افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۴ سلنه ډېر شوي

د پاکستان د مرکزي بانک د رپوټ له مخې، د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د رپوټ له مخې، د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶۴.۴۸ سلنه زیات شوي دي.
یاد بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له جولای نه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې افغانستان ته د پاکستاني توکو ټول صادرات ۶۲۳.۲۸۵ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال همدغې مودې ۳۷۸.۹۲۲ میلیونه ډالره صادراتو په پرتله زیاتوالی ښيي.
خو د کال پر کال (یو کلن) اساس، د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته صادرات ۴۵.۵۴ سلنه کم شوي، چې له ۵۵.۹۰۷ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۴) څخه ۳۰.۴۴۵ میلیونه ډالرو(مارچ ۲۰۲۵) ته ښکته شوي دي.
همداراز، د میاشتې په حساب هم د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳۵.۹۷۷ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال د مارچ صادرات ۱۵.۳۷ سلنه کم شوي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک رپوټ وايي، چې په ټوله کې د پاکستان صادرات نورو هېوادونو ته هم په۷.۷۲ سلنه زیاتوالي سره له ۲۲.۸۹۱ میلیارده نه ۲۴.۶۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
بلخوا، له افغانستان نه پاکستان ته واردات هم د یادې مودې (جولای-مارچ ۲۰۲۴-۲۵) په جریان کې ۲۰.۱۲۷ میلیونه ډالره ثبت شوي، چې دا د تېر کال د ۶.۴۳۸ میلیونه وارداتو په پرتله ۲۱۲.۶۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کال پر کال په بنسټ، له افغانستان نه واردات ۹۹.۷۹ سلنه زیات شوي، چې له ۰.۹۶۰ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۴) څخه ۱.۹۱۸ میلیونه ډالرو (مارچ ۲۰۲۵) ته لوړ شوي دي. خو د میاشتې په اساس، دا واردات د ۲۰۲۵ کال د فبروري (۳.۰۰۸ میلیونه ډالرو) په پرتله د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې ۳۶.۲۳ سلنه کم شوي دي.
رپوټ وايي، چې په عمومي ډول د پاکستان ټول واردات ۱۱.۰۸ سلنه زیات شوي، چې له ۳۹.۰۵۶ میلیارده ډالرو څخه ۴۳.۳۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.


د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون مشر مولوي محمد اسماعیل غزنوي وايي، د پردیو مالومونو غصب د «شریعت» له مخې «کبیره ګناه» ده.
نوموړي دغه څرګندونې د (غويي ۲۱مه) د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس مېلیونه جریبه ځمکه دولتي ثابته کړې او ۳.۹ مېلیونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې له دې ډلې یې یوازې په کابل کې «۶۶زره جریبه ځمکه» په کابل کې د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.
همدا راز یې خبر ورکړی، چې دغه کمېسیون «۱۲.۷ مېلیونه جریبه» نوره ځمکه دولتي ثابته کړې او ثبت کړې یې ده.
د طالبانو یاد کمېسیون له قومي مخورو او دیني عالمانو غوښتي، چې په خپلو سیمو کې د دولتي ځمکو په بېرته راګرځولو کې ورسره همکاري وکړي.
تر دې دمخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو نیوکې کړې وې، چې طالبانو یې په بېلابېلو پلمو شخصي ځمکې دولتي کړې دي.
خلکو نیوکې کړې، چې د خپلو ځمکو اړوند له قانوني اسنادو لرلو سره، سره طالبان یې ستونزو ته پام نه کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږ دواړه لوريو ته د پوځیانو په ګډون «۹۷» کسان وژل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. د دواړو هېوادونو د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په دغه تازه نښتو کې نږدې دوه مېلیارده ډالر لګښت راغلی.
د دغو دوو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه (د اپرېل په ۲۲مه) په هندي کشمیر کې د وسلهوالو د یوې ډلې له لوري د ۲۶سېلانیانو تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه.
ډیلي پاکستان مېشته وسلهواله ډله «جیش محمد» د یاد برید مسووله وبلله او د «سېندور» په نامه یې پر پاکستان پوځي عمليات پيل کړل.
په دغو عملياتو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې د وسلهوالو مرکزونه او پوځي زېربناوې تر هدف لاندې ونيول شوې.
د هند وسلې او پوځي تاکتيکونه
هند په دغو بریدونو کې له پرمختللو «رافایل» جنګي جېټ الوتکو، ۳۰۰ کیلومتره واټن وهونکو SCALP EG کروز توغندیو، د ځیرکو HAMMER بمونو او له غږ هم تېزو یا BrahMos توغندیو کار واخيست.
هند ادعا کړې وه، چې په مظفر اباد، کوټلي، راولپنډۍ، سیالکوټ، مریدکي او بهاولپور کې یې د ترهګرو تر څنګ د پاکستان مهم پوځي مرکزونه په نښه کړي وو.
هند همداراز S-400 پرمختللی هوايي دفاعي سيسټم فعال کړ؛ تر څو د پاکستان توغندي او الوتکې شنډې کړي؛ خو د شنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) بریدونو کې دا په ډاګه شوه، چې دغه سېسټم د پاکستان د توغندیزو او هوايي بریدونو مخه ډب نه شوه کړای.
د پاکستان غبرګون او ځوابي بریدونه
پاکستان د هند تر بریدونو وروسته د «بنيان المرصوص» په نوم خپل عمليات پيل کړل. د پاکستان J-10C جنګي الوتکې چې ورته «زورور مار» نوم هم کارول شوی، له PL-15 هوا پر هوا توغندیو او Ra’ad-II کروزه توغندیو سره جګړې ته واستول شوې.
پاکستان د هند په څېر د ځانمرګو ډرون الوتکو څخه هم کار واخیست، چې پکې «براق» او چينايي نمونې شاملې وې.
د «بېزنس انسایډر» نیوز ډاټ کام د راپورونو له مخې؛ پاکستان د هند په جمو کشمیر او شمالي پنجاب کې د وسلو ګودامونه او رادارونه ووېشتل او د «نصر» په نوم لنډ واټن بالستيکي توغنديو سره یې د هند پر پرمختلليو پوځي مرکزونو هم بريدونه کړي.
انساني زیان
په هند کې چارواکو د ۱۹ سرتېرو او ۳۳ ولسي وګړو وژل کېدل تاييد کړي دي. دا کسان ډېری د توغنديزو او بې پيلوټه بريدونو له امله په ګرداسپور، پټانکوټ او د جمو کشمیر پولو ته څېرمو کليو کې ووژل شول. له ۱۲۰ زيات کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۱۸ زره خلک له جګړهييزو سيمو بې ځايه شوي دي.
په پاکستان کې د دفاعي سرچینو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري چې په کې ۱۲ د پلي لېوا افسران هم شامل دي، د کنټرول کرښې ته نږدې وژل شوي دي.
همداراز د هند د هوايي او توغنديزو بریدونو له امله کوټلي، مظفراباد او راولاکوټ کې ۳۰ ولسي وګړي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو؛ وژل شوي دي.
شاوخوا ۸۵ تنه ژوبل شوي او له ۱۲ زره زيات خلک له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي. د ميرپور او راولپنډۍ روغتونونه د ټروما رواني څپو ناروغان د بسترونو له کمښت سره هم مخ شوي دي.
پر بهاولپور د هند په بریدونو کې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د خپلې کورنۍ د لس تنو غړو او خپلو څلور ملګرو د وژل کېدو خبر هم تایید کړ.
مالي لګښتونه
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هند د «سېندور» عملياتو لګښت تر ۱.۸ مېليارد ډالرو اوښتی. يوازې ورځنی لګښت يې ۱۴۶۰ کروړه روپۍ (شاوخوا ۱۷۵ مېليونه ډالر) ښوول شوی، چې په کې د وسلو، سون توکو، لوژستیک، استخباراتي الوتنو او هوايي بریدونو لګښتونه شامل دي.
همداراز هند ته د ملکي زېربناوو زيان ۲۴۰ مېليونه ډالر اټکل شوی دی.
د پاکستان د «بنيان المرصوص» عملياتو لګښت هم تر لسګونه مېلیون ډالرو زیات ښوول شوی. دغه لګښتونه داسې مهال دي، چې پاکستان له وړاندې د پیسو نړۍوال صندوق (IMF) له سخت فشار، د اسعارو له بې ثباتۍ، د پانګونو له کمېدو او له پراخ اقتصادي ناورین سره مخ دی.
ډېپلوماټيکې هڅې او د ناورین پراخېدو وېره
سره له دې چې امريکا، سعودي عربستان او چين د منځګړتوب هڅې کړې دي؛ خو (د مئ په ۱۰مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی اوربند لا هم په نازک حالت کې ښکاري.
د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته دواړو خواوو يو بل د اوربند پر نقض تورن کړل. راپورونه وايي، چې د پونچ او هویلي په برخو کې د توپونو ډزې شوې دي او د څارونکو ډرونونو پروازونه هم ليدل شوي دي.
د هندي مسلمانانو د یوه مشهور ګوند اتحاد المسلمین مشر اسدالدین اوېسي ویلي، تر هغې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې وي او د دغه هېواد خاوره د هند پر ضد کارول کېږي؛ نو د دایمي اوربند هېڅ ډول څرک نه لیدل کېږي.
د جګړې نوې بڼه او نړۍوالې اندېښنې
دغه جګړه د سوېلي اسيا د جګړې په تاکتيکونو کې يو خطرناک بدلون ښکاري. دواړه هېوادونه پر بې پېلوټه الوتکو، کروز توغنديو، درنو وسلو او پر برېښنايي جګړې تمرکز کوي، چې د ځمکنیو ځواکونو له ښکېلتیا یې ډډه کړې.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې دغه ډيجيټلي جګړه د اټومي توان لرونکو هېوادونو ترمنځ د جګړې چټکې پراخېدو ته اسانتیاوې برابروي.
د کاناډا او برېټانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کرښو ته نږدې سیمو له ورتګ څخه ډډه وکړي.
نظامي بودجه او اوږدمهالې پايلې
د سوېډن د سټاکهولم د سولهییزو مطالعاتو نړۍوال انسټیټیوټ (SIPRI) د ۲۰۲۴ د راپور له مخې؛ هند په تېر کال کې ۷۳.۶ ميليارده ډالر پوځي بودجه لرله، چې دا هېواد يې د نړۍ څلورم لوی دفاعي مصرفوونکی ګرځولی.
پاکستان ۱۰.۴ مېليارد ډالره پوځي بودجه لرله، چې دا يې د خپل ناخالص کورني توليد ۳.۶ سلنه جوړوي. تازه جګړې دغه بودجې نورې هم تر فشار لاندې راوستې دي او د پاکستان مالي ثبات یې نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
که څه هم دواړه خواوې د تاکتيکي برياليتوب دعوه کوي؛ خو ښکاري چې دواړه لوري له اقتصادي اړخه له دې جګړې خوښ نه دي.
د سیاسي چارو شنونکو خبرداری ورکړی، که د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دایمي حل لپاره اقدامات او سیاسي خبرې ونشي؛ نو د داړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به دا جګړه هېڅکله وروستۍ ونه شمېرل شي.

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، طالبانو له اسلام اباد او بېجینګ سره هوکړه کړې چې له هند سره به خپلې اړیکې تر ډیپلوماتیکو ماموریتونو محدودې کړي او له نوي ډیلي سره به له نورو تعاملاتو ډډه وکړي.
دغې ورځپاڼې د ځینو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې شوې ده.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سیمهییزې همغږۍ او افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.
راپور وايي:« د سیمهییزې همغږۍ په دې غونډه پر دې هم هوکړه وشوه، که دا سمون په سمه توګه پلي شي؛ نو په افغانستان کې به د هند نفوذ یوازې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو کچې پورې محدود وي.»
سرچینو اېکسپرېس ټربیون ته منلې، چې دغه پرېکړې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چین او پاکستان ځانګړو استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې شوې دي.
سرچینو زیاته کړې، چې افغان طالبانو په خاموشۍ سره د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو په اړه د اسلام اباد د دریځ ملاتړ کړی او اراده لري چې ځانونه د هند له محوره لرې وساتي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د جمعې په شپه او شنبه د دوه اړخیزو غونډو په ګډون له څو غونډو وروسته، پرېکړه وشوه چې افغان طالبان به په کابل کې د چین او پاکستان سره د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو درې اړخیزې خبرې اترې کوربهتوب وکړي.
سرچینې وویل: «د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر موخه د پاکستان او هند د شخړې په اړه د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کول، د چینایي نوښتونو له لارې سیمهییز اتصال او د افغانستان له خاورې د داعش خراسان څانګې ډلې له منځه وړل دي.»

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۱۰۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ستنو شویو کسانو کې ۲۰۷ د (ACC) کارت لرونکي او ۸۹۳ بیا بېاسناده کډوال وو.
خبریالانو ته له دغې ادارې څخه رالېږل شوي معلومات ښیي، چې ۱۰۸۴ تنه د تورخم او ۱۶ افغانان د انګور اډې له لارې ستانه شوي دي.
بل خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په ټوله کې تېره ورځ ۴۳۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
خبر زیاتوي، په راستنو شویو کورنيو کې ۱۵۲ د تورخم له لارې، ۱۱۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۵۱ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۵ کورنۍ د انګور اډې له لارې، ۱۳ کورنۍ د هلمند له لارې او ۱۰۱ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
له بل پلوه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۵زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي چې د فبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.
دغه کمېټې له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره په ناسته کې د دغه هېواد له لوري بېجینګ ته د سفر بلنه منلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر متقي ته دغه بلنه ورکړې ده.
تر اوسه د دغه سفر کره نېټه د طالبانو له لوري نه ده په ډاګه شوې او نه هم ویل شوي، چې متقي سره به د دغه ډلې نور کوم غړي ملتیا وکړي.
د طالبانو د یاد وزارت خبرپاڼه کاږي، د چین استازي په دغه ناسته کې ډاډ ورکړی چې په نړۍواله ټولنه کې به د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په ناسته کې دواړو لوریو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر ډزرېدو هم خوښي څرګنده کړې ده.
طالبان تر بل هر وخته چین ته خورا نږدې شوي دي او چینایي پانګهوالو هم افغانستان ته مخه کړې.
راپورونو ښودلې، چې د طالبانو تر واک لاندې چینایي شرکتونو د افغانستان پر کانونو منګولې خښې کړې دي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د کېندنې پراخ قراردادونه ترلاسه کړي.
له دې سربېره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین له زیاتېدونکي نفوذ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه په وار، وار د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې د ناغېړۍ له کبله یې اوس د بګرام پوځي اډه د چین په لاس کې ده؛ خو طالبانو د هغه دغه څرګندونې غندلې او رد کړې دي.
چین همدا راز په بېجینګ کې د طالبانو استازی هم منلی او له دغه ډلې سره یې خپل پراخ تعامل ته دوام ورکړی.
له چین سره، سره روسیه هم د هغو هېوادونو له ډلې ده، چې کرار، کرار یې له طالبانو سره خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې دي او ان په یوې وروستي اقدام کې یې دغه ډله د ترهګرو له نوملړه هم ویستې ده.
د کارپوهانو په وینا، د لوېدیځ او امریکا لپاره په افغانستان کې د چین او روسیې ډېریدونکی نفوس د اندېښنې وړ دی.