د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اېبيسي نیوز له خبریال سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې له ایلان ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بېاهمیته وبلله. دا مرکه د جمعې په سهار (د غبرګولي ۱۶مه) یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ او د ټېسلا شرکت د مشر ایلان ماسک تر منځ لفظي شخړه شوې وه.
ټرمپ د دې شخړې په اړه په بېپروایۍ سره څرګندونې وکړې او ویې ویل، داسې ښکاري چې هېڅ مهم څه نه دي پېښ شوي. کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا له ماسک سره د خبرو لپاره کوم پلان لري، هغه په ځواب کې وویل: «ستا مطلب هغه سړی دی چې خپل عقل یې له لاسه ورکړی؟»
ټرمپ زیاته کړه چې دا مهال له ایلان ماسک سره د خبرو هېڅ ځانګړې علاقه نه لري. د نوموړي په وینا، دا ماسک دی چې هڅه کوي له ده سره خبرې وکړي، خو هغه لا چمتو نه دی چې دا ډول خبرې پیل کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو مشهورو څېرو تر منځ سیاسي او شخصي اختلافات ورځ تر بلې ژورېږي.
د یوې معتبرې ورزشي رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ځینو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز له امله، د امریکا په میجر کرېکټ لیګ کې د افغان لوبغاړو ګډون له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی. په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره اووه افغان لوبغاړو قراردادونه ترلاسه کړي دي.
د اې اېس پی اېن کرېک اېنفو د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر له فرمان وروسته، د امریکا د میجر کرېکټ لیګ چارواکي هېله من دي، چې افغان لوبغاړي به اغیزمن نه شي او سږکال به په دغه لیګ کې ولوبیږي.
امریکا ته د سفر بندیز په دغه فرمان کې د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونه شامل دی.
د امریکا د کرېکت لیګ یوه چارواکي ویلي، چې دوی هیله لري، چې دا لیګ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د «ستر ورزشي ایونټ» په توګه و پېژندل شي، تر څو افغان لوبغاړي له دې بندیز نه اغېزمن نه شي.
د امریکا میجر کرېکټ لیګ ویاند وايي:« موږ له اړوندو چارواکو سره کار کوو، تر څو د نړیوالو لوبغاړو سفر له خنډ پرته ترسره شي. دا لیګ لا هم د نړۍ غوره کرېکټ لوبغاړي راجذبوي او سږکال به زموږ ټر ټولو زړه راښکونکی فصل وي.»
همدا راز د امریکا د کرېکټ لیګ د ځینو لوبډلو چارواکو کرېک اېنفو ته ویلي هڅه کوي، چې افغان لوبغاړي له بندیز مخکې امریکا ته راولي او دا موضوع یې د امریکا میجر کرېکټ لیګ له مشرانو سره شریکه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له خوا امریکا ته د سفر بندیز په تازه اجراییوي فرمان کې استثنا هم شامله ده. هغه زیاتوي: «هغه لوبغاړيي یا لوبډلې چې د نړیوال جام، المپیک یا بل کوم ستر ورزشي پروګرام لپاره سفر کوي د بندیز نه مستثنا دي.»
دمګړی راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي، وقار سلام خیل او نور احمد د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا میجر کرېکت لیګ سره قراردادونه لري.