلی او له دغه ډلې سره یې خپل پراخ تعامل ته دوام ورکړی.

له چین سره، سره روسیه هم د هغو هېوادونو له ډلې ده، چې کرار، کرار یې له طالبانو سره خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې دي او ان په یوې وروستي اقدام کې یې دغه ډله د ترهګرو له نوملړه هم ویستې ده.

د کارپوهانو په وینا، د لوېدیځ او امریکا لپاره په افغانستان کې د چین او روسیې ډېریدونکی نفوس د اندېښنې وړ دی.